د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې


په خپلو جنازو پسې سرګردانه خلک

له ایران سره زموږ پوله یو له هغو خوني پولو څخه ده چې هره ورځ افغانان په کې په ګولیو سوري سوري کېږي، له یخنۍ او ګرمۍ مري او یا هم له داسې وضعیت سره د ایران له خاورې ایستل کېږي چې حال یې له مړي بتر وي.یوه ډله سپینږیري مې پر دې پوله (اسلام قلعه) کې ولیدل چې د ۱۳ تنو ځوانانو عکسونه یې په لاس کې وو او همدا چیغې یې وهلې چې موږ د خپلو اولادونو جسدونه غواړو. دا ځوانان تېره میاشت د ایراني سرحدي پوځیانو له خوا ژوندي نیول شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي. د هراتي سپین

12.12.2012 janan

د ځلاند په لپه کې رڼا

 ما لپاره د ښه شعر او یا ښه شاعر یو معیار دا هم دی چې په ذهن کې مې  نوی انځور جوړ کړي او په زړه کې مې ویده احساسات وتخنوي. دغه هنر چې زه یې د شعر له یوه ښه پنځوونکي تمه لرم دومره اسانه هم نه دی، ځکه زما په ژبه کې کلونه کلونه شاعري شوې او لا هم په فیس بوک، ویبپاڼو، ویببلاګونو، کتابونو او مجلو کې د شعر په نامه هره ورځ ډېر څه لولم، په ټلویزیون او راډیو کې نظمونه او شعرونه ګورم او اورم،  هره اوونۍ  په ادبي بنډارونو کې هم زما غوږونه د شعر له اورېدو نه وزګارېږي. هغه څه

18.07.2012 janan

Which Color?

Which Color? Black or White?Red or green?What colour is neutral for you?What color clothing?Which flag do we fly?What should we hang on our walls to prove our civilian modeWhich symbol shall we paint on our house for you to understand it?That our children are not rebles. Is it just!What should I do?In order that you may understand it?It is a Rebab

25.06.2012 janan

هلته چې جملې او کلمې د انسان خوی لري

ځمه چې خوبونه مې د شعر رڼې هندارې کړمځمه چې له پښو سره پخلا د کلي لارې کړمځم چې یو ځل بیا مې سر د غره په اوږو کېږدمهلاس مې تر سهاره د سپوږمۍ ګریوان کې پرېږدمه یاد به خړې دښتې ته تصویر د شین ځنګل کړمهبیا به اننګي د څو یارانو تیږو ښکل کړمهځم چې له شپیلۍ سره غزلې دکلمه کړمهځم چې د سیند غاړه کې دا ستړی زړه دمه کړمه وخت یې دی چې درمند کې راټول غنم سندرې کړمګډ یې په مسرو کې د حجرې، جومات خبرې کړمځمه چې د توت ونه له تاک سره پخلا کړمه

18.01.2012 janan

پسرلی صیب! موږ د خپلو رایو په ارزښت نه پوهېږو

عزت الله شمسزی په تاند ویبپاڼه کې مې یو مطلب ولوست، په زړه پورې و. ښاغلي ایمل پسرلي د لندن په یادښتونو کې راته د سینټ لوشیا دسفر کیسه کړې وه. په یو ځای کې وایي چې په یو موټر پسې شاته لیکل شوي وو چې: زما موټر چلول څرنګه دي؟ له ډریور نه تر پوښتنو وروسته معلومېږي چې دا ددې لپاره لیکل شوي که چیرته چلوونکی دولتي موټر سم نه چلوي نو شمیره یې پرې شته چې خلک شکایت وکړي. ډریور د خبرو اترو په یوه برخه کې وایي چې زه نه ډاریږم چې له کوم دولتي چارواکي نه شکایت وکړم، ځکه زما په ر

28.09.2010 janan

راتلونکي پارلمان ته دې خیر وي

عزت الله شمسزی د ماسخوتن ډوډۍ لپاره مې لاسونه پریمنځل چې په ټیلفون کې مې یو نری مسکال راغی، نمبر نا اشنا و، نا اشنا نمبر کله نا کله ماته اندېښنه پیدا کوي، څوک به وي، څه به راته وایي او داسې نورې خبرې. په زړه کې مې وویل راڅه یو پنځه یونېټه پرې ولګوه له دې اندېښنې ځان خلاص کړه. چې کله مې ورته بیرته زنګ ووهه، له هغې خوا یو کلیوال غږ راغی، عزت الله خانه چیرته یې؟ غږ اشنا ښکارېده، بې له ځنډه مې ورته وویل:- کور کې یمه تاسې څوک خبرې کوئ او له کومه ځایه؟- ځه ښه ده چې ک

18.07.2010 janan

غزل

تاوده لاسونه دې د لمر د پلوشو غوندې ديد زړه په غره کې مې غږېږي د نغمو غوندې دي زموږ ترمنځ رقیب ته ځای ورنه کړې خدای ته ګورهرقیبان هر ځای دیوالونو، دروازو غوندې دي څه په نرمۍ نرمۍ زما د زړه کښتۍ ډوبويسترګې دې سم د دریابونو د څپو غوندې دي هر یو اشنا نا اشنا انسان یې منځ کې لاره باسيزموږه زړونه د پ

09.02.2010 janan

سلام "جانانه"

سلام "جانانه" څه په ځنډ دې ټیلفون پورته کړو که لږ وزګار یې نو له نورو یوې ډډې ته شه نن مې تر ډېر زړه چاودون وروسته یو غزل لیکلی   نن له ګهیځه مې

13.07.2009 janan

دکاندیدۍ امتیاز

عزت الله شمسزی                                                                           &nbs

08.07.2009 janan

شعر چاته لیکو؟

عزت الله شمسزی شعر چاته لیکو؟   کله چې مې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د شعرونو لومړنۍ ټولګه [ دشپې په غېږ کې] چاپ کړه، نو د هر شاعر په څېر زه هم دمخاطبینو یا مینه والو غبرګون ته په تمه وم، کله کله به مې یو نیم بیت په کومه مشاعره یا غونډه کې د ویندویانو له

06.07.2009 janan

نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه

 عزت الله شمسزی نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه زما همکار محب الله رحیمی چې کله هم ددفتر په دویم پوړ کې د سګرټو لومړنی لوګی کش کړي، نو ورسره جوخت ماته مخ راواړوي، په ډېر ښایسته انداز پوښتنه وکړي: [انډیواله څه خبرې دي]. دا هغه پوښتنه ده چې سل ځوابه او سل دلایله ورته په کار دي، دا په دې وایم چې په دې هېواد کې زر خبرې رواني دي، اداري فساد په کې هغه لویه ستونزه ده چې نړېوال یې ګوته په غاښ کړي دي، ورځ په ورځ د ولایتونو او ولسوالیو د امنیت خرابېدل، چاودنې، بمبارۍ، اخ

24.06.2009 janan

غزل-شمسزى

  دلته تياره کې هر سړى هوا ته خاورې شيندي

20.01.2009 janan

غزل- شمسزى

ستا د محبت په دايره کې را ايسار يمه تکه توره شپه ده، توره شپه کې را ايسار يمه

19.01.2009 janan

هاشمي: حالاتو ځپلی شاعر

څو ورځې دمخه مې زړې مجلې او کتابونه ښکته ا

15.10.2008 janan

اغېزناکه مفاهمه، اسانه پرمختیا

پوهان وایي معلومات او پوهاوی دخلکو لپاره په دې اړین دي چې په کامیابۍ سره خپلو  اجتماعي، اقتصادي، صنعتي او تخنیکي لاسته راوړنو او ننګونو ته ځواب ووایي. دغو لاسته راوړنو او ننګونو ته سم ځواب ویل هغه مهال شونی وي چې پوهاوی او معلومات له ولسونو سره په سمه او اغېزمنه توګه مفاهمه شوي وي. ډېری خلک فکر کوي چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او د ډېرو خلکو ستونزې به اوارې شوې وي، خو همدا مهال هم د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو ۸۵۰ ملیونه کلیوال  له یوه زیاته اندازه هغو معلوماتو څخه چې  په

09.09.2008 janan

شکېدلې ځولۍ - بصیرالله همکار ته/ کاوون توفاني

      زه دلته تنګ یم ، تا رښتیا ویليد ژوند پنډوکی پر اوږو ګرځومپدې ښېرازه « جنتي » هېواد کېد زړه بلبل مې پر اغزو ګرځوم         ٭        ٭          ٭زه د تودو غرمو د کلي چنارپدې ساړه چمن کې نه شین کېږمپر شرقي شاړه ټوکېدلی غاټولپه مغربي ګلشن کې نه شین کېږم         

02.09.2008 janan

ته داځل راشه/ محمدصديق كاوون توفاني ته

          ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمهرب مو دې نورسره يوځای ديره كړيچاچـــــــــي زموږ وطن دوزخ كړراتهرب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړي موږ په زانـــــــــګوكې جداشوي يو ټولاوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنوزموږ ســــــاقي يي هم وژلی راتـــــــــه موږ مـيــــــــكده- موږ صهباڅـــــــه پيژنو  مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نوزما به په سترګو به تــــــياره خوره شوه

02.09.2008 janan

اوسپنیز تندرونه او بې وسه ولس/ شمسزی

راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونهحیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندېپه هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وایکاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړيخو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وېښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.  

24.08.2008 janan

کاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه/ شمسزی

راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونهحیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندېپه هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وایکاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړيخو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وېښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.  

24.08.2008 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more