ليکنه: ډاکټره نازيه ساپۍ

 

نن ورځ په هره ټولنه کي داسي نوي ځوانان وینو چي په خپل ګریوان کي ښکته ګوري ، عصبي او افسرده وي ، څېرې يي هم تغیر کړی وي او هر څوک هغوی ته وايي چي بیړۍ دي غرقه شوې ده، هو ، دا عوامل او ددې تر څنګ ځیني نور عوامل چي ورته به اشاره وشي د یوې داسي ناروغۍ نښي دي چي هغې ته افسردګي ویل کیږي .

د افسردګي تعریف :

افسردګي داسي حالت دی چي د شخصیت د پیدایښت پر کیفیت باندي ژور تأثیر کوي او له خپل ځان او چاپیریال څخه يي د درک ډول بدلوي . خُلق څه شئ ده؟ د انسان د رواني صفتونو مجموعه ده چي معمولاً د هغه ( شخص) ، شیانو او اشخاصو تر منځ د اړیکي راپيدا کېدل ښکاره کوي . او یا که داسي ووایو چي افسردګي یو ناخوښه رواني حالت دی چي په زړه خوړلو ، نااومیدي او ستړتیا سره ښکاره کیدای شي او له څه نا څه اضطراب سره یو ځاي وي . په کلي ډول افسردګي د رفتار هغه ډول ته ویل کیږي چي د هغې څیښتن ( افسرده شخص) په خپل ځان کي ډوب وي او له چاپیریال او نورو سره يي کم توجهي ښکاره کیږي .

د افسردګي کلمه د خُلق یو ډول حالت ته سره لکه : بي روحيي کیدل ، بي توانه کیدل ، د فقدان احساس کول ، بیهوده کیدل چي له بدبیني او بي میلي څخه کیسې کوي ؛ یو ځاي ده .

افسردګي د غم په احساس ، له فعالیتونو سره په بي علاقي کیدو او د انرژي په کمیدیو سره مشخصه کیږي . علایم له : په نفس اعتماد له لاسه ورکول ، د نامتناسبي ګناه احساس کول ، د مرګ او ځان وژني فکر کول ، د تمرکز کمښت ، د خوب او اشتیا اختلالونه ، او همدارنګه د مختلفو بدني شکایتونو ، له کولو څخه عبارت دي .

پخوا داسي فکر کیده چي افسردګي یواځي او يواځي د لویوالي په دوره پوري اړه لري او ماشومان او نوي ځوانان له لویانو څخه لیږ په افسرده کیږي ، خو نن ورځ نوې څیړني دا ښکاره کوي چي افسردګي د نویو ځوانانو او ځوانانو تر منځ یوه مروجه ستونزه ده . د نوي ځواني او ځواني په دورو کي له دي وجي د افسردګي پيژندل او تشخیصول ستونزمن دي چي د افسردګي نښي ډيري لیږ د پاملرني وړ دي یاني نوي ځوانان ا و ځوانان ډیر لیږ خپل احساسات څرګندوي او ډیرو مسایلو څخه انکار کوي . په نویو ځوانانو کي افسردګي ډيره مهمه ده ځکه چي که چیرته له یوه ځانګړي وخت څخه تیره شي نو عادي علایم به يي د ناروغي په علایمو باندي بدل شي او ددې حالت دوام کولای شي د نویو ځوانانو په راتلوونکي باندي ډیري بدي اغیزي وکړي .

په نویو ځوانانو کي د افسردګي علایم :

په نویو ځوانانو کي افسردګي د هیجاني ، بیقراري ، د فکر په تمرکز او پاملرنه کي دقدرت او آرامتیا نه درلودل او د ذهني فعالیتونو په کنټرول کي د ناتوانايي ، په حالت سره ښکاره کیږي . نوی ځوان د ستړتیا احساس کوي او له پرلپسي یا وار په وار دردونو څخه شکایت کوي او درسي وروسته والی ( عقب ماندګي ) لري. په کلي ډول که چیرته د لاندینیو مواردو څخه دری او یا له دې زیات په نوي ځوان کي موجود شول نو په افسردګي باندي د نوي ځوان د مبتلا کیدلو احتمال زیاتیږي .

۱ – بي دلیله ژړاګاني ، غمګین او بد اخلاقه کیدل

۲ – ځانته کښیناستنه « له ملګرو او ټولنیزو فعالیتونو څخه»

۳ – د خوب ستونزي

۴ – د خوراک یا تغذيي ستونزي

۵ – د درسي یا ښوونځي د فعالیت نه تر سره کول

۶ – بیخي ډیر فعالیت

۷ - د ګناه یا د ځان کم لیدلو احساس

۸ – دایمي ستړتیا

۹ – رواني ، حرکتي او ... پریښاني یا اندیښنه

۱۰ – په فکرکولو کي د توانايي کمښت او په یوه ځانګړي موضوع کي د ذهني تمرکز ضعف

۱۱ – په ټولو فعالیتونو کي د پاملرني او علاقي کمښت

که چیرته د نویو ځوانانو د افسردګي ستونزو ته ونه رسیږو نو امکان لري چي نوی ځوان له داسي یوه وضعیت څخه د تیښتي لپاره ځان وژنه وکړي .

همدارنګه کولای شو چي د افسردګي مشهورو نښانو او علایمو ته هم اشاره وکړو :

۱ – له ټولو یا ځینو فعالیتونو سره بي علاقي کیدل: د افسردګي له کلیدي علایمو څخه دي ، خو باید پاملرنه وکړو چي پنځوس سلنه ( ٪ ۵۰) د ناروغان د افسردګي له احساس څخه انکار کوي او کورنۍ یا د هغه نور کسان د هغه د کړنو ، فعالیت او ګوښه کښیناستني په دلیل سره هغوي درمانوي او یا يي ټولني ور داخلوي .

۲ – د بې خوبي یا دېر خوب په حیث اختلالات : اتیا سلنه ناروغان د خوب له ستونزو څخه شکایت کوي په ځانګړي ډول دا شکایت بي خوبي او یا هم سهار وختي پاڅېدل وي .

۳ – بې قراري ( Restlessness ) یا د رواني حرکت سستوالی ( Psychomotor Retardation ) .

۴ – د ستړتیا یا بې انرژي کېدلو احساس چي له ډیرو مشهورو شکایتونو څخه دی .

۵ – د اشتیا تغییر ؛ په بي اشتیايي یا د ډیري اشتیا په ډول سره .

۶ – د بي ارزښتي احساس یا د نامتناسبي ګناه احساس ږ

۷ – د فکر په تمرکز کې ستونزه .

۸ – د مرګ او ځان وژني په اړه فکرونه .

۹ – بي صبري .

۱۰ – بدني دردونه .

۱۱ – د زړه په فعالیت کې اختلال ( تفس تنګي ).

۱۲ – حسي احتلال لکه : په سترګو يي تیاره کیدل ، لړزه او د بدن د غړیو سړېدل .

مهم ټکی دا دی چي پورتني علایم په ناروغ کي د ښکاره رنځ لامل کیږي او یا هم په شغلي او د نورو ټولنیزو کړنو په ترسره کولو کي دا ناروغ په اختلال کي راګیریږي .

د افسردګي د معلومولو یا تشخیص لپاره پورتني علایم باید لږتر لږه دوه اونۍ شتون ولري .

 

په ماشومانو او نویو ځوانانو کي افسردګي :

په ماشومانو کي له ښوونځي څخه ویره یا ( School phobia ) او په والدینو پوري زیات تړاو د افسردګي له علایمو څخه دي ، له بلوغ څخه وړاندي دوره کي باید افسردګي د بدني شکایتونو او رواني او حرکتي بي قراریو سره په څیر ښکاره کیږي .

په نویوځوانانو کي د زده کړي کړني ضعیفه ، د موادو نه مصرفول په سم ډول ، د ټولني ضد رفتارونه او له ښوونځي تیښته کولای شو د افسردګي علایم وبولو .

په نویو ځوانانو کي د افسردګي د رامنځته کیدو لاملونه ( عوامل ):

۱ – وراثت : افسردګي تر ډیره بریده کولای شو د وراثت په مسایلو پوري وتړو ، ځکه د یوې کورنۍ د غړو په منځ کي کیدای شي دا ناروغي خپره وي .

۲ – سټرس ( فشار ) : په نویو ځوانانو او ځوانانو کي افسردګي ؛ چي د مادي او ورځنيو فشارونو له مسایلو سره مخامخ وي نسبت نورو ته ډیره تر سترګو کیږي او همدارنګه په ښوونځي کي تغییر او د زده کړي له یوې دورې څخه بلي دورې یا له یوې سطحي څخه بلي سطحي ته د هغوی داخلیدل د افسردګي له نورو لاملونو څخه دي.

۳ – جنسیت : څیړني دا ښيي چي د هلکانو پروړاندي په انجونو کي د افسردګي کچه ډيره ده او د جنسیت عامل په افسردګي کي ډیر مهم رول لري . که څه هم له بلوغ څخه وړاندي په هلکانو کي د افسردګي تشخیص ډیر دی خو دا اندازه د بلوغ له سن څخه وروسته د انجونو په منځ زیاتووالی پیدا کوي او په نهايي ډول د افسرده انجونو اندازه د هلکانو پر وړاندي دوه برابره وي .

۴ – د بدو پیښو سره مخامخ کیدل: د بیلګي په توګه : د کورنۍ له غړیو څخه د یوه مړینه او یا هم د والدینو طلاق.

۵ – په ماشومتوب کي له جنسي ناوړه پیښو سره مخامخ کیدل .

۶ – د ټولنیزو مهارتونو نه شتون .

۷ – د کورنۍ له یوه داسي غړي سره ژوند کول چي له افسردګي څخه ځوریږي .

۸ – د ځيني ويټامینونو کمښت لکه ( B1 , B6 ) .

د افسردګي درمان :

هر وخت چي افسردګي ژر تشخیص شي نو په سم ډول يي درملنه هم کیږي ، او هر وخت چي د نویو ځوانانو افسردګي د ډېر وخت لپاره بي تشخیصه پاتي شي او اوږد وخت ونیسي په هغه وخت کي یي درملنه ستونزمنه کیږي . په هر صورت افسردګي د درملني وړ ده چي له دارو درماني ، د افسردګي ضد ځانګړي درمل استعمالول او همدارنګه د روان درماني په وسیله کولای شو د هغي مخه ونیسو .

 

 

 

 

اضــــــــطراب ( پرېښــــــاني )

ټول انسانان په ژوند کي اضطراب آزمايي او او تجربه کوي ( طبیعي دی ) او کله چي یو څوک له یوه تهدید کوونکي موقیعت یا حالت سره مخامخ شي نو مضطرب کیږي ، د ځانګړي ، ټولنیز او نړیوال ژوند د مسایلو ډولونه دا ښیي چي موږ په دایمي ډول سره له ځانه سازګاري وښیو. له اضطراب څخه پرته بل کوم شئ موږ سازګاري ته هڅوي ؟ له اضطراب څخه پرته بل کوم شئ موږ هڅي او کوښښ ته واداره کوي ؟ انسان چي ټول قدمونه مخکي پورته کوي ، ټولي علمي هنري او ادبي کشفوني هم د اضطراب پر بنسټ ترسره کیږي . کولای شو ووایو چي یو عادي انسان څه نا څه اضطراب ته اړتیا لري ، تر څو هڅه وکړي . اضطراب هغه وخت مسأله جوړونکی کیږي چي انسان له تحمل څخه لوړ لاړ شي .

مرضي اضطراب : مرضي اضطراب یو ډول مخربه ناروغي ده ، نه یواځي دا چي پخپله شخص بلکه د هغه رفتار او عمل هم مخرب کوي . اوس ګورو چي د ویري (ترس) او اضطراب تر منځ څه توپیر دي ؟ ویره یا ترس د یوه واقعي خطر پر وړاندي له عکس العمل څخه عبارت دی او اضطراب د هغه عکس العمل څخه عبارت دی چي خطر يي خارجي وجود ونه لري . له دي سره سره دا باید قبلوله کړو چي اضطراب واقعأ هم خیالي نه دی بلکه د یوه بهرني ډار پر اساس رامنځته کیږي چي کله کله ډیر شدید هم وي . ډير ځله داسي کیږي چي اضطراب په پوره ډول سره د ناخبره (ناآګاه) انګیزو په اثر رامنځته شي . مرضي اضطراب د درد راوړلو احساس دی چي بدني ښکارېدني له ځان سره لري لکه : رنګ تښتیدنه ، لړزه ، عصبي بحران ، د زړه ښکاره ضربان ، خولي کیدل ، د داخلي غړیو کشیدل ( تشنج) ، د خفګان احساس ، د ژبي وچیدل د سیني درد . نو اضطراب او وسواس ډیر ځله یو له بل سره ګډ وي.

په اضطراب کي د اطمینان د نه شتون احساس ، ستړتیا او فیزیولوژیکي پاریدنه ، موجود دي . په کلي ډول اضطراب یو ډېر ناخوښه او پټ احساس دی چي باید د یو یا څو بدني حسونه سره یو ځاي وي .

څیړنو داښوودلي ده چي اضطراب په سړیو ، د بډایه ټولني په خلکو او ځوانانو کي کم تر سترګو کیږي او په ښځو او کم عوایده یا کم درآمده خلکو کي ډیر ترسترګو کیږي . ډیری ماشومان له یوه نوي حالت سره په مخامخ کیدو او یا له نویو کسانو سره په مخامخ کیدو سره د اضطراب احساس کوي او په شرمینده ډول مور ، پلار ، د کورنۍ غړو او یا نورو ته ورګرځي .

والدین کولای شي چي هغوي له داسي وضعي ایستلو ته وهڅوي ، که څه هم ځیني ماشومان د دا ډول شرایطو پر وړاندي مقاومت کوي او هغه نه قبلوي . له ماشومانو سره د مرستي په خاطر په داسي ځاي کي باید له پوره صبر او حوصلي څخه کار واخلو تر څو هغوی وکولای شي د داسي یوي ستونزي پر وړاندي چي ددوی لپاره ډیره سخته وي ، په نفس د اعتماد احساس کسب کړي .

د اضطراب علایم یا نښي عبارت دي له :

۱ ) مړاوي کیدل ( سرګیچي ) ، ۲) سستي ، ۳) بي اشتیايي ، ۴) قی کول (استفراق) ، ۵) د ادرار تکرار ، ۶) اسهالات ، ۷) په تمرکز کي شکلونه ، ۸) خارښ ، ۹) د سر درد ، ۱۰) د ستوني یا غاړي درد ، ۱۱) د ملا درد ، ۱۲) بې خوبي ، ۱۳) تشویش ( نګراني ) ، ۱۴) عصبي کیدل ، ۱۵) ناآرامه کېدل ، ۱۶) خولې کېدل .

 

په ماشومانو او نویو ځوانانو کي مشهوره اضطرابونه عبارت دي له :

د جدايي اضطراب ( Separation Anxiety )

د آزمویني اضطراب ( Exam Anxiety )

ټولنیز اضطراب ( Social Anxiety )

او همدارنګه د اضطراب نور ډولونه :

۱ – منشر اضطراب: دا داسي اضطراب دی چي کیدای شي د اضطراب ټول علایم چي یادونه به یي وشي ولري.

۲ – د ویري یا ډار اختلال .

۳ – ساده ویري یا ډار : دا اضطراب نسبت نارینو ته په ښځو کي ډير وي لکه : له ویني ، لوړ ځاي ، مرګ او ځینو نورو څخه ویره .

۴ - ټولنیزي ويري یا ډار : له ټولني ، یوې ډلي او په نورو ځایونو کي له خبري کولو څخه ویره .

۵ – و سواس اختلال : دا اضطراب په انسان کي په غیراصولي او غیرمنطقي ډول رامنځته کیږي . یاني یو عمل یا کار څو ځله تکراروي خو بیا هم په شک کې وي .

۶ – له صحني څخه وروسته فشار : جنسي تجاوز له دې عمل څخه وروسته وسواس پیدا کیږي او شخص مضطرب کیږي .

ټلویزیون د نوي ځواني د دوران د اضطراب اصلي ترین عامل دی او باید له ټلویزیون څخه د ګټي اخیستني لپاره دری ساعته وخت مشخص کړو ، ځکه چې له حده زیات ټلویزیون کتل د نوي ځوان دید مختل کوي او په لویوالي کي د هوښ د ضریب د کمښت لامل کیږي . د اضطراب له علایمو څخه چي ډير ناآرامه کوونکی وي یو يي هم د راتلوونکو پيښو ( مثلاً ؛ ازموینه ) په اړه د وسواس کول دي ، او ځیني نورو عوامل چي وروسته به په تفصیل سره وړاندي شي .

د نویوځوانانو د اضطراب د راپیدا کېدو عوامل :

۱ – ژنیټيکي عوامل

۲ – فشار : ځيني فشارونه لکه د واده ، کار ، بدني او ذهني فشارونه .

۳ – له یوه بله جلا کیدل لکه : له والدینو څخه د اولاد بیلیدل .

او ځیني نور عوامل ( ... ) چي له لنډ بحث څخه وروسته به يي يادونه وشي .

دنویو ځوانانو د ډیرو ناراحتیو سرچینه په ښکاره ډول غیر واقعي وي خو دا داسي اضطراب دی چي له بیلابیلو عواملو څخه رامنځته کیږي ، چي د هغو له ډلي يي ځيني په لاندي ډول سره دي ؛ لکه : بدني تغییرات لکه په هلکانو بلوغ ته د ناوخته رسیدو ویره ، په انجونو کي بلوغ ته د ژر رسیدو ویره ، له بدني تغییراتو څخه ویره او د شرمیندګي احساس ، د خپلو همزولو له خوا ورته پاملرنه نه کیدل یا دهغوی له خوا ددوی نه قبلوونه ، خپلواکه کیدل ، د پرخاشګرانه رفتار ښکاریدنه ، غیرمنطقي کیدل ، د ژوند لپاره د لازمو مهارتونو نشتوالی ، جنسي تمایلات او ځیني نور ډېر ... خو په کلي ډول سره ویلای شو چې لاندني عوامل د اضطراب د راپیداکیدو باعث کیږي :

· د یواځیتوب احساس

· د یوه غوره پټنځای د نه درلودلو احساس

· د بې موخي کیدلو احساس

· له زوړوالي څخه د ناسم تصویر د درلودلو احساس

· له مرګ څخه د یوې وحشتناکه څېرې د درلودلو احساس

· د ناخوښۍ د احساس درلودل ؛ یاني د نن ورځي انسان فکر کوي چي یو څه يي ورک کړي او ددې ورک څیز د پیدا کولو لپاره هر لوري ته ځي . ډېر ځله لیدل شوې دي چي یوه ډله داسي تصور کوي چي یو څه ترېنه ورک دي نو له همدي امله ډیره هڅه کوي تر څو هستوګنځای چمتو کړي ، واده وکړي ، موټر ، ټلیفون او ...چمتو کړي خو کله چي هغو ته ورسیږي بیا هم نه پوره شوي اړتیاوي ویني نو ځکه د یوه بل ورک شوي شي په لټه کي کیږي .

· آزارونکې بدبیني : په اوس وخت کي بدبیني دومره پراختیا کړي ده چي انسان حتا له خپلو نژدي کسانو سره کله په کوم دلیل او کله بي دلیله بدبینه کیږي . بدبیني په اوس وختونو کي یو د اضطراب له عواملو څخه ده چي د اخلاقي ضعف لامل کیږي او همدارنګه په ټولنیزو اړیکو کي د ګډوډي د رامنځته کیدو لامل هم کیږي .

· له راتلوونکي څخه ویره .

· د ګناه او شرم احساس .

· د ژوند سینګار ته مخ را اړول .

پر اضطراب باندي غلبه او دهغه درمان :

پر اضطراب باندي د غلبې ډيري لاري شتون لري خو تاسو باید یوه مناسبه کړنلاره چي ستاسوله شخصیت سره متناسبه پیدا کړۍ او په کار يي یوسۍ . په یاد ولرۍ چي ځیني ددې مهارتونو دوامدار تمرین ته اړتیا لري تر څو ګټور شي چي پخپله دا تمرینونه هم دوامداري روزني ته اړتیا لري او په ډیره چټکي سره تاسو کولای شۍ چي خپل تشویش (نګراني) کنټرول کړۍ .

دا لاندي ډيري په زړه پوري لاري دي چي پر اضطراب باندي غلبه واردوي ، نو زه به يي له همدي امله یواځي دلته لنډیز راواخلم چي یو خو د وخت کمښت دی او بل داچي انشاالله تاسو کولای چي یواځي له لنډیز څخه هم خپله موخه او مقصد تر لاسه کرۍ :

· په الله (ج) باندي توکل وکړۍ

· د اووږد نفس ایستل

· د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره پلان او برنامه جوړه کړۍ

· له خپلو ګاونډیانو او اطرافیانو سره اړیکي ټینګي کړۍ

· خپل ذهن ته آرامتیا (استراحت ) ورکړۍ

· فعاله او محرک واوسۍ

· د خپلي روغتیا ساتونکي واوسۍ

· خندا هیڅ وخت مه هیروۍ

· په حمام کي ډیر وخت تیرکړۍ : ددې پواسطه د انسان روحي او رواني اضطراب کمیږي

· غذايي رژیم : ډول ډول څیزونه وخورۍ

· میوه جات ( خامي خوړل کیدونکي میوي )

· مایعات ( څښوونکي شیان )

· د یوه او بل خطا او غلطې قبلول

· لوبي

 

پایله (نتیجه ګیري) :

په پایله کي ویلای شو چي افسردګي او اضطراب له هغو مسایلو څخه دي چي که چیرته يي په خپل وخت باندي درملنه ونه کړل شي نو ماشومان خو لا څه چي نوي ځوانان او لویان هم ددي تر اغیز لاندي راځي . نو کله چي یو کس په یادوو شویو رواني ستونزو باندی اخته شي د هماغه کس لپاره داسي شرایط او حالت رامنځته کوي چي له یوې خوا له کورنۍ څخه بیلیږي او یا که داسي ووایو چي دا شخص ګوښه کښیناستنه غوره کوي او نه غواړي چي د ژوند او خپلي کورنۍ په ورځنیو مسایلو کي برخه واخلي او له بلي خوا دا کس نه پوهیږي چي څه وکړي ، ځکه یادوو شویو ناروغیو دې حالت ته رسولی چی له ده څخه یي د ژوندکولو لاره ورکه کړي ده . نو ښه به دا وي که چیرته وغواړو د یادوو ناروغیو له آفت څخه هم ځان ، کورنۍ او ټولنه وژغورو نو اړینه داده چي کله یو کس په دې ناروغیو اخته کیږي په لومړي قدم کي یي باید ددې ناروغیو لاملونه ولټوي یاني کله چي موږ یوه ډاکټر ته ځو نو تر هغه وخته پوري ډاکټر زموږ د ناروغي درملنه نه شي کولای تر څو چي يي د یادي ناروغي لامل او علت نه وي پیداکړی ، او یا که په بل ډول سره ووایو چي مخنیوی له درملني څخه غوره ده یاني مخکي له دې چي په یوه ناروغي باندي اخته شو د هغي د راپیدو کیدو سرچینه باید او باید معلومه کړو تر څو يي درملنه ساده او آسانه شي . یوه بله خبره چي باید په دې برخه کي يي یادونه وکړم داده چي د افسردګي او اضطراب په وخت کي ډیری کسان او په ځانګړي ډول نوي ځوانان داسي احساس کوي چي دوی حتماُ یو څه ورک کړي او یا والدینو ترینه یو څه پټ کړي دي ، نو والدین باید په دې وخت کي چي دا دوره (نوي ځواني ) د بحرانونو دوره هم ده خپل اولادونه قانع کړي او د هغوي پر وړاندي له ډیري میني او حوصلي څخه کار واخلي .