طالبانو او خارجي قوتونو ویل چې دوی دافغانستان لپاره دهمه شموله دولت ضرورت وینې. طالبانو دا خبري هغه وخت کولي چه دتیر حکومت سره دخبرو په تمه وو. البته په هغو شرایطو کې دداسي حکومت منل دورځي ضرورت وو. دوه طرفه په جنګ کې اخته او دافغانانو وینې تویه دي. دا چه جنګ ختم سې نو یوازنۍ لیاره ددواړو قوتو څخه یو ګډ حکومت جوړول وو. اوس چې جنګ ختم سوی دی نو همداسې حکومت ته ضرورت نه لیدل کیږي. 

دجنګ نه وروسته طالبانو بیا هم همه شموله حکومت یاد کړی او نړۍ هم په هغه اصرار درلود.  متاسفانه دهمه شموله حکومت تعریف هیچا هم نه کاوو. ښایې دافغانستان دناظرانو په خیالونو کې مختلف تعبیرونه وو چې هر چا اقلا دافغانستان دټولو قومونو خلک پکې لیدل. دا کیدای سوای دطالبانو خپل خلک وای او یا نور بیطرفه، مخلص، باتقوی او دکار لایق کسان وای. دایران، تاجکستان او نورو دولتو له خبرو بیا داسې ښکاریږي چې ددوی په خیال کې باید پخوانې زوروران په همه شموله حکومت کې شامل وي. غربیان بیا په ټول شموله حکومت کې نور قومونه او ښځی وینې. دغربي نړۍ خبري هم کیدای سې چه زاړه زورور کسان وي. 

زاړه زورور او داشغال خدمتګارې ښځي داعتبار وړ ندي. ددوی شمول یو بې روحه حکومت راولي. داسې حکومت به همیش دبیلو طرفو په لاس کشیږي او یوه ورځ به دټول شموله حکومت پړی شولیږي او یا به دپخوا پشان نیم ژوندی پاتې وي چې دشکایت نه سوا به بله فایده ونلري. دداسی حکومت پړی به دبهرنیو په لاس کې وي او په یوه یا بله بهانه به حکومت ضعیف کیږي او یا به دافغانستان کارونه دیوه خارجي دولت په کټه سر ته رسیږي. 

افغانستان باید استقلال ولري. خو دا په دې معنی نده چه هرڅوک دکابل په اداره کې په خارجي پړې تړلی ده. هلته متدین خلک هم وو. نو ځکه دا لازمه وه چه دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې همداسی کسان پیدا کړي وای او هغه یې په کار اچولي وای. 

بیا هم افغانستان یوه پاک نظام ته ضرورت لري. پاک نظام صرف په پاکې نه کامیابیږي. افغانستان ترقي ته ضرورت لري او دا ضرورت له دین او استقلال سره تړلی ضرورت دی. 

پاکي داسلامي فقهي په تطبیق باندې راتلای سې. خو اسلامی فقه په ډیر عام ډول لیکل سوې ده چې دهغی په تطبیق کې زیات فکر کولو ته ضرورت سته. يه تیرو کالونو کې مختلف قانونونه راغلي او هغه به ۹۹ فیصده اسلامي وي. نو ځکه دفقهې او قانونې اصولو تطبقول دیوي عادلي ټولني دجوړولو نسخه بللی سو. 

عادله ټولنه هغه ده چه دخلکو حقوق او وجائیب یې په ښه ډول واضح لیکلي وي. دا به بیا دقانون حکومت وی او دقانون حکومت په هر ډول نظام برتري لري. 

هیله ده طالبان دقانون دبرتري په اصولو معتقد وي او خپل ځانونه دداسی نظام حامی وبولي. په دې توګه دوی کولای سې دنیا ته قناعت ورکړي چه دقانون په برترې باندې ورسره موافق سې او له سیمبولیکه شعارونو نه لاس واخلي. چیري چه قانون برتره وي هلته بشري حقوق هم برتر  او محفوظ وي. قانون که اسلامي وي نو عدالت پکی خوندي وي. 

طالبان باید دعدالت شعار پورته کړي او دهغه دتامین په لیاره کې هم بشري حقوق تضمین کړي او هم دجهان غوښتنو ته چې دبشر دحقوقو په نامه یی وهي جواب ووایې. 

یو عادل نظام دهمه شموله نظام نه اوچت دی. همه شموله نظام بیعدالتي راوړلای سې او ټول شموله نظام دبشري حقوقو تضمین نسې کولای. 

عادل نظام کیدای سې یو کس او یا دخلکو یوه طبقه راوړي. که عدالت تضمین وي نو بیا داسې نظام دغرب دنظامونو په وړاندي مقاومت کولای سې او دوطن خلک دهغه په چتر کې ځانونه هوسا او په امن کې لیدلای سې. که دا وسي نو بیا ملت دعادل حکومت په څنګ کې دریږي او دهغه دکامیابي مخه بیا هیڅوک نسې نیولای. 

دمستقل او عادل افغانستان په هیله