د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې
نیمایي ژورنالیست
دا دويمه ورځ وه چې د يوې مركې تابيا يې نيولې وه، ماته يې هم ډېر ټينګار وكړ: ته درځه اوس نو بېخي ښه كار شو، ته هم همدلته يې ټوله كيسه به درته وكړم، بيا به راته مركه ترتيب كړې.څه فكر كوې چي پوښتني ياداښت كړم، ښه دى او كه ليكل شوي پوښتني تر مركې يوه ورځ مخكي په يادو زده كړم. زه هم ورته ګوته پر غاښ پاتې وم. نه پوهېدم پر ده څه جبر و چي له خپل مسلك نه يې د ژورناليزم څوكۍ ته ټوپ وهلى و. د دويمي ورځي پر ماسپښين يې ډېر مجبور كړم چي ارومرو به نن راته مركه ترتيب كړې، ځكه دا دويمه ورځ ده چي د مرك
پېژندنه
وزګار خان سرګردان د بابای دنیا لمسی د ۱۳۶۳م ډز وډوز کال دسرطان د میاشتې د تودو ورځو په دولس نیمو بجو او ۳۰ ثانیو د خپل کلي په زړه کې پیدا شوی.لومړنۍ زده کړې یې دخپل خدای بښلي پلار، منځنۍ یې د پرې له ملګرو او لوړې زده کړې یې د بیسوادۍ په کورسونو کې له اخراج شویو ښوونکو نه ترلاسه کړي. په خپله مورنۍ ژبه روانې خبرې کولای شي او تراوسه پورې یې ګڼې نورې ژبې هم زده کړي، لکه دروغ، غیبت، پسپڅکې او اشارې. په ۱۲ کلنۍ کې د شعر نړۍ ته ننوت چې له نېکه مرغه تر اوسه هم د ځینو شاعرانو
خبرتیا
د هېواد ټولو ښاغلیو کره کتونکو ته خبر ورکول کېږي چې د پښتو ژبې د دوو مشهورو شاعرانو ښاغلي درویش دراني او ښاغلي پیرمحمد کاروان خیالونه، فکرونه او تصویرونه د یو شمېر شاعرانو په شعرونو کې ورک شوي، که چاته هم په دې اړه پته وي نو د افغان ادبي بهیر په غونډه کې دې یو ځل سر پورته کړي. د یادونې وړ ده
کلی هماغسې دی
ارواښاد اسحق ننګیال ته! کلی هماغسې دی دادی کلونه پس دې بیا د وره ترڅنګ تېرېږمزړه جونګړه کې دې لا هم څراغ نه بلېږيتر اوسه هم ټیک پر وربل سپوږمۍ را وتې نه دهډېره موده شوه د سبا هنداره نه ځلېږي لادې هم چم ته زولنې د اندېښنو پرتې ديلا هم بزګر په خو
غزل
د لوړو غرو د غېږې لمره را ترغاړې وځهد رڼا تږی یم سحره را تر غاړې وځه زما د مينې په ښار هم د اور سيلۍ خوره دهته هم ډوبېږې مازديګره را ترغاړې وځه بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې پاڼې لېدېپه ژوند باور نه شته دلبره را ترغاړې وځه په پخوانو پلونو د مينې ښاپېرۍ پسې ځممسته ملنګه زوروره را تر غاړې وځه د بېلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړهشمسزيه ياره د زړه سره را تر غاړې وځه.
غزل
پر کلي کله کله باد او باران يو ځای راشيلکه مين ته چې غماز او جانان يوځای راشی څه ښه تصوير جوړ کړي چې لاس کله در وغځومستا ښکلو سترګو ته موسکا او خپګان يو ځای راشي د انتظار تنده مې هېڅ مازيګر ماته نه کړهپه ما دغره په څېر سپرلی او خزان يو ځای راشي ښکاري لا هم پر موږ د تورو تيارو زړه يخ نه دیچې مو جونګړې ته برېښنا او توپان يوځای راشي خدای خبر ستا به وي رښتيا او که ددروغو غوسهخو د شمسزي زړه ته يقين او ګومان يوځای راشي