نن سبا دا د علماء صفت پر ژبو پورته کښته کیږي ، او همدا  علماءدي  فتواوي   صادروی . 

خبره به داسي راواخلم چه ملحد هغه چاته ویل کیږي چه د سماوي دین په مخالفت کښي ولاړ وي او و دین ته لحد کیندي چه دین پکښي ښخ کړي ملحد یعني دین وژونکی ، هندوانو ، عیسویانو ، یهودانو کښي هم ملحدین سته لکه په مسلمانانو کښي چه ملحدین سته ، 

او بل کفار دي چه : څوک په خدای کافر ، څوک په رسول کافر ، او څوک په خدای او رسول کافر 

دغه کفار ،مشرکین ،ملحدین ، دهریون ، زندقون باندي دا علماء الکرام خبري کوي او امة او قوم ته خبر ورکوي چه : اې مسلمان وروره ډېر احتیاط کوه د عقایدو په بحث او خبرو کښی  ، که له احتیاط نه کار وانخلې ، خبر به نه یې په ناخبري کښي به د کفر سرحد ته ور اوښتی یي  !! 

خبره دلته دا ده چه دا علماء الکرام  دي چه فتوی صادروي ، او پر علماء الکرامو باندي د فتوی ورکولو په سبب احتیاط کول واجب کیږي  او و عوامو ته دبحث او بیان کولو کښي حتیاط نه کار اخستل مستحب دي 

نن سبا هم داعلماء دي چه له واجب احتیات نه کار نه اخلي او فتوی وي صادروي ، کله چه د احتیاط نه کار وانخلي او فتوی صادره کړي او فتوی غلطه وي !! پس دا مانا چه مفتي صاحب په خدای پوري توراو تهمت  وتړلی ، 

پس که مفتي قصدا او یا سهوا غلطه  فتوی صادره کړي ، نو د خپلي فتوی ورکولو په سبب د اسلام له دایرې خارج کیږي او تر کافر هم یو درجه بلا کیږي 

څوک چه د اسلامي حکومت یا جمهوریت سره سیاسي اختلاف وکړي د ملي منافعو په بنا ، نه دخپل قلبي دق په بنا  دا اختلاف یو رحمت دی ، سیاسي بغاوت او بلوا د یو مشروع غوښتني لپاره تابعينو ویلي  چه (اختلاف أمتي رحمة) 

اخوندزادګانو او س نو بیا پر تاسو احتیاط کول په خبرو او عمل کښي اشد  واجب کیږي  دی