د کرونا وبا له پيل څخه تر اوسه په دنيا کې لومړۍ ستره حضوري نړيواله اقتصادي غونډه.
سره له دې چې له تېر کال راهيسې کرونا وايروس ټوله نړۍ ډېره ځپلې ده او اوس یې په لويديځه او پرمختللې  نړۍ کې د واکسين او روغتيايي اصولو په نظر کې نيولو سره کرار، کرار څپې په کمېدو دي ، د کرونا وايروس همدې کمېدلو او کمزوري کېدلو ته په کتلو او د کرونا پر وړاندې د پرمختللو هېوادونو د خلکو معافيت او واکسين کېدل لامل شول چې سږکال د St. Petersburg International Economic Forum دوويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه په حضوري ډول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د روسيې په سن پيټرزبورګ کې جوړه شي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي چې  د دريو لسيزو په جريان کې يوازې تېر کال د کرونا ناروغي له امله نه ده ترسره شوې. سږکال بيا په حضوري ډول د زرګونو ګډونوالو په مشارکت پيل کېږي  چې پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون پکې کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګري او اقتصادي پراختيا به  باره کې بحث کېږي او په ډېرو مهمو نړيوال اقتصادي موضوع ګانو باندې بحث ، د نظرونو تبادله او قراردادونه ترسره کېږي.
د جون په پیل کې د ټولې نړۍ د سوداګرو ، اقتصادي کارپوهانو  او سياسيونو پام په سینټ پیټرزبورګ باندې متمرکز وي. دلته د هرچا لپاره چې غواړي پيسې وګټي او اقتصادي پراختیا وکړي یو نړیوال پلیټ فارم خلاص شوی دی . د سلګونو هیوادونو میلمانه  د روسیې شمالي پلازمینې سن پيټرزبورګ ته ځي. د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د سیاسي ، حکومتي او سوداګري حلقو ترمنځ د خبرو اترو لپاره فرصتونه چمتو کوي. دا نړيوال فورم له  1997 راهیسې هر کال تنظيمېږي او د داووس اقتصادي فورم سره چې په سوټيزرلېنډ کې جوړېږي او يو نړيواله اقتصادي ناسته ده يو ډول د ارزښت او پاموړ نړيواله اقتصادي غونډه ده. 
حتی هغه دولتونه چې د معمولي شرایطو لاندې یوې موافقې ته رسیدل ورته مشکل ښکاري  په دې کنفرانس کې ګډه ژبه او ښه نړيوال اقتصادي شريکان پيدا کولای شي. دلته د هر پانګوال او د هر هېواد د دولت لپاره  د دوه اړخیزې او څو اړخيزې ګټورېاقتصاديهمکاري فضا برابره شوې ده. د سوداګري نړيوالې ټولنې، د  سوداګرۍ ګټې، حدود او هرڅه دلته روښانه دي.
هرکال په زرهاوو مېلمانه د سینټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم څخه لیدنه کوي. د نړۍ د Leading 27 مخکښو او پرمختللو هیوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې خبرې کوي. دلته د نړیوال اقتصاد مسئلې او ستونزې په ګوته او بيا ورته حل او لارې چارې په ګوته کېږي ، په بیلابیلو برخو او څانګو کې د پرمختللي ټیکنالوژیو سره بلدتیا پيدا کېږي او پانګوال د خپلو اقتصادي چارو د اسانتيا او پرمختيا لپاره د ټيکنالوژي له کمپنيو سره قزاردادونه ترسره کوي.
سږکال د دودیزو مسئلو سربیره د ټولو لپاره د یوې ګډې موضوع پراخ بحث پلان شوی دی چې هغه د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه او د هغې اقتصادي ټکان او اغېزې دي.
په هرصورت  ددې غونډې  تنظیم کوونکو د وايروس څخه خوندیتوب لپاره غوره تدابیر نیولي دي. د نړیوال روغتیا سازمان ټولې خبرتياوې او شرايط په پام کې نیول شوي دي. دا چې تېرکال دا غونډه ترسره نه شوه نو د تقسيم اوقات له مخې د تېرکال ځينې مسئلې او اقتصادي ستونزې هم سږکال په پلان کې دي چې په  دې غونډه کې په پام کې ونيول شي او د بحث لپاره وړاندې شي.
په دې نړيواله غونډه کې به ۵ زره سياسيون، سوداګر او نړيوال کاروباريان شرکت وکړي او  سرليک به یې ( د نړۍ په اقتصاد باندې د کرونا وبا اغېز) وي.
دا په نړۍ کې يو ستر اقتصادي ناسته ده چې هر کال جوړېږي او په وروستي کلونو کې ان تر ۱۵ زره مشهورو اقتصادي کارپوهانو ، پانګوالو او سياسي کسانو ګډون پکې کړی دی  او د هغه په چارچوب کې هرکال په لسګونو، قراردادونه، د همکارۍ هوکړه ليکونه، چې ارزښت یې تر ۱۰ زره ميليون ډالرو څخه اوړي امضا شوي دي.
په دې غونډه کې به د کرونا له وبا وروسته د نړۍ د اقتصادي حالت بيرته برحاله کولو لپاره په ستونزو، حللارو او اړتياوو د نظرونو تبادله وشي او د روغتيا نړيوال سازمان استازي او کارپوهان به په دې اړه خپل نظرونه شريک کړي.  په دې به خبرې وشي چې له کرونا وروسته به څه ډول د نړۍ اقتصاد په ښه، ژر او اغېزمنه بڼه بيرته ژر فعال او حالت بيرته عادي کېدو ته راوګرځي، که څه هم دا به د عمومي غونډې د يوې برخې اجنډا وي چې په نورو اقتصادي همکاريو او ملګرتياوو به د نړۍ مشران او سياسيون په خپلو منځونو کې بحث او خبرې اترې وکړي.  د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۲ له پيل څخه به د کرونا وبا ناروغي په نړۍ کې ختمېدو په لوري ولاړه شي، خو بيا هم د نړۍ اقتصاد او نړيوال چې به بيخي سخت حالت کې دي او بيرته عادي حالت ته د نړۍ اقتصادی وده راګرځول به کلونه،کلونه وخت ونيسي په دې غونډه کې پر دې بحث کېږي چې څنګه دا هرڅه ژر او په ښه او اغيزمن دول ترسره شي.