د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې
هنري نثرونه
ميكل انژ او پرښته
د ژوند پاڼې
اغزو ته موسكا لاس مې پورته كړى يوه نوې دعا غواړمهنن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه ژونده ما له تانه كله لويه تمه كړې دهزه خو دې دنيا كې بس يوه خوله خندا غواړمه ډېرو فقيرانو، زيارتونو باندې گرځمهخداى نه چې څه غواړمه اول په كې تا غواړمه شړق وهه بارانه چې غوټۍ له تندې مړې نه شيزه مې په ځان نه يم دې اغزو ته موسكا غواړمه موږ خو دې تورتمه له دې ژونده پښيمانه كړولار وركړه سپېدو ته سبانو ته سبا غواړمه ته راغلې يو نور راغى
ليكوال او چارواكى
ليكوال تر نيم عمر خوارۍ وروسته پر ټولنيزو موضوعاتو كتاب وليكه، ددې لپاره چې كومه گرامري او يا املايي نيمگړتيا په كې پاتې نه شي بيا يې هم څو څو ځله ولوست، مازيگر چې به له رسمي دندې فارغ شو، نو ټك ټوك به يې په كور كې نښلولى و او په خپل زاړه كمپيوټر كې به يې د كتاب يو يو تورى ذخيره كاوه تر دې چې په يو څه موده كې يې ټول كتاب كمپوز كړ. تر كمپوزولو وروسته يې بيا د كتاب توري يو يو وكتل او ټايپي نيمگړتياوې يې ورته سمې كړې، كله چې يې د چاپ لپاره په كاغذ كې وويست نو د وروستي ځل لپاره يې په كاغذ ك
دغوره شاعرانو غوره شعرونه
د ارواښاد اسحق ننگيال دوه ښكلي غزلونه يو باد، يو منصور يو باد را لگيدلى ما له ځانه سره وړيد زړه اوښ مې له باره د ارمانه سره وړي د شپو پر اوښ يو غل دى زموږ كلي ته راغلىگلونه او باغونه له باغوانه سره وړي يو پل وم چېرته لرې ستا پرلاره زرغون شوىيو لوټ مې اوس له بادو له بارانه سره وړي يو څوك دى ستا د لاس شراب يې ټول راځنې وڅښلدا سره كېږدۍ د خوب مې له توپانه سره
یو بل ګل هم و رژېدو
که رښتيا ووايم زه په خبرو او ليکلو کې لږ څه محافظه کاره يم، کله کله مې پر يوه اثر ډېرې خبرې زړه کې راغونډې شي خو بس هېچا ته يې نه وايم او په زړه کې يې ساتم، په غونډو او ادبي محفلونو کې چې څوک کوم هنري اثر وړاندې کړي د ښه او بد په اړه يې ارو مرو نظر لرم خو وايم هسې نه چې دا خبرې مې بېځايه لاړې شي، نه پوهېږم چېرته او له چا مې اورېدلي چې خبره مرغۍ ده چې والوته نو بيا يې بېرته نيول اسانه کار نه دى نو ځکه زه له خپلو خبرو سره ډېر احتياط کوم او زياتر
د بنډارونو یاران
سلام نثاره یاره چېرته یې درک دې نه شتهپوره اونۍ وشوه چې ماته ټیلفون نه کوېد محبت هغه لمبه خو به مړه شوې نه وياوس خو به هغسې خویونه د مجنون نه کوې. رښتیا موسم خو جنتي شو کابل ډېر ښه شوید شپې بنډار ته اوس عابد جانان راځي او که نهدمینې ډله خو خدای مه کړه ړنګه شوې نه دهانګار، زهیر او هغه نور یاران راڅي او که نه. هو؛ بله دا چې (( نمکین)) ماښامني څنګه شوهوایه د سرو زرو مرغۍ خو به الوتې نه ويدومره خبر شوم چې یې ځاله ګډه وډه کړلههغه توتي د آزادۍ خو
لاهور تو لاهور هی جي
د شپې يوولس بجې په وې چې د لاهور اډې ته ورسېدو، د پېښور هوا ډېره سړه وه خو تر کابله ښه وه، په اډه کې د ګاډو دلالان لکه د غومبسو راپورې نښتي وو، چا به يوې خوا ته کش کولو او چا بلې خوا ته، کله چې به مو يو نيم پوډري تر سترګو شو نو په ملګرو به مو غږ کړ ، هلکه جيب ته خيال کوه، فلانيه بيکونو ته دې پام وي ګوره، فکر دې وي چې څه رانه پټ نه کړي، په همدې کش مکش کې ګاډي ته وختلو.زما ملګري دې هم خداى لري دګپ شپ ګوډي دي په يوه تفريحي سفر کې مې دومره وخندوي چې د ټول کال د کار ستړيا مې ختمه ش
معجزه او کرامت څه دي؟
ځو ورڅې دمخه په یو مجلس کې ناست وم، دوو صوفیانو په خپل منځ کې د معجزې او کرامت په اړه بحث پیل کړ، بحث په دې خبره پیل شو چې څینې وخت یو شمېر خلک خارق العاده کارونه کوي ولې ددوی کار ته معجزه او یا هم کرامت نه ویل کېږي، نو یوه تن صوفي ددې لپاره چې قناعت ورکړي خپلې خبرې داسې پیل کړې: الله تعالی په خپلو پیغمبرانو کې داسې خارق العاده نښې پیدا کړې وې چې نور خلک به یې په لیدلو حیران او عاجز شول، دغه ډول کارونو ته چې دپیغمبرانو نه ښکاره کېدل معجزه ویل کېږي څکه غیر ممکن کار به یې ممکن کړ او ټول
د زمانې بانک
فکر وکړی، یو بانک لری چې هره ورځ په کې ۸۶۴۰۰ روپۍ ستاسې په حساب کې زیاتېږي او د شپې تر پای پورې وخت لری چې دغه ټولې روپۍ ولګوی، د حساب تر پای پورې بانک په خپله تشېږی، په دغه وخت کې تاسې څه کوی؟ البته هڅه به کوی چې اخري روپۍ هم مصرف کړی.موږ هر یو همدغسې یو بانک لرو، هو د زمانې بانک.هر سهار ستاسې د زمانې په بانک کې ۸۶۴۰۰ ثانیې اعتبار غورځول کېږي و دشپې په پای کې دا اعتبار په خپله خلاصېږي، یوه ثانیه یې هم بېرته نه ګرځي او له دغه حسابه هېڅ هم د سبا حساب ته نه پاتې کېږي. تا
لمر او شمع
کله چې لمر وځلېد، د زړې جونګړې د پنجرې تر شا شمعې ته یې پام شو چې د ژوند لږې شېبې یې پاتې وې.لمر ورته په خندنۍ لهجه وویل:پرون شپه دې د چا لپاره ځان قربان کړ؟شمعې وویل: ځان مې قربان کړ چې (هغه) د شپې په تیاره کې زړه تنګ نه کړي.لمر: دهماغه پتنګ لپاره چې زما په ځلېدو یې ته پرېښودې او ولاړ.شمع: یو عاشق دخپلې معشوقې د خوښۍ لپاره هر څه کوي خو دهېڅ کار تمه او توقعه ترې نه لري ځکه چې د معشوق خوښي خپله خوښي ګڼي.لمر په تمسخر وویل: های های فدایي عاشقه، که چېرې ته
باز د مينې او ښکلا ملنګ شاعر
نه پوهيږم خپله ليکنه د باز په نامه پيل کړم او که د عابد په نامه ځکه دا دواړه هغه نومونه دي چې ما ورسره تل مينه کړې او دا مينه مې لا اوس هم زړه کې شته، خو دا چې عابد صيب په خپلو شعرونو کې د ښاغلي کاروان توصيه منلې او باز يې غوره کړى نو زه به هم په دې لنډه ليکنه کې باز غوره کړم ځکه د دموکراسۍ اصل دى چې ددوو تنو رايه پر يوه زوروره وي. باز دا دى د خپلو شعرونو دريمه مجموعه [ جانانه کله خو راپېښه وکړه] زموږ مخې ته کېښوده او په دې مجموعه کې يې د خپلو دوو نورو چ
آيا اسلام د تورې په زور خپور شوى دى ؟
پوښتنه: اسلام چې د تورې په زور خپور شويدى نو څنګه ورته د امن دين وييلائ شو ؟ځواب: ډيرى نامسلمان داسې نيوکې لري چې که اسلام د تورې په زور خپور شوى نه وای نو په ميليونونو پيروان به يې نه درلودل. لاندې ټکي به دا جوته کړي چې اسلام د تورې په زور نه بلکې د ريښتينولۍ او منطقيت له مخې په تيزۍ سره خپورشويدى. الف ) اسلام مانا آمن او سلامتي؟آسلام له سلام څخه اخستل
حقايق اكثره ترخه وي او حق په تريخوالي ستايل كېږي
ددې اوونۍ بحث به نقد ته ځانګړى كړو، ځكه اوسمهال پښتو ژبه نقد يا كره كتنې ته هم اړتيا لري، خو چې نقد بايد څه ډول او څرنګه وشي ددې پوښتنې ځواب به ستاسې په تبصرو كې ولولو.
څه ښه همزولي مې د كلي وو
څه ښه همزولي مې د كلي وو ما څه ويلي تا منلي وو را ياد شول راتهوالله له ياده مې وتلي وو را ياد شول راته دمحبت سزا يې نيم عمر بېلتون راكړلهيوازې ويښې شپې ليدلي وو راياد شول راته سپوږمۍ له ما سره د درد زړه رشته وويستهستورو له ما سره ژړلي وو را ياد شول راته يو غږ مې واورېدو ناڅاپه مې څه زړه كې تېر شولكټ مټ يو څه مې اوريدلي وو راياد شول راته شمسزيه زه يمه او زه يم، بيا هم زه يم ښار كېڅه ښه همزولي مې د كلي وو راياد شول راته.
پښتو شعر وليكو كه نثر؟
شعر وليكو كه نثر؟ دعلم او ادب مينه والو او د فكر او نظر خاوندانو! منندوى مو يم چې پوښتنو ته معقول ځوابونه ليكئ او خپل نظرونه د تبصرو له لارې له موږ سره شريكوئ، زه باور لرم چې ستاسې له ګټورو نظرونو څخه به ډېر خلك ګټه پورته كړي، راځئ دا ځل به داسې يوه پوښتنه رامنځته كړو چې په دې ورځو كې يې په افغان ادبي بهير كې بازار ډېر ګرم دى، په ډېرو غونډو كې د ځينو ښاغليو له خوا نظر وركول كېږي چې شعر مه ليكئ نثر ته مخه كړئ، دوه درې كسان پرېږدئ چې شعر وليكي، ځكه له دې دوو درييو كسانو پرته د نورو
اسلام او تروريزم
پوښتنه: ولې اکثره مسلمانان بنسټ پال او تروريستان دي؟ ځواب: د نړيوالو چارو يا مذهبي بحثونو په دوران کې اکثره په مستقيم يا غير مستقيم ډول دا پوښتنه مسلمانانو ته راجع کيږي. او دا سې غلط معلومات په هر ډول ميډيا کې د مسلمانانو او اسلام خلاف خوريږي. د مثال په ډول د امريکا اسلام ضد ميډيا د منځني ختيځ هيوادونه د اکلوهوما په بمي چاودنه کې په لاس درلودلو تورنول . وروسته دا جوته شوه چې دا پيښه د امريکې د مصلح فوځونو يو سرتيري ت
مناظرې (سوالونه او ځوابونه)
ګرانو لوستونکو!د هندوستان مشهور عالم ډاکټر ذاکر نایک دمسلمانانو او د نورو مذهبونو عالمانو، ساينس پوهانو، اود نورو شعبو سره تړاو لرونکو پوښتنو ته په نقلي او عقلي دلايلو سره ډېر په زړه پورې ځوابونه ورکړي، ما لازمه وګڼله چې ستاسې د اسلامي معلوماتو د زیاتوالي او د جانان وییبلاګ د لا ښکلا په خاطر دغه مناظرې له انګريزي څخه پښتو ژبې ته وژباړم او په راتلونکي کې يې د جانان وییبلاګ کې خوندي کړم، هیله ده تاسې ته هم په زړه پوري و
زما یاران لکه سپوږمۍ لکه قمر ستوري دي
کابل- دافغان ادبي بهير د غونډې یوه څنډه له ښي خوا عزت الله شمسزی، نورالحبيب نثار او مصطفی سالک
شاعر ټولنه رهبري کولی شي او که نه؟
ګرانو لوستونکو ومو پتييله چې په جانان ويببلاګ کې ځينې ادبي او علمي پوښتنې مطرح کړو او له دې لارې د پوهانو، عالمانو، کره کتونکيو او د علم او ادب د مينه والو نظرونه راټول کړو. که خدای کول په راتلونکي کې به ستاسې همدا نظرونه له نورو ادبپالو عالمانو سره شريک کړو او ديوې مرکې په شکل به يې تاسې ته وړاندې کړو. دا ځل مو دا پوښتنه غوره کړې چې ایا شاعر ټولنه رهبري کولی شي او که نه، هيله ده په دغه برخه کې د جانان نور لوستونکي او مينه وال هم له خپلو عالمانه نظریو څخه برخمن کړی.په درنښت شمسزی