سوله او که شرانداز؟ (لومړۍ برخه)
په دي خو سره ټول پوهېږو چې دشرانداز کليمه هميشه دشيطانت کارونو لپاره استعمالېږی.
که راشو دي لږ متوجې شوو چې له کله نه دسولې نوم اخيستل شوې دی او بيا په تيره بيا ورته د ډاکټراشرف غني د دويم ځل حکومت دشروع څخه مخکې کوم جنجالونه شروع شوو چې ددي جنجالونو دله منځه وړلو په خاطر بهرنيانو ته هم يوه موقع په لاس ورغله او شراندازي يې شروع کړه چې ډيرې لوبغاړي يې هماغه دپخواني وخت مرکزي لوبغاړي دي کوم چې په تير تاريخ کې په شراندازۍ کې نوم لري اوتاريخونه يې په شراندازي کې پرېښودي دي چې لا تر اوسه يې مونږ صدمه ګورو.ددوي دسولې عالي شورا کوم کميسيون چې ټاکل شوې دی دهغې له جملې څخه صرف د نمونې په شکل د دين محمد يادونه وکړو چې دا يې يوه وړه نمونه ده چې په کم وخت يې مخامخ شوې څېره ده چې دي په تير تاريخ کې تر اوسه څه کړي دي چې په اوسنيو حالاتو کې به یې وکړي البته دافغانستان لپاره په تير تاريخ کې دا د تورې پردې په ځوړندولو کې ډير پرمختللې تمام شوې وو نه په سولې راوستلو او دجګړې په ختمولو کې ،که چيرې راشو ټولې عالي شورا ته متوجه شوو نو بيا حتمن ورڅخه نتيجه اخيستلای شوو چې دا د سولې کميسيون نه بلکې د شراندازۍ کمیسيون بللې شوو. نو اوس تاسې وواياست چې دوئ به په سوله راوستلو کې کاميابه شي اوکه نه ؟ هيڅکله هم نه ؟...
ځکه چې دسولې منځته راتلل هم ځانته اصول لري چې لومړې که راشو اسلام يې په اړه څه ويلې دي په لنډ ډول يې دلته داصولو څخه يادونه کوو.
١- له توپیر او تفریق پرته داسلامي امت یوالي٠
٢- دامت دټولو افرادو ترمنځ په حقوقو او کرامت کې براري٠
٣- له ظلم ، ګناه،اوتیري نه لیرې دامت یو موټي کیدل٠
٤- له دښمنانو سره داړیکو په ټنګښت کې دامت اشتراک،نه داسې چې له یو مؤمن سره سوله وکړي او له بل سره نه٠
٥- دقوي ، سمو او لوړو نظامونو (اداري تشکیلاتو)درلودونکي ټولنې جوړول،
٦- داسلامي دولت او نظام له مخالفینوسره مقابله کول،اوله هغوي سره دهیڅ مرستې نه درلودل٠
٧- دهغو خلکو حمایت او ملاتړ کوم چې غواړي له مسلمانانو سره دارامۍ اوهمکارۍ په فضا کې ژوند وکړي ،او پر هغوي باندې له ظلم اوتیري نه ځان ساتل ٠
٨- نامسلمانو خلکو ته ددین او مال آزادي ورکول، هغوي په ایمان راوړلو (اسلام منلو)نه مجبورول اومالونه یې نه اخیستل ٠
٩- په دولتي مصارفو کې دمسلمانانو په شان دغیر مسلمانو افرادو برخه اخیستل٠
١٠- دهر تیري په وړاندې له دولت نه دحمایې اااو ملاتړ په منظور له مؤمنانو سره دکفارو ګډون٠
١١- همداراز په جنګي لګښتونو کې دنامسلمانو افرادو ونډه اخیستل٠
١٢- ترظلم او تیري لاندې غړیو نه (مسلمان وي که نامسلمان )ددولت پوره ملاتړ٠
١٣- داسلامي دولت له دښمنانو او دهغوي له ملګرو سره دمسلمانانو او نا مسلمانو افرادو همکاري نه درلودل٠
١٤_ که چیرې سوله ددولت په ګټه وي نو د دولت دټولو اتباعو له خوا دسولې قبلول٠
١٥- دبل په ګناه دچا نه نیول ، جنایت کار یوازې پخپل ځان او اولاد ظلم کي ٠
١٦ – په دولت کې دننه او دباندې دتلو راتلو آزادي ، او د دولت له خوا یې حمایت ٠
١٧- دظالم اوګنهګار له حمایت او ملاتړ نه ډده کول،
١٨- یوازې په نیکي او تقوا کې دټولنیزې همکاري درلودل نه په ګناه اوتیري کې ٠(مجبورميدانوال- داسلام لومړني مبادي اصول)
کيدای شي چې ددي څخه بغير هم ډيرې اصول په اسلام کې د سولې درامنځته کولو په اړه ذکر شوي وي ځکه چې اسلام پراخ اوهر اړخيز دين دي .
پورته ذکر شوي اصول ددوو قوتونو له خوا حمایت کیږي، معنوي قوت ، چې الله (جل جلاله ) باندې دملت له ایمان او دالله (جل جلاله ) له خوا له متقي او مؤمن بنده سره له رعایت اوهمکاري نه عبارت دي ،دوهم مادي قوت ، یا د دولت ریاست چې محمد صل الله علیه وسلم یې دمشرتابه واګې په لاس کې لري٠
همدارنګه که راشو په لومړي ځل دی ولسي جرګې دغړو نظريات په اړه چې دا هم په خپله دهمدې خبرې ګواهي ورکوي چې دا د سولې عالي شورا نه ده دا د شرانداز شورا ده .
ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي
ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي په داسې حال کې چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو پيلولو په موخه دوحې ته سفر وکړي ؛ دافغانستان دولت ولسي جرګه وایي، مذاکراتي پلاوی د هغو موضوعاتو په اړه معلومات نه لري،چې طالبانو سره پرې خبرې وکړي.
د پارلمان رییس «میر رحمان رحماني» پرون د پارلمان عمومي ناستې ته ویلي، چې دولت د پارلمان غړي د سولې له جریاناتو نه خبروي او حتی مذاکراتي ټیم هم په هغه څه نه دی خبر چې له طالبانو سره به ورباندې خبرې کوي « رښتیا هم پارلمان د مذاکراتو په تړاو ندی خبر ، حتی زه هم چې د سولې په ډېرو ناستو کې ګډون هم لرم، نه پوهېږم چې د سولې پروسه به کوم طرف ته لاړه شي.
د نوموړي په وینا ، پارلمان هم سولې په جریاناتو باندې یوازې له مطبوعاتو خبرېږي او مذاکراتي ټيم هم نه پوهېږي، چې په راتلونکي کې به په کومو موضوعاتو مزاکرات کوي هغه وویل چې افغان دولت باید ټول پارلمان په جيریان کې وساتي ځکه که جيریان کې نه شي نو چې کومه پرېکړه وشي دا به بیا ټول ملت ته د منلو وړنه وي ځکه پارملان کې ټول د ملت استازي دي او د ملت نمایندګي کوي.
د سولې په جریاناتو د نه خبرېدو له امله د پارلمان ګیله داسې مهال ده، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو پیلولو په هدف دوحې ته ولاړ شي.او هلته به دسولې په خبرو کې په اوربند او نور د سولې موضوعاتو باندې خبرې وشي. دواړه لورې پلاوي هم چمتو دي فقط د وخت او د ځاۍ ټاکل پاتې دي چې بیا با مزاکرات پيل شي.
جمهور ریس اشرف غني تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي وو چې له طالبانو سره پر مذاکراتي مېز باندې بحث کېدونکې هره خبره به د هوکړې په موخه پارلمان ته وړي او تر هغه وروسته که اړتیا وه په اړه به یې مشورتي لویه جرګه رابولي.خو اوس برعکس ولسي جرګه هيځ د دې خبرو نه نده خبره او په اړه ېې ورسره هیځ معلومات هم ندي شریک کړي .اوس دولت ته پکار ده چې د نورو سیاستوالو ترځنګ ولسي جرګې سره هم دغه موضوع ګانې شریکې کړي ترڅو دویي هم ورسره د سولې په اړه خپل نظرونه شریک کړي او یو سیاسي او ولسي اجماع سره د سولې خبرو کې مخې ته لاړشي. او افغانستان یو باثباته سوله ولري ځکه افغانستان کې د ډېر وخت راهیسې جنګ پیل دی او باید نور دا جنګ بند شي او یو باثباته سوله قایمه شي.( https://afghannow.net/tag/اصول/ )
(نوربيا...)