پوهه به مفیده وي او یا زهرجنه خنثی نه لري ( مولانا سیدنا محمد رسول الله  دا خواست او دعاء کول چه :اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بك مِن عِلمٍ لا يَنفَعُ، وقلبٍ لا يَخشَعُ،.......  ........   

 نن سبا دا علماء کرام د عصري علوم خبری پورته کښته کوي ، دوی! وایی چه په مکتبونو کښي عصري علوم تدریس کيږي او په مدرسه کښي دیني علوم . زه په ریشتیا سره نه پوهېږم چه د عصري علم اصطلاح له کومه سوه ، په ګوګل کښي مي وکتل د پاکستان په اوردو ژبه لیکنو کښي دا دعصري علومو اصطلاح ډېره کارېدلې ده ، او خورا  په شوق ، اب او تاب ئې لیکني پر کړي دي ، دا چه  دا څلوېښت  کاله په افغانستان کښي علمي موسسې سوځل کېدلې ،رنګېدلې او دعصري علومو مکتبونو نومونه ورته کارول ، بمونه یابمب ئې پکښي چاودل ، نو افغانان مخه کړه و پاکستان او یا ایران ته او هلته ئې دیني مدرسو ته مخه کړه ، ولي چه مدرسې فیس نه لري او درې وخته مړۍ او لیلیه هم ورکوي ، او هلته پاکستاني علماء دا اصطلاح ډېره کاروي ( عصري علوم کا شرعي حیثیت )  ، دا غلطه او ناکاره اصطلاح و افغانستان ته راغله چه اصلا دا اصطلاح یو فکري او مکتبي زهر دي چه فکر تحلیل ته خلل پېښوي . او دا اصطلاح قصدا چوړه شوېده 

او زه په دغه خبره هم نه پوهېږم چه علوم څرنګه دعصر علوم سي ، علم خو د انسان او زمانې  تر خلقت نه مخکي هم و، او علم خو خلقت هم نه دی ، بلکي ذاتي صفت دی د الله ج . 

په دې خبره پوهېږمه چه صناعت توسعه پېدا کوي کله چه صناعت توسعه او تکامل وکړي نوي فنون او کسبونه ورسره پیداکیږي ،کولی سو چه دا ووایو چه فنون عصري ،  او دا په مطلق ډوول سره ویلای سم چه علم او علوم کښي وساعت نسته علم تغیر نه لري د ادم ع په وخت کښي هم ۲ + ۲ = ۴ کېدل او نن هم ۲ جمع ۲ څلور کیږي  ، کوم شئ چه طبیعي علم وي په طبیعي علم کي تکامل او تغیر نه پېښدونکی دی حتی په طبیعي او سماوی اخلاقو(قرآن ) کښي تغیر او تکامل ناممکن دی ، هو د مادې عنصور هم طبیعي دی ، عنصر هیڅکله د عصر سره تغیر او تکامل نه کوي , تکامل خصلت نلري خو تنها  شکل تغیر کوي یعنی فیزیکي تغیر ، نه ذاتي تغیر!! ، که ماده کي ذاتي تغیر راوستل سي نو به اټوم بمب جوړ کړو ،   (اټوم  نیم کړي او یا یو اټوم پرې کړو پر دوو برخو )، که د مادې په ذات که غواړو چه تغیر راولو په کیمیاوی  او طبیعي تعامل سره ممکن ده ، په کیمیاوي تعامل باندي موږ پوره حاکمیت نه لرو  ، دغه سبب  چه  موږ  سره زر  او اوسپنه نشو جوړولی (انسان ته نده ممکن چه زراو طلا ، یا اوسپنه جوړه کړي ) نن مو وکولی سول چه یو اټوم دوه ځایه کړو ، چه صلا دا يو فساد دی ، د  انیشتین  کړنه !! یعني د یوراینم ی اټوم ئې پر منځ پرې کړی !!!  

ممکن دوهمه او رېمه برخه هم ولیکم ، که رب غوښتي وه