دپښتوژبي ګړي چي ځیني ئې جوړي سوي او ځیني ئې په ګړدودو،لهجواویا کیليوالي(dialekt) خبروکي شتون لري؛ دهغو مانا په پښتو،عربي او په دري ژبوسره ژباړه سوي دي.
داځکه دلته دهغه ګړو یا وییکو مانا راولو، چي په مقالو(ویینلیکنو)کي ترډېره بریده کاره ول کيږي اوځیني مهال پرسم ځای نه وي راغلي.
نوله دې کبله دیو څوپښتوګړي له مانا سره دلته ښوول کيږي. لکه:
آند= تصور، فکر، اندېښه، ریّ، سوُچ بډ وهل= راپورته کول، نغښتل، نغړل،
پایله= شروع، ابتدا، آغاز، سر
پایلامه= نتیجه، آخر، انجام، دکارپای
پلو= خوا، اړخ، طرف، دپوړیني دمخ یوه څنډه، د وروجو يوډول پوخت
پَلهّ= پرخوا،طرف، دترازویوه خوا، ساتنه، نگهبان (خدای دي پرپله سه.)
پېښه= واقعه، حادثه، پدیده، (Phenomen)، جهان بیني، رامنځ ته سوی غیري طبعي حالت تشه= خلا، خالي فضا، له هوانه تش ځای، هغه ځای چي ماده نه وي پکښې
ټول= مجموعه، جمع، همه، له یوه سره، ګرده، درسّت جوخت= برابر، هم زمان، پیوست، ورسره سم، هم مهاله څپه= سېلاب، موج، تقطیع، باډاسکه، ټوټه چِیّر= مجازي مانا «دود» په موږکي داچیرنه دی. حقیقي مانا: ډول، رقم، څېر، څرنګواله
درستې= واک، قوه، قدرت، ځواک ( ځان له درستې نه اچوي.)
ډله= دسته، گروپ، جمعیت، ټولې، جوپه رسنۍ= خپره وُني، (Media) لیکل سوي او خبریزي خپروني
روڼ آند= روشن فکر، منور، آگاه، خِبره، پوه، عالم زیار= کوښښ، زحمت، فعالیت، هڅه، ربړ
سَرُوکه= عنوان، سرآغازِنامه یاکتاب، دیباچه، لنډه وییکه چي دمقالې یا لیکني په سرکي لیکل کيږي
سریزه= مقدمه، پېشگفتار،طلیعه، لنډه لیکنه، چي دکتاب په سرکي لیکل کيږي
سکالو= موضوع، دبحث توکی، شی چي بحث پرکیږي
شاليد= نظرې به گذشته، عقب نما، تېرو ته کتل
شتون= موجود، هستي، وجود، سوب، بودن، حضور کټ مټ= دغه ډول، دقیق، بېخي دغسي، ورته، یوډول، یوه مڼه دوه ځایه سوې کنګل= بند سوي، نیوله سوي، منع سوي، اړي سوي
ګړه= وییکه، کلمه، لفظ، سخن، خبره ګړنه= تلفظ، بیان، خبره کول، اداکول دخبري لتاړ= پامال، تبا، ګډّ وډّ ول، وجاړه، تس نس، له کاره وړل
نغوته= اشاره، چشمک، غمزه، په نازکتل، کریشمه ننګونه= اصطلاحي مانا ميدان ته راغوښتنه «challenge»خواست کول «پیربابالره ورځمه پیربابا به ننګومه» نوماند= کاندید (cadidate)، تعیین سوی، نامزد، داوطلب، نومول سوی
نیابتي= دوامداره، تل پاتي، قایم مقامه، اعتباري نیاو= عدل، انصاف، باور، برابري، مساوات
واند= خیال، تصور، گمان، اندېښه، فهم، ادراک وړاندویینه= پېشگویي، مخ کي له مخه د یوشي ویل، ترمخ ویل
وړاندلید یا لیرلید= دوربیني، پیش بیني، مخ ته کاته یا لیري کاته
ویینلیک= مقاله، مضمون، لیکل سوې موضوع، لیکنه هاند= وسعه، جدوجهد، زیار، هڅه، کوښښ هوډ= قصد، عزم، اراده، یوکارته ترتیب نیوله
یون= حرکت، فعالیت، سیعه، خوځښت، ښور، چټکتیا ځیني کلمې سته، چي په ویلو اولیکلو کي یوډول مانا لري خو آغېزه ئې توپير لري. دساري په توګه: دروغ ویل او حقیقت نه لرل. د دغو دواړو وییکو مطلب یوشی دی. مانا داچي منفي حالت ښه يي یاني دغه کار او کړنه نه ده ترسره سوې. دساري په توګه؛ که چاته ووایم: [ستا خبري ټوله درواغ دي. دغه خبره پراورېدونکي ډېره بده آغېزه لري؛ که ورته ووایم، چي خبري دي حقیقت نه لري دومري تاثیرنه لري. که څه هم مطلب یوشی دی.]
بله بولګه: وهل؛ ډبول: دغه دواړي ګړي یوه مانا لري؛ خوپه کاروړلو ته ئې دلیکني اوویلو باید ځیر سو اوپام وکړو. د ساري په توګه: که چاته و وایم،چي [ده زما دکارلپاره ټټروواه یا وټکاوه نو سمه خبره ده که و وایم، چي ده زما د کارلپاره ټټر وډباوه. که څه هم دواړه یومطلب لري؛ وهل یا ټکول دلته سم ښکاري ترډبولو.]
بولګه: وهل، څنډل، ټکه ول دا درې سره کړنځي (مصدرونه»[infinitive] پرخوځښت اوحرکت دلالت کوي، چي وهل ئې قهرجني ډول دی او څنډل، ټکه ول ئې تر ډېره بریده کسبي خوځښت دی. لکه: څنډل: پټو څنډل، توت څنډل، پلو څنډل، څوڼي څنډل اونور. ټکه ول: خونه ټکه ول، اوسپنه ټکه ول، لاسونه ټکه ول اونور. کله کله ټکه ول د وهلوسره راځي دوهلو مانا ورکوي. لکه: وهل اوټکه ول ئې ورکړه. په روزنه کي وهل او ټکه ول ښه نه دي.
خبري اولیکني که څه هم د پښوئې(ګرامر) له مخي سمي وي؛ خو باید مَنطِق «وزن دخبرو»ئې هم سم وي. که دخبرو منطق لکه څرنګه چي وویل سوه سم نه وي که څه هم د ژبښود له لحاظه ویینه سمه هم وي د خبرو خوند ئې نه وي. لازمه ده، چي دواړه اړخونه په خبرو او په لیکنه کي سم وي.
نودغه یوڅوپورته پښتوګړي یا وییکي، چي ځیني ئې جوړي سوي اوځیني ئې په ګړدود اولهجوکي ویل کيږي، چي پورته هم وویل سوه، په ورځني لیکونو او ژورنالستۍ خپرونوکي لیکل کیږي؛ د ښه پوهاوۍ لپاره په پښتو، عربي او دري مانا، اوژباړه سوي؛ لپاره د دي، چي په لیکنه کي سم اوپرځای کار ځني واخستل سي.
دا ځکه چي کله نا کله ځیني ځوانان ژورنالیستان ئې پرسم ځای په کارنه وړي.
دا پښتواصطلاحګاني دي، چي څوماناوي لري؛ نوله دغه کبله دغه يوڅو لږ پښتو لغاتونه دلته مانا سوي، چي انشأالله دناسمتیا مخه به تریوبریده ونیوله سي
ومن الله توفیق
کتل سوي کتابونه: داحمدولي اځکزي پښتوالماني قاموس، فرهنګ فارسی عمید، د محمدسرور وکیلي پښتوګړښود