دبن دوهمه استعماری غونډه 

داسی ویل کیږی چه طالبانو امریکا خطا کړی وه نو ځکه ددوحی تړون دامریکایی او اروپایی نژادپرستانو لخوا همیش غندل کیده. 

امریکایی اهداف

امریکا دعراق له اولین یرغل نه وروسته په ځان غره سو او غوښتل یی ددنیا یوازنی استعماری دولت او جهانی امپراتور پاتی سی. هغوی د کمونیزم نه وروسته په مسلمانانو پیل وکړ او زیات آزاد دولتونه یی یوپه بل پسی وران کړل. دا جنګ clash of civilizations یا د مدنیتونو تصادم تر تیوری لاندی سپینوڅو عیسویانو ته وړاندی سو. د طالبانو د اسلامی امارت د امنیت او بیجرمه ټولنه دهغوی لپاره دمنلو وړ نه وه. دبنلادین غورځنک چه کیدای سی د سید جمال الدین دوهم نهضت یی وبولو او یا یی د سی آی ای زرخرید اجنت وبولو دطالبانو دراپرزولو او د افغانستان داشغال هیڅ قانونی دلیل نسی بلل کیدای. دامریکا غیرقانونی او غیراخلاقی اشغال وو چه داده شل کاله یی دوام پیدا کړ. 

دشلو کالو ترور او ناکامی

دامریکا دریم جنګ دټولو ترورستی کارنامو سره سره نه تنها په افغانستان کی ناکام سو بلکه په اسلامی نړی کی هم دناکامی په خوا روان دی. ایران لا روغ رمټ دی. اسد لا په خآی پاته دی او یمن هم دزیدی شیعګانو دبری ځای دی. دعربستان او اماراتو مزدوران شرمنده سول او اسلامی نړی دبیا د ازادی امکانات پیدا سوی. امریکایان اوس وایی چه باید چین خراب کړی. په دی توګه خپل خړه پزه پاکوی. 

دا چه بایدن دزړو استعماری ځالو پخوانی لوبغاړی دی نو داده بیا یی دټولو خونخوارانو نه خپله اداره ډکه کړی او غواړی امریکا بیا په خلکو باندی تحمیل کړی. لدی کبله مونږ ویلای سو دخلیلزاد دا دوهمه لوبه په دامریکا په نوی استعماری او امپراتوری اصولو باندی ولاړه وی. 

دبن ددوهم کانفرانس بد اړخ

داغونډه دانګلیسی استعمار دزړو کرښو نه یوه کرښه ده. په داسی غونډو کی دملتونو دمبارزی نتیجی داستعمار ګوډاګیانو ته ورسپارلی سوی وی. داګوډاګیان داستعمار په مدرسو کی روزل سوی وو. هغوی که څه هم خړرنګه کسان وو خو انګریزی دماغ یی درلود. 

ویل کیږی په دی غونډه کی به دکابل میشته احزابو رهبران، د ارګ غړی او طالبان برخه واخلی او یو ګډ حکومت به تری نه جوړ کړی. داول بن په غونډه کی ویل کیده چه کرزی په دی مشر سو چه هغه دامریکا پاکستان او هند له استخباراتو سره لاس درلود نو ځکه دټولو لخوا ومنل شو. نوری چاری داشغال د کولابریټرانو په لاس کی واچول سوی. مونږ دشیطان له دماغه خبر نه یو چه هغوی به بیا څنګه ټوټوګان ساتلی وی چه د افغانستان چاری ورته وسپاری. 

دا غونډه به ددوحی تړون لغو کړی. 

په دی غونډه کی داسی امکانات وجود لری چه امریکا په حکومت کی اکثریت وخپلو خلکو ته ورکړی او طالبان پوکوچنی اقلیت کړی. که تالبان هوکړه وکړی نو امکان لری (دا یوخیال باید وبولو)چه  جنګ ختم سی خو دطالبانو مرامونه او هیلی ناکامی سی. هغوی به ونکړای سی چه امریکایان په کامله توګه وباسی او هغوی نسی کولای دیو اسلامی حکومت تضمین پیدا کړی. په داسی صورت کی د طالبانو دیاغیتوب امکانات زیات دی. 

دبن دغونډی امید ورکونکی پلو

دا چه دارګ خلکو په تیرو دولس میاشتو کی هیڅ اخلاقی حرکت ونکړ او همیش ددوحی دهوکړی په خلاف یی دسیسی جوړولی نو دهغوی دمجازات لپاره دبن غونډه که جوړه سوی وی نو ښه به وی. دا زمونږ خوشبینی ده. ددی خوشبینی په اساس ښه خبره به داوی چه ددوحی تړون په ځای پاته سی او دا چه طالبان په ۷۰٪ افغانی خاوره تسلط لری نو په هغه تناسب هغوی ته قدرت وسپارل سی. داشغال قوی ووزی او اوربند وسی او دمعلومی مودی په مینځ کی په هراړخیز توګه ټول دخلاف مسئلی حل او بیا هغه تعمیل کړی. دا چه انتخابات کیږی او که نه هغه به د افغانانو خوښه وی. 

هیله ده دبن دوهمه غونډه داستعمار او اشغال دوهمه برخه تشکیل نکړی.