مقالې
د کرونا د وبا دخپریدو او دې ته ورته ناڅاپي حالاتو کی د ټولنیز ثبات او خوندیتوب تدابیر
بنی آدم اعضای یک پیکرند که در آفرینش زیک گوهرند چو عضوی به درد آورد روزگار دگرعضـــوهارا نمــــاند قرار تو کز محنت دیگران بغمی نشاید نامت نهند آدمی *** له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې افغانستان او نوره نړۍ له لویې ستونزې؛ یعنی د کرونا یا ( COVID-19) د وایرس له خپریدو سره مخامخ ده. په پرمختللو هیوادو؛ په تیره بیا هغو هیوادو کې چی ټولنیز غښتلي نظامونه لري، دعامه ادارې او دولت له خوا د دغه ډول ناوړو او ناورین راوستونکو حالاتو لپاره ډیر ښه قبلی تدابیر شته، چی ځینی دغه تدابیرد دوی
د (دين) دکليمې ريښه ، مصدر او افعال
ګرانو اوخوږو لوستوونکو د ) پا اچا يي / پشايې / آريک ( ژبې ويوونکو اوعالقمندانو ! دادی دنوموړې ژبې ادبي اغيز په )عربي( ژبه کښی تر مطالعې الندی راولو . ددغه کار لپاره د)عربي (ژبې داسالم په ديانت کښی د ) دين( دکليمې نوم اوريښی يې په پشايې ژبې سره په مقايسه کښی وينو او ګورو. د ) دين( نوم چی په انګرېزۍ کښی ورته ) religion )وايې اوپه هره ژبه کښی د) دين( نوم ځانته خپل خپل نوم لري . اوس نو، د ) دين( دکليمې په ريښه ، مصدر او افعالو چی ، په )پا چايې / پشايې( ژبه کښی يې ر
استرالیا او هندوستان په سمندر کې د نظم ساتلو په ملاتړ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه
استرالیا او هندوستان د پنجشنبې په ورځ د هند سمندر او ارام سمندر د سیمې د د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي لپاره د قوانینو په اساس د نظم ساتلو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. دغه اعلامیه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت او دفاعي اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه د استرالیايي سیال سکاټ موریسن ترمنځ د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوه.
استرالیا کې د پناه غوښتونکو د ازادۍ لپاره لاریون ترسره شو
د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.
په کالیفورنیا کې د ایران د اخوندانو کړنې وغندل شوې
لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان، مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا د پایتخت سکرمنټو په ښار کې د ددغه ایالت د ګورنر( والي) د ودانۍ په وړاندې زمزمه کول. د هرات، مزار، پروان او بامیان په ګډون، د هیواد د اکثرو سیمو او ژبو افغانان او د لسو په خواو شا کې تورپوستې امریکایې میرمنې هم دی سوله ایزې غ
ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده
ملی فرهنګ یعنی ملی وثیقه، هویت، شناسنامه او پیژندنه. دا ټول د یوه ملت لپاره ډیر مهم دی، تر ژوند هم لا مهم دی او آب(اوبه) خو؛ آبرو ده. له قاجاریانو اوګرګینینانو نیولی، تر صفویانو اوبیا د رضا شا له وخته تر اوسه ایران هڅه کوی چی خپل فرهنګی امتیاز او برتری پر موږ وتپی. په پخوانی پارس(اوسنی ایران) کې دغه ټول نظامونه او فاشیستان آن خپل ملت ته هم لوی ماتم او مصیبت وو. دوی کله سیدجمال الدین افغانی هم خپل ګڼي او ټول افغانستان دپارس یوه برخه بولی، بیا ځان په غلطه خراسان کړی او افغانستان دخراسان یوه برخ
انګریزان د میوند او مکناټن انتقام اخلي
که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده. دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خا
موږ کومې خوا ته روان یو او څه کوو؟
په اوسني حکومت کې د پلان، همغږۍ او سازماندهۍ نه شتون او په خپل سري تر وروستي بریده رسېدلې ده. د حکومت ټول کارونه پر غونډو، خبري کنفرانسونو او په ټلویزوني خپرونو کې محدود شوې دي او بس. د حکومتي مسوولینو په خبرو کې تناقض لکه لمر روښانه دی؛ وزیر مو یو څه وايي، معین بل څه، والي له قرنطینه غږېږي، وزیر یې د لغوه کېدو خبره کوي، د بېړنیو حالاتو کميټه خلکو سره د مرستو سندرې وايي ښاروالۍ بیا خلکو ته د مرستو درېدو اعلان کوي، وزیر مو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو موضوع رابرسېره کوي، مرستیال
د ولسمشر او موسکا نجیب له څرګندونو نه ښای سواستفاده وشي!
له هر څه مخکې باید هېره نه کړو چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په وړاندې پخواني کودتاچیان نن هم د ولسمشر اشرف غني د واک چپه کولو لپاره په کافي امکاناتو د هغه تر شاوخوا په کمین کې دی او له بهره هم طالبان د پخوانیو مجاهدینو په نقش کې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې د موقت حکومت او نورو پلمو په بڼه په توطیه کې دي. نننی کړکېچن سیاسي چاپیریال چې ولسمشر غني يي مدیریت کوي په ډېرو نښو او علامو سره، هغه چاپیریال ته ورته ښکاري چې د ۹۰ لسیزې په پیل کې يي مدیریت پخواني ولسمشر دوکټور نجیب
طالب او جميعت
كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کاب
ظالم انسان
یو ځل د زمری په نظر کې یوه پیشو راغله راویې غوښته او پوښتنه یې ور نه وکړه چې ستا شکل او څېره بیلکل زما په شان دی لیکن جسم او قد دې ډیر وړوکی دی دا څه علت دی ؟هغه وویل داداجانه !زه په اصل کې ستاسو خاندان سره اړیکی لرم خو داظالم ، کم بخت ، په نفس سپور،او مغرور انسان دی چې مامروړی اوزه یې دومره باریکه کړې یم زمری لکه د پیمان ناتو لوده ستولتن بیرګ به قهر شواو ویې ویل زه همدا اوس انسان ته ددې ظلم خوند ورڅکم راځه ماسره لاړه شه او انسان راته وښیه. پیشو په کافی اندازه دانسان خواص بیان کړل چې انسان ډی
دریمه برخه ؛ آیا خدای ممکن دی؟
لومړني انسانان: انسانانو کې د خدای د تصور په هکله سوچ هم له یوه اوږده تکاملي دور تېر دی او لا هم د تکامل حالت کې دی. له سیند، سپوږمۍ، لمر او ستورو واوښت او د آسمان د پاسه یې بللو. پخوانیو انسانانو فکر کولو چې اسمان یو چت دی او خامخا خدای ددې د پاسه دی ځکه لوی باچا باید پاس وي. د ابراهیمي ادیانو متنو کې هم اسمان چت یاد شوی او په نا لیدونکو ستنو ولاړ دی. حقیقت دادی چې اسمان م
اعتماد او باور
د يوه شخص د تیارۍ او امادګۍ اندازه چې څومره د بل شخص (يا ډلې ، سازمان ، ادارې او دولتي اورګانونو) خبرې ، ادعا او اظهارات ورته د منلو او اعتبار وړ دي اعتماد بلل کيږي . هر څومره چې ديوه شخص د تيارۍ او امادګۍ دا اندازه د بل (شخص ، ډلې ، سلزمان او دولتي اورګانونو ) د اظهاراتو دمنلو او معتبر ګڼلو دپاره زيات وي په همغه اندازه د اعتماد کچه هم لوړه او اعتماد کوونکي مقابل لوری د خپل حمايت او تائيد وړ ګرځوي. په ټولنه کې د سولې ، ثبات ، ترقۍ او سوکالۍ د راتلو او استقرار له پاره د ټولنې د افرادو
که د مثبت بدلون هڅه ونکړو نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي!
شک نشته چې ديني عالمان زمونږ د ټولنې د اروايي رنځونو معالجين او هغه قشر ده چې زمونږ په عنعنوي مذهبي تولنه کې ورته تر هر چا زياته پاملرنه او درنښت کيږي. په اسلامي هېوادونو کې بالعموم او په افغانستان کې بالخصوص له هر چا سره، په هره برخه کې هر ډول مخالفت د توجیه وړ ده، خو د محراب او منبر له ادرس څخه د شوې خبرې مخالفت جرم او ګناه ګڼل کېږي. مګر ديني علماو ته دغه درنښت او احترام يوازې د عام ولس په منځ کې شتون لري. دربارونه او د واک په ماڼيو کې ناست خلک له دغه قشر سره يوازې د اړتیا د پوره کولو لپاره
ایران او افغانستان روابط
افغانستان او ایران دوه گاونډی اسلامی هیوادونه دی، خو یو یی له امریکی سره تاوده او بل یی ډیر ساړه مناسبات لری، له بلی خوا افغانستان کورنیو جگړو سخت ځپلی، مگر ایران د لومړنیو اړتیا وړ اجناسو، درملو، کرنیزوتوکو، تخنیک او گڼ شمیر ضرورتونو له پلوه نسبتاً په خپل ځان متکی دی. همدا اوس گڼ شمیر افغان مهاجر ایران کی دی او ډیر افغانان د بیکاري او بیوزلی له امله غواړی د ایران له لاری د قاچاقبرو په واسطه اروپایی هیوادو ته ورسیږی. له بلې خوا افغانانو ځینی وخت کی بهرنیو هیوادو او له هغی جملی ایران کی داسې ت
امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟
امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟ دا هغه موضوع ده چې ځينې امريکايي سياستوال يې د ترسره کولو په لټه کې دي او په دې ليکنه کې له چين څخه د امريکايي تصديو د احتمالي وتلو د پايلو او په دې اړه چې آيا امريکايي شرکتونه به د چين لوی بازار پرېښودو ته چمتو شي؟ بحث شوی. ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله د امريکايي سياستوالو څخه د اقتصادي لارې ورکېدل: والسټريټ ژورنال پدې وروستيو کې د (( آيا امريکا له چي
د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه
{ د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه} ګرانو د ټول افغان لوستونکو ! تاسو به داڅو اوونۍ د پورتنیو ۲ ښاغلو لیکنې لوستلې وي. البته د هرچا خپل نظر دی او خپل قضاوت؛ خو د یو پښتون،مسلمان او افغان په صفت سړی داسې لیکنو ته بیتفاوته نشي پاتې کیدای او ما د ټول افغان اوبسایټ چلوونکو ته هم په دې لیک کې لیکلی چې دغسې کفري،ملهدي،مشرکي او... لیکنو خپرولو ته څه حاجت؟ ؛ بیا دې خیر یوسي طاهر خان ثابت ساب چې ښه دیني،منطقي اوعلمي ځوابونه ېې ورته لیکلي ؛ خو هغه د خدای بی
د لېنېن دوکتورین او د مسلمه امت د تاړاک اتلان
که لېنین اوس ژوندی وای، د خپلو پلیدو نظریو د اثبات لپاره به یې د افغان مجاهدینو د وحشت زرګونې بېلګې راوړلې چې دین یا مذهب د څومره بدبختیو لامل ګرځي۔ همداسې به یې نړیوالو ته د لوېدیز امپریالېستانو د پروژو او کرایي قاتلانو ناولې څېرې بربنډولې۔ په بشپړ باور چې د هرې خبرې لپاره به یې یو لاسوند (ثبوت) وړاندې کوه او په بپشړ باور چې د لاسوندونو له کمښت سره به نه وای مخ شوی۔ دا دي د لېنېن له مرګه څخه کابو شپږ نوي کلونه تېرېري، خو د ده یوه او بله وینا یا سیاسي او نظامي دوکتورین په ډېرو اسلامي
دحج فرضيت، فضيلت، شرطونه اواحکام
داسلام تشریعي اساسات ! (د حـــج فرضیت ،فضیلت ،شرطونه او نور اړوندمسایل ) مفتي فضل هادي (سالک) مشهور محقق اودحنفي مذهب خور انوموتی عالم (علامه زین ابن نجیم ) رح دکنزالدقایق په څیړیزه شرح(البحرالرایق )لومړي جلدکې داسې کاږې چې :(اعلم ان مدار الدین متعلق بالاعتقادات والعبادات والمعاملات والمزاجر والآداب ......)دحنفي فقه ددې علامه دڅیړنې په بنسټ داسلامي دین ګردې چارې پدې پنځوبنسټونو راڅرخي ،چې هغه عقاید،عبادات معاملات ،عقوبات یاحدود او آداب دي ،زین ابن نجیم رح ددې اجمال دتفصیل پر وخت ک
ځيني اذکار سره د هغوی فضيلتونو:
🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم 🌹 د ذکر مينه والو لپاره په زړه پورې ډالۍ! خپله دنيا او اخرت ښايسته کړئ! ځينې اذکار سره د هغوی فضيلتونو: .................................................................................... ★★(1)- (سبحان الله و بحمده ) ۱۰۰ ځله★★ *خضرت ابوذر رض فرمايي چې حضور ص وفرمايل: چې زه تاته داسې کلمې ونه ښايم، کومې چې الله تعالیٰ ته د ټولو نه ډېرې خوښې دي؟ ما عرض وکړ، تاسو ماته هغه کلمې وښايئ، کومې چې دالله تعالی خوښې دي· حضو