د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې


لغمان د بابر په يادښتونو كې

دكابل په شرقي برخه كې لمغانات (اوسنى لغمان) موقعيت لري چې پنځه تومان او دوه بلوكو څخه تشكيل شوى دى.نينگنهار د لمغان يو لوى تومان دى، چې په ځينو تاريخونو كې د هغه نوم نگرهار هم راغلى دى. د هغه ډېر ښكلى ځاى ادينه پور دى. د كابل او نينگنهار ترمنځ لاره سخته او صعب العبوره ده. په دې څلورو ځايونو كې واړه واړه غاښي (كوتلونه)  او دوه درې څايونو كې تنگي هم لري... د تودې او سړې سيمې ترمنځ فاصله د بادام چشمه كوتل دى. د كوتل په هغې برخې كې چې كابل خواته پروت دى، واوره اورېږي او د كوتل هغې غاړې ت

03.12.2007 janan

ښاغلى كرزى بيا څنگه د ولس په ژبه خبرې كوي؟

د افغانستان د ولسواليو د پرمختيايي شوراگانو استازو، بهرنيو ديپلوماتانو او ژورناليستانو ته د لويې جرگې په كېږدۍ كې ښاغلي كرزي يوه تاريخي وينا وكړه، چې تېره شپه په ملي ټلويزيون كې هم خپره شوه اود ډېرو خلكو غږ غوږ يې پورته كړ. ښاغلى كرزى په دغه غونډه كې تر پخوانيو غونډو لږ څه غيرمنظم خو رښتيا وغږېد. په پيل كې داسې معلومېدل چې غواړي په رمز سره خپله موخه خلكو ته ورسوي خو په خبرو خبرو كې داسې حالت ته ورسېد چې نور يې نو زړه طاقت ونه كړ هغه څه يې دغونډې برخوالو ته په سپينو ټكو او ولسي ژبه وويل چې

14.11.2007 janan

ژوند-عزت الله شمسزى

ژوند دلته لا هاغسې زموږ پر اوږو بار دىلويه فاصله ترمنځ دكلي او د ښار دى څنگه به سپرلى زما له وينو نه رنگ واخليدلته خو هغه هم دمرگ كومه كې ايسار دى اوس به دا ډبرې د ښايست مجسمې كړيدغه سړى گورئ هم شاعر دى هم فنكار دى ستړې موساگانې دي خو لاس مو په خوله ايښىهر چا ته ولاړ د كور په وره كې يو ښامار دى  ډېرې زمانې وشوې كنډرو كې اوسېږودا وطن چې وران شي موږ يې جوړ كړو دا مو كار دى.   

06.11.2007 janan

غزل (شمسزى)

باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړلتنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړليو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شولپه موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړلكوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يېيو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړلد غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړلدې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړلدا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان تهشمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.

29.10.2007 janan

جگړه –عزت الله شمسزى

له كومې ورځې چې سور اور د جگړې بل دى دلتهله هغې ورځې د ژوندون حالت بدل دى دلتهكاڼه غوږونه، پټې سترگې پاچاهي چې كويهغوى ته څه معلوم چې څه ډول غوبل دى دلتهدسيند پر غاړه ددمې خوبونه ونه وينئستړو مارغانو ته جوړ كړئ چا مورچل دى دلتهته كه زما منې بې تور پړوني مه راوځهوږسترگى ښار دى هر سړى د ښايست غل دى دلتهد لگېدلو لمبو مرگ هم ناممكنه نه دىشمسزيه چا له زړه نه كړى دا تكل دى دلته. ۱۳ تله ۱۳۸۶

25.10.2007 janan

ښكلا ته

لكه ټپه، لكه نغمه ده ښكلانه، نه زموږ د سيند څپه ده ښكلاچا ويل چې غرونو كې سندرې واييدنجونو لېچو كې پرته ده ښكلاچې مخامخ شوې راته وڅرخېدېخدايږو همدغه حادثه ده ښكلازموږ پر ژبو چې گل، گل غوړېږېښكاري گودره تا كې شنه ده ښكلاد زمانې په څېر څو رنگه لريشمسزيه ستره اينه ده ښكلا.

06.10.2007 janan

ښكلا- عزت الله شمسزى

سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كومزه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمهد ژوند په هر واټ مې ستا ياد مې ته ودرېږيكه په تيارو كوڅو كې گرڅم كه رڼا كې يمه په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمهچې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يېيمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوېچې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يېځمكه كې هر ځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يېدا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږدهپه خداى قسم چې ايتون

04.10.2007 janan

ځانمرگى

نن د كابل واړه واټونه په سرو وينو سره دي!نن هر سړي بلا ټپونهپه بدن واخيستلنن ددې ښار له شنو پاركونو هم بويونه د بارودو خېژيپوهېږم نه!!دغه به څوك ويچې يې ځمكه پر موږ سره تبۍ كړهدريغه!!چې يو ځل مې ليدلاى واىاو دا مې ورته ويلي واى:اشنا!دا زړونه تږي ديډېر تږيددې زړونو مرگى نه دى روا!!!!!!!!!!!!!

03.10.2007 janan

غزل (شمسزى)

باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړلتنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړليو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شولپه موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړلكوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يېيو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړلد غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړلدې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړلدا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان تهشمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.

02.10.2007 janan

زما په زړه كې كېږدۍ ونه وهې (شمسزى)

زما له سترگو نه خوبونه مه وړهزه د خپل غم غېږ كې ويده ښه يمهزه نور له ژونده ستړى شوى شاعردخپل ماتم غېږ كې ويده ښه يمه پام كوه سترگې دې ونه غولېږيزه د ژوندي په نامه مړى يمهزما له شونډو نه خوځښت مه غواړههسې يو باد دلته راوړى يمه خداى خبر چا سره او چېرې به ځمزه مې په خپل مستقبل نه پوهېږمچې به مې كوم ساحل ته سر ورسيلا په راتلونكي منزل نه پوهېږم ورشه دخپل ښايست د بڼ لپارهنورو جونگړو كې باغوان پيدا كړهد نورو زړونو كوڅې ولټوه

01.10.2007 janan

جلال اباد ښار د امريکا سنټياگو ښاريې خور لڼې ( Sister City) ښاريه ده

- ښه اسرار صيب كه تر هرڅه دمخه دخپلو لومړنيو او منځنيو زده كړو په باره كې لنډ معلومات راكړئ؟ - لومړنۍ او منځنۍ زده کړې مې د پاکستان په بيلابيلو ښوونځيو کې ترسره کړې دي. لمړنۍ  زده کړې مې د شمالي وزيرستان ميرانشاه  افغان کمشنرۍ په ښونځي کې ترسره کړي او منځنۍ زده کړې مې د حزب اسلامي الفتح عالي ليسه کې چې  لمړى په بنو ښار کې او بيا شمالي وزيرستان ميرانشاه ته نقل شوه ترسره کړي دي. - په ١٩٩٣ عيسوي کال کې په پيښورکې د دعوت جهاد پوهنتون د ادبياتو انگليسي ډيپ

18.09.2007 janan

اسلامي بحثونه (سوالونه او ځوابونه)

ډېر محترم ورور ډاکټرصاحب پامير احسانالسلام عليکم  ورحمة اللهمحترمادامنم چې دمنيو دانزال خبره کومه جدي ستونزه نده ، اونه ماپرې چېرې کومه مقاله ليکلې ده خو کله چې پوښتونکى څوک وپوښتي نوبيا بايددهرې پوښتنې  ځواب ورکړل شي زه دلته ديوې شرعي مسئلې په اړه پوښتل شوى يم ، او په ځواب کې يې هم ما له ځانه څه ندي ليکلي بلکې ديوستر معاصر فقيه ځواب مې رانقل کړى دى  . يواځې زه نه ،بلکې ټول حنفيان اودځينو نورومذاهبو لارويان درسره  همنظره دي چې مني ناپاکه شى دى، مادپوښت

10.09.2007 janan

يو تريخ واقعيت

دقلم ټولنې د يوې غونډې جاجتېره ورځ په قلم ټولنه كې دښاغلي محمدحسن حسام د درېيو كتابو( اشيل، هنداره په هندارو كې او دشلمې پېړۍ انساني دلالان) كتابونو مخكتنه وه، غونډه كې تر سلو زياتو، ليكوالو، شاعرانو، فرهنگيانو او قومي مشرانو گډون كړى و، ان تر دې چې د ټلويزيونونو كمرې او ژورناليستان هم ورته رابلل شوي وو. دغونډې له پيل نه راسره يوه پوښتنه وه چې بيا وروسته څو پوښتنې شوې هغه دا چې:- قلم ټولنه چې د افغانستان د قلم د خاوندوانو ټولنه ده او ټول په كې يو شان حق لري، د غونډو د جوړولو، د كت

02.09.2007 janan

د قاضي محمدحسن حقيار د مركې دويمه برخه

 *** په ټيلفون نكاح روا ده او كه نه كه شاهدان هم موجود وي؟ په( مسائل فقهي معاصر) کې مولينا خالد سيف الله  رحماني ليکي  چې يواځې په ټيليفون ايجاب او قبول ځکه  ندى صحيح  چې ددواړو خواو مجالس ( ناستې)   بېلابېلې دي او شاهدان هم ددواړو خواو خبرې سمې نه اوري ، خو دا يوصورت ممکن دى چې مثلاً سلمى، احمد ته  په تيليفون ووايي چې زه تاددې لپاره خپل وکيل ټاکم چې ما په نکاح  ورکړه( يامې په نکاح کړه) او احمد شاهدانو ته ووايي چې تاسو شاهدان  اوس

30.08.2007 janan

د زړونو خبرې

له ټولو هغو دوستانو څخه بښنه غواړم چې دمينې په اړه ليكلې نظرونه  يې راڅخه ناپامۍ كې ړنګ شول، هيله ده بيا خپلې تبصرې راولېږئ، د ژوند كيسې ، دمينې په اړه لنډ شعرونه او هنري نثرونه او يا هم  دمينې كومه خوږه او يا ترخه خاطره كه ولرئ د تبصرو په څانگه كې يې له خپلو لوستونكو سره شريكه كړئ.په درنښتشمسزى

14.08.2007 janan

شمسزى زما د زړه خبرې كوي

كه رښتيا ووايم زه تر اوسه د شعر په ختيځ او لويديز نه پوهېږم، نه مې د ښاغلي اسمعيل يون (دشعر هندسي جوړښت) او د زرين انځور (شعر څنگه وليكو) كتابونه لوستي او نه مې په دې برخه كې مسلكي زده كړه كړې ده، خو هو ځينې وخت مې يوه نيمه موزونه خبره په زړه چك ولگوي، يو نرى درد په كې پيدا كړي چې بيا همدا خوږ درد راسره تر ډېره ملگرى وي او ما ته دا احساس راكوي چې دا شعر او يا دا موزون كلام كې يو څه ځواك و. زه چې كله هم يوه نيمه پښتو لنډۍ اورم نو قوت ته يې گوته په غاښ پاتې كېږم، په وياړ سره ويلاى شم چې د لنډيو

14.08.2007 janan

د کاوون لمنو گلونه وغوړول

د بې نياز څښتن د لورېينو شکر ادا کوم چې کاوون د تل لپاره له واورو ډک ساتي او له سره يې اوبه داسې په غړمبهار غړمبهار رابهېږي چې د څپو شور او زوږ يې ونې او بوټې په نڅا راولي، زلمي او پېغلې يې سندريز شور ته داسې خوب وړي لکه مجنون چې د ليلا پر پړوني سر ايښى وي. شيخان او صوفيان يې شور او زوږ ته داسې تسبيح اړوي را اړوي ته به وايې چې د جنتونو له څښتن سره د حورو او غلمانو حساب کوي.  هو! د کاوون واورينې څوکې څپې زېږوي او همدا څپې د شور او مستۍ نه ستړې کېدونکي لارويانې دي. د شور او مستۍ دا څپې

14.08.2007 janan

نړيوال دبړه ماران

نه پوهېږم چې دې افريقايي وږو، تږو دبړه مارانو ته به زما د ايميل پته  زما د وخت كومو دښمنانو وركړى وي، هره ورځ يو نه يو ايميل راځي چې په هغه كې يې له ما سره خواخوږي ښودلى وي، زما ستاينې يې په كې كړې وي چې په دې ټوله دنيا كې ته موږ ته صادقه او نېك سړى ښكاره شوې ځكه خو مو درسره دا راز شريك كړ. تاسې به هم فكر كوئ چې څنگه ايميلونه راليږي او  څنگه زيرى راباندې كوي، ډول، ډول برېښناليكونه راځي، چاراته په كې د واده بلنه راكړې وي، چا راته په لاټرى كې د گډون كارتونه راليږلي وي، چا څه او چا

14.08.2007 janan

د ژوند د پاڼو شاته

لمر

28.07.2007 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more