دالمان یو نامتو اونیز اخبار(die ZEIT) «دي څیت» چي په «هامبورګ» کي خپریږي پر۱۸سمه دفرورۍ ۲۰۲۱ کي دیوې ژبڅېړني له مخه لیکي: (پریویشتمه دفبروري دمورنۍ ژبي نړیواله ورځ ده چي له دې جملې نه ئې ډېري ژبي ترخطر لاندي دي. ۷۰۰۰ ژبي په نړۍ کي تر دې دمه شتون لري،چي له دې نه ئې ۳۸۰۰ ژبي په ډول ډول رقمو سره تر خطر لاندي دي.) 
او بیا لیکي: (۲۸۳۵ ژبي ترخطر لاندي نه دي. ۱۴۱۷ ژبي ترخطرلاندي دي داځکه چي اکثریت دځوانان ئې لا خبري په کوي،خو هلکان ئې څومرخیال نه ساتي. او۱۷۶۸ ژبي ډېرترخطرلاندي دي، ځکه ځوانان خبري په کوي خو وهلکانو ته ئې بیرته نه ورکوي. 
۳۹۵ ژبي مري چي تنها مشران یاني نیکه ګان خبري په کوي اوبس. ۳۰۶ ژبي تقربا مړې دي ولي چندان خبري نه په کیږي. 
۹۳۶ ژبي مړې سوي چي بالاشتون نه لري.) 
او لیکني ته ادامه ورکوي اولیکي: (یوڅوټاپ ژبي شتون لري چي ټولټال «۲۰» ژبي دي. په دغو ژبوهر دوېم سړی يو دبله سره پوهاوی کوي.) 
دغه ژبي په ترتیب سره دخپل شمېر په لاند ډول سره ښوول کیږي. 
(په انګلیسي ژبه «۱،۲۷» میلیارده انسانان خبري کوي،چي له دې جملې نه څه ناڅه ۴۰ په سلو کي مورنې ژبه ئې ده پاته نورئې پردي خلک خبري په کوي. 
په چینایي ژبه «۱،۱۲» میلیارده وګړي ږغیږي،چي له دې جملې نه تقریباْ ۷۰ په سلو کي مورنۍ ژبه ئې ده آ نور ئې پردي خلک په ږغیږي. 
په هندي ژبه «۶۳۷» میلیونه خلک ګړیږي،چي په دې حساب ئې څه ناڅه ۶۰ په سلو کي ئې مورنې او نور ئې نور وګړي په ګړېږي. 
په اسپانه وي ژبه «۵۳۸» میلیونه خلک خبري کوي تقریباْ ۳۰ په سلوکي ئې پردي خلک خبري کوي پاته ئې مورني خلک. 
په فرانسوي ژبه «۲۸۰» میلونه انسانا خبري کوي چي له دي جملې څخه ۴۰ په سلوکي تقریباْ مورني خلک خبري کوي هغه نور بیا پردي خلک خبري کوي. 
په لوړه عربي ژبه «۲۷۴»میلیونه وګړي په ګړیږي،چي داټول پردي دي. 
په بینګالي ژبه «۲۶۵»میلیونه خلک خبري کوي،چي له دې جملې څخه تقریباْ ۳۰ په سلوکي پردي خلک خبري کوي آ نورئې مورني خلک. 
په روسي ژبه«۲۵۸» وګړي ګړیږي،چي څه ناڅه ۶۰په سلوکي مورني وګړي په ګړیږي پاته ئې پردي وګړي خبري په کوي 
په پرتګالي ژبه «۲۵۴»میلیونه تنه خبري په کوي،چي له دي جملې څخه ۸۰ په سلو کي مورنې ژبه ده اوپاته نورئې پردي خلک په ګړیږي. 
ایندونیزیایي ژبه «۱۹۹» میلیونه انسانان خبري په کوي،چي تقریباْ ۲۵ په سلو کي مورنې ژبه ئې ده او پاته نورو ئې دویمه ژبه ده.) 
اخبار لیکي: (کله چي یوه ژبه مري دهغې سره نه یوازي چي یوڅوتوري له منځه ځي بلکي پوهه د نباتاتو دنامه، دخواړوشیانو نومان، طبعیت دنباتاتوچي دا په درملنه کي په کارده له منځه ځي. چي د وګړیزي پېژندني نه صرف نظروکړو د یوه ولس دود له منځه ځي.) 
راسو اوس نوخپل ژبوته دري ژبه تقریباْ ۴۰ په سلو کي دایراني پاړسي ژبي ترآغېزه لاندي راغلې. هغه ځوانان یا ځواناني چي په ایران کي زوکړي او هلته ئې زده کړه کړې دومجبور ایراني پاړسي خبري وکي «دري» ئې نه زده. «دري» ژبه کرارکرار مري. اودغه اوس اکثرا لغاتونه په «دري» ژبه کي ایراني پاړسي ده. 
پښتوژبه زموږ ژبپوهان ئې ډېرژر له منځه وړي. داځکه چي دپښتود سموکلیوالي خبرو پرځای یوه ناوړه نا دوده بې ښکلا کلمه ورته جوړه کړې وي. په ژبه اوژبپښوئې ناخبره ژورنالیست دغه بیا په ورځپاڼو کي لیکي. داځکه چي د ده د سمت له خوا نه یوچا دا ګړه جوړه کړې ده. عام خلک نه په پوهیږي او تر ډېره بریده بېله دې اخبار څوک ئې چندان نه لولي ژورنالستانوته بې تفاوته ده. دوي خپل لیکنه کوي. داچي په دې کار د پښتو ژبه څومري تاوان مومي داخبرلیکونکی پروا نه په کوي. موږ باید دي خبري ته سخت متوجه اوسو. 
د «دي څیت» اونیزه له «هامبورګه» لیکي: (تر۲۱۰۰پوري نیمایي دټولو ژبو به له منځه وتلي وي.) چي داخبره څومري حقیقت لري؛ دابه پرځای پرېږدو. که نیمایي نه ۳۰ په سلوکي له منځه ولاړي سي لاډېرشی دي.