مقالې


دفتواګرو دفتوا سیاست

دفتواګرو دفتوا سیاست ‎ رض )‎(‎حضرت ابوبکر صدیق وایی چې لوړوالی په تقوی کې دولت په توکل باندې او عظمت په تواضع کې دفتواګرود فتواګری سیاست ددې بېوزلی او جنګ اوجګړو خوړلی هېواد افغانستان پخوانی اجرایه رءیس په خپله لیکنه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرمایک پام پیو ته څه ډول دیپلوماتیک پیغام لری دا مرور هر لوبه چې لری په کار وه چې څوځلی یی له خان سره سوچ کړی وی اویا یې له کوم فالبین سره کتلی وی یایې دمرحوم مجددی په شان يې استخاره کړلې وای نن سبا په دې ټولنه کې د څلورو لسیزو دجنګ

14.04.2020 ع.شریف زاد

خرابکاران چی میخواهند؟

مردم رنج کشیدۀ افغانستان بار دیگر، روزهای دشواری را سپری مینمایند. مشکلات ایجاد شده و معضلات سازمان یافته ، استقرار سیستم دولتی، وحدت ملی و حتی تمامیت ارضی وطن شانرا با خطر مواجه ساخته است. زیرا مشکل آفرین های منطقه، گروه های مورد نظر و وابسطه به خودشان را حمایت می نمایند. آنها با استفاده از فضای بمیان آمدۀ موجود، بخاطررسیدن به اهداف تجاوزکارانه شان، کمافی السابق دست به کار اند . این کشورها، تصور مینمایند که با تحقق موافقتنامۀ ایالات متحدۀ امریکا و طالبان، قوتهای ناتو وامریکا، صحنه را ترک نمو

13.04.2020 میر عنایت الله سادات

کرونا وایرس: له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه د مهاجرینو د ویستلو غوښتنې شوي

د حقونو ځینو ډلو د استرالیا له حکومته غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله دې له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه بندي پناه غوښتونکي راوباسي. شاوخوا ۲۱۰ پناه غوښتونکي دا مهال په نایرو کې بندیان دي او همداشان ۲۲۰ نور چې مخکې په مانوس ټاپو کې ساتل کیدل اوس د پاپوا نیو ګینیا په پلازمینه پورت موریسبي کې بندیان دي. په پورت موریسبي کې بندي سریلانکايي پناه غوښتونکي (شمېندا کاناپ

12.04.2020 خوشحال صافی

د کرونا وایرس بحران او د استرالیا پر راتلونکي یې اغیزې

د کرونا وایرس چټکې خپریدنې او له دې امله رامنځته شوي بحران لا وار دمخه د استرالیایانو پر ژوند د اوس لپاره او د راتلونکو څو میاشتو لپاره اغیزې پریښي، خو ویره شته چې دا اغیزې ښايي له دې څخه هم ډیرې اوږدې پاتې شي.  اسټرالیایان او هیواد یې ممکن د دې وبا څخه وروسته د یو ډیر متفاوت هیواد په توګه رابرسیره شي. د اسټرالیا د ملي پوهنتون د نفوسو کارپوهه ډاکټره (لیز الن) باور لري چې د کرونا وایرس او له امله یې رامنځته شوې ویره ب

12.04.2020 خوشحال صافی

د سولی د تړون ښه پوهنه

او همدا اوس اوس ښاغلی مومند د قطر د تړون یوه انګیرنه خپره کړی چه زمونږ په فکر د نومړی تړون د بری لپاره باید ګواښ و بلل شی. دی انګیرنی شبهی او شکونه زمونږ په فکر کی پیدا کړه او زه مطمئن یم چه دی به د نورو وطنوالو لپاره هم سوالونه پیدا کړی وی.  خو زمونږ په نظر دهغه انګیرنه د یوی قانونی لیکنی د تفسیر په ښه قانونی اصولو ولاړه نده او څکه مونږ غواړو چه د نوموړی تړون صحیح تفسیر وړاندی کړو. مخته له دی چه صحیح تفسیر یی و لیکو څو مهم ټکی باید په نظر کی ونیسو: د ښاغلی مومند تفسیر په زاړه

12.04.2020 طاهر ثابت

د عشق لفظ د الله او رسول لپاره ناروا دي

دا چې عشق يو نه يو اړخ د افراطي مينې سره لګوي او د خلکو په اند د مينې له درجو څخه ده، او الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم سره مينه عبادت دی او اصطلاح شرعي ده نو ټول اړ دي تر څو الله تعالی او رسول سره د ميني لپاره په شرعي نصوصو (قران او حديث) اکتفا وکړي، په قران او حديث هر ځای کې د محبت لفظ راغلی ( والذين ءامنو اشد حبا لله ) البقره ۱۶۵۵ همدا شان د بخاري او مسلم په رواياتو کې هم ټول د محبت الفاظ استعمال شوي، همدا راز ابن القيم رحمه الله هم په اغاثة اللهفان کتاب کې ذکر کړي چې د عشق لفظ د ال

12.04.2020 اصغر صلاح

دیوشموله او که ټول شموله شعار؟

سیاست مخ او څټ نه لری! خو په افغانستان کې هرڅه لری یو ښکرنه لری هغه په دې مانا چې په دوه سری دملی وحدت حکومت په سیاست کې دجان کری په زورټاکل شوی اماتور پخوانی اجرایه ریس اودلا اودلا ډنډورې لا دوام لری اومرور شوی چیغی دی او نارې ځان نه یې چرګ جوړ کړی ، ګواښ دی او ځواک پک مې لیدلی وه خو نه ماغزه وتلی ! عبد الله عبد الله باید دا ومنی چې سوله دملت حق دی ،دعدالت برکت او دعلم فضیلت.سوله کې انحصار نه منی دتولنې ټولې ستونزې کرارکرار ور سره خوندی کیږی وایې ‎ چې یوخل دقریشود دو قبیلو ترمنخ اخ اوډب

12.04.2020 ع.شریف زاد

څوک سوله نه غواړي؟؟؟ طالب که افغان دولت؟

طالبانو اعلان وکړ چې نور له افغان دولت سره د بندیانو په اړه خبرې نه کوي۔ دلیل یې دا دی چې افغان دولت ۵۰۰۰ طالبان په یوه وار له څنګه چې له امریکا سره په تړون کې یې یادونه شوې وه، نه خوشې کوي۔  همدا له عقله لرې خبری د کابل نېکتیایي واله طالبان چې د دولت خیرنې کاسې څټي، هم ساعت پر ساعت تکراروي۔ تر ټولو خنداوړ هر ګوره د ژوند تلوېزیون د خبرونو فسبوکي پاڼه ده چې د پنجاب دولت او د دوی د طالبي ملېشو خبرې تکراروي او غواړي چې په دې سره افغان ولس وغولوي چې طالبان سوله غواړي، خو دا دولت دی چې سوله نه کوي

11.04.2020 محمدکریم نور

د طالبانو او امريکا ترمينځ تړون

سره لۀ دې چې د طالبانو او امريکا ترمينځ خبرې اوږدې او د بیلابيلو ستونزو او کړکيچونو څخه ډکې وې مګر دا هيله کيده چې د دواړو خواوو ترمينځ لومړنۍ هوکړه به يوې پراخې هوکړې او تلپاتې سولې ته لار پيدا کړي. د تړون محتوی ته پۀ ليدو سره او پۀ افغانستان کې عيني حالاتو ته پۀ کتو سره داسې بريښې چې پۀ افغانستان کې به جګړه دوام ومومي او ډير احتمال شته چې د مجاهدينو د اسلامي حکومت د شر او فساد دوره دې يوځل تکرارشي. پۀ تړون کې طالبانو ډير څۀ منلي دي او لږه لاسته راوړنه لري. پۀ تړون کې تر ټولو لوی جنج

11.04.2020 ډاکټر عبدالقيوم مومند

د ليکلو اصول

عنوان يا سرخط د موضوع اظهار يا عکاسي کوي ۔ د تحقيقي ليک (مقالې يا کتاب) سرخط داسې پکار وي چې ترې پته ولګي چې دا تحقيق دے نۀ چې يو رپورتاژ يا افسانه ۔ په تحقيق کښې عنوان په ډېر سوچ او عقلي بنيادونو باندې داسې ليکل پکار وي چې ترې د موضوع د حد بندۍ او تفصيلاتو پته اولګي ۔ د سرخط په انتخاب کښې د هر څه نه زياته توجه معنويت ته پکار ده ۔ د تحقيقي او تخليقي ليک په سرخط کښې فرق وي ۔ په تخليقي ليک کښې اکثر عنوان د ليک نه بعد ليکلے شي او يا که اول ليکلے شوے وي نو هم پکښې دومره لچک موجود وي چې بيا يې بدل

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

عملي تنقيد

PRACTICAL CRITICISMBy: I.A. Richardsعملي تنقيدائي اے رچرډز تبصره نګار: ډاکټر محمد علي ديناخېلايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون۶م اپرېل ۲۰۲۰ ليکوال: ائي اے رچرډزپه کتاب د تبصرې کولو نه اول ضروري ګڼم چې د ليکوال لنډه پېژندګلو وکړم ۔ ليکوال ائي اے رچرډز د نوي ادبي تنقيد په بنسټګرو کښې شمېرلے شي ۔ هغه په ۱۸۹۳ کښې پېدا شوے دے ۔ هغه په کلپټن کالج برسټن او مګډالن کالج کېمبرج کښې تعليم حاصل کړۀ ۔ په کال ۱۹۲۲ کښې هغه په کېمبرج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او څلور

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

د پروفېسر داور خان داود ژوند او ادبي خدمات

د پروفېسر داور خان داود ژوند او ادبي خدماتليک: ډاکټر محمد علي ديناخېلنېټه: ۸م اپرېل ۲۰۲۰په پښتو ادب او په خصوصي توګه په اولسي ادب کښې د پروفېسر داور خان داود د نوم نه هر څوک واقف دي ۔ داور خان يې خپل نوم او داود يې تخلص دے ۔ داور خان داود په ۱۴ فرورۍ ۱۹۴۰ کښې په پېښور کښې د عبدالمجيد په کور کښې پېدا شۀ ۔ د ګورنمنټ لوئر مډل سکول لنډي ارباب پېښور نه يې تر شپږم جماعته پورې سبق ووئېلو ۔ په کال ۱۹۴۵ کښې دوي په ګورنمنټ هائي سکول نمبر ۳ پېښور ښار کښې په ووم جماعت کښې داخله واخسته او په ۱

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

زموږ د کلي شپونکی يې شهید کړ

د خوست د تڼیو د نریزي د کلي تنکۍ ژڼکۍ شپونکۍ په خپل غره کې په غټه پرښه ناست او په داسې حال کې چې د میږو او وزو رمه ورته څریده په دې وروستیو کې د پنجاپي پوځ د مرمیو خوراک شو. هغه پنجاپ او لاهور ته نه و تللی . هغه په خپل کلي ، خپل غر او خپل وطن کې و دا دده وطن او مینه وه . مګر د پنجاپیانو په نظر هغه دلته بیګانه و، او پنجاپیانو ته د یوه پښتون شپونکي شتون د زغم وړ نه و. چې داسې په ارامه خپلې میږې او وزې و څروي . دا ځکه چې د دې سیمې ، اصلي مالکان پنجاپیان خپل ځانونه بولي. دوی پښتنو ته هر چ

11.04.2020 احمدجان تڼی

‎د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل

‎د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل. ‎تبصره ‎: ‎وروستیو انتخاباتو ته په حقیقت خلکو په •غوڅ اکثریت « نه » وویل او هغه یې تحریم کړل. ‎ له کم او زیات دولسو میلیونونو څخه چې د ووټ اچولو مستحق وو؛ شاوخوا دوو میلیونو وګړو پکې برخه واخېسته؛ هغه هم که رښتیا وي. ‎ د ټاکنو د کمیسیون په دې وېش کې غني په نهو لکو ولسمشر اعلان کړ.. ‎اوس که لږ د دموکراسۍ دغه غولونکې ‌‌‌‌‌‌ډرامې او تیاتر ته پام وکړو؛ ایا په یوه څلوېښت میلیوني هېواد کې څوک مشروعیت لري چې په

10.04.2020 عبدالولي ببرک

تکنوکراسي یا (تخنوکراسي) Technocracy

د تکنوکراسۍ لغت د یوناني ژبې د (téchne) او (kratos ) له کلمو څخه اشتقاق مومي چې (téchne) د فن او مهارت او (kratos ) د حکومت او حاکمیت معنا ور کوي. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې په امريکا کې د (تکنوکرات خوځښت) لخوا رامنځته شوې ده. په دې وخت کې په شوروي اتحاد کې د اکتوبر ستر سوسیالیستي انقلاب بریالی شو، د مرکزی پلان اقتصادی سیستم رامنځته شو او دې نړیوالو بدلونونو دموکراسي له بحران سره مخامخ کړې وه. تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې ا

09.04.2020 نور محمد غفوري

پټه لوبه او د غني دریز

د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې یوه پټه لوبه روانه ده . دا لوبه د یوه فشار په بڼه داخلي فاسدو کړیو ، ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو او لویدیز په ګډه توګه روانه کړیده. ددې له پاره چې د داخلي فاسدو کړیو او د هغوی بهرنیو ملاتړ کونکو فشار او مقاومت مات کړي د افغانستان خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. محمد اشرف غني د خپلو لوړو زده کړو ، تجربو او معلوماتو په درلودلو سره ښايی پوه شي چې د واک اصلي کیلي په خپله دخلکو سره ده . خلک دي چې تاریخ جوړوي . بهرني ځواکونه کیدای شي د ټولنې د

09.04.2020 احمدجان تڼی

شعارونه او خبرې نه، کړنې مو سپيڅلې کړئ!

د يوه سياسي او مذهبي داسې خوځښت په توګه مو چې جرړې يې د هيواد په لرې پرتو سیمو کې د ښاري سيمو په پرتله ډيرې او پياوړي دي د موجوده حکومت تشې او نيمګړتياوې وينو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې مو حکومت ته د شکوو، ګيلو، سلا او مشورو په چوکاټ کې تر مشرانو رسولې دي، خو داچې په سياسي ډګر کې مو ولې د حکومت په وړاندي سنګر نه ده نيولئ ځکه چې سوله مونږ ته د نورو مسائلو په پرتله د افضليت او ارجحيت مقام لري. سوله زمونږ د ولس لپاره د اکسیجن حيثيت لري. مونږ د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټولټاکنو کې وليدل

08.04.2020 عبدالوحید وحید

عبدالله بیا «دوه سری »حکومت غواړي!

ما لږ مهال مخکې د «ګډ حکومت» تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه په رسنیو کې خپره کړې وه. هلته مې د عبدالله د ناحقه لوړې غونډه کې د نوموړي د موازي حکومت په اړه چې عبدالله ورته د «ټولشموله حکومت» نوم ورکوي، لیکلي ول چې داسې موازي حکومت افغانانو او نړیوالو په پراخه کچه وغانده. په دې اړه یو نږدې دوست لیکي«جناب ډاکټر صیب تاسې لیکلي چې موازي حکومت نړیوالو وغانده اوس خو همدا نړیوال او په سر کې يي امریکا ده چې د همه شمول چغې وهي او ولسمشر يې تر ټینګ فشار لاندې نېولی، کله د یو میلیارد ډالرو مرسته کمول او ی

07.04.2020 سرلوڅ مرادزی

لنډه کيسه (نيمه بيه)

د ښار په يوه ګڼه ګوڼه کې د سرک غاړې ته يوه ښځه چادري په سر په داسې حالت کې ناسته وه، چې ماشوم يې په غيږ کې نيولی وو. مخې ته يې يو څادر غوړيدلی وو، چې دپاسه ورباندې د دنداسو وړې وړې ګيډۍ پرتې وې. کله به د ماشوم په غلې کولو او کله د مشتري سره په خبرو کولو کې بوخته وه. د لرې نه يې اعلانونه تر غوږ شول، خو د بازار د شور له امله ورباندې پوهه نشوه. د لاوډسپيکر دا غږ ورو ورو نژدې کېدو، تر دې چې تر دوی راورسېدو. دا د ترافيک پوليسو موټر وو، چې دپاسه ورباندې لاوډسپيکر لږيدلی وو. بار بار ترې دا اعلان

07.04.2020 احدګل خادم

ګډ حکومت

دا مهال هېواد کې د ګډ حکومت په اړه بېلا بېل نظرونه او وړاندیزونه کیږي چې یو يي هم د ۱۳۹۸ کال د تولټاکنو پر بنسټ د ګډ حکومت طرحه ده چې ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لخوا وړاندې کیږي. همدارنګه د ټاکنو بله ډله د عبدالله په مشرۍ چې ټاکنو کې يي ماته خوړلې د ټاکنو د ماهیت د مسخه او بې اعتبارولو لپاره، ګډ حکومت په یو بل نوم چې دوی يي ټولشموله حکومت نوموي، د افغانستان لپاره کیمیا ګڼي. ځینې نور بیا د پراخ بنسټه حکومت وړاندیز لري او هغه د افغانستان لپاره وړ بولي. خو خبره تر ډېره برید

06.04.2020 سرلوڅ مرادزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more