مقالې
بیا هم د طالبانو د سر په بیه
د ځینو سر چینو د خبرونو پر بنسټ امریکا په سلګونو میلیونه ډالر پنجاب ته پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو لپاره ورکړي دي، خو په دې شرط چې طالبان به یوې ننداریزې یا نمایشي او دروغجنې سولې ته حاضروي . د امریکا او پنجاب معاملې ته که څه هم چې ډېرو لیکوالو، ژورنالېستانو، مبصرینو، سیاسيونو، پخوانیو او برحاله استخباراتي مامورینو په وار وار ګوته نیولې ده، خو طالبانو دا ډول تورونه رد کړي او پنجاب خپل د اسلامي عقیدې ورور ګڼي او له مرستو یې منندوی دي . طالبان او د دوی ډیجیټل پلویان دا ډول نیوکې او اندېښنې
د اشغالګرو د غلامانو تهمتونه او د طالب حقيقت
د كابل دمزدورى ، بى واكه -اجنتى او په شر او فساد اخته ادارې اراكين او كرايه شوي ميديايي نغاره چيانو همدا يوه خبره پنجاب ، ISI , پاكستان ، دالخور يادول زده ده او دطوطيانو په شان يى تكراروي او په د بانه خپله زبوني ، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غوا ړي مخفي كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام ، احمق او بى خبرو فكر كوي ، خو اوس دحقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندى تير شوئ دئ .خلك به بى وسه او د متجاوزينو او اشغال ګرو د تنظيم شوي -دولتي ترور او وحشت او د غلامانو دجنايت او خيانت سره مخ
سوله او دسولې ډېنامیک ارزښت
دالهی( ج) بې بدیله نعمت او پېرزوینه ده اقسام اوانواع نه لری د باعزته او بې عزته قاموس په نوم نه جلا کیږی یوه سوله او صفا سوله ! دیوه بشپړ معیار لورونه اود رحمانیت مهم ګام دی چې د ژوندانه د نورو نعمتونو په ډېرو برخوکې د ګټې اخیستنې لپاره د هوسا ،بې کرکې ،بې زور اوزرو ، افراط او تفریط ،چل اومنافقت ،لافو او باټونه څخه اخوا په کور،کلی ،ښار اوولس کې دپرمخ تللی ژوند بنسټ جوړونکې ده . بهترین او عالی ترین حسن نیت او صفت خکه دی چې تولنه دپوهې په لوری بیایی او بدلون راځی نن سبا دانسان په ذهنیت کې ا
پرمخپال اوبدلونپال اندونه د لایق د شعر سا ده
که د ارواښاد لایق د شعر سټه په پرمخپالو او وطنپالو اندونو نه وای بنا، شعر به يي د یوه بې سا کالبوت پشان لکه د ډېرو نورو شاعرانو غوندې چې د شعر باډي يي سالمه، خو روح او سا پکې نشته، ورته وايی! همداراز که د لایق کلام له بېلا بېلو مینو ډک دی او هر څه ته د مینې په عینکو کې ګوري او بیا د هېواد او خپل ولس سره مینه يي په ټولو شعرونو کې خوټيږي او په ټوله کې د هغه د شعر رخت او منځړی جوړوي او یا يي شعر د نوښتونو، نویو ترکیبونو او انځورونو یو ناپایه سمندر دی او دا هر څه بیا د مینې په خم کې رنګ اخلي؛
دوه استعدادونه: په دوه لورو کې یو هدف لټوي
د ساجد افغان لیکنه مخکې له دې چې اصل موضوع ته راشم څو پوښتنې کوم: کله چې په هیواد بهرنی تیری او یرغل وشي کومه لاره ښه ده؛ ملګري کیدل، تسلیمي. سازش (حکمت، دوکه یا ګوذاره)، توصیه که مخالفت (وسله وال که سوله ایز). 1) امریکا زموږ پر خاوره یرغل کړی دی که مرستې ته راغلې ده؟ 2) له روسانو له یرغل سره د امریکا د یرغل یا مرستې توپیر څه دی؟ 3) ایا انګریزانو چې دوه سوه کاله هند زبیښه؛ څه یې شعارول؟ 4) د امریکایانو پلرونو (چې هغه وخت انګریزان وو) څومره اصلي او ځایي امریکایان وژلي د
د یوه شاعر د خښولو په ورځی یو بل شاعر وفات سو
(انا لله وانا الیه راجعون) ټولو ته معلومه ده چې د اختر په ورځ د خلقی ګوند یو مشهور شاعر عضو(س.ل) په ۹۰ کلنی مړسو، څوروځې ورسته یی راوړ او خښ یی کړ دا پښتون و. په همدی ورځ یو بل شاعر خ.ا.ن. باختری هم مړ سو. دواړه د جهاد په کلونو کی افغانستان کی پاتی و یوه هم جهاد اومهاجرت نه و کړی دواړو شعرونه لیکلی و، خو دغه یو پکی ډیر تکړه و په دواړو ژبو پښتو او دری یی ډیر قوی ادبیات لرل، دغه دوهم یی یواځي په دری کی نظمونه ویل. زه دعمر نه کم یم. اکادمی علوم کی می مشر وطندار چی ډیر ورته احترام لرم (ح.ر )
د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي!
د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي! عبدالله وردک انګلستان - آګست - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم
په افغانستان کې سوله زموږ سوله ده
سرچینه: دجرمني ډې ولټ ویبپاڼه لیکوال: داروپایې ټولنې دبهرنیو چارو او د امنیتي سیاست استازی، د اروپایې کمیسیون د ریئس مرستیال او د هسپانیې د سوسیال ډموکراټ ګوند غړی ښاغلي یوسفبورغیل ژباړه: سراج الحق ببرکزی ځدراڼ په افغانستان کې سوله زموږ سوله ده ٬٬له ډیرو کلونو کړکیچ ورسته وسمهال د نوې پیل لپاره چانسونه شته د اروپایې ټولنې د یوه پیاوړي ډیپلوماټ٬٬ په اند. کله چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوې باب پرانستل کیږي، اروپایان نه شي کولي یوارې ننداره چیا
سلیمان لایق تر ټولو ښه پرچمی
د غازي اکبر لیکنه سلیمان لایق د دې پیړۍ یو مشهور ادبي او سیاسي شخصیت دی چې متاسفانه د پرچم ډلې غړی وو. زه په دې لیکنه کې لومړی د پرچم په باب لنډ معلومات لیکم او بیا د لایق په شخصیت لنډ بحث کوم چې نوی کول د تاریخ له واقعیتونو خبر او بیدار شي چې ښو ته ښه او بدو ته بد وویلی شي. د حزب اسلامي مشر حکمتیار په یوه مرکه کې ویلي وو چې د تیرو ۴۰ کلونو په رهبرانو کې تر ټولو بد یې کارمل او تر ټولو ښه یې ملا محمد عمر مجاهد وو. زه وایم چې په سیاسي ډلو کې هم تر ټولو بده ډله پرچم وه. ده او وي به.
راځئ د ملي ارزښتونو سپيڅلتيا ته ژمن پاتې شو!
لويه جرګه په ملي کچه د سترو ستونځو د حل لپاره زمونږ منلئ او وياړلئ ملي دود او دافغانستان دخلکو د غوښتنو او ارادو د تحقق لپاره تر ټولو اغيزمنه بين الافغاني ناسته ده. شک نشته چې دغه جوړښت د تاریخ په اوږدو کې مکرراً زمونږ ستونځو ته د پاى ټکئ ايښئ ده. دلویې جرگې غړي د خپلواکي، ملي یووالي او دهیواد لوړو ملي گټو په هکله پریکړی کوی او د اساسي قانون په مادو کې د بدلون راوستلو واک هم لرى، خو د حق العبد د بښلو واک نه لري. زه د دغه ډول جرګو په ګټو او اغيزو باندې شک نه کوم. د افغانانو ترمنځ هر ډول نا
د هیواد په پرمختک کی د ټکنالوژی اغیزه
انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - دوشنبه 20 د اسد 1399 کال انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی. د شلمی پیړی له نیمایی را په دیخوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندی پرمخ روانه
چين کوویډـ۱۹ ویروس څنګه کنټرول کړ؟
چين کوویډـ۱۹ ویروس څنګه کنټرول کړ؟ جان روان ځاځی تر اوسه دا لا نه ده مالومه، چې کوويډـ۱۹ ويروس له څه شي پیدا شوی او څنګه يې انسان ته سرایت کړی، په اړه يې بېلا بېلې خبرې کیږي، خو شک دا دی، چې ښايي له حيواناتو څخه انسانانو ته ورغلی وي. د دغه ویروس څرک په لومړي ځل د تېر کال په پای کې د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې ولګېده او ډېر ژر يې پر نړۍ خپله لمن وغو
ملت یې لاحافظه کې لری
دا لومړی ځل دي چې موږدادب اودادبیاتو په قالب کې دومره مبالغه ،لافې ا وباټې وینو . مرګ د خواشینۍ په کچه هر چا ته یوډول او یو مصیبت دی او دهیچا لحاظ نه کوی دهیچا زور ،زر ،قدرت او مقام نه پېژنی.طبیعی ده چې په دې برخه کې سلیقوی ،خیالی او د مړې ګېډې فارسی هم ځای نه لری له بده مرغه .سلیمان لایق هم لکه دا نور ملیونونه افغانانوپه شان چې دوی ورته اشرار ویلې یوانسان وه موږ یی فردی شخصیت او اهلیت باندې کار نه لرو او نه یې د نورو ډلومافیایی خصلتونو سره مقایسه کوو ، یو افغان وه خوکمونست! د هغه ځانګړیتوب د
تنقيدي زاويه؛ د غني خبرې او جرګه!
استاد سياف دريځ ته راغی، د دولت رئيس يې مخاطب کړ: ته زيربنايي کارونو ته ډېره لېوالتيا لرې چې بندونه جوړ کړې، فابريکې جوړې کړې، د دې ملک اوبه چې بيرون ځي دا مهار کړې، دا به ټولې تاسو ته وليکل شي، خو دا يو يې هم ستاسو نوم تلپاتې کوي نه، که هر وخت تاسو وتوانېدئ چې دا د وينو بهير بند کړئ هلته به ستاسو نوم تلپاتی وي. کله چې محمد اشرف غني دريځ ته راغی استاد سياف ته يې وويل چې استاد تاسو د افغانستان يو بنسټ يئ، خدای مو همېشه لره، او چغه يې کړه چې ان شاالله مونږ به وينه ختمه کړو... غ
مشورتي لویه جرګه، د غني نوې ډرامه
یو ځل بیا نوې ډرامه، نندارې ته وړاندې کېږي او دا ځل د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په نوم د عامه اذهانو د اغفال غولوونکی حرکت، چې د دې ترڅنګ بله موخه یې له بهره د څو راغلیو ټامیانو د جېبونو له ډکولو بل څه نشي کېدای. ډېره عجیبه ده، چې د ۴۶۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په پار، چې ځینې رپوټونه یې له ۴۰۰ مطلوبو بندیانو پرته، شمېر۵۱۰۰ تنه ښيي، ولې له خلکو سره سلا مشوره ونشوه؟ آیا هغوی هم ستاسو د سرې کرښې یوه برخه نه جوړوله؟ ټول پوهېږو، چې جرم، جرم دی زیات او کم یا ښه
د افغانستان د ناکامولو او د سولې د سبوتاژ جرګه!
د طالبانو له لوری په یوه کال دننه کې دوه ځلی اوربند کول، یوه اونۍ د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په نوم ته غاړه ښوول او تر ټولو مهمه افغان حکومت داسي مهال د یوه طرف په توګه پیژندل چې اسلامي ګوند، جمعیت ګوند او د هېواد په کچه لسګونه مطرح سیاستوال او ولسي شخصیتونه د حکومت مشروعیت ننګوی او د ۱۳۹۸ کال بدنامۍ او له درغلیو ډکي ولسمشریزی ټاکني، تر ټاکنو وروسته غوبل، په یوه ښار کې دیوال په دیوال د دوو حکومتونو اعلان او تر ټولو مهمه داچې نړۍ او حتا د ډاکتر غنی ستراتیژیک ملګرې امریکا نوموړی ته د بریا مب
چگونه باید در راه صلح کار و پیکار نمود؟
(کمیتۀ سیاسی وحدت) که تازه برای رهبری فعالیت های مشترک شش حزب و سازمان سیاسی ایجاد گردیده است، در پیام عیدی بمناسبت عید سعید اضحی در ضمن اهدأ تهنیت عیدی به توضیح موضعگیری اش در بارۀ بعضی نقاط مهم سیاسی و اجتماعی کشور، منجمله موضوع تأمین صلح پرداخته است. این پیام به همان منوالیکه بطور گسترده مورد استقبال وعلاقۀ مردم و روشنفکران واقع گردید، نقادانه تحلیل و سوالاتی در مورد آن از جانب مبارزین هوشمند و دقیق نگر نیز مطرح گردید. یکی از این سوالات در بارۀ تلاش و طرح ما برای صلح است. قسمیکه معلوم می ش
دنړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليل
بسم الله الرحمن الرحيمدنړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليلصاحب الله (رحيمي) نېټه : ۱۶ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش · انسان هغه ټولنيز مخلوق دى چې په ټولنه کې ژوند کوي او هيڅکله په يوازې صورت خپلې اړتياوې نه شي پوره کولې ضرور نورو انسانانو ته اړ او محتاج دى ،ياده دې وي چې انسان اشرف المخلوقات دى يعنې ډېرابرومند او عزتمند مخلوق دى او ددې انسان او مخلوق راضي کول داسې معنې لري چې خداى خوښ او راضي کړي اود انسان په خواشينې او خفګان کې دخداى ج اود هغه رسول خفه کبږي
دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه( ۴)برخه
ژونـــــالــــیزم! دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه! لیکوال : مفتي فضل هادي (سالک) (څلورمه برخه ) دخبر ارزښتونه :دخبر ارزښت هغه دی، چې خبر راپیژني، یعنې داهغه تله یا ترازودی، چې خبریالان پرې دپیښو ارزښت تلي ،،خبري ارزښت پخپله پیښه کې نغښتی وي، خودخبریال په هڅه اوهاندسره راوسپړل شي ،په بله وینا هره پیښه دخپل ډول له پلوه خبري ارزښتونه لري اودغه ارزښتونه خبرته خبري ارزښت ورکوي ،څومره چې دا ارزښت ډیروي ،په هماغومره دخبریالانو دپام وړ ګرځي او دخبرپه سرخط کې یې ځایوي . خبر
ولسمشره، ته دې ژوندی او واکمن وې!
له دې ولس او هیواد سره ستا لېونۍ مینه آن تر هغې کچې هم لوړه ده لکه ته یې چې یادوې او لکه په پټه او برلا چې د دې هېواد غلیمان ترې ډارېږي . ته حماسي شاعر نه یې چې په خپل شعر کې خپل احساس راونغاړې او د دې کاڼه او ړانده ولس تر غوږونو یې ور ورسوې، خو ستا احساس ان تر هغه حماسي شاعر هم لوړ دی چې شعر د احساساتو او خیالونو څخه د الهام زیږنده یا هېنداره ګڼي . ته چې کوم حماسي شعر لولې، هغه ستا لوړ احساس دی چې ستا له ژبې څخه وړاندې ځان وښیي او ستا په شعر لاسبری او د شعر د لوست مخه ونیسي . که تا احساس نه