مقالې
د سولی سهراب
دا تیره میاشت د افغانانو په زړو کی د سولی، آزادی، او د سوکالی هیلی راوټوکیدی او د دی خوشباوری په ګناه مایوسو افغانانو خپل ارمانونه د توصیی په توګه له جنګمارانو سره شریک کړل. هره ورځ د دی په هیله وه چه د افغانستان روشنفکره (!!!) خلک به له خودنمایی نه تیر شی او د سولی لپاره به خود ایثاری وکړی او دهغی په لور به مثبت قدم واخلی. متاسفانه دا د سولی هیله یو هوس وو چه خدای خبر بیا به کله زمینه ورته برابره شی. امریکایان یو شریر دولت دی چه د افغانستان اداری ته یی داسی کسان راوړی چه ه
له سولې منکر د خیالي بریا په تمه دی
لکه څنګه چې د روسانو له وتون څخه وروسته جهادي ګوندونو، په ځانګړې توګه پنجاب بشپړ باور درلود چې د ډاکتر نجیب الله رژیم به په څو اوونیو کې وشړوي، نن سبا طالبان او بیا هم په ځانګړې توګه د دوی پنجابي مشران په کلکه په دې باور دي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي۔ خو له څنګه چې مجاهدینو او پنجابي مشرانو او ملېشو یې ماتې وخوړه، همداسې به طالبان او پنجابي مشران یې هم خپل خوبونه دوزخ ته یوسي، ان شا الله۔ د امریکا او طالب د سولې له ډرامې وروسته طالبانو په بې شمېره توګه پنجابي ملېشې افغانستان
چین د کویید ۱۹ ویروس د وقایی او مخنیوي لپاره څه کړي ؟
چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟ ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزمنې چارې ترسره کړې دي. کووېډ - ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده. د روغتيا نړيوال سازمان((WHO د اپريل په څلورمه نېټه یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون يو لک څخه اوښتی دی. د مالوماتو له مخې په همدې ورځ په امريکې کې پر دغه ويروس د ا
استرالیا کې بندي پناه غوښتونکي د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي
د استرالیا د SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمیر پناه غوښتونکو ويلي، دوی ویره لري چې د کرونا وایرس ښايي د مهاجرت توقیف خونو ته خپور شي او ښايي ډیری کډوال او پناه غوښتونکي پرې اخته شي ځکه دوی ټول سره یوځای اوسیږي. د عیسی په نوم یو پناه غوښتونکی چې دا مهال د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې له ۴۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره یوځای بندي دی، پدې مرکه کې ویلي چې د کرونا وایرس د چټک خپریدو له کبله دوی ټول ویریدلي او د
د کرونا وایرس د خپریدو له امله استرالیا کې یونیم میلیون بهرني کارګران بې کاره شوي
استرالیا کې نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرنیان د کرونا وایرس د رامنځته شوو محدودیتونو له امله بې کاره شوي او پدې اقتصادي بحران کې سخت ځپل شوي. ډیری دغه بهرنیان چې استرالیا کې کوچني پرچون تجارتونه لري او یا په میلمه پالنې صنعت کې لکه هوټلونو او رستورانتونو کې کار کوي دا مهال له ترټولو زیات په روان وضعیت کې زیانمن شوي. دغه هیواد کې یوازې له ۶۰۰ زرو زیات د نیوزیلین
د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - شپږمه - برخه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د خپلې معلمۍ په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم. زه د ۱۳۵۶ لمریز کال، د مرغومی په میاشت کې د انجینرۍ د پوهنځۍ، څخه
د دایمی سولی په خاطر د افغانستان د اساسی قانون تایم بمب باید خنثی شی
د افغانستان اساسی قانون د امریکایی استعمار د تربیه سویو لمړی داخلی همکارانو لخوا پداسی وخت کی په افغانستان تحمیل شو چه هغوی د زور په نشه مست وو. دیمکراسی او جمهوربت یی اساس بلل کیدای شی او کیدایسی چه د سولی د راوستلو خنډ شی. په عین زمان کی دا قانون ښی مادی لری چه هغه نوری هم قوی شی. دا قانون لا تراوسه په کامله توګه ندی ازمویل شوی. که څه هم څینی مواد یی د کابل د اداری لخوا ندی مراعات شوی (د مثال په توګه د بی کناه وژل، د خلکو په کورنو په زوره نینوتل، او جنګی بندیان شکنجه کول). ځینی نو
د امریکا او طالب له تړون وروسته د ناورین مسئولیت
هر وسلوال طالب چې هر چېرې وي، هر څه یې چې دنده او مآموریت وي، باید خبر او پر دې پوه وي چې د امریکا او طالبانو له تړون څخه وروسته، طالبان له افغان دولت او د ولس پر ضد د جګړې لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او له همدې امله یو ټکی فتوا هم ورسره نشته چې خپل وحشت پې توجیهه کړي۔ له همدې امله د جهاد په نامه چې: هر ګرېوان څیرېږي، هر څاڅکی وینه چې تویېږي، هر غاښ چې ماتېږي، هره سترګه چې پړسېږي، هر لاس چې ان له بنده وځي، هره ککرۍ چې پر ځمکه لوېږي، هر روح چې له کالبوت څخه وځي، هره مور چې کونډه، بوره ا
په تونل کې رڼا ښکاري
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا د زمري په خوله کې مه پریږده همت خوشال بابا د روان عیسوی کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړونلیک او بلخوا د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا دوه داسې پېښې دي چې په اړه یې یو شمېر رسنوال او لیکوالان د بدګمانۍ، منفي پالنې( Negativism)، بدبینۍ او د توطيې تیوري له دریځه چلند کوي. همدارنګه د ټاکنو له پایلو څخه د عبدالله او د هغه د ډلې د «نه منم» شیطاني دریځ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړونلیک کې په تېره بیا
د کورونا ویروس د پیدایښت لاملونه
که څه هم چې د کورونا ویروس د سارس د ویروس یا ذکام ناروغۍ یوه ګواښمنه بڼه ده او سرچینه یې کېدای شي چین او د وحشي ځناورو خوارک وي، خو بېشکه چې همدا ناروغي د الله ج د قهر یوه بېلګه ده چې پر خپلو بنده ګانو یې راکښته کړې ده۔ که یې له خپل ځان څخه ونیسو، تر خپل کور، ګاونډ، کوڅي، کلي، ښار، ولایت، هېواد او تر ټولې نړۍ پورې، په بشپر باور به ووینو چې د دې آفت او بلا یوازینی لامل زموږ او ستاسې خپل کړه وړه دي او بس۔ کفر به یو خوا پرېږدو، لومړی به خپل ځان او خپل مسلمه امت وڅارو چې په څه څیزونو لګی
د سولی ماحول او حساسیتونه
د دی لیکنی اصلی سبب د کابل د اداری غیرمعقول اعلانونه او یو شمیر مقالو نشر دی چه د سولی د راسوتو لپاره باید خنډ و بلل شی. هیله ده زه وکولای شم د هغو کسانو په لیکه ودریږم چه د یو اسلامی ، متحد، خپلواک او سولئز افغانستان غوښتونکی دی. 1. ډبر کسان د قطر د سولی د تړون د هرکلی خبری کوی خو خدای خبر دوی تر څوموره سولی ته چمتو دی. ددوی د ځینو خبرو نه دا نه معلومیږی چه ددوی په خیال سوله څه مفهوم لری. دا په دی معنی چه ایا دوی سوله د اصلی هدف په توګه پیژنی او که نه؟ ایا دسولی لپاره د
د غني قاطعیت او د قطر سناریو
په اوسني حساس حالت کې اړینه وه او ده چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو او بهرنیو ستونزو او مسایلو ( د هغه له جملې د قطر موافقو، بین الافغانی خبرو ) په وړاندې د اساسي قانون سره سم غوڅ چلند غوره او په دې ډول د هیواد د دفاع په مورچل کې و دریږي. په لومړیو کې دا اړینه وه چې د قطر د مذاکراتو ته یې ژور پام کړی او دا حالت یې په دقیقه توګه څارلی او په دې هکله یې د یو مستقل هیواد په توګه چلند کړی وای. دا چې په قطر کې د افغانستان د پاره یوه سناریو د کابل په نشتون کې رامنځته شوه او او
د استرالیا حکومت خپل سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو پرمخ وتړل
د استرالیا حکومت پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د چټک خپریدو له امله او دغې وبا سره د مبارزې په خاطر د خپل هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو په وړاندې تړي او پرته له استرالیايي وګړو به بل هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو استرالیا ته داخل شي. د اسټراليا ملي کابينې همداشان پريکړه کړې چې لدې وروسته له بهر څخه هر راغلی اسټراليايي به په هوټلونو کې د ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين کوي. دا
د آسټرالیا حکومت د تامیل مهاجرې کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي
د استرالیا حکومت لا هم د هغه تامیل کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي چې دوه نیم کاله مخکې یې د دغه هیواد په کوینزلینډ ایالت کې وینول او د مهاجرت او سرحد ساتنې پالیسۍ په اساس یې د غیرقانوني مهاجرین په توګه توقیف خونې ته واستول ترڅو له هیواده یې بهر کړي.
سقاوي لیدتوګه
په ټوله کې افغان حکومت او افغانانو سره د عبدالله عبدالله او د هغه د ډلې اختلاف، په حکومت کې د چوکۍ په سر نه دی، بلکې اختلاف په هغه لیدتوګه(د تفکرطرز) او تګلار کې پروت دی چې دا ډله يي هېواد کې د نظام، ملي هویت، تاریخ، ملي ارزښتونو، اساسي قانون، مدنیت او پرمختګ په اړه لري. که خبره یوازې په چوکۍ کې وای، د نوییمې لسیزې وروسته چې هلته حکومت او ټول واک د برهان الدین رباني ډلې، اسلامي جمعیت او نظارشورا سره وو او د بن تر کنفرانس وروسته دوه لسیزې نور هم تر نن پورې د حکومت کلیدي چوکۍ او واک دې ډلې
د سولې لپاره مرکچي پلاوی او د افغانانو اندېښنې
دا چې سوله د الله پاک امر دۍ پدې کې هېڅ شک نشته ځکه یادونه یې په سپېڅلي کتاب یعنې قران کریم کې شوېده او پدې کې هم شک نشته چې یوې ریښتینې او تلپاته سولې ته هرافغان نر او ښځه د زړه له تله لېواله دي او همدغه یې کېدای شي یو د ژوند د لویو هیلو او غوښتنو نه وي. دا ټول ځکه چې سوله ژوند دې، سوله خوښي ده، سوله د افغانانو د وینو تویلو ته د پای ټکې دۍ، او سوله د ګران هېواد ښکلا ده. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه یوې ریښتنیې او تلپاته سولې ته ټول افغانان ژمن دی او غواړي یې، خو ځینې شته چې هغوی بیا سوله نه غو
بهار
مژده که آمد بهار سبزه و گل بیشمار آب فراوان به باغ گشته روان هرکنار غچی و پروانه شد زنده به بوی بهار بلبل آبی کند غلغله درجویبار کرده شگوفه به باغ درخت سیب و انار برلب آب روان سایۀ بید وچنار کوکوزنان فاخته نشسته برشاخسار به شاخ سروبلند ناله کندزارزار زخانه مور و ملخ گشته روان سوی کار توهم بدو پشت کار ای پسر هوشیار خاطره : بهارشد، ابربهاری با رعد وبرق لحظات متوالی میبارد وبعد پراکنده شده، آفتاب نمایان میګرد
د پښتنو د علمی لیکنی په هیله: غبرګون
سلام مروره وروره دا د لیکنی اصول دی چه مقالی د هر هدف لپاره ځانګوړی طرز لری. هغه په صریح او غیر صریح توګه د لیکونکی عقیده ښیی. ستاسو مقاله که بی نومه نشر شوی وای نو ما به هیڅګله دا ګمان نوو کړی چه لیکونګی به یی مسلمان وی. خو خوشبختانه ستاسو نوم می ولید او څکه می په بیعلمی باندی توجیه کړه. دا ولی دلیلونه یی په لاندی لیکو کی ویل شوی دی. وروره زما په انتقادی لیک مه خپه کیږه، دا خو دلیکوالانو یو لازم پلو ده. دا ستاسو په لیکنه سانسور نه دی بلکه ستاسو د لیکنی و م
عبداالله د ننواتو په درشل کې
عاقل نکند کاری، که بار ارد پشیمانی! وايي یو سړي خوب لېدلی وو چې بخت يي د سپینو زرو په خزانه ورپېښ کړی وو، خو سړی شله وو چې نه، سپین زره نه اخلم بلکې سره زر غواړم. دې وخت کې ویښ شوی، ګوري چې نه سپین زر شته او نه سره زر. ځان سره يي ویلي چې همغه سپین زر مې پکار دي، خو وخت له وخته تېر وو! په عبدالله عبدالله هم همغه ټوکه وشوه، ولسمشر غني ورته ویلي ول چې له بېځایه لجاجت او «نه منم» تېر شه، د سولې د شورا مشري ومنه او د ډلې«بانډ» غړو ته به دې هم حکومت کې پستونه ورکړم او په یوه حکومت کې به سره
سوله جنګي خدعه نه، بلکې ديني فريضه وګڼئ
سوله زموږ ملي او حياتي اړتیا ده او د همدغې اړتيا ترلاسه کول باید په ملي او افغاني روحیه وڅيړل شي. تلپاتې او اغيزمنه سوله هغه وخت راتلای شي چې د قضیې ټول جنګي، ملي او سياسي اړخونه پکې رغنده رول ولوبوي. د هيواد د هرې برخې د پرګنو ګټې پکې د ورورولي او انصاف پر بنسټ خوندي پاتې شوې وي. له بده مرغه داسې ښکاري چې حکومت او طالبان هڅه کوي چې سوله د يوې محاربوي خدعې په توګه د خپلو ګټو پر محور راوڅرخوي؛ ځکه خو په زغرده ويلای شو چې نه حکومتي او نه هم د طالبانو مذاکراتي ټيم په بشپړه توګه د ملت استازيتوب ک