د janan janan لخوا خپرې شوې لیکنې
تر ټولو زيات مې د سايل ، درويش .......شعرونه خوښېږي
@ زهیر صیب سلامونه_وعليکم سلام !څه حال دی شمسزی صيب !@ مننه ، انجنیرصیب هغه ورځ مې درنه یوه پوښتنه وکړه ځواب دې رانه کړ_ د څه شي پوښتنه؟@ ما ویل دا دحمزه بابا شعرونه دې په دې خوښېږي چې شینواری دی او که بله کومه وجه هم شته؟_ هاهاهاهاها، خندا@ د دومره اوږدې پوښتنې ځواب تش هاها دا څنګه چل دی؟_ داسې پوښتنې ته خامخا د سړي خندا راځي ، ځکه
څڅېدلې اوښكه
يوه ورځ سهار مهال د سحرگه سپېده دم ديوه غوړېدلي گل ترڅنگه تېرېده. درې څاڅكې اوبه د گل پر اننگيو پرتې وې، څاڅكو د سحرگه سپېده دم ته غږ وكړ.سپېده دم وويل:_ څه وايئ؟_ غواړو زموږ ترمنځ پرېكړه وكړې._ مطلب مو څه دى؟_ موږ درې څاڅكي چې هر يو له يوه ارزښتمن ځاى څخه راغلي يو، غواړو په موږ كې غوره معلوم شي._ ښه ووايئيوه وويل: زه له ورېځو څخه راڅڅېدلې يم، زه د سيندونو لور او د څپانده اوقيانوس استازې يم.دويمې وويل:_ زه د سحرگه لارښوده ي
استاد سعدالدین شپون درته وښیم که اسدالله غضنفر
@ نثار صيب سلامڅنګه يې؟وعليکم السلام. شکر دی. خپل حال وايه. @حاضر يې يو څو پوښتنې درنه وکړم؟ولې نه. خو څه ورباندې کوې؟ @ په ((جانان)) کې يې خپروم.نو د جانان له پاره خو د چا خبره خلک د غوايي غوښه هم خوري! @ که پام دې وي په بهير کې يو ورځ استاد منلي په هنر او
له بازمحمد عابد سره مرکه:
باز محمد عابد په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زيږېدلی. تر يولسم ټولګې پورې یې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خوانقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښود او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته په کډه شو، چې تر اوسه یې هم کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت ورنه کړچې لوړې زده کړې وکړي. خپله تنده یې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده
د یوه شاعر مینه
دا څوومه مياشت وه چې زه دې دفتر ته نوى راغلى وم، ما چې په يوه شاته پاتې ټولنه او واړه كلي كې ژوند تېر كړى و، ددې دفتر پرمختللى ژوند او هره پېښه راته نوي ښکارېدل، ټوله ورځ به مې له ځان سره سوچ كاوه چې ايا په خپلو كارونو كې به بريالى شم او كه نه؟ بايد ښه وړتيا وښییم چې د ډېر وخت لپاره همدلته پاتې شم او د ډېر عمر وزګار ګرځېدو تشه هم ډكه كړم.هر وخت به ددفتر تر كارونو وروسته په خپله كوټه کې يوازې اوسېدم ، كله به مې خپل لېوني خيالونه لوبول ا
اوس هم په باد مين يم
زه لا هماغسې يم اوس هم په باد مين يماوس هم تمام اوړى په بام ويدېږماوس هم د پلار په زنگېدلي کټ کې ټوله شپه اسمان سره خبرې کومزه لا هماغسې تمامه شپه له ستورو سره مينه کومزه لا هماغسې د ستورو په مرگ چيغې وهمکړيکې کومځان سره ټوله شپه تيارو ته بدې ردې وايمڅه عجيبه سړى يمزه مې د مور دروغ رښتيا خپلو کوچنيو ماشومانو ته ميراث کې پرېږدمبس چې ماښام شينو د خپلې مور يوه يوه کيسه راواخلم
زما اتل
د ١٣٧٤ کال د اوړي د مياشتو تودې شپې ورځې وې، زه له خپلو ملگرو سره د سړک پرغاړه ديوه دوکان مخې ته غلى ناست وم، د ډېرې گرمۍ له امله په هېچا کې هم ديوې شېبې درېدلو ځواک نه و، زه او زما ملگري هم گرمۍ بې سېکه کړي وو، د دوکان مخې ته چا يو څه او چا بل څه ويل، بس هر چا سره ددې غم و چې يوه مړۍ روزي څنگه او له کومې لارې لاسته راوړي،ما د ډېرې وزگارتيا له امله دبازار خلک يو يو شمېرل، زموږ د ملگرو ډله که څه هم يو څه لويه وه خو اوس ترې يو څو کسان د کراچۍ پر لور تللي وو، موږ له هغوى سره دا ژمنه
په پښتو لنډيو کې ښځينه محروميتونه
د پښتو ادب په لمن کې پښتو لنډۍ ځانگړى ځاى لري، ځکه چې په لنډه او ساده ژبه ټول هغه تعريفونه په ځان کې رانغاړي چې د منظوم کلام لپاره اړين دي، درد، عاطفه، پيغام، اهنگ او رواني د پښتو ژبې په هره لنډۍ کې ليدل کېږي، ځيني بهرني ليکوال چې پښتو لنډۍ يې لوستي زياترو په خپلو نظرونو کې پښتو لنډۍ ددغې ژبې منظوم شهکارونه بللي.اوسمهال هم د نورو ژبو ځينې ليکوال او شاعران په دې قانع دي چې د پښتو ژبې له هرې لنډۍ څخه ديوه بشپړ شعر الهام اخيستل کېږي. د بېلگې په توگه د د اردو ژبې مشهور شاعر احمد فراز چې د پښت
نقد پر غاړه کۍ
کلینت بروکس/ رابرت پن وارن نقد پر غاړکۍ د [ غاړکۍ] په نوم داستان په غافلګیرانه څرخېدو سره پای ته رسېږي، ښځه په داستان کې تر ډېرو کلونو سختیو تېرولو وروسته خبرېږي چې ورک شوی غمی بې ارزښته و. ددغې موضوع رسوا کېدل، په لومړي نظر احتمالاً یو ډول فریب او چل ښکاري، ددې لپاره چې پوی شی دداستان په پای کې هم له چل څخه کار اخیستل شوی اوکه نه لاندې څو پوښتنې به و ارزوو:۱- ایا موپاسان له دغه واقعیت نه چې غاړه کۍ بدله ده د پیل د نقطې او د داستان د غځولو
ستاسو پر تبصرو یوه لنډکۍ تبصره
sta malgarai ٥ / ٧ / ١٣٨٥ هـ ل | 2006-09-27 م یاره ښه ویبلاگ دې جوړ کړی مبارک. هيله ٥ / ٧ / ١٣٨٥ هـ ل | 2006-09-27 م شمسزى صيب ښې چارې! خداى دې وکړي چې په (جانان) د(هيلې) مجلې په څېر سوداګري ونکړئ اونه يې دپيسوراټولو او دخلکو تېر وېستلو لپاره وکاروئ ((ترڅو چې وږي وي دروېشه نو ياري يې ښه ده په خزانه باندې چې کېني نو ماران دي خلک زړه ته يې وګوره چې تور نه وي دکفر په شان مخ ته يې مه ګوره چې سپين لک
غاړکۍ
هغه له ښکلو او زړه راکښونکو نجونو څخه وه چې کله کله په استثنایي ډول په خواروکورنیو کې دنیا ته راځي. نه یې جهیز درلود، نه دمیراث برخې ته هیله او نه هم داسې یوه وسیله چې د بډایې کورنۍ کوم نارینه ورسره اشنا شي او تر موافقې وروسته ورسره واده وکړي. له همدې امله یې د روزنې او پالنې د وزارت له یوه مامور سره واده کولو ته غاړه کېښوده.هر وخت به یې ساده جامې اغوستې، ځکه د قیمتي جامو د اخیستلو وسه یې نه لرله، خو ته به وایې څه یې ورک کړې وي هر وخت به اندېښمنه وه، له ځان سره به یې فکر کاو
غل په Safe Home کې
غل په Safe Home کې نن مې یو پاکستانی ګاونډی چې له ډېرې مودې راهیسې ورسره پېژنم او پرته له غلا بل کار نه کوي په داسې حال کې مخې ته راغی چې په تور موټر سایکل سپور او تورې سترګکې یې چې پولیس پرې لیکل شوي په سترګو کې دي.زه چې د بي بي سي له دفتره چې د پېښور په ټاون کې دی راستون شوی وم او د پېښور د ۵۳ درجې ګرمۍ له امله په تیزۍ روان وم نا ببره یې موټر سایکل زما مخې ته ودراوه، له ودرېدو سره سم مې دده په سترګو کې د سترګکو دیوې ښېښې پر څنډه دPolice نوم ته پام شو، بې له ځنډه مې ورڅخه پ
راغلی لیک
شمسزی صیب ښې چارې!دخوښۍ ځای دی چې د نړیوال جال په غېږ کې یو بل پښتو ویببلاګ هم ور زیات شو، جانان ویببلاګ مې ولوست مظامین یې په زړه پورې دي، هیله ده نوره هم ښکلې شي. جانان: ډاکټر صیب!له برېښنالیک رالېږلو څخه مو ډېره مننه، هیله ده خوښه شوې مو وي.
تنکيو ځوانانو سره څنګه مینه وکړو
پاملرنه او توجو د ټولنیز ژوند له لومړنیو ضرورتونو څخه شمېرل کېږي، هرڅوک غواړي نورو ته د پام وړ وي، په تېره تنکي زلمیان پاملرنې ته ډېره اړتیا لري، موږ او تاسې ټولو د ماشومتوب او زلمیتوب دورې تېرې کړي، کېدی شی د ډېرو په زړونو کې داسې خاطرې وي چې یو پلار، یو استاد، یو ګاونډی او یا هم د ټولنې بل کس ورته پاملرنه کړې وي او په ښو خبرو یې نازولی وي.د نورو پاملرنه او ستاینه زړه ته ارام بښي. په ټولنیز ژوند کې مشران او زلمیان که په هر عمر او هر دریځ کې وي ټول د
غزل
سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتيلپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتيجانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکومسترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتيزړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دىلږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتيدجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کالمياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتيمړوند په سترگو باندې کېږدي چې حال ونه واييماته راگوري په خندا شي رانه بېرته تښتي.
غزل
جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه دشپې شبنم غوندې اورېږم پر گلونو باندېسهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمهچې ماته گوري لږ موسکۍ شي سترگې مړې واړويزړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمهزموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکويله ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمهاوس درته لاس غزوم اوس د رحم سوال کومهله مجبورۍ دې هرقاتل اد
د لغمان فرهنګي بهیر، پنځه کاله وړاندې او نن
یاد یې په خیر ملا خیرالدین حقپال( د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور ريس) چې به کله هم ولیدم نو پوښتنه به یې رانه کوله [شمسزی صیب ملګري خو به خپه نه وي]. دا زما او دده ترمنځ یو شفر و، علت یې داو چې دلغمان فرهنګیان مو هغه مهال په ډېرو خواریو د لغمان فرهنګي ټولنې تر چتر لاندې راټول کړي وو او دا اندېښنه را سره وه چې بیا یې را څخه څوک تیت او پرک نه کړي، دا د طالبانو د وخت خبره ده، هغه مهال په لغمان کې چا ادبي غونډو او مشاعرو ته زړه نه ښه کاوه، لامل یې دا و چې د الینګار فرهنګي یون ځین
د ښه کتاب لوستل یو ښه هنر
خواجه ابوالفضل بیهقي په خپل کتاب تاریخ بیهقي کې لیکلي ؛ هېڅ داسې کتاب یا اثر نه شته چې په یو ځل لوستلو ونه ارزي؛ زما په اند دغه مقوله یا وینا له اوسنۍ بوختې نړۍ سره برابره نه ښکاري، ځکه یو شمېر داسې کتابونه چاپ شوي او یا چاپېږي چې په یو ځل لوستلو څه چې په پاڼو اړولو هم نه ارزي او ځینې داسې کتابونه هم شته چې ټول عمر یې سړی ولولي، خوند ترې اخلي او پوهه یې پرې زیاتېږي. اوسمهال له یوې خوا د نړۍ خلک له خپل ماشیني ژوند سره ډېر بوخت دي او بلې خوا په اصطلاح هر چېرې د مطبوعاتو چ
زما شاعري
نه پوهېږم چې نن یې هم درته ووایم او که نه چې چې چې.. یاره همدا اوس هم د کوڅې د بې سرو او ورانکارو هلکانو له چپلکو او لوټو نه وېرېږم.د لارې د سر رومي پلورونکو خو تیار زما د سټ په اندازه خوسا رومیان په خپلو ګاډو کې ذخیره کړي.خو زه خیر! نن به دا جرات وکړم، تر اوسه مې دخپلې دې وېروونکي انکشاف اعتراف نه کاوه، خو اوس د ډېرو خلکو د ټینګار له امله مجبور یم چې دا راز ښکاره.تیار شی چې زه تاسې ته اعلان وکړمتیار یاست؟ ښه، نو واوری!زه شاعر یم، زما د شاعرۍ ډېر وخت