انتقالی حکومت
دپرچم او دوهم سقاوی حکومتو د ناکامیو څخه عبرت اخیستل او ددوحی دمذاکراتی ټیمو نه داخلاص خواهش
داشغال د نماینده افغانی اداره، په غرب کی خیراتخواره او ټکسیوانان، او په کابل کی دافغانی غوښوخوړونکو شغالان دا تاکید کوی چه د اشغال اداره باید پاته سی او په خپل ژوند قسم خوری چه طالبان (افغان ملت) به ددوی په ژوند کی انتقالی حکومت ونوینی.
دا پورتنی خبره د اشغال دوام او دپردیو په زور او زرو د افغانانو د وینو د تویولو اعلان دی. دکابل وایسرای به دا فکر کوی چه امریکایی اشغال به د فلفین په ډول سل کلنی کړی او یا د کولمبیا په څیر به د مخالفینو دترور او مړه کولو لاری پیدا کړی. خیراتخواره افغانان دغربی ژوند مین دی او دترزیقی اتوپوتو له لیاری خپل خیرات حلالوی او دوطن نه دتیښتی دفاع کوی. له بهر نه راغلی او په داخل کی اخیستل سوی شغالان خو هرچا ته معلومیږی چه دوی دجنګ شغالان دی.
دا ټول پورته خلک په خپلو برقی لیکنو او خطابو کی دلیل وایی چه انتقالی دولت به د پرچمی کمونستانو په ډول اوسنی اداره له مینځه یوسی. ملی پایګاهی او نظام به ساقت سی او دافغانستان د استقلال، استحکام او ترقی بنسټی اورګانونه به له مینځه ولاړ سی. دا استدلال غیرواقعی او په چل ولاړ دی.
اول دسقاویانو یرغل او دنجیب اداره راپورزول
هغه انتقالی دولت چه د بین الملل په نظارت کی پلان سوی وو هغه ناکام سو. دسقاویانو، پرچمیانو، وینه خوړونکو مغلو او ګلمجمانو اتحاد دنجیب اداره له مینځه یوړه نه مجاهدینو. دحضرت او ربانی رامنیځ ته کیدل د سقاویانو په خوښه وو او نور مجاهدین لکه پیر، محمدی، خالص او منصور دپاڼ او پړانګ په مینځ کی ګیر راغلل. هغوی جنګ خوښ نکړ او داصلاح په تمه دسقاویانو په ظلمونو کی ورګډ سول. ګلبدین کابل ته نه ورسید او دسقاویانو سره په جنګ کی اخته سو. خو خبره یوازی د ګلبدین نه وه چه په جنګ کی اخته سو. ګلمجمو او سقاویانو او مغلو او سقاویانو او هم مغلو او سیاف د کابلیانو په سرو کی وینی و ایشولی. زما اوس هم په یاد دی دکابل ځینی سیمی عادی کسانو ته ممنوع الدخول وی او هرچا کوشش کاوو چه دخونخوارانو منطقی ته داخل نسی.
دنجیب د اداری مشکل دا وو چه نور یی دځان دساتلو لیاری نلرلی. مجاهدینو په هغوی باندی محاصره لګولی وه او ابتدایی اکمالات ورته نه رسیدل او د شوروی کمکو د نه رارسیدو په حال کی هغه نسوای کولی خپلو مزدورانو ته اعاشه ورکړی او همدا دلیل وو چه سقاویانو فرصت غنیمت بللی او د شغالانو په څیر یی دبین الملل پلان شنډ کړ.
دسقاویانو اداره او دهغی راپورزول
دسقاویانو دکابل اداره
دسقاویانو د ظلمو او فساد له کبله طالبان راغلل. مونږ د هغوی په هکله افواهات لیدلی او اوریدلی دی خو مستند مو ندی لیدلی. صرف دا ویلای سو چه د مجاهدینو په څیر افغانانو ملی غبرګون پیل کړ او په هغوی په پاکستان کی د میشته تښتیدلی تنظیم مشران ورګد او بیا یی رهبری کړل. پاکستانیانو له موقع نه استفاده وکړه او امریکایانو له یونیم کال وروسته دروسی او مجاهدینو په هکله تصمیم ونیو. همدا راز د طالبانو موقعیت او کامیابی د پاکستانیانو لپاره فرصت برابر کړ چه افتخار ځان ته ورکړی.
طالبانو په کابل محاصره ولګوله او د پنجشیر ګدړان له افغانستانه کولاب ته ورک سول. دلته انتقالی جکومت نه وو ټاکل سوی. او دکولابیانو لخوا کابل لوټ او کوم ملی زیربناوی پاتی نسوی.
غنی او انتقالی حکومت
راځی دا فرضیی تو متوجه سو:
که امریکان اشغال ته دوام ورکړی. طالبان به جنګ ته ادامه ورکړی. په دی کی د بیګانګانو په شمول د جنګ دواړی خواوی به تلفات ورکړی او دواړه طرفو ته به افغانان وژل کیږی. له دی نه علاوه دواړه طرفونه به بیغرضه ملکی خلک وژنی او غالبا ددی بیګناهو کسانو شمیر به زیات وی. امریکایان به دوتلو په اړه خبری کوی او بالاخره هغوی به شکست خوری. دلته به بیا د کلبل سره خبری بیځایه وی او سلب اعتبار. طالبان کولی سی چه په دی وخت کی د سقاویانو تجربه بیرته تکرار کړی او په کابل هرڅه بند او له خوراکی، نظامی، او سیاسی محاصری سره یی مخ کړی. ګلبدین داده اوس همدغه اخطار ورکړی. په داسی حال کی به د نجیب او سقاویانو په څیر داشغال اداره راپرزول کیږی. که داشغال اداره غلا ونکړی نو زیات ملی ارګانونه به په پاتی سی. د دولت دارګانونو ځینی برخی به له مينځه ځی او یا هغوی به دملی خیانت په ګناه محاکمه کیږی.
که امریکایان وتښتی
دغنی اداره به په ځای پاته سی. دلته به بیا جنګ دوام ولری او په دواړو خواوو کی به افغانان جنګیالی او ملکی خلک وژل کیږی. دجنګ دوام به له نورو تاکتیکو سره په مخ ولاړ سی. طالبان به هم کرار نه کینی. دکابل اقتصادی، سیاسی، او امنیتی ارکګانونه به ترخپلو ضربو لاندی ونیسی. طالبان به خپله ساحه نوره هم فراخه کړی. اوس دا منل سوی چه طالبان ۵۱٪ خاوره تر خپل کنترول لاندی لری او متنازعه خاوره به اوس ۷۰٪ ته رسیږی. که دا نوره هم زیاته سی نو د جنګ سره سره به په محاصرو هم لاس پوری کړی ترڅو دکابل اداره له شکست سره مخامخ کړی.
اوس نو دپورتنیو فرضیو په صورت کی یو هوښیار څنګه تصمیم ونیسی. هغه بدبختی چه دجنګ په صورت کی حتمی ده هغه انتخاب کړی او یا دهغی مخنیوی وکړی. البته اول انتخاب دلیونو جمهوریت غوښتونکو ده او دوهم دانسان دوست او ملی ګټو پلوی افغان.
دتیری تجربی نه تکرارول
که غنی د مغلو او ګلمجمو ملیشو یا سقاویانو او نورو سره بیا تفوافق ونکړی نو د انتقالی حکومت وجود دټولو پیشرفتو ضامن کیدای سی. غنی او طالبان به په معقول پلان کار وکړی او دولت به داسی جوړ کړی چه اسلامی ارزشتونه پکی په ځای وی او ددواړ طرفو دقدرت اغوا کول پکی مشکل وی. دا هلته کیدای سی چه نظامی، سیاسی، اقتصادی، او امنیتی قوی سره وویشل سی او ددواړو طرفو په یوبل او په وطن د ظلم امکانات نیستی سی.
دا چه غنی له یوی خوا ددوحی توافق عملی کړ او له بلی خوا یی مخالفت کوی دا ددوی د ماکیولی صفت او یا بیعقلی بربنډوی. هغوی ځان د افغانانو نماینده بولی او داشغال دلاسپوڅیتوب نه ځان لری بولی. خو په عین حال کی بیا دامریکایانو په دربارو کی په درویزه داشغال دوام غواړی. هغوی بیا کمونستی ډوله اختناق راوستلی او خپل ښکاره او احتمالی مخالفین مړه او ترور کوی. خو بیا هم ددیموکراسی ناری وهی او بشری حقوق خپل لاسته راوړنه بولی.
اخری خبره
زمونږ ارزو داده چه دا دوه میاشتی لا پاته دی او کیدای سی هرمشکل حل سی. دا په دی شرط چه دبهانګیری په ځای اخلاص او پوهه وی. مخلص او پوهان کولای سی له دینه هم په لنډ وخت کی مشکلات حل کړی. که امریکایان لیږ هم رښتیا وایی نو دغنی اداره دی هیره کړی او د نورو افغانی مخکښانو په شمول دی انتقالی حکومت اعلان کړی. غنی دی بیا مجبور کړی هغه ومنی او یا ټولی لیاری باندی وتړی.
هغه چه تراوسه څوک باندی نه غږیږی داده چه ددوحی دمذاکراتو د غړو تاریخی اسلامی اخلاقی او ملی وجایب دی. دا چه هغوی ته د وطن نمایندګی ورکړل سوی نو باید له هغی وظیفی سره سم خپل ځان ته آزادی ورکړی او د نورو سیاسی غرضونه له خپلی وجیبی سره ګډ نکړی. هغوی دخپل وجدان او ضمیر او دینی وجیبی په اساس هر مشکل دخپل عقل په غوښتنه نه د مزدورانو په اخطار حل کړی. دوی کولای سی دافتخار او یا شرم لقب وکټی. دافغانستان آزادی او دجنګ درول ددوی په لاس کی ده نه دغنی او نه د امریکا. دوی چه کله فیصله وکړی هغه به حتمی منل کیږی او که داسی ونسی نو دهغه وبال به د نورو په غاړه وی نه دسولی دمذاکراتو د غړیو.
خدای دی رڼا کړی ترڅو دوطن دښمن او دوست وپیژندل سی.