د کوچنوالي وختونه وه ، هلکان یو شپه کوزه واخلي او ټول احساس جسمي او فکري تغیر وکړی ، ددغه طبعي تغیر او تکامل اثرات جانبی موږ په کوچنیوالي نشولی درک کولی ، اما په کور او کلي کښي هر سړي او ښځي ته دا زموږ جسمی او فکري تغیر تر لمر روښانه ؤ .
د غه بایلاجکل تغیر سره سم یو ډول فکري تغیر او د قوت احساس پیدا کیږي دغه قوت مظاهره کول غوښتل . چون زمونږ د کلی او کوڅی په ماحول کښي مجلس پر (فلانی زورور ، غښتلی ، خورا کلک ، میدان وړونکی ، او فلان خورا بې .... ، او ډیر س پ ی ، او د یوې چپلاخي طاقت نلري او عیره و عیره
دا د ماحول خبري د نیمه ځوانانو په فکر کښي ځای نیسي کله چه فزیکي قوت پیدا کړي ، نو هر څه چه ئې له ماحوله اورېدلي وي د عمل کالی ور اغوندي ، نو اکثره وخت لمړی ددغه قوت او نیرو لمړۍ مظاهر جنګ وي البته د کلو او بنډونو کښي
نو زما ورور هم اول جنګ يې د همسایه د زوی سره وکړی ، او زمونږ همسایه هلک زما د ورور سر ور مات کړی ، کور ته په سرو وینو لړلی کور ته راغلی ، مور مي نعري کړې ، دا ولي او څه درپېښه سو ؟ زماد ورور زړه خوابدی او د پښمانۍ ډک ولاړ ، دننه مات ، خو په خوله او خبرو دا څرګندول چه هیڅ خبر نسته ، رمضان کاکو زوی په ډبره وویشتلم ، مور مي ورته وویل چه : درواغ مه وایه جنګ دي وګړی ؟؟ ... ... .
زما مو وارخطا سوه ، چه پلار دي راسي ما به مړه کړي چه هلک ولي جنګ کړی دی ، نو په عجله یې زما ورور زما د ماما کره واستوه ، هم هلته ئې يوه هفته تېره کړه ، کله چه د سر زخم ئې جوړ سو ، نو بیا کور ته راوستلی .
تر اصحابو کرامو او د عمر ثاني نه بیغیر بل هر وګړي ته چه ناببره او په غیر مترقبه ډوول سیاسي قدرت و لاس ورولوېږي ، نو هغه د کوزې اخستلو حالت ور پېئېږي
د خلقانو په وخت کښي دا نوبرامده سیاسینو په خپل منځ کښئ په چړو سره ووهل ، خو زخمي به ئې په هغه شپه روسېې ته واستولی ، او زموږ په کلي کښي چه به د ملک صاب زوي زخمي سو ، نو د کلي او د ښار شفاخانې ته ئې نه وړلی ، ولي چه شفاخانې ډاکتر مجبوره و چه پولیس ته خبر ورکړي ، ملک صاب به خپل ټپي زوی پاکستان ته واړولی او هلته به تداوي سو ، د زخمونو تر چوړېدو ورسته به کور او کلي ته راوستلی ، ملک صاصب به د بدۍ او دوښمنۍ اعلان وکړی ، نو په کلي کښي بدي پیدا سو
دا زما دمور چل چه خپل د زوی جنګ یې زما له پلار نه پټ ساتلی , دا کار د پاچهانو په کورونو کښي هم ترسره کېدلی د ملک سعود بن عبدالعزیز کره هم داسي وه ، او احمد شاه بابا د د زامنو دا هم همداسي وه ،
افغان ملة : له داسي کړنو نه تنها خلفای راشدین او عمر ثاني استثنا وه ، او په افغانستان کي د سیاست کدارو تر مینځ شخړه کيږي خو ، د پټولو هڅه ئې غداري ده ، حکومت باید د ملت په حق کښي غدر ونکړي ، حکومت کولی سي چه په اعلان سوي جنګ او جنګي حالت کښي خپل دوښمن خدعه کړي ، اما ملت د خدعه کولو حق نلري
هر څوک چه د پیسو او سیاسي قدرت له پاره قتل او جرح وکړي ، باید محکمې ته معرفي شي ، او یا په فزیکي زور په واسطه چوکۍ نیول ، که په حزب کښي دننه وي . او یا په عامه ټولنه کښي ، دا باید او لازم سي چه هر زور واک محکمې ته معرفي سي ، دانه چه د ما ما کره واستول سي او کله چه زخمونه ئې جوړ سي بیا خپل کور ته راسي .
مجرم بايد د محکمي او نظام نه پټ و نه ساتل سي .
«سیاست اسلامي ندی ، چه اسلام وي سیاسي »