دپردیو په بازار کی دافغانستان دخرڅولو بیه

امریکایی یرغل او اشغال دطالبانو دآزادفکری او عدالت له کبله راوستل سو. امریکایانو اسامه ملامت کړی او دهغه تسلیمی یی غوښته او طالبانو داسلامی اصولو په بنا او دعدالت دنظام په رڼا کی له هغوی اسنادونه غوښتل. دا چه امریکا دیو فقیر او جنګځپلی وطن داسی غوښتنه دځان عار بلله او ددوی داستعماری ځبیښاک لپاره یی یو خطر بلله نو دسولی په ځای یی دزور وحشت پیل کړ. خلک وایی چه دا دهغوی مخته تیار پلان وو او ددی لپاره یی خپل تعمیرونه ړنګ کړل او اسامه یی باندی متهم کړ. ددی دلیل دا ویل سوی چه د۹/۱۱ په حادثه کی یو هم افغان نه وو او نه پلانګزاری په افغانستان کی سوی وه. که رښتیا امریکا دغچ په اخیستلو کی فکر کاوو نه باید دسعودی په پاچاهی یی کړی وای. دا چه امریکا غله دی او دافغانستان په طبیعی زیرمو پسی راغلی وو او دمرکزی اسیا او هندی قاری په بازارو پسی لالهانده خوځیدل نو په افغانستان یی حمله وکړه چه ددوی په ګومان طالبان ناپوه دی او ضعیف. هغوی خپل جاسوسان لا له اوله دطالبانو په بدنامی پسی اچولی ول. 

دسقاویانو مشرانو چه په اسلامی او قانونی برخو کی یی مهارت درلود دیوه او یا بل څه په نامه دامریکایانو لپاره خپله غلامی برحقه بلله او دکفر داشغال لپاره یی دلیلونه پیدا کول. چنګیزیانو په درواغو ځانونه دطالبانو دقتل عام ځوریدلی معرفی کړل، دهغوی دچنایاتو مکافات هغوی ته په امریکایی اداره کی ترټولو لویه برخه ورکړل سوه. سقاویانو بیا دقومپرستی ترشعار لاندی خپلی ګټی لټولی. په دی کی ترټولو لوی جنایتکاران بیا ځینی هغه تعلیمیافته مفتخواران وو چه داسلام نه دتیښتی په نامه پردیو دولتو ته کډه سول او هلته یی یا جاسوسی واخیسته او یا په ارزله کارو بوخت شول او بیا یی داشغال ددوام لپاره ټیکی واخیستی. ځینی یی بیرته افغانستان ته راصادر سول او ځینو بیا دافغانستان څخه دباندی زهرجن پروپاګند په طالبانو پسی پیل او لا دوام لری. 

اوس چه طالبان دبری په دروازو کی ورونه ټکوی او پلورل سوی دماغونه دنوی بادار په لټه کی دی، د ۲۰۰۱ دخندا تیاتر بیا د کړکو خنداوو ځای سوی دی. هغه چه خندونکی باید وبولو هغه دافغانستان دخرڅولو بیه ده. مونږه دافغانستان دخرڅولو بیه په لاندی کسانو کی وینو:

1.   دبی حیایی خرڅونکی. دبی حیایی نظام یا دیموکراسی او جمهوریت خلکو ته دخدمت کولو په ځای دبی حیایی آزادی ورکوی. ښځو ته دتعلیم په ځای دځان خرڅولو چلونه ورښول کیږی. ښځو ته دخپل زینت دتماشی موقعګانی روشانه کیږی، او ددی په مټه بیا ښځو ته دجنسی تمایلاتو بازار تهیه کول او له هغوی څخه بیا دیو مال په ډول استفاده کول رامینځ ته کیږی. له کوره بی پردی آزاد وتل دجنسی ښامارانو دخولی ډکول دی چه هغه یا په بیه او یا خوسی او یا په زور او یا رضا ددی ښځو په ښکار پسی راوتلی وی. دلته ښځی دپوره بیعقلی سره ځان آزاد بولی او دا بیحیایی دځان حق ګڼی خو په واقعیت کی دا آزادی دوی دشرافت او عزت له حقه محروموی. هغوی همیش یا فقر او يا ټولنیږ محرومیت ته ټیل وهی. دلته دا توپیر نسته چه داسی ښځی په اسلامی ماحول کی وی او یا په غربی او بی پروا ټولنه کی. ځینی هوښیاری ښځی اوس دی ټکی ته متوجه سوی. 

2.   دجنسی غریزی دتامینولو اخیستونکی. نر یا سړی دتعلیم په دوره کی له بیباکی سره اموخته کول او بیا هغه دجنسی غریزو بازار ته لیږل بل قدم دی چه دآزادی په نوم په هلیکانو او ځوانانو باندی ترزیق سوی دی. دوی ته دجنسی غریزو راپارونکی عملونه ورښودل او بیا دهغه دلاسته راوړلو لیاری ورزده کول دی. داسی بیباکی بیا دعمر تراخیره له داسی کسانو سره پاته کیږی ترڅو دجنسی بازار تاوده خریداران وی. دا خریداران په مفته او زور او که قدرتمند سی نو بیا په زور او زر دښځو بدنونه اخلی او یا یی غصب کوی. دتعلیمی ادارو نه پیل او دکار او کوڅو په چاپیریال کی ادامه پیدا کوی. دا بیباکی آزادی بلل سوی ده خو په رښتیا دا دجنایتونو مور ده. بیباکان بیحیایی زیاتوی چه په آخیر کی هم دنر او هم دښځی ټولنیز ژوند خرابوی. په اسلامی جامعه کی دشرم نه کورونه ویجاړیږی او په عادی ژوند کی بیا دنکاح نظام له مینځه وړل کیږی او یا دطلاقونو سبب کیږی چه تاثیر یی بیا په ښځو او ماشومانو باندی ښکاره او دهغوی ددماغی او اقتصادی مصیبتونو سبب ګرځی. 

3.   دزور اوزرو نسپړسان. دا هغه کسان دی چه اخلاقی معیارونه نلری او ددنیا ژوند یی په مادیاتو باندی ولاړ وی. هغه که تسبیح په لاس او وردونه په خوله ګرځی بیا هم ددوی هدف مادیات وی. دنوم او ثروت لپاره غلامی کوی او په هرڅه چه وی دوی دنوم او ثروت لاسته راوړل غواړی. 

4.   بیهنره لټان. هغه چه دهنر او صنعت نه لیری وی او هغه چه همدا لیاره سخته بولی همیش دحرام او حلال فرق نکوی او په هره لیاره چه وی دوی دخپل نس په غم کی وی. دا په دی شرط چه اسانه او مفته وی. دوی هم کوم اخلاقی معیار نلری او صرف دخپل نس په ډکولو پسی پکو وی. داسی کسان کله ناکله معتاد هم وی. 

5.   پوه ناپوه، بیغیرته او ناپوه لیونیان. هغه چه څه تعلیم لری او په اسلامی اخلاقو باندی ځان مکلف نه ګنی او یا دتعلیم په ځای په غربی ایدیالوژی یی ایمان راوړی وی هغه پوه ناپوهان دی چه دافغانستان آزادی او استقلال ورته مطرح ندی. یو لړ بیا هغه کسان دی چه دزور په مقابل کی بیغیرته او مادی مفاد یی په نظر کی وی. ناپوه لیونیان بیا هغه دی چه دوطن پلورنکو په ډله کی ولاړ مګر دهغه په ګټه او تاوان یا ناخبره او یا په ناخبری کی دغلامی لیونیان وی. 

دپورتنیو کسانو په لحاظ نو ویلای سو چه دافغانستان دخرڅولو بیه داشیان تشکیلوی:

ا. بی حیایی: بی پرده کیدنه، فحاشی، او دښځینه بدنونو خرڅونه؛ 

ب. جنسی تمایلات: ښځینه بدن اخیستنه، آرت، موسیقی، تلیویزون، سینما، ږیره، او لمونځونه؛

ج. نسپړسان او لټان: بداخلاقی، نوم، قدرت او ثروت ترلاسه کول یا اسانه او مفته یوه ګوله مړی ډوډی پیدا کول؛ او

د. پوه ناپوه او لیونیان: بیدینی، ایدیالوژیک لیونتوب، بیعقلی او دجنایت کولو آزادی. 

اوس نو دا سوال دی، چه ایا دافغانستان دخرڅولو بیه دخندا وړ نده؟