مقالې
د سرونو د وهلو نه، د يوبل منلو سياست ته اړتيا لرو
د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پيل څخه مخکې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ناهيلئ خبرونو ولس سخت اندېښمن کړئ ده. دغه ډول خبرونه يقيناً دردونکي او ځپونکي وي. داسې ښکاري چې داوړه خواوې لاهم د يوبل منلو او زغملو پرځاى له يو بل څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو تګلارې پرمخ وړي. له څو ورځو راهیسې د قطر له جرياناتو له سست بهير څخه دقيقاً پوهيداى شو چې هيڅ لورئ په واقعي توګه د وخت په حساسيتونو باندې فکر نه کوي او له لاسته راغلي بې سابقې فرصت څخه د ګټه پورته کولو اراده او يا
افغانستان، امارت که جمهوریت؟
افغانستان، امارت که جمهوریت؟ دا پورته عنوان ته ورته د مخمد محق په نامه یوه فارسی لیکنه خپره شوی ده. دا چه هغه د جمهوریت بیان د حکومت کولو په بنیاد په ډیر روښانه توګه لیکلی او بیا امارت یی په بی خوندی او د تاریخی اشخاصو په اساس ویلی وو زه یی د تاسف سره مخ کړم. تراوسه می د زمان ستانیزی سره لا د اسلام په سر بحث پای ته ندی رسولی چه د امریکایی اسلام په سر مو پیل کړی دی چه همدا بل مضمون می ووایه. د جمهوریت صفت کول او د امارت بدی د هغه مضمون محتوی ده، او د افغان جرمن آنلا
د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی
د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی دا لیکنه اول د ښاغلی زمان ستانیزی سیب د جواب په رد کی پیل سوه. څنګه چه لازمه ولیدل شوه چه څه ابتدایی اسلامی پوهنه بیان سی نو هغه وه چه جواب اوږد سو او د لنډی ځوابیی حیثیت یی وبایلود. اوس بیا هم هغه شکل ساتو او خپرولو ته یی سپارو. هیله ده وینکی مربوطه لیکنی په تاند کی ووایی ترڅو د بحث سره اشنا سی. مونږ د درازی بحث له ویری د زمان سیب خبری ندی نقل کړی. د بحث محور دا دی چه په اسلام کی اسلامی حکومت نسته چه هغه باندی اعتراض کړی او د امریکایی اسلام په نامه مو
له سولې څخه د ټلوالیانو او طالبانو وېره
بې له شکه چې سوله د بشریت لپاره ستر نعمت او د ټولنې د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره یو الهي امر دی، خو سوله سترې سترې پازې (مسئولیتونه) هم زیږوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو اوږې زرچنده لا نورې هم درنې شي چې د سولې، خپلواکۍ او د اسلامي نظام د راوستلو په نامه یې له خلکو څخه سرونه پرې کړې وي، جوماتونه یې نړوي وي، قرآنونه یې سوي وي، ښارونو ته یې اور اچولی وي، ټولوژنې یې کړې وي او هېواد یې د پاڼ پر څوکه درولی وي . د ډېر لوستونکیو لپاره به دا ډېره نهیلې کوونکې وي که ووایم چې له افغان دولت سره په
کاواکه حکومت او د کمرپرغاړه ولاړه کابينه
څو ورځې وړاندې حکومت دکابينې د تکامل لپاره دلس تنو نوماند وزيرانو نومونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د ولس ،سياسيونو او د حکومت په جوړولو کې قربانيو ورکوونکيوڅهرو لخوا دنيمګړې کابينې پر ضد غوغاګانې پورته شوې . سره له دې چې په دې او دېته ورته لویو او وړو مسائلو کې د حکومت مشران د چاپه خوله پياز هم نه خوري خو نور پوهېدل چې که يې اعلان نکړي نو دحکومت په داخلي چوکاټ کې دمخالفتونو پر بنا جوړ شوي زخمونه به لا وشړېږي. زه پرته له دې چې د ښوونځي او پوهنتون په دورو کې د حکومت،حکومت دارۍ
د سپټمبر ۱۱مه، د یوه ملت او امت د کړاوونو او عزت له درېځه!
د سپټمبر ۱۱مه هسي د امریکایي امپرالیسټي نظم د ټېنګولو او امریکایي ښکېلاک او نېواک د غځولو او دوام ډرامه وه. امریکا د دغې جعلي او کاذبي ډرامي په پنځولو سره خپل ځان له کورني، نژادې او طبقاتي ماتېدو وساته، لویدېځه نړۍ ته یې له صلیبي جګړو وروسته یوځل بیا د یوالي، خوځښت او ګډ استعمارې درېځ خپلولو لاره پرانېسته او همدارنګه د ۲۱ پیړۍ له پیل سره یې د یوه امت د برم او د څو انساني تمدنونو د خپل اختیارې او ځانبساینې ټولي د انسانیت په ګټه هڅې یې خنثی او وټکولي.دوی منځنې ختېځ د دې جعلي پېښې ور
لس ستر نړیوال شرکتونه
آیا پوهیږۍ چې د نړۍ تر ټولو لومړی درجه ستر شتمن شرکت کوم دی؟ ددی لیکني په لومړۍ یعنی همدی برخه کې، له سترو نړیوالو لسو شرکتونو یوازی دری په لنډه توګه معرفي شوي. البته په ترتیب سره له اخره، پر لسمه، نهمه او اتمه درجه شرکتونو خبری شوی دي. په راتلونکی لیکنه کې به همداسی مخ ته ولاړ شو او په پای کې به د کلنیو عایداتو پر بنسټ تر ټولو د ډیرو پیسو لرونکې لومړۍ درجی شرکت سره بلد شو. د نړۍ له پنځو سوو غټو شرکتونو څخه می د تر ټولو غټو لسو شرکتونو د پیژندلو څخه هدف دادی، چې د سترو اقتصادی ځوا
د بلاګانو میاشت
د سپوږمیز کال د صفرې میاشت په ولس کې د بلاګانو میاشت په نوم شهرت لري. عام وګړي په دې باور دي چې د اسمانونو په ډېرهسک او ترټولو اوچت پوړ کې لويې بلاګانې، شیشکې، دېوان او نور نااشناعظیم الجثه موجودات چې په کلکو پړو او څو وستوو او غبرګو ځنځيرونو تړل شوي، استوګنه لري. دا موجودات کال کې یوولس میاشتې هلته اوسیږي خو د صفرې یا بلاګانو میاشت کې لاندیني اسمان ته راکوزیږي او د خلکو پر سرونو داسې نږدې راځوړند وي چې سست ځنځيرونه او پړي يي په لږې ډکې سره کېدای شي څېرې او بلاګانې د خلکو پر سرونو راپریوځ
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۶)
د پښتونولۍ د ننګ، غیرت، پت، پرده، سطر، شرم، حیا او د اخلاقو لرغوني ټولنهلوی افغانستان د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتونو او عرفي قوانینو یوه ستره نه ماتيدونکي دودیزه لرغوني کلا یا ماڼۍ ده. افغاني ټولنه کې افغانانو ته پښتنې حقوقي نورمونه، ټولنیز ارزښتونه، اصول، دود او دستور ځکه منل شوي دي، چې دا ارزښتونه د ولس په فکرونو، زهنونو او زړونو کې خپلي ژورې ریښې لري. افغاني دودیزه ټولنه کې د افغانیت نالیکل
ريښتينې سوله يوازې د جنګي مجرمينو او ملي خايينانو سره په حساب کولو راتللئ شي
په يوه ټولنهکې سوله ، ثبات ، امنيت او هوسا ژوند هغه وخت ميسريږي چې سياسي -ټولنيزو -اقتصادي او کلتوري ژوند يې د عدالت په ستنو ولاړوي . عدالت د ټولنې د افرادو د خدائي او طبيعي حقونو منل ، مراعاتول ، په عمل کې پياده کول او د ټولنې په مديريت ، اداره او واک کې بې له امتيازه د هغوی د مساوي سهم اخستلو او فرصت لرلو ته وائي . په ټولنه کی شامل افراد د شريک ژوند کولو د پاره مسؤليتونه او حقونه لري ، چې که ورته احترام ونه شي او په زور ، تزوير ، بانو او جعلي توجيهاتو ئې نقض او نه مراعاتول دود
دوطن مور
زمانه شوله أخره عجیبه خبري اورم دوطن مور ته یو چا داسی ویلي ای د وطن موری په ما ګرانې په زړه پوري ځار قربان دي له میړو شه دسپيرو شړو دشتو شه خو نالت دي په بچو شه. یوه اونۍ کیږي چه په اصطلاح د افغانانو استازي په دوحه کي په یو پنځه ستوري هوټل کي تر اوسه د خبرو په تګلاره نه دي سره سلا شوي آیا دا په اصطلاح د خلکو استازي د وطن فکر کوي که نه خپلي مزي او چړچي کوي که نه څه اړتیا ده چه دومره اوږدي خبري په دومره ګزاف مصارفو تر سره
ازادی د پاره د پښتنو ستر مارش
پنجاپی استعمارچیانو د پښتنو څخه جامې وایستلې ، د پښتنو په کورنو ننوتل ، د پښتنو عزتونه یې لوټ کړل ، ښځې یې د ځانو سره بوتلې ، د پښتنو کلي او کورونه یې وران کړل ، په دوی یې راز راز لکه کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال کړې او نور . د زغم وخت تیر شوی دی. اوس د پنجاپی پوځ د ظلم او تیري څخه خورا په تنګ راغلي او اوس دې ته اړ شوي دي. چې د پنجاپ استعماري واکمنی په وړاندې سخت غبرګون وښيي او د ازاد پښتونستان بیرغ اوچت کړي. پنجاپی استعمار نه یوازې د پښتنو سیاسي ازادي سلب کړی او د دوی سیمه او هی
ښکلی سوال او ښکلی ځواب !
ښکلی سوال او ښکلی ځواب ! عبدالله وردک. انګلستان - سپتمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په قطر کې یوې افغانې ژورنالستې، په دوحه کې د طالبانو له پخواني ویاند، سهیل شاهین څخه داسې پوښتنه وکړه: ”که تاسې چېرې کابل ته راشی، آیا ماته به بیا دا اجازه راکړی، چې زه له ستاسې سره په کابل کې مصاحبه او خبرې وکړم!؟“ سهیل شاهین، داسې ځواب ورکړ: ”چې ولې نه!؟
د افغانستان اساسی قانون د بیګانه پرستی او آزادی ترمینځ
د افغانستان اساسی قانون د بیګانه پرستی او آزادی ترمینځ که خپلواکي د خلکو حق وي، دوی ته باید د خپل کلتور، تاریخ او باورونو پراساس د قانون د سیستمونو غوره کولو آزادي ورکړل شي. بدبختانه، په داسی وخت کې چې خلک د بهرني حکمونو څخه آزادی غواړي، بهرني اجنټان، مبلغین، او ساده خوشبینه ډلې په داسې شعارونو ټینګار کوي چې په یو اسلامي، اودودیز افغانستان کې لږ معنی لري. خلک باید په هغه اصطلاحاتو چې په زړه پوري ښکاری مګر په حقیقت کی فریب ورکونکي دي باید ټینګار ونه کړی. د افغانستان خلک باید
دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه (۷ )برخه
دخبر دلیډ یا پیلامې دلیکلو بیلابیلې لارې : دخبرپیلامه لیکل یوپنځونه ده اوتر ډیره ځایه دتقلیدپرځای پر تولید ډډه وهي ،دیوه خبر پیلزه په شلو دیرشو لارو لیکل کیدای شي ،خوداهر څه دژورنالیست له دلچسپۍ سره اړه لري اوعلاقه یې پکې مرکزي رول لري ،ښاغلې (ایس ایم شاهد)یې لیکلارې یا ډولونه په لاندې ډول بیا ن کړي دي : دخبر دلیډیا پیلیزې ډولونه : (۱)دلومړیوکرښو لنډیز :هغه دی چې دلومړیو کرښوداړوند خبر حال د(لنډیز) په ډول راوړې ،یعنې په سرسري ډول دخبر پایله بیانیږې ،چې په رښتینې ډول لنډ وي . (
داسلامي تشریع اساسات دتقلـــيدتحقیقي ځیرنه! نهمه برخه
په تیره څیړنیزه لیکنه کې مو دومره ثابته کړه، چې تقلیدپه فروعاتو کې جایز دی او دعوامو لپاره یې زیات علماء واجب هم بولي ،دې لیکنه کې به دتقلید په معنی بحث وکړو او هم به دا مفصلا ًوڅیړو، چې یوازې په فروعاتو کې تقلید ضرور دی، که نه په اصول الدین یا عقایدو کې هم روا دی ؟او علماء ددې مسئلې په وضاحت کې څه وایي ! دتقلید لغوي معنی :په (روضة الناظر لابن قدامة 2 / 449 ط ثانية ، الرياض مكتبة المعارف 1404 هـ .)کې لیکي : التَّقْلِيدُ لُغَةً : مَصْدَرُ قَلَّدَ ، أَيْ جَعَلَ الشَّيْءَ فِي عُنُقِ غَيْرِهِ
د مکراسي او د بشرحقوق
د سېپټمبر ۱۵مه، د دموکراسۍ نړیواله ورځ د مکراسي او د بشرحقوق لومړی يي زمونږ د ټولنې عقده من، روسته پاتې، له پوهې او هوښ څخه بېخبره کسان په يوه بهرني ملک کې سره راټول کړل؛ د سوځولو، ورانولو، چور او لوټولو لارې چارې او کوڅي يي وروښودلې؛ د انسان وژنې نوې او تازه طرېقې يي ورزده کړې؛ په عصري وسلو او تجهیزاتو يي سمبال کړل؛ ځانونو سره يي په سلو او زرو پټو او ښکاره لارو او طريقو وتړل؛ وروسته يي ټول په ګډه او يو وار زمونږ وطن ته راننه يستل؛ څو په عمل کې د هغه څه ننداره
دا خلک هسی باټې وهي !
دا خلک هسې باټې وهي ! غازی امان الله خان؛ د محمود طرزی ریښتنی شاګرد او د سید جمال الدین افغانی د وصایاوو، ویناوو، مفکورې او لارې صدیق او واقعی پلی کوونکی؛ چې کله د انګریزانو د شړلو لپاره توره ترملا کړه، نو لومړی رجوع یې خپل ملت ته وه. کله یې چې د استقلال اعلان وکړ ، دغې غونډې ته یی د انګریز استازی راغوښتی و. د استقلال داعلان په وروستی جمله یی تاکید وکړ او بیا یی توره له تیکی راوکښله د انګریز استازی څخه یی د اخطار او ګواښ په ډول پوښتنه وکړه: پوه شوې؟ هغه وویل : هو صیب یعنی
د ورېښمو لرغونې لار او یو کمربند او یوه لار
د ورېښمو لرغونې لار ، یو کمربند او یوه لار جان روان ځاځی که څوک د ورېښمو لرغونې لارې له نوم سره اشنا وي، نو په اورېدو به يې په ذهن کې د تور او سپین تلویزیون پر پردې د ژر ژر تيريدونکو انځورونو په څېر د اسونو او اوښانو کاروانونه انځوریږي. د ورېښمو لرغونې لارې د نړۍ درې لويې وچې اسیا، اروپا او افریقا سره نښلولې وې او د يادو درېيو لویو وچو د تمدنونو په غوړېدو او ودې کې يې ځانګړی رول لوبولی دی. پر دغې لارې به نه يوازې د سیمو او هيوادنو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې کېدې، بلکې هنرون
د سولې د سبوتاژ د مخنیوي لپاره د طالب د پوښتنو ځواب
په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د سولې د خبرو پیل خورا لویه نیکمرغي ده، خو دا چې طالبانو یو څو کوڅه ډبي سپي ګومارلي دي چې د افغان دولت د ټیم غړي سپک کړي او یا هم د سولې خبرې سبوتاژ کړي، په ریښتیا چې د خپګان وړ ده . د طالبانو کوڅه ډبي فکر کوي چې د خلکو په سپکولو سره به دوی یو څه سیاسي لاسته راوړنه او بریا تر لاسه کړي، خو په بشپړ باور سره چې دوی به افغانانو او نړیوالې ټولنې ته خپل نجس، تور او پلید فکرونه لا نور هم زباد کړي . که څه هم چې ښاغلي نادري یې په سړه سینه او منطقي توګه ځواب