۸. د پښتونولۍ په قانونغونډه کې د تربور او تربورګلوي کاڼسپټ
د پښتونولۍ د تربګڼې کوډکس هر پښتون دې ته هڅوي، چې د پښتنو په کليوالي چاپریال کې د خپل تربور سره په ګډه همغږې او سالمې سیالۍ کې سولیز ګډ ژوند وکړي او د تر بورګلوي دوواړه غاړې یوې مدني ټولني جوړولو ته رابولي. د تربورګلوي په کانسپټ کې یو پښتون باید د خپل تربور سره د سیمې په هره چار کې او د کلي په هره ستونزه او راکړه ورکړکې ګډ ودریږي. د پښتونولي د تربګڼې کوډکس په خپله خپل ځانته یو نورم یا یونرخ لري، چې څوک تربور دی او څوک تربور نه دی. تر بور د قبیلې یو مخور غړی دی. له تربور سره په کليوالي چاپیرپال کې ځښت ډیر پام کیږي. کلي یو سیمه ییز اقتصادي ټولنیز ګد واحد دی، په کلیوالي چپریال کې کلیوال د خیرښېګڼې په چارو کې او د کلي د پرمختګ په چارو کې تربوران له یو بل سره په ګډه کار کوي. 
پښتانه په کليوالي چاپریال کې د هر تربو سره په ډیر احتیاط، درنښت او متقابل احترام کې ژوند کوي. پښتانه په مجلسونو کې په ډګر او فخر سره وایې، دا زموږ تربوران دي. پښتانه په کلیوالي چاپیریال کې د خپلو تربورانو سره په ګډه سولیز ژوند کوي .د پښتنو د تربګڼې کوډکسونه د اسلام د سپیڅلي دین سره سم یا د اسلامي شریعت د حکوم لاندې تل اصلاح او کنټرول کیږي. 
پښتونولي کې تربور اکثراً د تره زوی یا د ورور زوی ته ویل کیږي. تر بورولي په مثبته مانا د ورو زامنو ته هم ویل کیږي، پښتنه ټولنه کې د تره زامن په خپلو کې مساوي او برابرحقونه لري او له یو بل سره په سوله کې ګد ژوند کوي. پښتنه ټولنه کې تر بور او تربورګلوي اکثراً د سیالۍ او دښمنۍ په مانا هم تعبیرکیږي. تربور که ښه سړی وي، د تره زوی دی، که بد سړی وي د خره زوی دی. د پښتو ژبې متل دی، چې وایي، د تره زوي د خره زوي وي، یو پښتون د خپل تربور سره تر هغي چې د دوی ترمنځ کومه لانجه نه وي را منځته شوي، په ډیر درنښت چلند کوي. د پښتنو په ټولنه کې تربور ته په منفي مانا سیال او ان د دښمن تر پولې ورته کټل کیږي. په پښتانه ټولنه کې د دوستي او د دښمني پولې جوتې دي. د دوستي او دښمني د پولو ترمنځ د تربورولي نرۍ پوله پروته ده. دا یو پښتون پوري اړه لري، چې خپل تربور خپلوي یا دښمنوي.
 د پښتنو لوی ننګیالی شاعر حمزه بابا د پښتنو د تربګتي په اړه لیکي:
 رقیبه راشه چې ترمنځه تربګني کړو لرې، هغه ظالم خو تا په ما او ما په تا سوځوي
 
یا یو بل پښتون شاعر لیکې: 
څه ساده دئ دا پښتون چې تربګني کا، زه د زړه ویني څښم دئ دښمني کا
خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل، دئ لا دوو میږو ته ناست دئ اوشپني کا 
 
۹ . د پښتونولۍ د تیږي کاڼسپټ 
د پښتونولي په حقوقي اصطلاګانو کې یا کانسپټونو کې تیږه د روغي کاڼی د سولي یوې ټاکل شوي مودې یا معیاد لپاره کارول کیږي. کله چې د دوو کورنیو، دوو ډلو یا دوو قبیلو ترمنځ دښمني رامنځ ته شي او د بدو یا متخاصمو خواوو ترمنځ جګړه پيل شي. د شخړي مسئله یا دعوا جرګې ته وړاندې کیږي، جرګه د یو ټاکلي مودې لپاره تیړه ږدي. د ساري په ډول رابللي شوي جرګه تر دوه ورځې یا یوه میاشت پوري د اوربند موده ټاکي، د دې مودې په ترڅ کې هیڅ څوک حق یا رښته نه لري، چې یوه خوا پر بلي خوا باندې تیري وکړي. تر څو د نورو دښمني تیریو او نورو جګړو مخه نیول شوي وي. ښکېلي خواوې یا دوواړه قبیلې د تیږي د ایښودلو مقرراتو مني او د تږې نرخ ته په درنه سترګه ګوري، د قبیلې هر یو غړی دا نرخ پر خپل ځان پلي کوي. تیږه د یوې جرګې د فیصلې څخه ورسته ایښودل کیږي. د جرګې پریکړه خامخا عملي کیږي، هیڅ څوک نشي کولې د جرګې له پریکړو څخه سرغړونه وکړي .که څوک تیږه ونه منې، هغه د پښتتونولۍ په یو نرخ یا نورم باندې تیري کړي دی. تیريکوونکي ته بیا د جرګې له خوا سزا هم ورکول کیږي. په بله وینا تیږه یو قومي نرخ یا نورم دی. تیږه یوه خبرتیا ده، دغه خبر یا خبرتیا مقابل لوري ته ور پیژندل کیږي.
د دعوا ګیرو ډلو ترمنځ د احتمالي شخړو او د جګړو د مخنوي لپاره یوه کرښه ایستل کیږي، دا کرښه په نامه د تیږي یادیږي. د جرګې پریکړي د تیږي کرښه په څیر پیژندل کیږي او هیڅ یوې ډلې ته اجازه نشته، چې د پولې یا کرښې څخه واوړي او د تیږه نرخ مات کړي، پښتنو کې ویل کیږي، چې په دغه دعوا کې تیږه ایښودل شوي ده. تیږه د فیصلې او او مقرراتو نوم دی. پښتانه وایې، راځئ د پښتونولي د نرخ سره سم تیږه کیږدو، چې تر دې ورسته به هیڅ څوک داسي نه کوي. 
 
۱۰. د پښتونولۍ د بدرګي کاڼسپټ 
بدرګه کوونکي هغي چا ته یل کیږي، چې دی د قبیلي یوغړي یا د یوې ډلې د بدرګي لپاره د بدرګې په دنده ګمارل کیږي. د بیلګي په توګه، دووې کورنې له یو بل سره دښمني لري او له یوي کورنۍ څخه یو سړی زیاتره وژل شوي دی او د بلي کورنۍ څخه یو مړی د قصاص په ډول پوروړي دی، کله چې دویني پوروړي د بلي کورني د کلي یا سیمې څخه تیریږي، طبعي خبره ده چې په ده باندې وسله وال برید کیږي او وژل کیږي. دی د ځان ژغورلو لپاره مجبور دی، چې د بل کلي یا کلا څخه یو سړی د بدرګي لپاره له ځانه سره واخلي، تر څو دی د ویني پور اخیستونکي د کلا یا کلي څخه په خوندې توګه تیر شي. غچ اخیستونکي د بدرګه کوونګی سړی په درنښت د ویني په پوروړي باندې ترهغه برید نه کوي، تر څو چې خپل مدعي یواځی یا ګوښي نه وي لیدلي. په بدرګه کوونکې سړی باندې برید یوې بلي قومي دښمنۍ ته لاره خلاصوي.
 
۱۱. د پښتونولۍ د همسایه یا ګاوندې کاڼسپټ 
د پښتونولي په دود او دستور کې همسایه هغې ډلې ته ویل کیږي، چې خوندیتوب او امن ته اړتیا ولري. همسایګان د یو ځواکمن مخور قومي مشر په کلي کې یا د یو قومي خان کور تر څنګ اړولي وي. همسایه په اصل کې هغه خلک دي، چې په خټه پښتانه نه دي، خو د پښتنو سره په ګاوند کې ګډ کار او ژوند کوي. د پښتونولي په اصولو کې په همسایه باندي هر ډول برید داسي انګیرل کیږي لکه چې پر ساتونکې یا امن ورکونکي سړی باندي برید تر سره شوي وي. 
 
۱۲. د پښتونولي د پګړي یا حشر کانسپټ 
د پښتونولي په کانسپټ کې پګړه د افغاني مدني ټولنې یو زوړ او لرغوني دود دی. پګړه په ګډه یا په شریکه مانا استعمالیږي. سبا ته پګړه ده، یعني په شریکه کار کول. په کلیوالي چاپریال کې یوه ټولنیزه ستونزه په ګډه سره حل کولو ته وایي. د پګړې له لارې ډیرې د خیر ښېګڼي ټولنیزه چارې په ګډه تر سره شوي دي او کیږي. په یوه پګړه کې د کلي ټولو غړو ته خبر ورکوي، چې په دغه ورځ پګړه ده. لکه د لارو جوړول، ویالې پاکول او کاریزنو کیندل، د غرنو څخه لرګي راوړل، د غنمو لو یا رېبل، د شولو کر د پګړو له لارې تر سره کیږي او یا د خټو کلا وهول هم د پګړې له لارې تر سره کیږي، کله چې د کلیوالو ویالې بندې شي سیل او یا توی وړی وي. کله چې د کلي عمومي لار خرابه شي، کلیوال په پګړه راوځي. 
یا د طبیعي پیښو رامنځته کیدل لکه زلزله، سېل یا توی راوتلو له کبله پګړه یا اشر تر سره کیږي.
کله چې د کلي نایې په ډول وهلو پیل وکړي، کلیوال په خوښه د یوې چرۍ یا کولنګ سره را ټولیږي او را منځته شوي زیان په ګډه بیرته رغوي. د پګړي غږ د هغو خلکو لپاره هم کیداې شي، چې دوی نشي کولايې یو کار په خپل یواځېتوب، بې وسۍ او نورو خنډونو له مله تر سره کړي. د پګړي له لارې د کلیوالو ترمنځ مینه، یووالي او د ولسي پیوستون اړیکي ټینګیږي. پښتانه هیڅکله د چا ښیګړه له یاده نه کاږۍ.
 
۱۳. د پښتونولۍ د لونګې، پټکي، پګړۍ، بګړۍ او د شملې کانسپټ 
پښتني روایاتو او اصولو کې د پګړۍ، لونګۍ یا دستار هسکه شمله د پښتنو د درناوي، پت ، عزت او ویاړ نښه نښانه پیژندل شوي ده. پګړۍ په سرکول د سنت یوه طریقه هم ده. رسول الله مبارک به تل لونګې په سر وه، پښتانه د پښتني ټولنې له دود او دستور سره سم د لرغونو زمانو څخه پټکی په سر کوي. یعني پښتانه پرته له اسلامي سنت د پښتني ارزښتونو او دودونو سره سم پټکې په سر کوي. 
کله چې پښتنه ټولنه کې د قوم یو مخور مشر ټاکل کیږي او یا یو مخور سړی د ښه او نیک عمل د تر سره کولو څخه ورسته نازول کیږي، هغه ته د مشر توب یا سړیتوب د قدر او عزت له مخي پټکی ورتړل کیږي.
شمله د افغان ننګ، ناموس او عزت ساتلو مانا لري. شمله د نارینه توره او غیرت دی، شمله زموږ د پلرونو او نیکونو د غیرت، شهامت او ویاړونو ګډ میراث دی، نن یو ریښتنې ننګیالی پښتون مجبور دی، د خپلو مشرانو او بابا ګانو په ننګ او اتلولي باندې پښتني غیرت وکړي. یو عاقل اصیل پښتون هیڅ وخت د جاهلیت یا د جاهلانو په شان لیوني بې ځایه ننګ او غیرت نه کوي. 
د افغان د ننګ او غیرت شمله د افغانانو په دولتي تاریخ کې د افغانانو د ټولو میړنیو پاچایانو په سره نیغه ولاړه لیدل کیږي. د لونکۍ شمله په پښتني ټولنه کې معنوی ارزښت لري. بې ننګه سړی په پښتنو کې هیڅ ارزښت نلري. لونکۍ د پښتونولۍ د ارزښتونو یوه ځانګړي ځانګړتیا ده. پګړۍ یا لونګۍ یوه سمبولیکه مانا لري. پټکي د نارینتوب نښه ده، چې د یو پښتون ایډیالي شخصیت او د پښتونولي ټول اوصفات، ننګ، غیرت، میړانه او د اتلولي ټوله ټولګه افاده کوي. 
له همدې امله په افغانستان کې افغانان له شماله تر سویله له ختیځه تر لودیدیځه ټول افغانان لکه افغان تاجکان، افغان اوزبکان، افغان ترکمنان، افغان عربان، افغان هزاره ګان لونګي په سر وي. 
پښتانه لونګۍ خپلو ولسي مشرانو ته ور په سر کوي. لونګۍ پښتنو ته د پلرونو او نیکونو د ننګ، غیرت او عزت شمله بریښي. ټیکړۍ د افغاني ښځې د عزت او پت جامه بلل کیږي. 
د پټکي یا لونګې ارزښت او یا د درنوالي مانا په شمله کې نغښتي ده. کله چې قومي خان ته او یا د قبیلې مخور مشر د پښتونولي په اصولو کې د پښتون ولس د ارمانو په لاره کې دریدلي وي، دی د خپل قام د شملي په نامه نومول کیږي. لونګۍ د افغانانو د قدر، عزت، ستاینې او ویاړ یو سېمبولیک دود دی، کله چې پښتنه ټولنه کې د پښتنو د سیاسي مشرتابه یا د قبیلي د سپین ګیرو یا قام د مشرانو له خوا چا ته پګړي د ډالۍ په توګه ور په سر کړل شي، هغه ته هممهاله یو لړ نور ټولنیز، سیاسي مسوولیتونه ور په غاړه کیږي. پګړۍ یو عزتمن، غرتمن سړی ته یا د قبیلي یو مخور پوه ځوان مشر ته ور په سر کیږي، دی باید د خپل ولس او د خپلو خلکو د مشري جوګه وي. 
ښه بیلګه یې د پښتنو او د پښتونولي په اصولو کې ستر مخګښ ستر ټولواک، ستر افغان احمدشاه بابا ته د شیر سرخ د جرګې د غړو لخوا د ټولو افغانانو د مشرۍ پګړۍ ور په سر کړل شوه. 
د پښتنو په سیمو کې د قران کریم د یادولو او د دیني علومو د زده کړو د سند ترلاسه کولو په ویاړ د فراغت پګړۍ تړلو غوندې جوړیږي. شمله یا پګړۍ د پښتنو د ځوانانو د ښایست او ویاړ نښه نښانه ده. 
یو بې غیرته پښتون د خپل قام شمله نړوي. یو با عزته اصیل شمله ور پښتون افغان خپله پلرنۍ شمله نیغه ساتې او خپل قوم ته ننګ، نیک نوم او نشان راوړي. 
 په خواشېنۍ سره په پښتنه ټولنه کې نن سبا پښتانه د لونګۍ په سرولو دود ورو ورو ویره وي.
نن بې غیرته دښمن په خپله بې غیرته لونګۍ کې چاودیدونکې توکې ځای پر ځای کوي او د روغبړ او ستړي مشې پرمهال یو بې ګنا ه ناخبره سړی په بمي لونګۍ کې الوځوال کیږي. یو ننګیالی او غرتمن پښتون ته هیڅ د منلو وړ نه ده، چې دی خپل دښمن د لمنځه وړلو لپاره د لونګیو د بمې برید څخه کار واخلي. 
دا هم د تعجب وړ خبر ده، چې نن هر سړی او نا سړی ته لونګۍ ور په سرکیږي. د سړی ټولنیزو اخلاقو او صفاتو ته هیچ نه کتل کیږي او لونګۍ ور په سرکیږي.
 
خوشال خان بایا په خپله دستارنامه کې لیکي.
چې دستار تړیي هزار دي، د ستار سړي په شمار دي 
هسکه شمله دې ټیټه مه شه، د پښتنو په شمله ویاړي تاریخونه.
که مې پښتو درسره نه کړه، بیا به پګړۍ د سر څنګه تاوومه 
د شملو وطن ته راشه، چې شملې درته په سر کړو، ته رڼا د ستور راوړه موږ به وینې د زړه در کړو.
 
۱۴. د پښتونولۍ د خان او قومې مشر کانسپټ 
پښتنه ټولنه کې په دودیزه توګه خان یو میراثي نوم او لقب دی. خو سربیره پردې ځینې د اغیزې او شتنمنۍ خاوندان کولي شي، دغه نوم ځانته د پښتونولي په اصولو کې نوی وګټي. خان د خپل ټبر یو لومړنۍ سړی ګڼل کیږي، په دې مانا پښتنه ټولنې کې د پښتني ټولنې ټول غړې مساوي حقوق او ګډ مسوولیتونه لري او خان د دوی په منځ کې لومړۍ سړی دی. د خان سیاسي او ټولنیز مشروعیت په دې کې نغښتي دی، چې دی باید خپل مسوولیت د خپلو خلکو په وړاندې د پښتونولۍ په اصولو کې تر سره کړي. خان کولې شي د خپل حاکمیت په سیمه کې د خپل اغیز له لارې خپل واک نوره پراخ کړي. خان کولي شي د کلي او د خپل ټبر د اړتیاو په پوره کولو کې پر دولتۍ ادارو باندې خپل رسوخ او اغیز وشیندي. په بله وینا خان په خپله ټولنه کې یو اغیزمن، ځواکمن منلي سیاسي شخصیت دی.
په دې ورستیو څلور لسیزو کې د خان نوم او خان سیاسي وضعیت ته ستر زیانونه اوښوتي دي. د پښتنو د خان سیستم د بیرته راژوندې کولو لپاره باید نوی خان د وفات شوي خان کورني څخه وټاکل شي. دی باید په کافې اندازه اقتصادي زیرمې ولري او په ټولو کې لومړې دی باید د پښتنو په ایډیالي انځور او دودونو پسې روان ووسي. په دې مانا دی باید یو غیرتمن او ویاړمن سړی وي. خان باید له ناندریو پرته د پښتونولي په ارزښتونو کې او د پښتنو په قبایلي کوډکسونو کې ژوند وکړي. پښتنه ټولنه کې چې هر څوک شتمن وي خان کیدي نشې، خان باید خپله شتمني او خپله پوه، خپله تجربه او خپله میړانه د خپلو ولس په ګټه کې وکاروي.
پښتنو په خپل تاریخ کې پرته له دولتي ځواکه د پښتونولي په چوکاټ کې د مشرانو، خانانو، جرګو، اربکېانو او د پښتنو د لښکرو له لارې خپل امنیت او عزت په خپله خوندي ساتلي دی.
د پښتنو د میړنتوب د ایډیالونو په انځور کې نه یواځې توره بلکې د عقلانیت یا د عقل شعوري عمل، وړتیا او ټولنیز مسوولیتونه هم شتون لري. د یو پښتون مشر په خپل شخصیت کې توره، عقل، شعوري وړتیا او ټولنیزو مسوولیتونه عملاً یو ځاې په ګډه عمل کوي یا د سړیتوب همدغه ارزښتناکه ارزښتونه په ده کې هم مهاله یو ځاې کیږي. پښتنې ټولنه کې کله چې یو پښتون له ویاړونو او اتلولۍ ډک عملونه تر سره کړي، هغه د خان نوم یا د خانې لقب ګټلو مهم رکنونه پر ځای کړي دي. له دې ورسته له هغه نه په افغاني ټولنه کې یو میړنۍ خان سړي جوړیدي شي. دغه میړنۍ خان سړی باید د یوې سترې او ژورې پوهې خاوند هم وي، دی باید شعوري وړتیا ولري، تر څو دی د شخړو پر مهال سمې پریکړې او فیصلې وکړي. دی باید یو تکړه ویوونکې واوسي. دی باید د پښتونولي د منلي شویو نورمونو او ارزښتونو څخه پالنه او ساتنه وکړي. دی باید په میلمه پالنه کې ستر زړه او خلاص لاس ولري. دی باید اقتصادي بریالیتوبونه ولري. دی باید دې ته چمتو واوسي، تر څو په خپلو بریاوو کې خپلو پلویانو ته، خپلو میلمنو ته، د پناه غوښتونکو او د خوندي ساتنې مستحقو کسانو ته خپله برخه ورکړي.
د خان خبره او د خان مشرتوب د سیمې په ټولو غونډو، مرکو، جرګو او د خیر ښېګڼې په چارو کې مهم رول، ارزښت او خپل ځانګړي دروند وزن لر ي. خلک د خان خبرې اوري او مني، د خان واک او قدرت د هغه د پلویانو په شمیر کې مالومیږي، دا هغه خلک دي چې د هغه په حجره کې تل کته پورته کیږي. دغه خلک بیا له خان سره د شخړو او دعوو د حلولو په بهیر کې دریږي. خان په دوعوا کې د دې لپاره راغوښتل کیږي، چې شخړې ته نور د پای ټکی کیږدي، کلیوال خپل خان د خپل استازي په نامه هر چیري لیږي. خلک د خان څخه د عدالت، برابري او مساوات غوښتونوونکي دي، کله چې خان دغه وړتیاووې له لاسه ورکړي، دی بیا د خان نوم یا لقب هم له لاسه ورکوي.
د افغانستان د جګړو په بهیر کې خان د جنګې قوماندان له خوا په ډیرو برخو کې شاتګ ته مجبوره کړلي شوي دی، ځکه په افغاني ټولنه کې دفعتاً نویو مشرانو ته اړتیا پیدا شوه، د افغان جهاد په بهیر کې مهمه خبر دا وه، چې د پاکستان، ایران او د ګردې نړۍ څخه راروانې وسلو، پیسو او خوراکې توکي ته لاره وموندل شي. د سیمې قوماندانان مجبور شول، چې د مقاومت او جهادي تنظیمونو غړي شي. تر څو د غړیتوب له لارې سلاح او مهمات تر لاسه کړي. ځینو دودیزه خانانو داسي نشو کولي، چې د هر نامالوم سړی او هر لوري څخه پیسې او وسلې ترلاسه کړي. ځیني خانان مهاجرت کولو ته مجبور کړل شول. پښتنه ټولنه کې د خانانو تشه او د دوی موقف د دې لامل شو، چې د خانانو واک د نوي را توکیدلي جهادي قوماندانو نسل ته وسپارل شي.

۱۵. پښتونولي او پښتنه ټولنه کې ناوړه منفي دودونه او رواجونه
نورمونه او ارزښتونه د ګډ ژوند او انساني کړه وړه سره خورا مهمي اړیکې لري. کله چې په ټولنه کې نورم یا نرخ ماتوونکې ته سزا نه ورکول کیږي. د ټولني په وګړو کې د نورمونه او ارزښتونو بدلون ورو ورو رامنځ ته کیږي. یوه ټولنه هغه مهال خپل شتون ثابتولي شي، چې د نرخ ماتوونکې سړی ټول کړه وړه رابرسیره کړل شي. په هره ټولنه کې نورمونه شتون لري. د غه نورمونه د ټولنې د وګړو لپاره د وظایفو، مسوولیتونو، اجازاتونو، ممانعتونو یو چوکاټ جوړوي. 
هره ټولنه د ډیرو هراړخیزو منفي او مثبتو اړیکو او دودنو یوه ټولګه ده. دا د ټولنې د وګړو پوري اړه لري، چې په ټولنه کې کوم ارزښتنونه، جوړښتنونه او نورمونه مراعاتوي او کوم نه مراعاتوي. د نړۍ په هره ټولنه کې منفي دودنه شتون لري. په کومو ټولنو کې چې ښه رواجونه، ښه دودنه، ښې کړنې او ښې اړیکې شتون ولري، هلته خامخا ناوړه او منفي دودونه هم شتون لري. پښتنه ټولنه هم د نړۍ یوه ستر ه ورسته پاتي ستني او پرعنعنوي عقاید ولاړه ټولنه ده، چې د سمون،روزني، لارښوونې او سمبالښت لپاره ډیر لږ کار تر سره شوي. 
یوه ټولنه هغه مهال یوه بریالي ټولنه ګڼل کیږي، چې په کې د وګړو فکرونه، اخلاق او استعدادونه په ښه توګه وروزل شي، ټولنه د مثبت پرمختګ په لور بدلون منونکي اوسي، ټولنه خپله خپلواکي ولري او د ټولنې خلک مسوولیت منلو ته چمتو اووسي.
د پښتني ټولنې غوڅ اکثریت ښځې او نارینه په کلیو او بانډو کې یو ډیر خوارو زار ستړي ستومانه او له کړونو ډک ژوند لري، دوی د نوي نړۍ له پرمختګونو څخه لیر پاتي شوي دي، له خپلو مدني حقونو څخه نا خبره دي. پښتني ټولنه کې خلک له خپلو اسلامي حقوقو څخه هم ناخبره دي. پښتنه ټولنه کې تر اوسه د اسلام د سپيڅلي دین د قوانیونو په شتون کې او د پښتونولي د ارزښتونو په شتون کې له اوږدې مودې راهیسې ناوړه او منفي دودونه په خپل قوت سره پاتي شوي دي. 
پښتنه ټولنه د ناسمو دودونو او بدو رواجونو څخه ځښته ډیره کړیږي. د بیلګي په توګه په ځینو سیمو کې د نجونو د لوړ ولور ناوړه دود، په بدو کې د ښځې ورکول دود او د میراث له حقه د ښځې محروميدل، داسي نور منفي دودونه، ناسمې ښکارندې، غیر شریعي کړنې د اسلامي او د پښتونولي له اصولوسره تړو نلري. 
پښتنه ټولنه کې قومي مشرانو او دینې عالمانو د دې ناوړو دودونو، غیر انساني، غیر شرعي او ټولنیزه ستونزې په وړاندې تل غونډې، ویناګانې او پریکړي د یو قومي تړون په څیر کړي دي. د سر غړونې په صورت کې سرغړوونکې سړی یا کورنې ته د ناغه سزا هم ورکول کیږي. سربیره پردې سرغړوونکې په پښتنه ټولنه کې په سپکه سترګه کتل کیږي او د یو بې نرخه سړی په څیر پیژندل کیږي.
پښتني ټولنه کې د ناوړه منفي دودونو او راوجونو سره زیاتره ښځینه جنسیت مخامخ دی. پښتنه ټولنه کې غیر انساني او غیر دیني دودونه له پخوا نه شتون لري، له همدې امله پښتانه له ډیرو کولتوري محدودیتونو او ناوړه دودونو سره لاس او ګیروان دي. دغه ټولنیزي ستونزې ډیرې ژورې ریښې لري.
پښتنه ټولنه د یوې نیمي پیړۍ راهیسې د انګریزي او روسي امپراتوري د سیاسي، پوځي سیالیو او امپریالستي سیاستونو له امله قصداٌ په انذوا کې ستاتل شوي ده. له همدې امله د ښځینه او نارینه پرمخ د زده کړي دړې تړلې شوي دي. پښتنه ټولنه کې د نالوستو خلکو سلنه ډیره جګه ده. پښتنه ټولنه د پوهې له نشتوالي سره مخامخ ده. که په ټولنه کې ټول خلک په موازي ټوګه عامه پوهاوي او ساینسي پوهنې ته لاسرسي ومومي. تر دیره بریده به د ښځو او نارینوو ستونزې حل شي، په ټولنه کې به د تاو تریخوالي کچه کمه شي او د منفي دودونو مخنیوي به وشي.
پښتنه ټولنه کې پښتنو او پښتونولي دې لاندو ارزښتونو ته ډیر پام کړي دی.
پښتنه ټولنه کې پښتني خويونو او پښتني اخلاقو ته پښتونولي ویل کیږي. هر هغه څوک چې پښتو ولري، غیرت او میړانه ولري، جرئت ولري، مېلمه پالنه ولري، پر خپله ژمنه، وعده او قول وفا ولري، د حق یا رښته پلویتوب وکړي، په خپل ناموس کلک ولاړ وي، د دښمن سره جګړه وکړي او یا په جګړه کې اتلولي تر سره کړي. هر انسان چې له ځانه ولسي زړورتوب وښايې، هر څوک چې د خپل ځان او د بل عزت، حیثت، انساني کرامت ته درنښت ولري او همداسي شرم او حیا ولري او کله چې یو انسان د فساد، د بداخلاقیو، بې شرمیو او بې ناموسې څخه ډډه وکړي.
همدا انسان د پښتو او پښتونولي د ارزښتونو احساس په ځان کې لري، د پښتنو په نړیوال فکر او د پښتون د شخصیت په انځور کې، همدغه سړی یو ریښتني، ایډیالي افغان پښتون دی.
پښتونولي د پښتون د پاک وجدان په برخه کې وده کوي. افغانیت د سلیم عقل او پاک وجدان پر بنسټ تر سره کیږي. پښتونولي انسان له بدو عمالو څخه منع کوي او سمه لار او بده لار ورته ښیي. افغانیت یو انسان د بل انسان متقابل درنښت ته هڅوي، پښتونولي یو انسان ته یوه بېساري فردي ازادي او خپلواکۍ وربښي.
پښتونولي د یو پاک او صادق انسان په ضمیر کې وده کوي. پښتونولي همدلته په یو پاک انساني احساس باندې بدلیږي. یو پښتون انسان په دغه پښتني احساس کې ځان ځواکمن، ډاډمن، غیرتمن، خوشاله، نیکمرغه او بریالي احساسولي شي. همدغه پاک احساس په هغه کې د ښه او نیکو اخلاقومدیریت کوي. د یو انسان په فکرونو کې د ښه او بدو کړنو توپیر په ګوته کوي. همدغه احساس یو انسان د خپل پاک وجدان برخه کې د ښو او نیکوعملونو ته هڅوي. 
د پښتنو یو بل متل دی، پښتون هغه دی، چې پښتو ولري، نه هغه چې پښتو وایې. پښتانه په دې باور دي، چې پښتونولي د ښه انساني اخلاقو، آدابو، رواجونو، ښه دودونو او لوړو ټولنیزو خویونو یوه مدني ټولګه ده. څوک چې ظلم او ناروا عمل تر سره کوي، د بل حق خوري، بې شرمې، بې غیرتي کوي او خلک بې عزتي کوي، شر جوړوي، دی یو بې پښتو انسان دی.
د افغانیت په ارزښتونو کې یواځې پښتون نه محاسبه کیږي، بلکې د پښتونولي په ارزښتونو کې هر انسان تلل کیداي شي. د بیلګې په توګه د یو چا به پښتو مورنۍ ژبه وي. خو پښتونولي به نلري. د یو بل به پښتو ژبه مورنۍ ژبه نه وي. خو د هغه کړه وړه به د پښتونولي په اصولو کې برابر وي، د یو ریښتني پښتنون په سترګه کې د ده کړه وړه د پښتونولي په چوکاټ کې تر سره کیږي. دغه ستر با وجدانه انسان په پښتو او د غیرت په لاره کې ولاړ دی او پښتونولي ته یو ژمن انسان دی. کله چې یو انسان په خپل ځان کې مینه، محبت، په ځان باور، ريښتینولي، مساوات، عدالت، سړیتوب، شخصیت او قوي ایمان ولري، هغه پښتونتوب کوي.
 
راټولونه او لنډیز: 
ارزښتونه د یو ولس ژور احساسات دي او د ټولني ټول وګړي ځان په کې ګډ احساسوي، ټولنیز ارزښتونه ټولنیز معیارونه دي. افغانیت نه یوازې د افغان ملت د حقوقي نورمونه او ارزښتونه یوه ټولمنلي ټولګه ده، بلکې پښتنونولي د لرغونو زمانو څخه د پښتنو په ژوند کې لرغوني میراثي ایډیالوجیکي کوډکسونه دي. د پښتونولي ځینې کانسپټونه لکه لویه جرګه، مشرانو جرګه، ولسي جرګه او ملي جرګه د افغان ملي دولتونو په کورني او بهرني سیاستونو کې ستر رول لوبولي دی. د پښتونولي د فلسفي فکر اصلي تمرکز په دې ټکی باندې را څرخیږي، چې د پښتون افغان ولس د هر یو غړي شتون او عزت د ګواښ سره مخامخ دی. همداسي د هرې قبیلې او ټبر شتون او په ټولیزه ټوګه د ټول افغان ولس برخلیک د تل لپاره د افغان ولس د دښمنانو لخوا تر ګواښ لاندې دي. پښتونولي د یو اصیل پښتون افغان ایډیالي انځور او سړیتوب په مساوات، برابري او فردي خپلواکي کې ترسیموي یا په کې ښودل کیږي. پښتونولي پښتنو ته په ټولنه کې د مشرتوب، مشرولي او ولسي یووالي ته لارښوونه کوي او د یو پښتون د انفرادي ژوند کړه وړه لپاره معیارونه ټاکې. د پښتونولي دا نورمونه او معیارونه د اصیلو افغانانو لخوا د زړه له کومي په یو ډیر عالي احساس او پاک ضمیر سره پلي کیږي. 
د پښتونولي اصلي منځ زړي او د ريښتینولۍ فلسفي فکر هر ریښتنې افغان پښتون ته دا ورزده کړي، چې ته، ستا کورنۍ، ستا قبیله، ستا سیمه، ستا ولس، ستا هیواد، ستا مشران او ستا پښتني افغاني ملي هویت، ملي ارزښتونه تل د پردیو له ګواښونوسره مخامخ دي. دا ستا د ننګ او غیرت ایماني دنده ده، چې د بهرني دښمن په وړاندې دفاع اوساتنه وکړي. پښتونولي د پښتنو افغانانو په ستر هیواد کې د سوله ییز عدالتي ګډ ژوند لپاره هر پښتون ته یو منلي شوي د لرغونو ارزښتونو یوه ستره قانونغونډه ده.
پښتونولي یا افغانیت د پښتني ټولنې قبایلي لرغوني ایډیالوجۍ ده. پښتونواله یا پښتونولي پښتنو ته له پلرونو او نیکونو څخه، له یو نسل څخه بل ته، په شفري، شفاهي او شعري تحریري ډول په میراث کې پاتی شوي ده. 
د پښتونولۍ د پوهې اصلي ماناپه دې کې ده، چې دغه انساني پوهه د انسانانو پر کولکټیفي سالمه ګډه پوهنه باندې راڅرخیږي. پښتونولي له پیړیو پیړیو راهیسې پښتنوته په پښتنه ټولنه کې د ټولنیز امن اونظم ، ټولنیزعدالت، عدم تشدد، د سولیز ګډ ژوند په لور هدایت او لارښوونه کړي ده.
پښتونولي د پښتون افغان ولس د ملي یووالي او ملي دولتونو ایډیالوجیک بنسټ ایښودلي دی.
پښتونولي د لرغونو زمانو څخه د سوکاله، خوشحاله ټولنې لپاره د باوجدانه با ضمیره انسانانو یو ګډ فکر دی.
د لویدیځ ټول مخورو نامتو ښاغلي څیړونکې د پښتنو افغانانو د پښتونولي یا فلسفي حقوقي فکر څخه لږ یا ډیر یو ډول انځور او پوهنه اخیستنه کړي ده. 
پښتونولي یا افغانیت په لوی افغانستان کې د ننه او بهر یا په ګرده نړۍ کې د درست پښتون افغان ولس د سړیتوب یا د شخصیت یوایډیالي انځور په څیر پیژندل کیږي. 
مسلمان پښتون مجبور دی، چې د پښتونولي مثبت ارزښتونه او نورمونه په خپله پر خپل ځان باندې تطبیق او پلي کړي. د پښتونولي اصول په ډیر قوت سره د پښتون افغان ولس په ملي هویت، انفرادي کرکتر او کړو وړو باندې راولاړل شوي دي. د بیلګې په ډول د پښتونولي په حکم او قانون کې سړی له خپل سره څخه هم تیریږي او دا نه مني، چې له پښتي یا پښتونولي څخه ویستل شي. پښتنه ټولنه یوه هویتي دودیزه قبیلوي رنګه ټولنه ده.
د افغانانو تاریخ او د پښتونولي په اړه د نړۍ په تاریخي کتابونو کې او د نړیوالي مدني ټولني هر توکمپوه، ټولنپوه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتونو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده. دوی اقرار کوي او وایې، پښتني ټولنه له پخوا نهکومه ابتدایې، ساده، اسانه یا پریمیتیف ټولنه نه وه. 
پښتونولي یا پښتون اوسیدل دودیزه قومي قانون دی، چې یو پښتون باید په څه ډول په ټولنه کې یو پښتون واوسي. ځکه هر څوک پښتون کیدي نشي، په لومړي سر کې پښتونولي د پښتونو د عزت کوډکس دی، عزت او ننګ د پښتون یوه ستره انساني معنوي شتمنۍ ده. په پښتونولي کې خپلسري عمل او یا پریکړه نشته، هره پریکړه جرګې ته د پوره واک ورکولو څخه ورسته ټاکل کیږي، د جرګې فیصله د قومي لښکر له خوا خامخا پلي کیږي.
په افغانستان کې پښتانه نه یواځې تر ټولو ستر توکم دی، بلکې پښتانه په نړۍ کې هم د شمیر په پرتله یوه ستره قبایلې ټولنه جوړوي. په عمومي ټوګه حده اقل پښتانه په ایډیالې انځور کې خپل نارینتوب په برابري، مساوات، فردي خپلواکي کې ښیې. دا د دې لامل کیږي، چې یو پښتون هیچ وخت بل څوک پر خپل ځان نه منې او دغه حالت بیا په خپله کړکیچونه رامنځته کوي. د شخړې او تاوتریخوالې او زور زیاتي کچه راتیټولو یا د کړکیچ د حلو فصلو د ټولنیزو ستونزو لیري کولو لپاره د پښتنو جرګه یا مرکه د خبرو اترو د یو پلټفورم په څیر په اختیار کې لري. 
د څو لسیزو جګړو، ترخو تجربو، کډوالیو، ټولنیزو او اقتصادي کمزوتیاو زموږ په افغاني ټولنه کې بنسټیز بدلونونه راوستي دي. د څلویښت کلني جګړو په ترڅ کې د پښتنو د لرغوني دودونو او ارزښتونو ترمنځ اعتماد او اعتبار ډیر سخت او د پاموړ اغیزمن شوي دی. په خواشینۍ سره څوک د جرګو پریکړو ته سر نه ږدي.
په افغانستان کې بېرنیو حالاتو، خوارځواکیو، ناامنیو، جنګ جګړو، د مخدره توکو دولت، په دولت کې مافیایې کړي، ادارې فساد، د عدالت او بې پرې قضایې اورګانو د نشتولي له امله ډیرې خلکو یو ځل بیا خپلو دودیزه کلیوالي، کورنۍ او قبایلي ارزښتونو ته مخ وراړولې دی. دا دپښتنو د زرګونو کالونو قومي اصول دی. په ځینو پښتني سیمو کې د جرګو او مرکو واک او اختیار د پردیو پنجابي، عربي، اوزبکو او چیچینایي سختدریځه اسلامي بنسټپالو په واک کې ورغلي دی. دوی د ناپوهه قوماندان ملا په اشاره د پریکړو واک له قومي پښتنو مشرانو، خانانو څخه دجهاد په مهال اخیستي دی، دوی له سختدریزه سیاسي اسلامي فکر څخه په پریکړو کې کار اخلي.
موږ ټول په دې ډیر ښه پوهیږو، چې ډیرو خلکو د اسلام له سپیڅلۍ نامه او قانون څخه په پوهه او یا نا پوهي کې ناوړه ګته اخیستلي ده. همداسي د پښتنو په څو زره کلن نه لیکل شوي قانون کې غیر انساني، غیر اسلامي او غیر مدني افغاني دودونه په پوهه او یا ناپوهي کې ورګډ کړل شوي دي. هر غیر انساني، غیر اسلامي او غیر افغاني عمل له پښتونولي سره تړو نه لري. هغه یو جنایې جرمي عمل دی، پښتانه یې نه مني. د جرګو پریکړې چې په ډیرو کې د پښتونولي له حقوقي نورمونو څخه کار اخیستل کیږي، د کلیو جرګوال، چې حقوقي زده کړي نلري. د بشري حقوقو څخه ناخبره، د کمي تجربه خاوندان دي او د کم عمر خلکو په لاس کې دي. دوی د پښتونولي اصیل مدني، انساني، افغاني توکې او بلاخره د پښتونولي په فلسفه، ټولنیز عدالت، اصولو او مقرراتو باندې سم نه پوهیږي، پریکړي او فیصلي د زورو او شتمن سړې په ګټه کوي.طبعي خبره ده، چې دا پریکړي او فیصلي د پښتنولپاره د منلو وړ نه دي. له همدي سره د پښتونولي ارزښتونه خلکو ته بي ارزښته کیږي او پریکړې نه عملي کیږي. دغو بې مخو بې سټو پریکړو او فیصلو زموږ افغاني ټولنه له نورو سیاسي، ټولنیزو، حقوقي، نویو خپلمنځې تریګنیو، دښمنیو او کړکیچونو سره مخامخ کړي ده. کله چې تاریخ، کولتور ټولنیز اخلاق، مورال، لرغوني دودیزه ارزښتونه او مخور تجربه لرونکې قومي مشران لمنځه ولاړ شي، په ټولنه کې یوه تشه رامنځته کیږي. ټولنیزه وفاداري اعتماد او اعتبار لمنځه ځي، یواځي د زور او زر یا د مادیاتو کولتور په ټولنه کې حاکم کیږي.
هیله ده، د افغانستان پوهنتونونه د ژبواو دبیاتو، ټولنپوهني، د تاریخ او فلسفي پوهنځې هیوادپال افغان محصلین په دې برخه کې پوهنتوني، پوهنیزه څیړني وکړي او ورسره د افغانستان قانون جوړونکې اورګانونه د پښتونولي ځیني نورمونه د نوي مدني ټولني د قانون په چوکاټ کې له سره ولیکي او د غیر انساني، غیر اسلامي او غیر افغاني، له ویري، نفرت اچوونکو او دښمنیو، تربګنیو ډکو پریکړو، فیصلو مخه ونیول شي.
هیله ده، په ګران افغانستان کې پوهنتوني ځوانان د دې مهمي موضوع په اړه نور دقیق، کره او مؤثق اسناد ومومي او ښې څیړني تر سره کړي.
هیله ده، چې د پښتونولي دغه نالیکل شوي قانون د یوي رسمې او موتبرې مرجع له خوا ولیکل شي. او په یوه ملي زیرمتون کې خوندي وساتل شي. 
د دې اوږدې لیکنې د ورستۍ برخې په پای کې زه له درنو لوستونکو څخه بښنه غواړم، که څه هم ما تر خپله وسه د کور، کار او زموږ د ټولنیزو ژوند د ځانګړو ستونزو سره سره هڅه کړي او په دغه لیکنه کې ما له بیلابیلو بهرنیو څیړنو، ژباړو او کورنیو منابو او آثارو څخه کوم چې ماته په لاس راغلي استفاده کړي ده. ښایې په دې لیکنه کې ډیرې املایې، انشایې تیروتنې او تخنیکي نیمګړتیاوې شتون ولري. دا یوه جوته خبر ده، چې زه په دې نیم توانیدلي، د پښتونولي په اړه ټول مالومات راټول کړم او په سمه ټوګه د یو پوهنتوني استاد تر څارنې لاندي ولیکم، زه پوهیږم داسي یوه څیړنیزه لیکنه د یو سړی کار نه دی. دا کار د یوې علمي ډلې کار دی. تر څو هر اړخیزه ژوره علمي څیړنه وکړي. ما په خپل توان سره هڅه کړي، چې زه د یو مسلمان افغان په توګه خپله پښتونولي افغانیت په څه ډول پیژنم، ما د یو نه پیژندل شوي او نه څیړل شوي او له پامه غور ځیدلي پښتني سمندره یو څو څاڅکي را پورته کړي دي
ورستې برخه  او پای