مقالې
دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه
دژورنالیزم تېوریک ښوونځی چې دانکشاف پرلور وده کوي اوپښتني ټولنه یې هم دې وروستیوکې تر خپلې شعاع لاندې راوستې ،یووخت د ادب دیوه ژانر په حیث پیژندل کیده او پر خپلواکۍ یې چا باور نه درلود ،نوځکه به یوه چاته هم دادیب او هم ژورنالیست خطاب کیدای شو،خو دې وروستیوکلونوکې ژورنالیزم له ادبیاتو خپله لاره بیله کړي اودخپلې خپلواکې ودې ځغاسته کوي ،ادبیات دخپلو فنونواوتخلیقي یا تولیدې عاطفي پنځونوپه تخیلاتوکې ځانته هڅه کوي او ژورنالیزم بیا دخپل اطلاعاتي او خبري یاخبریالۍ چاپیریال په ابعادوکې ګړندې ګام
داسلام تشریعی اساسات-- پنځمه برخه
داسلام تشریعي اساسات ! (۵ برخه) مفتي فضل هادي (سالک ) طبقات المجتهدین دتشریعی اساساتوپه پرلپسي پنځمه برخه کې به داسلامي امت د مجتهدینو او فقهاوو په طبقاتو ،مراتبو یا ددوئ په کټګورۍ رڼا واچوو،خوڅنګه چې مونږ دلته داسلامي امت دمجتهدینو اوفقهاوو طبقات په دوه بحثونو کې څیړو ، چې یو بحث دحنفي مذهب دائمه وو فقهاوو طبقات او مراتب دي او بل دامت دنورو مذاهبو دائمه مجتهدینو او فقهاوو طبقات اومراتب دي ، لومړی به د حنفي مذهب د مجتهدینو طبقات په مختصره توګه وشنو او کټګوري به یې کړو،بیا تردې
بهار
موسم د نوبهاردی، شنېلې په ټوکېدلو په هرطرف ګلزاردی، غوټی په غوړېدلو د مشکو قافله چې، نسېم سره چلېږې روانه خشبوېې ده، دزړه دوېښېدلو چپې وهې ګلونه، په غرونو په رغو کې ناریې وهې بلبلې، بهار دېې وخت دګلو راغلې توتکی دې، چغار دی د مرغانو زرکان وهې ققړې، دغرونو په لمنو شپېلی وهې شپانه چې دغرونو په دروکې دزړه وړونکې نغمې دې، قابل د اورېدلو نقاش د زمانې چې، رنګونه رنګ په رنګ کړې له سده ېې بې سد کړم، د ښکلو په لېد لو د مېنې راز او نېازدې دڅنډ ېی دپلونه
د افغانستان د اولين جمهور ريیس محمد داوود خان سره زما ليدنه
نيټه او وخت: د غرمی نه پس د دووبجو او ديرش دقيقونه تر څلورو بجو او شل د قيقو پوری چی ۱۱۰دقيقی کيږی. د اکتوبر ۳۱ نيټه ، ۱۹۷۷م کال زرجان بها د پرډو په پوهنتون کی پروفيسور انديانا، متحده اضلاع د امريکا هغه وخت چې زه دکابل پوهنتون د انجينری فاکولتی ريیس وم خبرشوم چې د ملګريو ملتو له خوا د «په پرمختیا کې د ساینس او تکنالوجي رول » تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړېږي چې بیا وروسته دا کنفرانس په ۱۹۷۹ کال کی په ویانا کې جوړ شو. دا هغه وخت وا چې سوړ جنګ د غرب او شرق په منځ
مارشالی او که حماقت
زموږ متفکر،سیاستوال ، اقتصاد پوه ،استاد،او دوهم ځلی ولس مشر د نجیب ګاو دکمونستانو اخری خاکه اوعجیب لنډه غر ټپوس راپېژنی . دبی بی سی هم سندره ور باندې ګرمه ده . د بشرحقوقوخپلواک کمیسیون خوله په دالرو ډکه ده.دبیان ازادی سوچ کې ده د هرچاګټې په همدې سازشونو،کاسه لیسیو او لابیوتوب کې نغښتې دی .یوشمېر دکړکېچ جنجالی افرادوته بیا جهادی شخصیتونه وایی.کرزی یی د پخوانی ولس مشر په لقب او دکابل هوایی ډګر په نومولو خوښ ساتلی نو ځکه چپن اوخولۍ کله په یوه کور اوکله په بل کورننوځی دشیطانت او منافقت لټه کې دی
د واک او لوټ لپاره د خوارجو "جهاد"
د سمنګان په ولایت کې د ملي امنیت د ودانۍ تر څنګ اود ښار په منځ کې د طالب سړیخورو د موټر بم چاودنه د واک او قدرت لپاره د طالبانو د جګړې یو ستر ثبوت دی . بې له شکه چې دا به د ابوجهل د لښکر وروستی برید نه وي ځکه چې الله سبحانه و تعالی چې څوک ګمراه کړي، هغه ته په خپل جهل، وحشت، ګمراهۍ، کفر، فساد او ارتداد کې پرمختګ ورکوي، په زړونو یې مهر لګوي او له هدایت څخه یې محروم کړي . او بې له شکه چې طالبان ورځ پر ورځ له اسلام څخه په بې سارې توګه واټن نیسي . د الله ج په وړاندې به تر دې ستر جرم او جنایت چېرې
پوښتنې تشويشونه
حکومتونه د هيواد د پرمختګ او ولس د سوکالۍ لپاره هڅې کوي، سترې پروژې د همدې سترو موخو لپاره پر لار اچول کيږی، و بشپړيږی، زموږ هيواد هم-که يوازې د مرحوم رباني د حکومت دوره له دې مستثنی وي- په نژدې ټولو دورو حکومتونو کې ولو که جنګ جګړې به وې، د ملت د رفاه لپاره لاس په کار شوي دي.ځينې پروژې خو خورا حياتي وې، او حتی د لسيزو له تيريدو وروسته يې هم اړتيا محسوس شوې، او که اوس هم عملي شي، نو هغه ګټې به ورڅخه تر لاسه شي، چې د پروژې د پلان پر مهال يې توقع کېده.د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروست
داسلامي تشریع اساسات-- څلورمه برخه
داصول فقه دعلم تدوین ! دعلم فقه دتاریخي قدامت دپیژندلو اودخلفاء راشدینو (رضی الله عنهم) له وخته ترصغارو صحابو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین پورې ،اوبیا دحجازاو عراق دفقهي مدرسو منځته راتلل اوډول ډول اطوار یا مختلف پړاوونه یې دڅه تفصیل سره په تیر بحث کې وشنل شو، اوس به دعلم اصول فقه دتدوین او منځته راتلو په هکله څه وضاحت وکړو! داصول فقه علم دکره معلوماتو له مخې په دوهمه هجري پیړۍ کې رامنځته شوی دی ،خوددې څخه باید دا ونه فهمول شي ،چې ګوندې داجتهاد پر وخت مجتهدینو داصول فقه دقواعدو ا
سولې ته د خنډونو نه، بلکې د حل لارو لټون اړين ده
که ځمکنيو حقائقو ته ځير شو نو پوهيږو چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو، ځکه چې مونږ په يوه نامعلومه جګړه کې ښکېل ولس يو. مونږ خپله سره وژنو، خپل هېواد ورانوو. مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي هيوادونه ګڼو. مونږ په نړيوالو پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. مونږ د نړيوالې تربګنئ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرزيداى، خو که مو جګړه ختمه او د يو پياو
لېونی باد
وائي پخوا وخت کې پهيوه ملک ليونی باد را روان وو ، چې په هر چا به ولګېد ، فوراا به د عقل په زوال اخته او ليونی شو . عاليجناب پاچا وزير ته وويل چې څه شان د باد نه ځان وساتي او لېونی نه شي . وزير ورته وويل چې يو ژور څاه به وباسو ، پاچا عاليجناب ، کورنۍ او زه به پهکې ځانونه قرنطين کړو ، چې د باد څپه تېره شوه ، بيا به راووزو . همداسې ئې وکړل . څاه جوړه ، دوی په کې ننوتل . کله چې څه موده وروسته باد ورک شو ، بېرته د څاه نه راووتل . که ګوري چې ټول رعيت لوڅ لغړ ګرزي او لېونيان شوي دي . ي
ولې افغان ملت د سولې له پلوه محکوم پاتې؟
د جګړه ييزو او تاريخي مسائلو په څېړلو او لوستلو افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم پاتې شوی، چې د تل لپاره جګړې ګټلي او هر تېري کوونکي ته په خپل ځای او وخت سره ښه درنه ماتې ورکړې، د جګړې او سوبې له ګټلو وروسته دغه غيرتمند قوم چاه په ارامه نه دی پرېښي، چې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې دې په خپلواکه توګه ژوند وکړي، ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د قومونو او ملتو په څېر د کاميابۍ په لور پرمختللي ګامونه واخلي، خپله خاوره آباده کړي، هغه جګړه چې په دې قوم نن د بهرنيو او کورنيو د ښمنانو له خوا تپل
دوه مخی دریځونه جګړه اوږدوي!
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي« روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي، د جنګ ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي. افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي، تاند» په یادو خبرو کې د ښاغلي کرزي دریځ لږ تر لږه دې جملې ته ورته پاتیږي چې وايی« ښه کوۍ، بد مه کوی او یا عربي دا مروجه خبره، وما علینا الاالبلاغ»، خو فکر نه کیږي چې د نوموړي موخه دې یوازې داسې څه وي
د افغانستان بانک وژغورئ!
د افغانستان بانک د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ یوه خپلواکه عامه اداره ده. چارې او کړنې یې باید د اړونده قوانینو په رڼا کې تنظیم او تر سره شي. د تېرو کلونو را په دېخوا حکومت د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی کړی او د اړونده مسولینو له لوري کوښښ شوی چې د افغانستان بانک چې یوه ملي اداره ده له سیاسي مسایلو لرې وساتي. که چېرې د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی ونه شي او یا سیاسي ملحوظات تو ته ځای ورکړل شي، د افغانیو ارزښت او نرخ به د دوستمي پیسو ارزښت وي او که چېرې وړ او په شرایطو مناسب افراد یې
د وړاو ناوړه کسانو تفکیک ضروری دی
دیپلوم انجنیر و.ا دوړ او ناوړه کسانو تفکیک کول یو ضرورت دی یو مهال، پخوا وختو کې ننګرهار پوهنتون ډیر نیک نوم او ښه شهرت درلود، بهترین خدمتګزاران یې ټولنی ته تقدیم کړي وو، خو اوس پرته له رسوایی اود دپلو م اوشهادتنامو له پرځمکه ویشتلو او د تحصیل د نامه له تمسخر نور څه پکې نشته. په دې اداره کې دومره زیات ژور فساد، بی کفایتی او بیعدالتی ده چې له اندازې زیاد. غواړم یو څو بیلګی یی ولیکم چې لکه لمر روښانه دی: که چیری د لوړو زده کړو روزرات، مدنی ټولنه او میدیا کی د روڼ ضمیر له مخې توجه وش
وتواصو باالحق وتواصو بالصبر ۳
۳ عصر . کله چې د امیه د خاندان دخلافت سقوط راورسېد او خلافت عباسیانو ته لاړ د امیه خاندان ټول مشران پټ شول په هغو کې ابراهیم بن سلیمان بن عبدالملک هم شامل وه نوموړی ډیر کم ګو یه ،ادیب،صابر او شریف الطبع أرام انسان وه د همد ې قریحو په خاطر خلیفه ابوالعباس بن عبد الله بن محمد سفاح ۷۵۰ - ۷۵۴ م هغه معاف کړ یوه ورځ سفاح د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه کله چې ته پټ وې دهغو ورځو یوه کیسه را ته وکړه. ابراهیم وویل یوه ورځ په وېره کې د کوفې د اسلامی تمدن ښایسته تاریخی ښارته لاړم ګورم چې مخې
د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو رول
څرنګه چې ځوانان د يوې ټولنې د ملا د تير حيثيت لري او د افغانستان په تاريخ کې د هر تېري کوونکي هېواد او جګړه مارې ډلې په وړاندې د افغانستان پياوړي او ننګيالي ځوانان د خپلې خاورې او ناموس د ساتلو لپاره تورې او قلم ته لاس کړی او دغه ولس د خپل دين، شرف، غيرت، ننګ او فطري خپلواکۍ د ګټلو لپاره تل ژغورلی او همدارنګه د دغه ګران وطن په لوړو غرونو، پلنو او شنو دښتو کې تل د دښمن وړاندې په مېړانه جنګېدلي دي، چې د وطن سمسورې او شنې درې د دې خلکو د نه هېرېدونکو فدا کاريو او قربانيو شاهدي ورکوي، چې او
هوښیارخان دبخت په څپو کې
لیکونکي: Brüder Grimm ژباړن: رڼاګل اریوبزی دکوچنیانوله پاره لنډه کیسه هوښېارګل دخپل بادار سره۷کاله کار وکړ،نويوه ورځ یي ورته وويل:« باداره! زما وخت پوره شوی دې، اوس غواړم چې بیرته خپل کور او مور ته ولاړشم. ما ته زمامعاش راکړه.» مالک ورته وویل چې.« تا زما سره په رښتيا او په اخلاص کار وکړ. څنګه چې کار هغسې معاش.» ده نوکرته د سرو زرو يو غټ غونډاری ورکړ، چې د هوښېارګل د سر په شان غټ و. هوښېارګل د جيب څخه دسمال راوایست او د زرو غونډاری يې پکې وپيچې، پرا وږه يی کښيښود ا
داسلامي تشریع اساسات-- دریمه برخه
داسلام تشریعي اساسات مفتي فضل هادي (سالک ) یادونه : پدې لیکنه کې به لاندې علمي او تشریعي موضوعات دمستندو کتابونو په رڼا کې وشنو او نور قضاوت به لوستوالو ته پریږدو! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ داسلامي او وضعي فقهې تر منځ تفاوت . داسلامي فقه مختلفې دورې . داسلامي فقه لومړۍ مرحله یا دنبوت مبارک دور. دعلم فقه دویمه مرحله یا دحضرت شیخینو رضی الله عنهما دوره . دعلم فقه دریمه مرحله یا دتابعینو دور. دعلم فقه څلورمه مرحله
پر وګړو د ټولنیزو رسنیو اغېز
هری ټولنیزی رسنۍ په سپېڅلتیا خپل کار پېل کړ. ټویټر د پېښو او حالاتو په هکله د تازه خبرونو او نویو فکرونو ځای و. له فسبوک څخه د شخصي تصویرونو د خونديتابه او له خپلوانو او دوستانو سره د ورځنیو تازه معلوماتو د شریکولو لپاره کار واخستل شو. همدارنګه اینستاګرام په پېل کې په هیڅ ډول له فردیت او ځانته والی سره تړاو نه درلود، اما د هنر، سبک او عکاسۍ لپاره یو ښکلی بصری پلاتفورم او ډګر و. له دی سره سره چې له نوموړو رسنیو هرې یوې یې خپل لومړني نوښتګر عناصر ساتلي دي ، خو په تېره لسیزه کې ی
امریکا له اشغالګر څخه تر معامله ګر او سوداګر پورې
زمونږ د ستونځو اساس دوه لسیزې وړاندي د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د امریکا په نوښت او د امریکا پلويو افغانانو په ملتیا هغه مهال کيښودل شو کله چې د جرمني د بن ښار په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخه ډب شوه او د طالبانو مخالفين په غوښينو دولتي پوستونو ونازول شول. د حکومتولي بنسټ مو د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال په اساس جوړ. همدغه ژبنى قومي او مذهبي ويش مو د ناورين پيل او لا ترواسه هم ادامه لرى. متاسفانه د بن په لمړئ ناسته کې طالبان، چې په افغانستان کې تر ټولو مطرح اغيزمن، پيا