محترم او ښاغلي مولوی هبت الله آخوندزاده صاحب او ملګرو ته سلام او احترام وړاندي کوم ! وبعد
داچه د چریکي حملو او پر مسلمانان وړوړونو باندی د جهاد!!! په نامه نظامي میدان یووړی او د یو څو ورځو په شمار ، ولس واکي نظام ته ماته ورکړه ، ړانده هم دادرسره مني اما دا درته معلومه ده چه : چه سنت الله داسي ده چه بعضي وخت پر حق باندی باطل کامیاني پیدا کوي ، زموږ خواږه نبي هم یوار شکست حربي او سیاسي خوړلی ، عیسیٰ کلمه الله خو بېخي له ناکامۍ سره مخامخ سو ولي چه عیسی ع یو هلک سړی ؤ یعني یو بې تجربې ځوان ؤ ، څلوېښت ئې نه وه پوره کړي ، چه کوتا ئې درته ووایم که که د نن عصر سره موازي علمي ، پاخه سیاسي ، او د قرآن او شریعت له پاخه تأویل نه کار وانخلی ، چه د دغه ( جاء الحق وزهق الباطل) چه د سبحانه ذاجلال والإكرام حق کلام دي ، اما مطلق کلام نه دي مشروط دي ، انساني ځراکت او په ښه انداز عمل په کول ئې لوی شرط دي ، د ملا محمد عمر دي په یاد دي چه ناکامه سو ، د یوه بن لادن پر سر و حق ته باطل شکست ور کړی ، شل کاله ناکامي خوند دي ولیدلی !!
تر سیاسي او حربي او چریکي جنګ او ناکامۍ ت بحث را تېرېږم راځم و شرعي اقتصادي سیسټم او نظام ته !
آخوندزاده صاحب ! ته شیخ الحدیث هم ئې او دا درته څرګنده ده چه مالیات اخستل ستاسو د شریعت په چوکاټ کښي حرام کړنه ده !! سعودي هم دامنلې وه او مالیات ئې حرام بلل ، ستاسو نه دا پوښتنه کوم په شریعت کښي خو اقتصادي نظام کښي تنها ۴۱ کم ولاړ دي ، ستاسو ملیاتو او عایداتي نظام به څرنګه کامیابوی ، په داسي حال کښي چه تر ۴۱ کم نه اضافه اخستلو اجازه نه لری ، او د معدنیاتو را استل خو هم د وطني خلکو او تاجرانو کار دی .

په شریعت کښي خو بانک په رسمیت نه پېژني تاسو به د زکات ، غنیمت ، مالونه څرنګه جدا جدا وساتلی سی ؟ لکه صحابه و چه د انواع د بیت المال عایدات جدا جدا ساتل ، ایران خو د خمس اخستل اوس هم لري ، ایاتاسو به هم خمس ته زړه ښه کړی چه خمس واخلی ؟؟؟
ایا تاسو به غریب او ناداره سره کومک له بیت المال نه کوی او که به کفارو ته سلا ور اوږد کړي چه ستاسو د ملت او امة سره کومک و کړي ، ایا شرعاً یو مسلمان امیر المومنین ته اجازه سته چه د الله و دښمن او مشرک ته لاس ور اوږد کړي او د خیر غوښتنه ورنه وکړي ، او که هغوی کمک ورسره وکړي ایا دا به د یو مؤمن پر زړه منفي اثر ونه غورځوي زړه به ئې نسي مائل و کفر ته ! (تأليف قلوبهم ) وکفر ته

امة او ملت د جواب په تمه