د لاسونو لړزیدلو لاملونه - ډاکټره نازيه ساپۍ

 

زياتره کسان د پرېښانۍ پر مهال د لاسونو لړزه لري او ځينې کسان بيا پرته له پرېښانۍ ، د لاسونو لړزیدل بېلابېل ډولونه او لاملونه لري چې په دې ليکنې کې به ټولو ته اشاره وکړمه.

 

د لاسونو لړزیدل څه دي؟

د لاسونو لړزه او خوځښت په داسې حال کې چې د انسان په کنټرول کې نه وي په طبي اصطلاح يې د ناروغۍ نوم: (د لاسونو لړزه) بلل کېږي. د لاسونو يا د بدن نورو غړو لړزېدل يوه عصبي ناروغي يا اختلال دی، چې په متفاوته توګه د انسان پر ورځني چارو او روان ډېرې اغېزې لري.

 

د لاس د لړزې لامل؛

د لاسونو لړزه يا رېږدېدل، يوه عصبي ناروغي ده، ځينې هغه عصبي ناروغۍ چې د لاسونو د لړزېدلو لامل ګرځي په لاندې ډول دي:

 

• مولټېپل سکلورېزس: د MS سره ډیری خلک د لړزې ځینې حالتونه لري. دا لړزه اکثراً هغه وخت پیښېږي کله چې ناروغي د مرکزي عصبي سیسټم په لارو کې اغېزمن رول درلودلی وي.

 

• د مغز سکته: دا ناروغي په عصبي ټولګي کې ترټولو خطرناکه ناروغي ده، د مغز سکته هغه وخت پیښېږي کله چې مغز ته د وینې جریان کې د وینې خنډ رامینځته شي. دا حالت عصبي لارو ته د تلپاتې زیان لامل کیږي او د بدن د غړو د لړزېدلو يو لامل کېږي.

 

• عصبي رنځ : دماغ ته جسمي زیان کولی شي د همغږۍ حرکت کې دخیل اعصابو ته زیان ورسوي. کله چې د نوموړي ناروغۍ ناورين حالت ضربه پر اعصابو اغیزه کوي نو سمدلاسه دا د لاسونو د لړزېدلو لامل کېږي.

 

د پارکېنسون ناروغي : د عصبي ناروغۍ په برخه کې د ۲۵ سلنه څخه زيات وګړي په دې ناروغۍ اخته دي، دا ناروغي په هغه وخت کې د لاسونو لړزیدلو لامل کېږي چې د انسان احساسات را وپارېږي، يا هم په ساده ژبه(پرېښانه او افسرده شي، په قهر شي، يوه پېښه وشي چې د خپګان لامل يې شي.)

 

ځينې درملونه (دوا) هم د داسې ناروغيو لامل کېږي؛

لکه:

امفتامين

کافيېن

کورتیکوا

دا درمل ، په ځانګړې توګه د افغانستان هېواد کې، کله چې ډاکټران د ناروغ په ناروغۍ پوه نشي نو ورکوي يې، د ناروغ حالت نور هم برعکس خراب کړي چې لا هم بېچاره په نورو ډاکټرانو ګرځي خو پايله يې نه پيدا کېږي څو چې يو سم طبي او روغتيايي ډاکټر ته مراجعه کوي.

 

روغتيا او حل لاره څه ده؟

که چېرته ستاسو په کورنۍ کې داسې کسان وي، يا هم خپله په دې ناروغۍ اخته ياست نو مهرباني وکړئ يو وړ روغتيايي ډاکټر ته مراجعه وکړئ. زه شخصاً (ډاکټره نازيه ساپۍ) چې په هند کې اوسېږم، نو په افغانستان کې ډاکټران نه پېژنم ، چې تاسو ته يې ووايم چې ورشئ، نو زما وړانديز دا دی چې د يو مناسب کس څخه پوښتنه وکړئ ترڅو د يو سم ډاکټر ادرس درکړي.

 

په درنښت؛ ډاکټره نازيه ساپۍ

نوټ: دا د يو ورور پوښتنې ته ځواب ؤ، د نوموړي پوښتنه داسې وه: (‏‎زما مورکۍ چې کله اندېښمنه او پرېشانه شي نو لاسونه یې لړزیږي،د زړه ضربان یې زیات شي،تبه هم ورشي،کله کله آن بې هوښۍ ته نږدې شي. نه پوهېږم څه و کړم؟دنږدې ډاکټرانو علاج سمه نتیجه نه ده ور کړې)

Twitter account: @DrNaziaSafi