د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ
 
 
۸ . د پښتونولۍ د حجرې او جومات کانسپټ:
هر کله داستان چې د افغان لیکم، پوه شه پت او ننګ د مسلمان لیکم: حمزه بابا لیکي !
پښتنه ټولنه کې حجره د خبرو اترو، اند جوړولو، د ولسي یووالي ځای، د میلمه استوګنځیی، د میلمه پالني، د عزت او درنښت یوه خونه ده. کلیوال پښتانه په جومات کې د الله تعالی د عبادت او دیني عقیدت لپاره را غونډیږي. پښتانه افغانان د اسلامیت فلسفه په جومات کې زده کوي او د افغانیت فلسفي نرخونه، دودونه، اخلاقي معیارونه په حجرو کې زده کوي. له همدې امله پښتنه ټولنه کې پښتنو ته په هر کلي کې د حجرې او جومات شتون خورا اړین بریښي. د افغانیت ارزښتونو او کلیوالي جوړښتنو پر بنسټ کلي کې باید حجره او جومات څنګ په څنګ وي. 
پښتانه په دې ګړوهه دي، چې یو ښه پښتون یو ښه مسلمان دی. د بېلګې په ډول ځینې پښتانه په دې اند دي، چې د پښتو قانون مو دومره اسلامي دی، که اسلام نه وای، نو بیا هم به موږ مسلمانان وای. پښتنه ټولنه کې د پښتونولي ډیر اصول او ارزښتونه د اسلامي ارزښتونو سره مطابقت لري. د پښتونولي د ننګ او غیرت اصول د اسلامي شریعت د سریع احکامو په ننګه کې ولاړ دي، نه یې ماتولي شي او نه يې له پامه غورځولي شي. پښتانه په دې باور دي، چې پښتونولي د پښتنو یو لرغوني دودیزه عدالتي او د اخلاقي کړو وړو یو نا لیکل شوي قانون دی او د اسلامي شریعت سریع احکام الهي احکام دي. 
د همدې نږدیوالي له امله پښتانه نشي کولي په یو وړوکي کلي یا کلیوالي چاپریال کې د پښتونولي او د اسلامي شریعت ارزښتونه سره بېل وساتي. سربیره پردې د حجرې سړی په جومات کې خپل دروند ځای لري او د جومات سړی په حجره کې د ستر عزت خاوند دی. د حجرې سړی په جومات کې خپل پنځه وخته لمونځ او عبادت کوي او ورسره په جومات کې خپله اسلامي عقیده زده کړې کوي. 
د پیړیو پیړیو راهېسې د پښتنو په ټولو کليوالي سیمو کې د حجرې او جومات ترمنځ نشلیدونکې اړیکې شتون لري. دغو تاریخي اړیکو د دیندارو مخلصو پښتنو قبایلو ترمنځ یووالۍ، سوله، عدالت برابري او مساوات بنسټ ایښودلي دی. حجره او جومات د پښتني ټولنې د پایښت او جوړښت دووې خورا مهم ستنې دي. همدلته په کلي کې د افغانانو ترمنځ د اسلامیت او افغانیت د ریښتینولۍ یو سپیڅلي ولسي تړون رامنځ ته شوي دی. 
هر کله چې افغان ملي دولتونو د ولس او دولت ترمنځه واټن لری کولو هڅه کړي ده، افغان ملي دولت حجرې او جومات ته ورغلي دی. د افغان ملي دولت او افغان ولس ترمنځ د باور او اعتماد اړیکې په حجرو او جوماتونو کې رامنځته کیږي. د پښتني ټولنې همدغه دووې سټې دي، چې افغان ملي دولتونو ته د پایښت، خپلواکي ځواک وربښيي او له کمزوريو ساتي. په افغانستان کې د حجرې او جومات بنستیزه ستنې د دولت او ټولنې ترمنځ خورا مهمې اړیکې جوړوي. د حجرې، جومات او افغان دولت ترمنځ متوازنه اړیکې د دې لامل ګرځي، چې د افغان ملي دولتونو او افغان ولس تر منځ واټن لږ شي. د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله یو افغان دولت پرته له حجرې او جومات څخه په خپلو پښو نه دی دریدلي. د افغانیت او اسلامیت ملي ارزښتونه دي، چې خپلواک افغانان له سختدریځي او دیني توندلاریتوب څخه منځلاریتوب راګرځوي. 
پښتنه تولنه کې حجره او جومات د عدالت، مساوات او برابري دووې مهمې بنسټیزه ستنې دي. په بله وینا افغانیت او اسلامیت د یو خپلواک افغان دوه وزر دي، چې د یو شتمې پیړۍ نړۍ کې هم پري الوځي. 
کليوال ځوانان په حجرو کې د کیسو او بنډار لپاره هم راټولیږي. دوی په حجرو او دیرو کې توکې ټکالي کوي، شعرونه، غزلونه لولي، تنګ ټکور او رباب هم غږوي. کليوال د حجرې د میلمه پالني مالي لګښتونو کې په مساوي توګه برخه اخلي. د کلي ځلمیان د جومات په ساتنه او چوپړ کې ولاړ دي. کليوالو د حجرې او جومات د جوړولو په چاروکې برخه اخلي. د پښتنو د کلي جوماتونه په عبادتکوونکو او مقتدیانو باندې ښکلي بریښې او د پښتنو حجرې د پښتنو په درنو میلمنو ښایسته بریښې. 
که سړی ښه ځیر شي، له امونه تر اباسنه د پښتنو افغانانو کورونه، د پښتنو کلي د پښتنو د کلیوالي ژوند انځور او د افغانانو ټولنیز جوړښتونه له یو بل سره ځښت ډیر ورتوالي لري. د پښتنو اړیکې د افغانیت او اسلامیت د ټولنیز تړون له لارې د یو بل سره ټینګ تړلې شوي دي.
په ډیر خواشینۍ سره نن د څلویښت کلن جنګ، جګړو په اور کې د پښتنو د حجرو، دیرو، جوماتونو او ښوونځیو دړې یا دروازې بندي او یا قصډاً په بمونو الوځولي او ویجاړي کړلي شوي دي.
د پښتنو دښمنان د میلمه په پلمه د پښتنو د میلمه پالنې څخه ناوړه ګټه اخلي. بې عزته، بې غیرتي میلمه (دښمن) په ډیره سپین سترګي، بي شرمې سره د پښتنو په حجرو او جوماتونو کې بمي چاودنې کوي، بې ګناه افغانانو کې ځانمرکې بریدونه تر سره کوي، د همدې اوږدې جګړې په بهیر کې د پښتنو حجرو، جوماتونو او د پښتنو د کلیو ښوونځېو ته سخت زیانونه او تاوانونه وراوښتي دي او ورسره د پښتنو د ټولنیز ژوند جوړښتونه او د پښتونولۍ د اصولو دودیزه چوکاټ مات کړل شوي دی.
د پښتنو بي غیرته، بي عزته دښمن میلمه پال ناخبره ساده پښتون په خپل کورکې وژنې. پښتانه اوس په خپله حجره کې دروند میلمه ته د شک په سترګه ګوري. د پښتنو د درنو میلمنو پرمخ دړې تړلي شوي دي. نن څوک میلمه ته په ورین تندی ښه راغلاست نه وایي. د کلیوالو ترمنځ ویره خپره شوي ده. د خلکو د تګ راتګ او ورسره د خپلوي ټولنیزي اړیکې هم پري شوي دي. 
که لږ نور ژور فکر وشي، له پخوا راهېسې لومړۍ انګریزانو ورسته د پنجاب واکدارانو په شعوري او پلان شوي توګه خپل استعماري سیاستونه داسي اعیار کړي، چې د افغان پښتون ولس د ویشلو سره سم د پښتنو د حجرو او جوماتونو ترمنځ اختلاف هم رامنځته شي. د روسانو د یرغل پر مهال او د افغان جهاد او مقاومت په ترڅ کې د ساده کلیوال پښتون ملا ماغزه د پاکستان د اې ایس اې په سیاسې مذهبې مدرسو کې د اسلام په نامه ورپریمینځل شول، د پښتنو ځینې دیني علماوو ماغزو کې د افغانیت ملي احساس او افغاني ملي ارزښتونه فلتر شول، ساده کلیوال ملا د یوې مودې تیرولو ورسته بیرته سیاسي شوي او بدل شوي سړی په توګه د خپل کلي ورانولو ته د پردي ټوپک سره راغلي دی. د ساده کلیوال ملا زوي جنګي قوماندان شو او ورسره دغي ناخبره او ناپوهه استخبارتي ملا په کلي کې د حجرې دروند مسلمان سړی ته په بده سترګه برګ برګ وکتل. همداسې د حجرې سړی سیاسي ملا ته چې پردي توپک یې ترغاړه و، د شک په سترګه وکتل. له همدې مهاله پښتنو کې د بربادۍ، تباهۍ او خونړیو ناورینونه لړۍ پیل شوه، چې دا لړۍ تر نننه روانه ده . 
 اوس ځینې بې پښتو ملایانو افغان ولس کې د منافقت او شررات جوړولو ماسټري لري.
افغان سیاسي مشران د غفلت په خوبونو کې ویده دي او نه راویښیږې. که د افغانانو مشران د خپلو شخصي تنظیمې غوښتنو څخه تیر شي او د خپل ولس د ژغورني لپاره د خپلو پلرونو په څیر خپل قومي جوړښتونه او خپلې ملي افغاني ستونزې وپیژنې، په خپل افغانیت او اسلامیت باندې پل کیږدي او د افغانانو د ملي یووالي او دایمې سولې لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي. د افغان ولس د ژغورنې لاره به ډیره ژر لنډه شي.
که نن د حجرې، د جومات او د پوهنتون افغانان د خپل ویاړلې او زوریدلي ولس د ژغورني لپاره سره یو موتي نشي، د هیواد خپلواکۍ، د ملي یووالي او د ملي سیاسي مشرتابه لپاره د یووالي په ټغر سره کینني. د پښتنو افغانانو نننۍ قومي مشران، د مذهبي ډلو مشران او افغان سیاسي ګوندونو مشران به د لوی خدای ج په قهر او غصب کې اخته شي، دوی به د یو بل سرونه سره خوري. مظلوم افغانان به د څیرلې ګریوان سره، د دوی د بې اتفاقي او بې کفایتي له امله د جګړو په اور کې سوځي. 
لکه چې ښاغلي نورالبشرنوید د پښتونخوا کلم کې لیکې .
لکه چې لښکر وي او سر خیل نه وي. 
لکه چې سنګر وي، خو سنګروال یې نه وي.
لکه چې قام موجود وي، خو وجود یې څو څو ځایه تقسم وي.
وسمهال هغه وخت رارسیدلي دی، چې پښتون قام خپل یرغمل شوي سیاسي واک، قیادت او مشرتوب بیرته ترلاسه کړي. 
 
۹ . د پښتونولۍ د لښکر او اربکې کاڼسپټ 
د پښتونولۍ په اصولو کې لښکر د پښتنو یو قبایلي خپلواک رضاکاره وسله وال پوځ ته ویل کیږي. د یوې قومۍ جرګې د پریکړې څخه ورسته، کله چې اربکیان د پښتنو له بېلابېلو ټبرونو او قبیلو څخه د امنیت ساتلو او یا د یوي مهمې ټولګټي ټولنیزي، خیر ښېګڼې چار لپاره د هر کلي څخه په مساوي توګه راوغښتل کیږي، یو قبایلي لښکر ترې جوړیږي. لښکر په ځانګړو حالاتو او ځانګړو قضیو کې رابلل کیږي. د بېلګې په ډول د یوي قبیلي په خپل خپلمنځي شخړه کې د دوو قبیلو ترمنځ په جګړه کې او یا د یوې معیني سیمې د امنیت ساتلو لپاره راغوښتل کیږي. 
د پښتني لښکر هر غړي د هیواد د خپلواکۍ په جګړه کې یا د ولسي ګټو د ساتلو لپاره او د یو سپیڅلي ولسي ارمان تر سره کولو لپاره تر خپل ملا ټینګ کمربندونه تړي، په خوښه او غورځیو جنګ ته ورځي. اربکیان د پښتون ولس د ننګیالیو، نومیالیو او میړنیو ځوانانو یوه غښتلي خدمتګاره ډله ده، چې یواځې د خپلو مشرانو د جرګو او مرکو پریکړو عملي کوي. اربکیان د پښتني ولسي سیاسي ارادې یو خپلواک لښکر دی. کله چې د دو ټبرونو یا کلیو ترمنځ بدي او یا د ځمکو، غرنو او څړځایونو په اړه شخړه رامنځته شي. د بل قوم یا کلي اربکیان د دوو دښمنو قبیلو ترمنځ په مرچو کې ځای په ځای کیږي او په دښمنو ډلو باندې د سولې او د خبرو اترو غږ کوي. د دوی مخور مشران او سپین ګیري د سیالو ډلو تر منځ د جرګې او مرکې له لارې د سولې او روغې جوړې هڅې پیلوې. اربکېان یواځې د پښتني جرګې پریکړې عملي کوي. د اربکیانو راوتل پښتنه ټولنه کې او د پښتنو په ویاړلي تاریخ کې د لمر په څیر یوه جوته ټولمنلي ښکارنده ده.
د پښتونولۍ د اربکې کانسپټ د پښتنو په ځلانده اوږد تاریخ کې ستر مهم رول لوبولي دی. د اربکیان دود او دستور په پښتنو او د پښتنو په سیمو کې خپلې ژورې تاریخي ریښې لري. اربکیانو د پښتني ټولنې غښتلي، ویاړمن او غیرتمن رضا کاره ځوانان دي. پښتانه اربکیان د ویښ ضمیر او پاک وجدان خاوندان دي، دوی د یوې سپیڅلي او ریښتنې سیمه ییزه مبارزې څخه خوند اخلي. اربکیان د خپل اربکې دود ستور په چوکاټ د خپل ټبر او د خپلو مخورو مشرانو پریکړو عملي کوي، دوی د خپلو قومي مشرانو نوم، ننګ او د غیرت هسکې شملې جګې او درنې ساتي.
اربکیان د خپلو وسلو سره د پښتني ننګ، غیرت او میړانې ډګر ته په خوښه وردورمي. اربکیان د خپل خدمت په بدل کې له چا نه هجوره او یا تنخوا نه غواړي، بلکې دوی د خپلې د خیرښېګنې دندې اجر له خپل خالقه غواړي. اربکیانو ته ورسپارلي شوي ټولنیزه چارې خپل وجداني مسوولیت ګڼي. دوی د یو پاک سپیڅلي پښتني احساس په چوکاټ کې خپله دنده د یو خپلواک خدایي خدمتګار په څیر تر سره کوي. د ورسپارلۍ شوي دندې تر سره کولو ورسته د اربکیانو لښکر ړنګیږي او هر څوک خپل ورځني ژوند چارو پسي روانیږي.
پښتانه اوس پوهیدلي او پوهیږې، چې دښمن نه یواځې د دوی جسمې تباهۍ او بربادۍ لپاره را دانګلي، بلکې د غازي افغانانو غرو، شهامت، د افغانانو ملي نوامیس، اتلولې اصلي منځ زړي او جوهر له منځه وړلو لپاره هم پټ پلانونه جوړ کړي دي. دښمن غواړي لومړۍ د پښتنو په سپیڅلي ملې ارزښتونو او اسلامي عقیدتي ارزښتونو او په ولس کې منلې شویو سنتو باندې ملنډي ووهې. د پښتنو دښمنان د مسلمان په جامه کې نن دومره سپین سترګې شوي دي، چې د پښتنو په مخ کې د دوی ملي احساس، اسلامي دودونه او پښتني لرغوني ارزښتونه، د پښتنو د خپلواکۍ ویاړلي غازيان او د پښتنو ملي اتلان مسخره او سپکوي. 
 
اربکیان که سیمه ییزه پولیس ؟ 
د بیلګې په ډول د خواشینۍ ځای دی او د تعحب وړ خبره ده، چې د څو لسیزو راهېسې ځینې پوه روڼاندي پښتانه سیاستوال، افغان خبریالان د پښتونولي د اربکې یا د لښکر دود او د جنګي جنایتکارو اجیرو ملیشو او د سیمه ییزه پولیسو د مفاهیمو ترمنځ سم توپیر نشي کولي. 
ملیشې د پیسو په بدل کې هر ډول جنګي جنایتونه تر سره کړي او کوي. افغاني جنګسالاران د ګاوندي هیوادونو لخوا د افغان ولس د بربادي لپاره ګومارل شوي، پیژندل شوي خلک دي. ملیشي انارشي، خودسري، ملک الطوافي رامنځته کوي. کلي په کلي او سیمه په سیمه کې جنګ او جګړي زیږوي. 
ځیني افغان سیاسي چارواکې، سیاسي شننونکې، افغان خبریالان په پوه یا نا پوهي کې د پښتنو د دښمنانو په څیر ملیشې، محلي یا سیمه ییزه پولیس د پښتنو د اربکیانو په نومه یاده وي. سیمه ییزه پولیس د حکومت په ادارې تشکیلاتو کې ثبت شوي دي. دوی د دولت څخه وسلې، پیسې، جنګي تجهزات، مهمات او وسایل تر لاسه کوي. 
د افغان حکومت وسله وال مخالفین پښتانه طالبان هم په ناپوهی سره د پښتنو د ملي ارزښتنو سره ستر ظلم او ستره جفا کوي. دوی د پښتنو د ځوانانو د خپلواکۍ له احساساتو څخه ناوړه استفادې کوي. دوی په خپلو رسنیو کې حکومتي ملیشي او سیمه ییزه پولیس د پښتني دودونو خلاف د اربکیانو په نامه یادوي. 
لوی افغانستان کې د شپیتو، اوویا کلونو راهېسې د انګریزانو، پنجابیانو، روسانو او امریکایانو د خپلو شومو پلانونو عملي کولو او استعماري موخو لپاره جنګي قبایلي ملیشې، دفاع خودي او د سیمه ییز پولیسو په نومونو وسله والې مرموزې، مزدورې ډلې رامنځته کړي دي. د پنجاب پوځیانو د خپلو بدرنګو تورو استعماري موخو لپاره د ډیورنډ کرښې ورڅیرمه په قبایلې سیمو کې د پښتنو قبایلو څخه پښتون ضد ځواکونه او پوځي ملیشې رامنځته کړي. 
روسانو د خپل یرغل پر مهال هم د خپلو استعماري موخو لپاره د دفاعي خودي او ګلم جم په نامه جنګې ملیشې را منځته کړي وې. 
د پنجاب پوځیانو د پښتنو په قبایلي سیموکې ملیشې ځواک د خپلو استعماري انګریزي ډوله ګټو لپاره جوړي کړي دی. د پنجاب او اسلام اباد واکمنانو سترګې د پښتنو له اربکانو څخه سختي سوځي. دوی پوهیږي، چې اربکیان د افغان ولس د بیړني غبرګون یو دفاعي خپلواک ځواک دی، دوی غواړي د پښتنو په دغه د پښتني لرغوني سپیڅلي ارزښت باندې هم ملندي ووهي. یرغلګر غواړي پښتانه د چل ول، د زور او زر له لارې په خپله قبضه کې وساتي.
په دې ورستي کالونو کې کله چې د امریکایي ځواکونو ستر قوماندان جنرال ډیویډ پېتریوس د ناټو عمومي قوماندان په توګه وګومارل شو. هغه په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو یوه طرحه جوړه کړه، د دې لپاره چې دغه ځواک افغاني ځواک وښودل شي، د اربکیانو په نوم ونوماول شول. دا سیمه ییزه پولیس هغه قومي اربکیان نه دي، کوم چې د پښتونولۍ د سپیڅلې دود سره سم او د پښتي د ټولنې د اصولو پر بنسټ د یوې قومي جرګې لخوا د یوې ځانګړي دندې تر سره کولو لپاره راغوښتل کیږي. په افغانستان کې سیمه ییزه پولیس د خپلې سیمې امنیت نشي ساتلي او خپله خپلواکې هم نلري.
سیمه ییزه پولیس د اربکیانو به نامه په کلیوالو سیمو کې سیمه ییزې دښمنۍ او د خلکو تر منځ اختلافات زیږولي دي. افغاني ټولنې ته په کتو سره له کله نه چې د سیمه ییزو پولیسو فعالیت پیل شوي، دغه ځواک د قومي او سیمه ییزو شخړو او لانجو لامل شوي دی او د قومي او سیمه ییزو اوږدو دښمنيو یو بل اور د پښتنو په سیموکې بل کړي دی. له همدې امله د دښمن لخوا په افغاني ټولنه کې د اوږدو خونړیو بدیو او جنګ جګړو بنسټ ایښودل شوي دی. دغه استعماري طرحې یا پلانونه د پښتنو افغانانو ترمنځ د جنګ جګړو اوږدولو سره مرسته کړي.
سیمه ییزه پولیس سیمه ییزه ولسي وګړي تر پوزې راوستي دي، دغو سیمه ییزه پولیسو د اربکیانو په نوم د ولسي وګړو ژوند دومره تریخ کړی دی، چې دوی د خپلې سیمو او کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
په ځینو افغاني رسنیو کې لیکل کیږي. ٬٬اربکیان د لویو لارو په اوږدو کې ولسي خلکو ته د بې عزتیو اړولو سربېره له خلکو پیسې هم اخلي٬٬.
هیله ده، هغه افغانان روڼ اندي، چې د پښتني خویونو، دودونو، رواجونو او ارزښتونو ته د زړه له کومې درنښت لري او د بهرنیو پردیو تمدنونو او د پنجابي، ایراني، روسي، امریکایې او انګریزي کولتورنو د اغیز لاندې نه وي لاغلي او هغه پښتانه افغانان، چې د ننګ ، غیرت، د شرم او حیا جامې نه وي څیرلې، د افغان او افغانیت او د اسلام او اسلامیت په سیور کې د افراط او تفریط او قومي تعصب څخه ځان ژغورلې بولي او د خپل سپیڅلي دین اسلام په سیوري کې د منځلاري امت احساس په زړه کې لري. 
هغه پښتانه افغانان، چې خپل پښتانه وړونه د هر ډول بدمرغې او ناخولو څخه په خپل وس او توان سره ساتل غواړي، یو ځلي بیا تمه کیږي، چې نور خپله ګټه د خپل ولس په ګتو کې ولټوي، که غواړو د اوسنیو حالاتو او ناورینونو څخه ځانونه وژغورو، مجبوریو د یو واحد ملت په توګه د خپل ملي هویت، د خپلو ملي نوامیسو، د خپل اصیل افغاني ملي کولتور او پښتني ارزښتونو څخه په ویښه ساتنه او پالنه وکړو.
خپلواک اربکیان د افغان ولس د ملي نوامیسو او د افغان هیواد څخه دفاع کړي او کوي. اربکیان د افغان ټولنه کې د افغان ولس د عزت، غیرت، میړانې او د خپلواکۍ ساتلو یو خپلواک بیړنۍ د غبرګون ځواک دی. یرغلګر او استعماري پردي ځواکونه تل د افغان ولس د خود جوشه، خپلواک ولسي پاڅونونو او بیړني دفاعي غبرګونونو څخه ویره لرۍ. د افغانانو په تاریخ کې انګریزان، پنجابیان، ایرانیان، روسان او امریکایان د پښتنو له دې ډول خپلواک غبرګونیزه ځواک څخه ځښتي ډیرې بدهې خاطرې لري. یرغلګرو تل هڅه کړي، چې د افغان باتوره ولس ملي ارزښتونه، ملي شخصیتونه او ملي هویت بې ارزښته او مسخره کړي. بهرني یرغلګر پوهیږي، چې د پښتنو د اربکیانو د لښکرو مشران سردار ایوب خان، فقیر اپیې، وزیراکبرخان، عجب خان اپریدي، میربچه خان لوګري، محمدجان خان وردک، غازي ببرک خان ځدراڼ او سلګونه نور بې نامه بې نشانه غازیان وو. افغان غازیانو تل د خپل هیواد خپلواکې، هیوادپالنې او د افغان ولس د عزت ساتلو لپاره د اربکې په کانسپټ کې خپل سرونه قربانیو ته راپوته کړي دي .
پښتانه افغانان د نړۍ یواځني خلک دي، چې د یرغلګړو په وړاندې د همدې اربکې کانسپټ په چوکاټ کې دریدلې دي. پښتونولي په خپله د خپلواکۍ، ریښتینولۍ او د پښتنو د ژغورلو یوه لار ده، که پښتانه خپل افغانیت خپل کړي، بلې پردي مفکوري، ایدیالوجۍ او بل پردي ځواک ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
د افغانانو دښمنان هڅه کوي، چې د اسلامیت، افغانیت او د افغان ولس د پت او ننګ لرغوني ارزښتونو ورک کړي، په ټولنه کې افغاني ارزښتونه ملي اتلان مسخره او سپک کړي. تر څو د افغانانو څخه د ملي نوامیسو، ملي احساس، ملي هویت، د خپل ځان دفاع مفکوره او حق واخیستل شي. د انګریزان، روسان، امریکایان، پنجایان او د ایران جاسوسانو او مزدور کړیو او رسنیو څخه اصلاً ګیله په کار نه ده، دوی قصډاً د اربکيانو په مانا او د پښتونولي په کوډکسونو باندې ځانونه نه پوهوي. د پنجاب واکدارن لکه د ایران اخوندان غواړي او هڅه کوي، د افغانانو سنتي او دودیزه جوړښتونه ګډوډه کړي، افغان کولتور، د افغان د ژبې ترمینالوجي او د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونه لمنځه یوسي. 

د شپاړلسمې برخې پای