د اختلاط خبره داسي یو موضوع ده ،چه هیڅ شرعي او صریح نص وجود نه لري د اختلاط په باب کښي ، ټوله خبري په دلالة الآیة باندي تکیه لري ، اما صریح ایة وجود نلري ، خبره د فتنې کوی (النساء فتنة للرجال والرجال فتنة للنساء) او شریعت د فتنې د مخ نیولو حکم کوي ، حکومت ته لازمه ده چه په ټولنه کښي د فتنو مخ ونیسي ، په داسي یو انداز چه د حکومت په دا اقدام باندي بله فتنه خلق نسي ، دا یوه لویه فتنه ده چه ۵۰ ٪ نفوس انسانانو ژوند ته خنډونه پېښ سي ، په درسي صنف ، تفریحي پارکونو ، په ملي ښاري ترانسپورت او د کار په ساحه کښي .
د نر او ښځو له اختلاط نه فتنه نه زیږي .!!!
تاسو ته به دا سوال پیدا سوی وي چه فتنه کله او په کوم وخت کښي پیدا کیږي ؟ هو فتنه اصلاً د خلوت نه پیدا کیږي ، او د خلوت په مکان او وخت او زمان کي ټول قراني فرض حکمونه د واجب حالت ته پورته کیږي ، قراني احكام ټول فرض دي ، چه د عمل وخت يې راورسیږي ، په دغه زمان او مکان کښي هغه فرض حکم راته واجب سي ، که چیري یو ښځه يا يو سړی له نا محرمه سره په اطاق کښي خلوت سي ، ټول هغه قراني حکمونه د واجب حالت ته پورته کیږي ، لکه د نامحرم سره د خوږو خبرو ممانعت واجب کیږي ، حجاب ، ستر . او په خلوت کښي بېله کوم شک نه صد فی صد فتنه زېږي ،
دخلوت خبره داسي نده چه اسلام ئې فتنه ګڼي بلکي د مځکي پر مخ ئې ټول متمدین خلګ ئې هم پتنه کڼي ، په ټوله اروپا کښي ځوان بالغ ورور له بالغي خور سره په يوه کوټه کي نه اوسیږي ، ولي چه خبره د خلوت ده ، حتی ځوان ورور او ځواني خور سره خلوت کېدل هم فتنه ده
که څوک وايی چه يوځوان او ځوانه چه« ابایه» هم په تن ولري نشي کولی چه په یوه درسي صنف کښي درس ووایی ، البته دا د ځوانانو د نر آو ښځو هغه دخدایي ورکړي کرامت را ټیټول دي ، کرامت ته خساره رسول هم پخپل ذات کي فتنه ده
تیرو زمانو کښي هري ټولني حاکم ، امیر او ټول واک درلودلی ، اما نن هره ټولنه public servant ، خادمین لري ، نر او ښځه ته دا حق سته چه د ټولنی خدمت وکړي ، پر ټولنه یګانه حاکم د ټولني دستور دی
هو ښځه حاکمه کېدلی نشي ، خو خدمت (وزارت ، ریاست )کول ئې مسلم حق دی چه خپل ملک پر خلکو سماوي شرعه او دستور تطبق کړي ، د یو نارینه قاضي په ملتیا سره !!!
په مدینه المنوره او مکه مکره کښي نن ورځ نر او ښځه ګډ کار کوي بنا په ضرورت ، ولي چه د توري طلا بازار سوړ سو ، د ملک اقتصاد مخ پر لوېدلو دی ، افغانستان به هیڅ کله قوي او خودکفا ملک نسي تر څو د ټولني دواړه قشرونه ګډه کار ته نوي درېدلي