سرچینه : لوموند ډیپلوماتیک د سویس اونیزه اخبار
Le Monde diplomatique
 WOZ Die Wochenzeitung 

لیکوال: ښاغلی ویرنر شایرر او میرمن ویرنه توبلر 

                                                         

                       د طالبانو رژیم وچ کلک سختدریځه قانون او اخلاقي اصول له اسلام پرته نورې رېښې هم لري
                                                                                    د نړیوالو او سیمه ییزوالو ترمنځ یوه ستره کنډه                                                                           


                                                                                                                                                        ? Do you speak Pashtunwali, Mr. Bush      
 
څنګه چې زه تر نن ورڅې پورې ژوندۍ پاتي شوي یمه، لامل یې دا دی چې زه تازه پوهیدلي ومه» کله چې یو څوک یو پښتون مشر ته پناه وروړي، هغه مجبور دی، د پناه وړونکې سړی د ژوند او عزت څخه په خوندي ټوګه ساتنه وکړي. ان که ننواتي وروړونکي انسان د هغه د سر دښمن هم وي ».
د سویسي اوونیزې مشر دا خبره په داسي مهال کې لیکې، کله چې ټولي نړۍ د طالبانو څخه د اوسامه بن لادن د ژوندی یا مړ ورسپارلو غوښتنه کوله. زموږ د سویسي اوونیزې ټولو کارکوونکو پام د دغي ښځې دې لیک ته ور واوښت.
د سویس د څیوغیښ ښار اوسیدونکې یوې سویسي ښځې ادعا وکړه او موږ ته لیکلي، چې د پښتنو د میلمه پالنې قانون لا تر اوسه ژوندي پاتې دی. زه د پښتنو د میلمه پالنې قانون، د پناه ورکولو حق یا د ننواتي قانون څخه منندويه یمه، ځکه زه تر اوسه د همدې امله ژوندی پاتي شوي یمه؟.
موږ ( د اونیزې مشر) غواړو او هڅه کوو، څو په دې اړه له دغي ښځې څخه نور مالومات تر لاسه کړو. دغي ښځې موږ ته د پښتني کولتور، د پښتونولي قانون د ځینو دودونو، اصولو او اساساتو تشریح کولو هڅه وکړه.
سویسي مېرمن موږ ته وویل، کیدای شي چې«  بن لادن په ترهګريزو بریدونو کې ښکېل وي، خو طالبانو ته د میلمه پالنې او د پناه وروړونکی سړی حقوق ډیر سپیڅلي دي. کله چې طالبان د امریکا متحده ایالاتو څخه د بن لادن د ورسپارلو څخه د مخه د هغه د جرم په اړه ثبوت غوښتل، د سویسې مېرمن په اند، د دوی دغه غوښتنه د نړیوالو قوانینو سره مطابقت یا سمون درلود !»                                                                                                                                         کله چې د لیک لیکوونکی میرمن توبلر زموږ سره د لیدنې او کتنې پر مهال د پټانانو یا افغانانو سره د خپلو شخصي تجربو کیسې کولي، هغي دې موضوع ته هم اشاره وکړه، چې اصلاً ناټو دغه غوښتنه د طالبانو څخه کړي وه، مخکې تر دې د شمالي اتلانتیک د پیوستون پکت یا تړون په دې اړه عملاً لاس په کار شي.
سویسي لیکواله میرمن توبلر ویرنه (Tobler Verena ) یوه توکمپوهه او د ټولنپوهنې مشاوره ده. د پښتنو سره د هغي لومړنۍ پيژندګلوي او تجربې په پښتونخوا کې په اتیایمو کالونو کې تر سره شوې. میرمن توبلر د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري او د ( The Word Food Programm (WFP )  لخوا د کوټه په سیمه کې پر دغه دنده وګمارل شوه. هغه له یوې بلي دندې څخه د بنګلدیش د ( (UNHCR ) څخه دلته راغلي وه. دغه میرمن دفعتاً دلته په کوټه کې حیرانه پاتي شوه، هغې ډیر ژر احساس وکړو، چې دلته د یو بل ډول له مقرراتو سره مخامخ شوي ده. لکه په کوټه کې پښتانه بي وسلې شوي نه وو، د پښتنو د کډوالو پڼغاړي پنځوس کیلومتره د پولې څخه په لري واټن کې ځای پر ځای شوي نه وو. لکه څنګه چې په بنګلډیش کې د برما هیواد له کډوالو سره داسي  چلند شوي و. افغان کډوال ان د خوراکې توکیو د ویشلو لپاره هم نه ګڼل کیدل، یواځي د کډوالو د کمپونو د مشرانو څخه به پوښتنه کیده، چې په خپل کمپ کې څو کسه لرې.
په دې ډول به افغان کډوالو ته خوراکې توکې ویشل کیده. په ریښتیا سره افغان کډوالو ته د خوراکې توکولیږ د یو ډول موډلي یا نمایشي عملیات و، چې سیاسي موخې په بشري مرستو کې نغښتلي شوي وې.
 د ملګرو ملتونو د (UNHCR –Progremm)  اصلي مرستکونکې هیواد د امریکا متحده ایالات و. دا مهال په سیمه کې ځښتې ډیرې او بي شمیره شخصي مرستندویه موسسې په دغه پروګرام کې فعالې برخې درلودې. په لویدیځه نړۍ کې د افغان ولس سره د خواخوږي له امله او د شوروي اتحاد د یرغلګر پوځ په وړاندې د دوی د میړني مقاومت لپاره په ډیره بیړه سره مرستي راټولیدې. د افغان کډوالو سره د مرستو سربیره افغان مجاهدینو ته د وسلو مرستي او افغان جنګیالیو ته د ټرنینګ روزنځایونه هم جوړ شوي وو. د ګردې اسلامي نړۍ څخه خپلسرې آزاد جنګیالې د سپېڅلي جهاد لپاره د پاکستاني استخباراتو او امریکایي مشاورینو تر سترګو لاندې په جهاد کې بوخت وو. په دې اړه ښاغلي Selig S.Harrison  یوه بله لیکنه د لوماند ډیپلوماتیک په  ورځپانه کې لوستلي شي .
دلته نه یواځې سې اې اې په خپلو چارو کې ډیره بوخته وه، بلکې د امریکې (Drug Enforcemt Agency ) هم خپل شتون درلود. دا مهال د سرو زرو په نیمه سپوږمي کې ( ژباړن؛ د لویدیځ په رسنیو او سیاسي نقشو کې د پښتنو سیمو ته د سرو زرو نیمه میاشت ویل کیږي) د هیروهینو کارو بار او قاچاق خپل ورستي جګې کچې ته رسیدلي و.
 
کله چې میرمن توبلر ویرینه (Verena Tobler ) غوښتل وپوهیږي، په کمپونو کې په ریښتینې توګه څومره کډوالو شتون لري او یا د څومره کډوالو مسوولیت د هغې په غاړه دی. میرمن توبلر ته له لري داسې برېښیدو، چې دلته په کمپونو کې څه چل ول روان دی. کله چې هغې په یوه کمپ کې د کډوالو شمیر او د خوراکې توکو اندازه له یو بل سره پرتله کړل. د کمپ مشر محمد ګل تک زیړ یا رنګ ځښت ډیر زیړ شو او د بدل اخیستلو قسم یاد کړو. که څه هم د میرمن توبلر او د ملګرو ملتونو د ټولو چارواکو سره په قبایلي سیمه کې د تګ راتګ پر مهال وسله وال ساتونکې مل وو. د دې سربیره میرمن توبلر څو اوونۍ ځان ته ګواښ احساس کاوه. یوه شپه په ریښتیا سره یو تعقیب کوونکې سړی د هغي خیمې ته ځان ور ورساوه. کله چې د میرمن توبلر ویده ساتونکې له خوبه راویښ شول او چېغه ګډه شوه. میرمن توبلر وایي، ما هغه سړی چې مخي پټ وه، وپیژند او وپوهیدم، چې دا مخپټي سړی چا رالیږلي دی.
میرمن توبلر خپلي کیسي ته داوم ورکوي او وايي. زه پوهیدم، چې زه د وژلو په لیسټ کې یمه، هغې د دې خبرو د ویلو پر مهال د زړه نه خندل، هغې ویل، لنډه، زه پوهیدم چې زه په هر ځای کې له ګواښ سره مخامخ یمه. هممهاله میرمني توبلر ورو ورو زده کړي و، چې ځان په هغه سیمه کې ډادمن او غوندي احساسولي شي، له کوم ځای څخه د هغې د وژلو امر ورکړل شوي دی، میرمن توبلر مستقیمآ د محمد ګل تر اغیزي لاندې سیمي ته ورځي، محمد ګل تل د مسکا ډکه څیره لري، سویسې میرمن د محمد ګل د اغیزې په سیمه  کې د میلمه په ټوګه اوستوګنه غوره کوي او له دې لارې هغه ځان د مرګ څخه ژغوري، هغه د محمد ګل څخه پناه اخلي او مصؤنیت ترلاسه کوي. محمد ګل په ورین تندي میرمن توبلر ته به خپله سیمه کې پنا ورکړي، محمد ګل په خپله د ښځې د سر او امن څخه ساتنه کوله او دی په خپله مجبور کیږي، د میرمن توبلر د بیرته تګ په محال د خپلي میلمنۍ څخه بدرګه هم وکړي.
دا د میرمن توبلر خپله شخصي تجربه او کیسه وه، چې دې د پښتنو د پښتونولۍ، د میلمه پالني او ننواتي یا د پناه اخیستلو حقوق په خپله تجربه کړي دي.
میرمن توبلر ورسته بیا په سویس کې د توکمپوهني په پوهنځي کې د پښتنو د حقوقي سیسټم « پښتونولي» په اړه لوړې زده کړي ترسره کړي، هغې د دې موضوع په اړه ډیرې ژورې علمي لیکني ولیکلي. 
په ۱۹۹۹ کال کې میرمن توبلر په یوه اغیزناکه هراړ خیزه حقوقي لیکنه کې په نامه د » طالبان وپیژنۍ، دبنسټپالو، دودپالو سره ګټورې خبرې اترې او چل چلند زده کړئ » ولیکله. میرمېن توبلر دا جګړه د سیمه ییز والو جګړه د نړیوالو په وړاندې بللي ده. هغه د خپلي دغي ادعا لپاره د امریکې له (Seattle)  څخه د سویس تر (Genua)  جینوا پوري لاړه او راغله. د دغي سویسې میرمن په اند د نن ورځي د جګړه ییز او خونړي کړکیچ منځ زړي په همدغه موضوع کې نغښتي دی. دا جګړه د سیمه ییزوالو جګړه د نړیوالو په وړاندې ده.
د نړیوال اقتصاد په مرکز کې ټولنیزې چارې د کسب او کار رانیونه یا د کار په موندلو کې تنظیم شوي دي او په ټولنه کې په مناسب ډول ټولنیز رول لوبول دا ټول د ګرده سره په دندو او پیسو باندې را څرغيږي. یو د خیر ښیګنې، رفا یا ټولنیز دولت خپلو بوډاګانو یا زړو وګړو ته، خپلو ناروغانو او د ټولنې په څنډو کې اوسیدونکې وګړو پالنه او د دوی د هوساینې لپاره روغتیایي خدمات هم وړاندې کوي. د دولت نور اورګانونه او موسیسات د خپلو وګړو امنیت غوندي کوي او د خپلو وګړو حقوق د قانون په چوکاټ تضمینوي. همداسي د ښوونې او روزنې چارې د ځانګړو مسلکې خلکو په ګمارلو سره تر سره کیږي. دولت خپلو په دنده ګمارل شویو کارکوونکو یا مامورینو ته د کار په بدل کې معاش ورکوي. 
همداسې نن په ګرده نړي کې او د نړیوال اقتصاد په څنډو یا حاشیه کې د بشریت یوه ستره برخه خلک ژوند لري. دوی ته په هیڅ ډول د ژوند کولو د لومړنیو اسانتیاوې چانس نه ورکول کیږي. دغو بې وزلو خلکو ته په دغه مادي نړیوال اقتصاد کې هیڅ برخه نه ورکول کیږي. یا دوی د خپلو بلکل ځانګړو ټولنیزو نورمونو، ارزښتونو، دود دستور درلودلو سره له دغې غوړیدلي نړیوال اقتصاد سره نه تړل کیږي.
په پښتانه یا پښتنه ټولنه او د پښتنو په قبایلي قانون کې میرمن توبلر یوه بیساري بیلګه د یوې نوې ټولنې موندلي، چې په هغه کې ټولنیزې مرکزي چارې د نن ورځ د نوي مډرني ټولنې څخه مخکې، په پرمختللي ډول په کې تنظیم شوي دي، د پښتنو په ټولنه کې مسوولیت تر سره کول یا مسوولیت اخیستل د پیسو په بدل کې نه مجرا کیږي، بلکې د ننګ، غیرت، عزت، شان شوکت او انساني حیثیت له لارې محاسبه او حق الزحمه ورکول کیږي. څوک چې په ټولنه کې خپلو مسوولیتونو ته پام نه کوي او یا ورسره بي پروایي کوي او یا خپل مسوولیتونه بلکل ویروي، هغه ته شرم دی، هغه د شرم سره مخامخ کیږي، هغه سړی د افغاني ټولنې څخه د ویستلو په سزا مجازات او محکوم کیږي.
پښتانه افغانان په نړۍ کې د ننګ، غیرت او شرم یو لرغوني کمربند دی، نن د نړۍ د ننګ او شرم کمربند په سیمه کې د نړۍ سترې طبعي زیرمې پرتې دي. د کانونو په طبعي زیرمو باندې او د سیمې د تولیداتو پر حاصلاتو (کوکنار) باندې ډیره سخته خونړي جګړه روانه ده.
میرمن توبلر د جګړو یو لامل په همدغه یاد شویو توکو کې ویني، هغه لیکې، چې ولې موږ ته تل له سویلي منځې بحیرې یا د مدیټرنې سمندر څخه تر پاکستانه په دې سیمو کې تل یو زړبوګنونکې جګړه ییز ښکاره کیدونکې مورال بر لاسې برېښي. ولې په دغه سیمو کې مرکزي دولتي حاکمیت تل کمزوري پاتي شوي. هغه زیاتوي چې کله د ځمکو، اوبو، زیرمو، د طبعي زیرمو او د خلکو د کمښت څخه د دفاع مسله رامنځ ته کیږي، د نور شیانو په پرتله د طبعي زیرمو ساتنه او امنیت دندې پرنور دندو باندې برلاسه کیږي. په تاریخي لهذ د یادو شویو توکو ساتنه او امنیتي چارو دنده نارینه وو ته ور سپارل کیږي. 
مېرمن توبلر ته دا هم یو لامل ښکاري، چې ولي په پښتني ټولنه کې د پښتنو د ښځینه او نارینه جنسیت د اړیکو ترمنځ جوت بیلوالي او یا یو ستر توپیر شتون لري. په اصل کې دغو یادو شویو توکو او اړیکو د پښتنۍ ښځې او پښتون نارینه تر منځ په ټولنیزو چارو کې جوت ویش رامنځ ته کړي دی. له همدې امله هر ننګیالی پټان یا پښتون له ځانه سره وسله ګرځوي. په همدې ترتیب سره د جګړو پرمهال د یو ننګیالی جنګیالي او بي وسلې یا ملکې سړی ترمنّځ توپیر یوه ګرانه چار ګرځي. یو ننګیالی پښتون افغان نارینه ته دووې چارې لومړیتوب لري، لومړۍ یو ننګیالی باید د کمزورو، بې وسو خلکو څخه ساتنه وکړي، لکه د ښځو، ماشومانو او په ټولنه کې د بي وسلو خلکو یا د ټولو کسب ګرو د حقوقو څخه ساتنه کوي. دویم دی باید د خپلې وسلې د استعمال په اړه سمه پوهه او مالومات ولري. تر څو دی د خپلې خور، مور او لور، خپلې کورنې او خپل ولس څخه، د خپلې ځمکې څخه، د خپل عزت، غیرت، ناماموس او د پلارني هیواد څخه په میړانه دفاع وکړي.
د نړیوالو او سیمه ییزوالو د ټکر لامل کوم، چې وسمهال نړۍ آرامه ساه اخیستلو ته نه پریږدي، په همدې ټکي کې نغښتي دی، دواړه جنګي غاړې د یو بل څخه سم پوهاوې نه لري او پر یو بل باندې بې باوره شوي دي. دغي نا برابري او بې عدالتي بنسټ په کبر او بې ځایه غرور باندې ولاړ دی. که موږ د لویدیځ د تندر پخواني زمانې وڅیړو، په کې د کاتولیکانو انسان وژنه، د کوډ ګرو ښځو سوزنې او د ښکېلاکګرو لښکرو ظلمونه وینو، دوی خپل ځانونه د نورو ولسونو څخه په پوهه کې بهتره ګڼلي. دوی پردي انسانانو سره او د دوی له کولتورنو سره لکه د ځنګلونو د څنډو په څیر بې مانا او بې تفاوته چلند کړي دی. دغه پردي خلک دوی ته بې تمدنه، مسخره او تیټ خلک ښکاریدل، د دوی سره به غیر انساني چلند کاوه، دغه پردي خلک به دوی ته د ځناور او خونخواره انسانانو په شان برېښیدل.
د میرمن توبلر څیړنیزه چارې، پوهنیزه لیکنې پر دې ټکي را څرخي، چې باید د نورو خلکو حقوق او د نور خلکو خپل تصور شویو نورمونو، معیارنو ته باید درنښت وشي او دغه میرمن موږ ته زموږ خپل پخوانې زمانې حالات او خپل پیدایښ را په ياد وي. 
له کله نه مو چې په لویدیځ کې د رفا یا ټولنیز دولت بنسټ رامنځ ته کړي دی. موږ د خپلو خپلوانو د خپلوي له اړیکې څخه ووتلو، د جنسیت له لهذا یا د ښځې او نارینه رول زموږ په ټولنه کې د هر چاه په خپله خوښه شوي. د نسلونو رول خړپړ شوي. په همدغه بهیر کې د کسب او کار رول قانوني شوي او د یوې ځانګړي طبقي سره وتړل شوي.
د دې سربیره زموږ بنسټیزه اړتیاوې ډیرې لرې په نړیوال اقتصاد کې باید پوره شي. زموږ دغه بنسټیزې اړتیاوې د سیمه ییز والو د سیمې له زیرمو څخه په مستقیم ډول د دودپالو په نسلونو کې باید تر سره شي. د سیمه ییزوالو په َټولنه کې د ښځینه او نارینه وو جنسیت رول ته سم نه کتل کیږي، دوی باید موږ ته زموږ اړینې اړتیاوې په خپل انساني او حیواني مټو او زور باندې تر سره شي.
له بله لوري د پښتنو د مورال خواره مهم بنسټیزه اساسات په لاندې ارزښتونو باندې ولاړ دي. پښتنو ته وینه تر اوبو ټینګه ده، ته باید د خپل پلار او مور درناوي وکړي، د یو هوډمن پښتون سړی د شخصیت انځور باید د اتلولي څخه یو ډک انځور وي، ښځه باید ماشوم وزیږوي، د هغه پالنه او روزنه وکړي. د دوی د ښځینه او نارینه جنسیت ته ځانګړي بیلي دندې ور په غاړه دي. پښتنه ټولنه کې کله چې یو څوک خپل مسوولیت ادا کړي او خپل وګړونیز رول په ټولنه کې ولوبوي، دواړو شخصیتونو ته که ښځینه او نارینه وي، په ګډه او مساويانه توګه د ولس له خوا ورته ننګ، غیرت او درنښت ډالۍ کیږي. کله چې یو شخص په عام محضر کې په خپلو مسوولیتونو کې ناکام شي. دی بیا له ستر شرم سره مخامخ کیږي. په ځینو حالاتو کې دی په مرګ هم محکوم کیږي .
د میرمن توبلر په اند د طالبانو په حقوقي سیسټم کې نه یواځي اسلامي شریعت شتون لري، بلکې په ښکاره ډول د پښتنو د حقوقي نورمونه، تصورات او مورال هم لیدل کیږي. د دوی د بدل پرنسب سترګه د سترګې په بدل کې، غاښ د غاښ په بدل کې او همداسي په نورو مواردو کې چې ټولنیز تړون یا نرخ مات کړل شي، په پښتنو کې دغه دودیزه قانون پلي کیږي.
د پښتونولي اصول تعینوي، چې څوک په کومو حالاتو کې باید سزا وویني، څوک کله له کوم جرم څخه خلاص دی، د چا څخه ساتنه باید وشي او چاته باید د مرګ سزا وارول شي او یا دی کومي بلي مرجع او یا بلي سترې جرګه یا مرکې ته ودریدی شي.
میرمن توبلر د خپلي څیړنو پایله کې په دې خبره باندې ټینګار کوي او دا خبره جوتوي، چې د مورال په اړه یوه سمه پریکنده فیصله باید د هماغو خلکو د ژوندانه له موثقو شرایطو سره تر سره شي. د خلکو په اړه باید سیمه ییزې زیرمې وڅیړل، وپیژندل او ومنل شي. دا هغه زیرمې دي، چې د سیمې خلک پر بنسټ یې خپل ورځنې ژوند او راکړه ورکړې ترسره کوي .
کله چې په ټولنه کې پخواني ټولمنلي تصورات ارزښتونه، نورمونه، دودونه، نرخونه او رواجونه له منځه ولاړل شي او په ځای یې د ټولنې په اقتصادي بنسټونه کې بنسټیز بدلونونه رانشي.
پرته له دې نور هر څه توهمتونه دي، تکبر او تکفیرول دي او له دې سره یو ډول امپریالیستي مورال ته لاره خلاصول دي، دا لار به موږ ټول له یو بل ستر ناورین سره مخامخ کړي. 
کله چې مېرمن توبلر په پاکستان کې افغان کډوالو ته مرستې ویشلي، دغي میرمن په خپل وخت کې هم اوسنیو بنستیزو ستونزو ته اشاره کړي. هغه وایې، چې د پټانانو یا افغانانو ټولنه د نوې مډرن پیر څخه مخکې په منظم ډول تنظیم او رامنځ ته شوي ده، دوی ته باید په یو مناسب ډول د خوراکې توکو مرستي وویشل شي، چې دوی د سترې فاجعه سره مخامخ نه شي. میرمن توبلر بیا په ټینګار سره وایې، لکه څنګه چې اوس حالات همداسي روان دي، که څوک غواړي، ځان ناشونې یا ناممکنه وښیې، دی باید یوه مناسبه خبره د خدای په لاره کې د نابلل شویو جنګیالیو په اړه کې وکړي. په همدې وجه میرمن توبلر په دغه برخه لاندې هم تینګار کوي او وايې، ما تل د ښځو د سختو حالاتو او حقونو په اړه خپل غږ پورته کړي دی. که موږ دغه دواړه خبرې په ایډیالي ټوګه ومنو او یا په سختدریځې کې تکفیر کړو، دا عمل به زموږ په لاره کې یو ستر خنډ وګرځي، کله چې موږ غواړو په دغه ستونزه باندې ځان په سمه او ریښتنې توګه پوهه کړو. 
پښتانه افغانان یا پټانان د افغانستان په ډیر توکمیزه هیواد کې تر ټولو ستر توکم دی. په ډیرو علمي څیړنیزو سرچینو کې پښتانه د افغانستان د ۵۵ څخه تر ۶۵ سلنی پوري ښودل شوي دي. ازاد پښتانه قبایل د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ استوګن دي. اکثریت پښتانه طالبان د کندهار له شاوخوا سیمو څخه دي. 
 
 
 
                                                                                                                                                                                          د یوولسمي برخې پای