د قلم ۱۸۰ بمبې

ليکوال: شي منګ؛ د چين ميډيا ګروپ خبريال

ژباړونکې: زرينه؛ د چين ميډيا ګروپ خبرياله

په چين کې يوې مور په دې وروستيو ورځو کې پر ټولنيزو رسنيو د خپل زوی د ۱۸۰ بمبو انځور خپور کړی، چې د ليسې په درې لکنه دوره کې يې کارولي دي.

دغه انځور ما ته د جون مياشت راياده کړه. په چين کې جون مياشت د دوبي موسم سره برابره ده او هوا پکې معمولاً ډېره ګرمه وي، دغه مياشت د لېسې د دريېمې درجې د زده کوونکو لپاره ډېره مهمه ده، ځکه دوی د تېرو۱۲ کلنو زده کړو ثمره ويني او د کانکور ازموينې کې ګډون کوي او داسې ښکاري، چې دوی د اوږده واټن منډه وهونکو په څېر د هدف پر لور په چټکۍ ځغلي. ځيني زده کوونکي به پوهنتونونو ته بريالي شي او ځيني به ونه توانيږي، چې د برياليتوب نمبرې ترلاسه کړي، نو دوی د ژوند نورو لوريو ته ورګرځوي.

کانکور د ټولو زده کوونکو لپاره د ژوند د بدلولو اهميت لري. په چيني ژبه کې د ليسې زده کوونکي ته ”شوه شنګ“ او محصل ته ”دا شوه شنګ“ ويل کیږي. که دغو دوو ترکیبي نومونو ته وګورو، نو دواړه يو شان دي، یوازې په یوه نوم کې د ”دا“ کليمه زياته ده، چې د لوی معنا لري، خو د برياليو محصلينو لپاره بيا ډېرې ماناګانې لري، ځکهدوی په همدې وخت کې د ژوند له ډېرو نويو بدلونونو سره مخ کيږي.

د دغو ۱۸۰ بمبو په لیدو سره مې په ذهن کې د يوې کوچنۍ ولسوالۍ د يوه منځني ښوونځي زده کوونکي،چې په بدن سپينې جامې يې پر تن دي او د ميز تر څنګ څراغ ته په مطالعې بوخت دی، انځور وګرځيده. دغه ځوان هغه څه ليکي، چې نه يوازې د خپلو تېرو ۱۲ کلنو زده کړو، بلکې د خپل پخواني ژوند ښکارندويي هم پکې کوياو د راتلونکي هيلې پکې منعکسوي. په چين کې زیاترهځوانان او منځني عمر لرونکي کسان دا تجربه کوي.

چينایان که په سمسورو ښارونو او يا په لرې پرتو کليو کې اوسي، زده کړو ته په درنه سترګه ګوري او تر وسې هڅې کوي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو ښه زمينه برابره کړي. حکومت هم د ښوونيزو سرچېنو د عادلانه ويش لپاره خپلې هڅې نه سپموي او تر ۹ کلنۍ د اجباري زده کړو تګلاره او نورې ګټورې ښوونيزې کړنلارې يې غوره کړي او پلې کوي يې او دا د چينايانو د دودونو ښکارندويي کوي.

چيني فيلسوف کونفوسيوس۲۰۰۰ کلونه پخوا د ښوونې او زده کړو په اړه ويلي، چې هر کس ته باید د ښوونې زمينه برابره شي.

په افغانستان کې هم کله چې ځوانان ثانوي زده کړې بشپړې کړي، نو بیا د لوړو زده کړو لپاره د کانکور پهازموينه کې ګډون کوي، تر څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي.

افغان ځوانان له کانکور مخکې ۱۲ کاله زده کړه کوي اودا د چين له وضعيت سره ډېر ورتوالی لري. 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پدې وروستيو کلونو کې له هغو زده کوونکو سره، چې په کانکور کې یې ښې نومرې ترلاسه کوي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګوري او ستايي يې او دوامدارو هڅو ته يې هڅوي.

ما څه موده مخکې د افغانستان د يوې سيمې انځور وليده، پکې ښکاريدل، چې يوه ډله افغان ځوانان د غره پهلمن کې پر زده کړو بوخت دي، دوی پر ميزونو او چوکيو نه وو ناست، بلکې پر خړې ځمکې ناست وو، خو له څېرو يې خوښي ښکاريده او پر شونډو يې مسکا ليدل کيده.

د افغانستان ډېرې سيمې اوسمهال نا ارامې دي او هلته د ماشومانو د زده کړو شرایط ډېر خراب دي او ان خطرناک دي، خو له زده کړو سره د دوی شوق او زوق کم نه دی.

ښوونه نه یوازې د چيني ځوانانو، بلکې د افغان ځوانانو د برخليک بدلولو او د ښې راتلونکې لپاره يوازينۍ لار ده.

زه هم د همدغو ماشومانو په څېر وم او له هغه چيني هلک سره، چې د قلم ۱۸۰بمبې يې کارولي، يو شان د زده کړو تجربه لرم.

پدې وروستيو ورځو کې د چين د جنوب لويديځ يون نان ولایت په يانګ بي ولسوالۍ کې زلزله وشوه، اوس هلتهزده کوونکي کانکور ته پر چمتوالي بوخت دي، خو د مجبوريت له مخې له ټولګيو ميدانونو ته انتقال شوي دي.حکومت په میدانونو کې ورته خيمې درولي او هملته يې د زده کړو مېزونه ورته ايښي دي، پر مېزونو د مطالعېڅراغونه لګېدلي او د څراغونو په رڼا کې د زده کوونکومخونه ليدل کيږي. هلته اوس هم کله کله زلزلې رامنځته کيږي.

د يون نان ولایت د دغې کوچنۍ ولسوالۍ له ميدانونو او د افغانستان د کابل د غرونو له لمنو د کتاب لوستلو اوازونه پورته کيږي او د هېوادونو ښه راتلونکي او د خوښۍ او نيکمرغۍ هيلې راټوکو