د ويښتانو توئېدل:

د ويښتانو توئېدل هم ګن عوامل لري، خو یو له دغو څخه يې د بيوتين (د ويټامينونو له کورنی څخه دی) کموالی بلل کېږي. په ځانګړي ډول هغه ورزشکاران چی خامې هګۍ خوري د بیوتینو له کموالي سره مخ کېږي او ويښتان يې توئیږي .

 

په خامه هګۍ کې د (آویدین) په نوم يوه ماده شته، چې د بیوتین موادو د جذب مخه نیسي، په همدې اساس ورزشکارانو ته توصيه کېږي ، چې د خامو هګیو له خوړلو ډډه وکړي. که چېرې د دې عادت پرېښودل ورته ستونزمن وي ، نو بیا دي په غذایی مهالوېش کې سبزیجات او میوه هم ورزیاته کړي.

 

‏د وېښتانو تويدو يو لامل دا وي ،کله چې تاسو حمام يا سر پريمنځئ ، هغه مهال، سر ویښتانه مو په سمه نه پريمنځئ.

 

ستاسو په وېښتانو کې ،شامپو يا صابون پاتې کېږي، ستاسو ورته پام نه وي له همدې امله دغه زهري مواد ستاسو د وېښتانو پياز لمنځه وړي، چې بیا وېښتان مو توييږي.

 

په درناوي، ډاکټره نازيه ساپۍ 

Twitter account: @DrNaziaSafi