مقالې
افغان سوله، کوم ارزښتونه د دفاع وړ دی!
وروسته له یوې اوږدي او کرغیړني جګړې امریکایانو ومنله چې په جګړې کې له بن بست سره مخ شوی، روانه جګړه یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او دوی غواړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دغه بایللي جګړې او تاریخي شرم ته سیاسي حل پیداکړې.مګر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پرمهال د بیلابیلو خنډونو او فشارونو ترڅنګ یو له بنسټیزو او تر ټولو ډیر پام اړونکي بحثونو څخه چې تل د یوه بدلون او لاسته راوړني په توګه ورڅخه یادونه او پر ساتلو یې بی کچې ټینګار شوی هغه د غربی موډلونو، مزاجونو او ایډیالو
له نړۍ څخه د نشه يي موادو پاکول د ټولې نړۍ ګډو همکاريو ته اړتيا لري
له نړۍ څخه د نشه يي موادو پاکول د ټولې نړۍ ګډو همکاريو ته اړتيا لري ليکواله: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانکې خبرياله غوټۍ د ۲۰۲۰م کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي له ۳۳مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ۱۹۸۷م کال په ډسمبر کې د م م د ۴۲مې دورې په عمومي اسامبلې کې د هر کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شوه. د نشه يي موادو مخه نيول د هر هېواد او ملت له امنيت او خونديتوب سره نژدې اړه لري. په ټوله نړۍ کې د زرين مثلث سيمې، د طلايي مياشتې
د کورونا وايروس د بحراني حالت درملنه
په مخکنيو ليکنو کې هڅه وشوه، چې خپلو هېوادوالو ته د کورونا وايروس په اړه هغه اړين معلومات واړندې شي، چې د ټولیز پوهاوي او د کورونا دمخنيوي لپاره اړين ول، مګر له بده مرغه په دې ورځو کې د کورونا ناروغي خپرېدنه د افغانستان په پلازمينه کابل او د افغانستان په لويو ښارونو لکه هرات، مزار، ننګرهار او کندهار کې په زغرده روانه ده او نن سبا د کورونا وهليو شمېر تر ۳۰۰۰۰ تنو رسېدلی دی، نو اړينه مې وګڼله چې د کورونا د پرمختللي يعنې بحراني حالت د درملنې نړېوالې تجربې ستاسو سره هم شرېکې کړم.
پاکستان بایدخپل دریځ کې بدلون راوړی
سوله نه یوازې دافغان ولس په ګټه ده بلکې د سیمې دهېوادونو نړیوالو اوټولومسلمانانوپه بهبوداو سهولتونو هم ده. په سوله کې دړانده او شل هم خیر دی وایی چې یوه دښته کې ړوند اوشل پاتې ول ړوند چې لیدلای نشی او شل چې تللای نشی نو باید څه وکړی ؟ شل باید ړانده ته ور په شاشی چې لاره وینی اوړوندیې چې نه وینی خو تللی شی نو په دی توګه مزله ته دوا م ورکولی شی چې بالاخره مزله ته به هم ورسیږی.دپاکستان حکومت او امریکا په ګده داچم وکړخود پاکستا ن ولس زموږ ګاونډی دی دجهاد په وخت کې یې له موږ سره په لوړو اوژورو کې
اسلامي امارت يا اسلامي جمهوريت
زموږ د څه لوستو او متفکرينو بحث او جنګ په الفاظو دئ ، نه دهغو په محتوا . د طالبانو او امريکا تر منځ د د اشغال د ختم دتړون ، چې دهغی په بنياد به پنځه زره طالب زندانيان ازاديږي او بيابه بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي او د راتلونکي نظام په هکله به دشريک تفاهم له لارې تصميم او پرېکړه کيږي د افغان څه لوستو ، شنونکو او نظر خاوندانو ترمنځ د نظام په نامه چې اسلامي جمهوريت يا اسلامي امارت بايد وي ، تاوده بحثونه ، ليکنې او حتا فېسبوکي ټولپوښتنې هم زور نيولئ دئ . د دواړو نومونو طرفداران او مخالفين پ
له دیرشو کلونو وروسته استرالیا د لومړي ځل لپاره اقتصادي رکود سره مخ ده
د کرونا وایرس له امله د استرالیا لومړنی اقتصادي رکود ښايي د کډوالۍ ضد احساسات راوپاروي استرالیا کې د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کرونا وایرس وبا له امله استرالیا له کابو ۲۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ کیږي او د دندو فرصتونه کمیږي نو ښايي دې هیواد کې د کډوالو ضد چلند هم وده وکړي. دې کارپوهانو له استرالیايي حکومت غ
د استرالیا د کډوالو نامعلوم توقیف په خلاف یو اعتراض له ۳۰۰ شپو راهیسې دوام لري
د بندي کډوالو سره د خواخوږۍ په پار د استرالیایي ډاکټرانو اوصحي کارکوونکو یوه ډله له سلګونو ورځو او شپو راهیسې له خپلو کورونو بهر اوسیږي.
د افغانستان حالاتو ته ځغلنده کتنه
افغانستان همدا اوس په سختو جګړو کې اخته او يو ډیر بې امنه هیواد دی چې په ډیر پیچلي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت کې قرار لري. د افغاني ټولنې هر اړخ او ټول سکټورونه له ستونځو او بحران سره مخامخ دي. روان کړکیچ هم د افغانستان ټول خلک، ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړیواله ټولنه او د اوسني دولت بین المللی پارتنران په تشویش کې اچولي او بحران هومره ژور او هر اړخیز دی چې په کوچنۍ لیکنه کښې یې په ټولو ابعادو رڼا نه شي اچول کیدای. د افغانستان د بحران په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخ باندې
کرکه دکړکېچ د عامل په توګه
دجګړې او کړکېچ عوامل ډیر زیات دی چې مهم او کاری عامل یې د انسانو تر منځ کرکه اونفرت ته لمن وهل دی له بده مرغه دغه لمن وهلو،پلمو اوبهانو، د افغانستان کړکېچ او دبهرنیو لاس وهنودافغانستان غیرتی او مسلمان ولسد دغو ناوړو مسلو ښکار وګرځاوه او په دې ښکار کې د ملګرو ملتو ، د بشر حقوقو ، ددموکراسی دروغجنو او یوشمیر دسهامی شرکت ماهروام الفسادو غړو دلته دایمی له هرې زمینې ګټه پورته کړې ده . دهمدې هېواد قومونه اوقبیلو چې په کلونو یی دورونو په شان ژوند کاوه یودبل په غم او ژوند کې ولاړوه خو دومره لوړو اوژو
داسلامي تشریع اساسات دویمه برخه
په لومړنۍ څیړنه کې مو د تشریعي او فقهي څیړنې څخه وړاندې دحج ځینې کثیرالضرورة مسایل وشنل، داځکه چې دا دحج موسم میاشتې دي ،او همدا یې اړتیا وه، اوس به کوښښ وکړو، چې داسلامي تشریع موازین او فقهي مفاهیم ، دڅه وضاحتونو سره مله وڅیړو،اوداسلامي شریعت لومړني څلور مبادي او اصول یې ړومبی او بیا پسي له اسلامي اساساتو نه مستبط شوي فروعات یا جزئیات ، حسب ضرورت دلوستونکیودمطالعه لپاره چمتو کړو ! اسلامي فقه شک نشته چې فقه داسلامي شریعت مسایل او ورځني ضروري فروعات تشریح کړي دي،داصول فقه علم چې دفروعي
وګران ښاغلي احمدجان«ماڼو»ته!
ګرانه ښاغلې احمدجان «ماڼو»صیب! په لومړي سرکي ستاسودلیکني ناسم تیاوي ګورو: بیا راځو ستاسودلیکني منځپانګي ته، چي «دین» له کومو ژبونه اخستل سوی دی. لومړی برخه زه ګمان نه کوم،چي تاسو دي دغسي ناسم لیکلي وي. خوکله ناکله کومپیوترله ځانه هم لیکنه کوي. په ځانګړې توګه چي لیکنه له یوه ځایه بل ځای ته لېږې؛ نوکومپیوترخپل سری سي لیکنه خراپه وي یاني ناسمه کوي ئې. لیکونکی مجبوردی،چي خپله لیکنه وروسته ترانقاله یواربیا ولولي هغه ناسمتیاوي چي کومپیوتر خپل پرسرکړي وي سم ئې کي. زما په آند دغه کار ستاسو په لیک
عامه پورونه (Public Debts)
د کتاب نوم: عامه تمویل (Public Finance) لیکوالان: امان الله ورین او محمد داود نیازی دیارلسم څپرکی عامه پور (Public Debt) دولت په ټوله کې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره عوایدو ته اړتیا لري او دا لګښتونه د خپلو عوایدو څخه پوره کوي، خو د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي. دا په دې مانا چې د عوایدو اندازه یې د لګښتونو له اندازې لوړه وي نو په دې ډول اړ وي چې له دوه لارو څخه ګټه پوره کړي. ۱: د لګښتونو راکمو
د کرونا د وبا دخپریدو او دې ته ورته ناڅاپي حالاتو کی د ټولنیز ثبات او خوندیتوب تدابیر
بنی آدم اعضای یک پیکرند که در آفرینش زیک گوهرند چو عضوی به درد آورد روزگار دگرعضـــوهارا نمــــاند قرار تو کز محنت دیگران بغمی نشاید نامت نهند آدمی *** له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې افغانستان او نوره نړۍ له لویې ستونزې؛ یعنی د کرونا یا ( COVID-19) د وایرس له خپریدو سره مخامخ ده. په پرمختللو هیوادو؛ په تیره بیا هغو هیوادو کې چی ټولنیز غښتلي نظامونه لري، دعامه ادارې او دولت له خوا د دغه ډول ناوړو او ناورین راوستونکو حالاتو لپاره ډیر ښه قبلی تدابیر شته، چی ځینی دغه تدابیرد دوی
د (دين) دکليمې ريښه ، مصدر او افعال
ګرانو اوخوږو لوستوونکو د ) پا اچا يي / پشايې / آريک ( ژبې ويوونکو اوعالقمندانو ! دادی دنوموړې ژبې ادبي اغيز په )عربي( ژبه کښی تر مطالعې الندی راولو . ددغه کار لپاره د)عربي (ژبې داسالم په ديانت کښی د ) دين( دکليمې نوم اوريښی يې په پشايې ژبې سره په مقايسه کښی وينو او ګورو. د ) دين( نوم چی په انګرېزۍ کښی ورته ) religion )وايې اوپه هره ژبه کښی د) دين( نوم ځانته خپل خپل نوم لري . اوس نو، د ) دين( دکليمې په ريښه ، مصدر او افعالو چی ، په )پا چايې / پشايې( ژبه کښی يې ر
استرالیا او هندوستان په سمندر کې د نظم ساتلو په ملاتړ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه
استرالیا او هندوستان د پنجشنبې په ورځ د هند سمندر او ارام سمندر د سیمې د د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي لپاره د قوانینو په اساس د نظم ساتلو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. دغه اعلامیه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت او دفاعي اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه د استرالیايي سیال سکاټ موریسن ترمنځ د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوه.
استرالیا کې د پناه غوښتونکو د ازادۍ لپاره لاریون ترسره شو
د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.
په کالیفورنیا کې د ایران د اخوندانو کړنې وغندل شوې
لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان، مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا د پایتخت سکرمنټو په ښار کې د ددغه ایالت د ګورنر( والي) د ودانۍ په وړاندې زمزمه کول. د هرات، مزار، پروان او بامیان په ګډون، د هیواد د اکثرو سیمو او ژبو افغانان او د لسو په خواو شا کې تورپوستې امریکایې میرمنې هم دی سوله ایزې غ
ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده
ملی فرهنګ یعنی ملی وثیقه، هویت، شناسنامه او پیژندنه. دا ټول د یوه ملت لپاره ډیر مهم دی، تر ژوند هم لا مهم دی او آب(اوبه) خو؛ آبرو ده. له قاجاریانو اوګرګینینانو نیولی، تر صفویانو اوبیا د رضا شا له وخته تر اوسه ایران هڅه کوی چی خپل فرهنګی امتیاز او برتری پر موږ وتپی. په پخوانی پارس(اوسنی ایران) کې دغه ټول نظامونه او فاشیستان آن خپل ملت ته هم لوی ماتم او مصیبت وو. دوی کله سیدجمال الدین افغانی هم خپل ګڼي او ټول افغانستان دپارس یوه برخه بولی، بیا ځان په غلطه خراسان کړی او افغانستان دخراسان یوه برخ
انګریزان د میوند او مکناټن انتقام اخلي
که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده. دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خا
موږ کومې خوا ته روان یو او څه کوو؟
په اوسني حکومت کې د پلان، همغږۍ او سازماندهۍ نه شتون او په خپل سري تر وروستي بریده رسېدلې ده. د حکومت ټول کارونه پر غونډو، خبري کنفرانسونو او په ټلویزوني خپرونو کې محدود شوې دي او بس. د حکومتي مسوولینو په خبرو کې تناقض لکه لمر روښانه دی؛ وزیر مو یو څه وايي، معین بل څه، والي له قرنطینه غږېږي، وزیر یې د لغوه کېدو خبره کوي، د بېړنیو حالاتو کميټه خلکو سره د مرستو سندرې وايي ښاروالۍ بیا خلکو ته د مرستو درېدو اعلان کوي، وزیر مو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو موضوع رابرسېره کوي، مرستیال