نن دامریکا دجنګضدی خبری پانی لیکلی چه دافغانستان حکومت کوشش کوی جه دروسی نه دعسکری کمکو درخواست پرمخ بوزی. 

دکابل عسکر دامریکایی اشغال په وخت کی په روسی سامان آلاتو او هیلوکافترو باندی مجهز سوی وو. دی لړی تراوسه دوام درلود. کله چه دامریکا روابط له روسیی سره خړ سول دافغانستان په هکله دروسی او امریکا دریځونه جدا نسول. 

دامریکا او روسیی دروابطو دخړوالی وروسته دهند دولت روسی سامان آلات اخیستل او بیا یی افغانستان ته ورکول. روسانو دامریکا او طالبانو تړون ته زمینه برابره کړه او په دی هکله یی غونډی راوبللی. 

روسیی همدا ډول دداخلی وزارت کارمندانو ته دتریننګ او تربیه زمینه برابره کړی وه. ددی وزارت غړی به روسیی ته تلل او هلته به یی تریننګ کاوو او بیا به یی په افغانستان کی په کار شروع کوله. 

اوس دکابل حکومت غواړی هغه روابط په خپله ټینګ کړی او کیدای سی دپخوا په شان جاری پاتی سی او یا لا هم پسی زیات سی. 

دلته باید ووایو چه دیو مستقل دولت بین المللی تړون او دخپلو چارو په هکله له بیلابیلو دولتو څخه کمکونه غوښتل لازم کار دی. 

دا چه دکابل حکومت خپل ملی او خپلواک حکومتی نظام نلری، او دغربی نظام دعوی کوی خو په حقیقت کی دروسیی دولتی نظام عملی کوی، او بلی خوا ته طالبان اسلامی نظام غواړی او کیدای سی هغه هم ملی وی او هم آزاد، نو ددواړو طرفو په بین المللی تعلقاتو او روابطو باید شک وسی. دطالبانو بین المللی تعلقات دهغوی دآزادی په جامو باندی داغ بلل سوی. او دا چه هغوی دپاکستان، قطر، ایران او روسیی سره تماس لری نو دوی ددی دولتو په اجنتانو باندی یاد سوی. له بلی خوا دکابل اداره داشغال اداره ده او په دی اشغال کی ترپنځوس زیات مرئی او غیر مرئی باداران شریک ول. نو دکابل په حکومت باندی ګمان کیږی چه هغه غواړی هغه دباداری تعلقات جاری وساتی. مونږ له همدی کبله ویلای سو چه دروسی نه کمک غوښتل هم دهمدی لیاری یوه برخه ده. 

په پورتنی هلوځلو کی دروسی او هند کمکونه خطرناک دی. که امریکا پیسی ورکړی او روسیه سامان الات او هند دتل لپاره خپل تاریخی ګورکه (هندی مزدور عسکر چه دبریطانیی په اشغالونو کی فدا کار عسکر وو) رول ته دوام ورکړی دافغانستان آزادی او امن به له خطر سره مخ وی. 

امریکا او روسیه دافغانستان دښمنان دی. دواړو دافغانانو نه ماتی خوړلی او ددوی پرهارونه لا لانده دی. دواړه دولتونه نه غواړی په افغانستان کی آزاد دولت راسی او یا په امن ژوند وکړی. دا چه هندوان همیشه داستعمار مزدوران پاتی سوی او اوس یی له افغانانو سره دزرکلنی دښمنی غچ په خیال کی دی نو دافغانستان ګډوډی یی اول هدف دی. 

زمونږ هیله ده چه هم دکابل اداره او هم طالبان دافغانستان آزادی او امن په نظر کی ولری او دیو بل سره دښمنی یی دی سرحد ته ونه رسوی چه دخپلی غلبی په خاطر دافغانستان آزادی له مینځه ولاړه سی. 

آزادی داسلامی نظام دراوستلو اول شرط ده.