د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې
دوه غزلونه/شمسزی
کلی (۱) دغره په څوکه خوا ته د اسمان دې وي دا کلیاوسېږي پښتانه په کې ودان دې وي دا کلی چینې د سپینو ستورو یې ړندې مه شه هېڅکلهښایسته لکه زما ښکلي جانان دې وي دا کلی هر ګټ او هر کمر یې ددښمن د سر قاتل شهد ونو څانګې غیشي او کمان دې وي دا کلی دا خلک دې خړ پړ وي خو سپېڅلې دي وي یارههمداسې دې وي پاک کور د ایمان دې وي دا کلینغمې د مست رباب سوې ټپې د زخمي زړ
زړه او نصیب- شمسزی
قدم به زه واخلم خو تلل زما په واک کې نه ديزړه او نصیب یو ځای کول زما په واک کې نه دي لکه د زوړ څراغ پر لاره د بادونو ناست یمشپه روڼوم، شپه ختمول زما په واک کې نه دي لښکر زما دی خو زما له قومندې نه وتیاوس د جنګ توغ پورته کول زما په واک کې نه دي دداسې ښار په دروازو زما نوم ولې لیکيچېرته چې تش شپه تېرول زما په واک کې نه دي اوس لکه څاه د ارامۍ په صندلۍ
غزل- شمسزی
گرځمه خپل کار کوم د چا راسره څه کار دیژوند په خپل اختیار کوم د چا راسره څه کار دی نه رانه جماعت قضا دی نه د میخانې سلامهرڅه په خپل وار کوم د چا راسره څه کار دی ښکلو ته د دام غوندې په لار کې غوړېدلی یمښکار یمه که ښکار کوم د چا راسره څه کار دی زړه مې د مات جام غوندې پروت ټوټې ټوټې راتهصبر، انتظار کوم دچا راسره څه کار دی نه د باد مستي منم او نه د درې تنګ ګو
لمرینه انرژي
ساینس پوهان وایي که چېرې لمر نه وای او یا د ځمکې او لمر ترمنځ واټن تر اوسنۍ اندازې زیات وای نو د تیارې او سړې هوا له کبله به موجوداتو ته پر ځمکې ژوند کول ناشونی و، دا ځکه چې ټول موجودات د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دلمر رڼا او انرژۍ ته اړتیا لري. انرژي دیوه نامريی ځواک په توګه د ټولو موجوداتو په بدن کې شته او کار ترې اخیستل کېږي، که چېرې انرژي وجود ته ونه رسېږي دکارونو د ترسره کولو یا وده کولو وړتیا نه پاتې کېږي او له همدې امله تر یوې لنډې مودې وروسته هر ډول موجود چې وي ل
پېلوزی دې بېرته پيل شي
که د بي بي سي راډیو مخینې ته وکتل شي، نو جوته به شي چې خبرونو یې دخلکو په زړونو کې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړی و، ځکه د ګوهر رحمن ګوهر، داود جنبش او ځینو نورو تکړه ویاندانو اوازونه د خلکو په غوږونو کې داسې انګازې کړې وې، چې بیا به یې هر سهار او ماښام غوږونو د هماغو خوندورو اوازونو اورېدل غوښتل. اوسمهال چې د افغانستان خلکو انټرنټ، بې شمېره ورځپاڼو، محلي اف ام راډیوګانو او د ازادۍ غوندې راډیو ته لاسرسی پیدا کړی چې که مبالغه ونه شي په هر ولایت او سیمه کې خبریالان لري نو د بي بي سي د خبرونو خو
کندهار ته زما سفرونه/ شمسزی
کندهار ته زما سفرونه (لومړی سفر) د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته څلور ځلي کندهار ته تللی یم، لومړی سفر مې په ۲۰۰۳ کال دیوه طالب ملګري د لیدو په بهانه وکړ، دا نو هغه مهال و چې د طالبانو د امارت له ړنګېدو څه دپاسه یو کال تېر شوی و، درې شپې مې د غزني په قره باغ کې له طالب ملګري سره وکړې، هغه مهال قره باغ د اوس په څېر تر هوايي او ځمکنیو عملیاتو لاندې نه و، طالبان په خپلو کورونو کې پراته وو او ټوپکیان ورته د باندې تاوېدل راتاوېدل . د غزني ولایت د قره باغ د سیمې خلک زموږ په ولایت
دلغمان فرهنګي ټولنې د خواخوږۍ پیغام
لغمان فرهنګي ټولنه د پژواک خبري اژانس او بي بي سي راډیو د ژورنالیست ارواښاد عبدالصمد روحاني پر بې رحمانه ترور خپله ژوره خواشیني څرګندوي او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. لغمان فرهنګي ټولنه ددغسې ظالمانه وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي او دهلمند له والي او نورو دولتي چارواکو په جدي ډول غواړي چې د ارواښاد روحاني قاتلین د افغانستان مسلمان ملت ته په ګوته او جزا ورکړي، که چېرې داسې ونه شي نو په راتلونکي کې به د هرې سیمې او هر ولایت ژورنالیست ځان مصون نه بولي او د ژورنالیست
دعابد خاطرې
دعابد خاطرې د زمانې پر لویه لاره، دشپې کېږدۍ او د وخت لوبې دا ټول له خپلو خوږو او ترخو شېبو سره تېرېږي، مینې مري، رنګونه بدلېږي، یوازې او یوازې خاطرې که خوږې وي او که ترخې په خپل ځای پاتې کېږي. خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي. راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته
د جمهور ریس له نامه سو استفاده کوونکي فراډیان
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي دیوه فرمان په صادرولو ټول هغه کسان مختورن کړي چې دده په نامه یو او بل دهوکه کوي خپلې موخې ترې لاسته راوړي. دا چې دا اعلان به څومره پر واقعیتونو ولاړ وي او تر کومه حده به جمهور ریس په کې راتلونکيو ټولټاکنو ته دانتخاباتي کمپاین موخه لري او که نه دا به په خپل ځای پرېږدو خو د ښاغلي ح
ملغلرې
مرگ له ژوند نه وپوښتل: څه حکمت دی چې ته خوږ یې او زه تریخ؟
ژوند
ژوند د هغه یخ خرڅوونکي کیسه ده چې ترې وپوښتل شول:
نندارچي (شمسزی)
د نندارچي د نوم په اورېدو یا لیدو به ښایي تاسو ته د نندارچیانو ګرم احساسات او له پېښو سره د هغوی دلچسپي در په زړه شي. که پورته مو زما نوم لیدلی وي نو فکر وکړﺉ چې زه هم یو له هغوی څخه یم، دا څو کاله مې د خدای (ج) په دې اړته نړۍ کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې او ډېر نږدې دوستان مې ولیدل چې همدې لوړو ژورو ته ټیټ وپاس شول. له تاسو به یې څه پټوم زما د مشاهدې په تله کې څو څو ځله سپک او درانه شول، خو زه په هر پړاو او نظام کې یوازې خپله دنده سرته رسوم، د پېښو ننداره کوم او بس.څو ورځې د مخه مازیګر مهال ل
د لغمان نوي والي صیب ته یو څو وړیا مشورې
مشعل صیب تر هر څه دمخه درته د نوی والیتوب له ام
افغانستان د ترقۍ پر لور
د نړۍ بېلابېل هېوادونه تل په دې هڅه كې دي چې څنگه وكولاى شي پر خپل ځان متكي او خپلې ستونزې په خپله حل كړي، څنگه خپل صنعت ته وده وركړي چې له لارې يې خپل ولس ته د كار زمينه برابره او د هېواد ملي اقتصاد پياوړى كړي. دغه ډول هځې د هېوادونو او ولسونو په كچه كېږي، خو كله چې بيا دواړه لاس په لاس د پرمختيا په لور گامونه واخلي نو پايلې يې ډېرې اغېزمنې وي. د هندوستان هېواد چې زموږ د هېواد په څېر د نړۍ د درېيمو هېوادونو په كتار كې راځي، تل هڅه كوي چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خپل ولس د پ
يو كلي يو محصول (One Village One Product)
يو كلي يو محصول (One Village One Product) كليوال زيار، نړيوال افتخار نړيوال څېړونكي تل په دې هڅه كې دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو هېوادونو د خلكو د اقتصاد د پياوړي كولو او د بېوزلۍ د كچې د راټيټولو لپاره نوې نوښتونه وكړي او دفقر د كمزوري كولو لپاره نوې حل لارې راوباسي.د [يو كلي، يو محصول] پروگرام طرحه يو له همدغو نوښتونو څخه و چې څه ناڅه ۲۷ كاله دمخه د جاپان په Oita Prefecture كې رامنځته شوه. پر ۱۹۷۹ ميلادي كال د جاپان يو شمېر څېړونكي په د
څو بیتونه (شمسزی)
ستا د مجلس یاران به اوس هم وي ښه ډېر شمسزیهخیر که زه نه یم محبت مې نه کړې هېر شمسزیه زموږ کیسې اوس هم زړې نه دي هماغسې دیڅه ښه وختونه مو یو بل سره کړل تېر شمسزیه »»»»»»»»»»»»» راشه بیا به دا د ژوند شېبې نه ويتل به مې د زړه جذبې تودې نه وی څوک په ځان خبر چې سبا چېرې ويورځې ددې ښار بې حادثې نه وي وخت به د ګناه راکړې خو زړه کې بهپاتې ګنهګارې حوصلې نه وي. »»»»»»»»»»»»»» اوس دومره ډېره اندېښنه مې دې دنیا ته نه شتهلکه چ
ستوري ياران
د وحشت دوزخ مې شين شو
شعر او باران
نن شپه مې بيا يوازېتوب لړزوي