د امريکا نظامي تجاوز او د افغانستان اشغال او د افغان اولس افسانوي مقاومت او مبارزې امريکا د پاڼ او پړانگ ( د اشغال دوام او يا ختمول )په منځ کې ايساره کړه .د دواړو سره مخامخ کېدل خطرناک دي . خو دا د امريکا د ناکاره ، مغرورانه او خودخواهانه سياست نتيجه ده ، چې بې موجبه يې په افغانستان نظامي تجاوز وکړ ، افغانستان يې اشغال کړ او داسې عناصر ئی په قدرت راوستل چې د ملت په وينو ئې لاسونه سره ، د اولس له لوري عاق شوي او د جنګي جرمونو لويې دوسيې يې لرلې .
امريکا په شلو کالونو کې د داسې ادارې په جوړولو کې ناکامه شوه او يا ئې نه غوښتل داسې اداره تاسیس شي چې د شر ، فساد ، اختلاس ، غلا او غصب نه پاکه وي او ملت ته د منلو وي .
اشغال او د فاسدو ، شريرو او جنايتکارو ډلو په قدرت راوستل د طالبانو د تقويت او د افغان اولس د مقاومت باعث شول چې بالاخره امريکا مجبوره شوه د طالبانو سره د خپل اشغال د خاتمی تړون امضا او د روان کال د مئ تر مياشتې خپل عسکر له افغانستانه وباسي .
په امريکا کې د نوي حکومت راتلل او د جمهوري غوښتونکي ګوند نه دموکرات ګوند ته د واک انتقال چې تر اوسه يې واضح -رسمي دريځ د افغان قضيې په هکله نه دئ اعلان کړئ په امريکا او افغانستان کې ځينو ته چې د جنګ او اشغال نه يې ګټه پورته کړي او د ټرمپ د ادارې او طالبانو د تړون له وجهې د مايوسۍ سره مخامخ وو ، لکه په امريکا کې د جنګ طرفداران او په افغانستان کی د اشغالګرو اجنټان او نوکران اميدواري پيدا کړې ده چې ښائي امريکا د تړون خلاف اشغال ته دوام ورکړي او د دوی فلج او د کوما په حال کې وجود به ئې د اشغال په دوام سره د مصنوعي اوکسيجن په وسيله د مرګ نه وژغورل شي او د پخوا په شان به د قدرت - ثروت - شهرت او شهوت په مزو ژوند‌کوي .
خو ځينې نور چې اشغال او دهغی په وسيله د شر- فساد د ادارې نصبول د افغانستان د ټولو مصيبتونو او روانې تراژيدي عامل بولي او ددې تراژيدي ختم يوازې د اشغال په ختمولو او د يوه سالم او ولس ته منلي نظام په استقرار کې ګوري بيا په تشويش کې دي چې که امريکايان په خپل عقد شوي تړون عمل و نه کړي ، نو شل کلن ناورين به کمافي السابق روان وي او د افغانانو د قتلعام او ويني تويولو لړۍ به همداسې جاري وي .

واقعيت او حقيقت دا دئ چې امريکا د خپل نظامي -استعماري -امپرياليستي -مغرورانه او ضد انساني -تجاوزي او اشغالي سياست په تعقيبولو دوې فاحشي مجرمانه غلطيانې د افغانستان په هکله وکړې :
۱- نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال
۲ - د افغانستان شرير ، فاسد ، قاتل ، جنګي جنايتکاران او ملي خايينان په څنګ کې نيول او په قدرت راوستل
همدې دوو فاحشو غلطيو هم د امريکا اولس او هم د افغانستان اولس د انساني ، مادي ، مالي او روحي تلفاتو او خساراتو سره مخامخ کړل او داسې مصيبت يې راووست چې جبران يې د دواړو ملتونو د پاره ډېر کار او وخت غواړي .
شل کاله يې په دې ناسنجيده او ظالمانه عمل هم افغان اولس په وينو کې ولمبولو او هم يې خپل زامن د مرګ کومي ته ور واچول ، هم يې د خپل اولس نه په ماليو راټولې شوې پيسې بېځايه مصرف کړې او هم يې خپل جهاني حيثيت او اعتبار له لاسه ورکړ او په داسې جنجال او د سرېښو ډنډ کې ولوېد ، چې ځان ترې ايستل ورته يوه لويه معضله شوه .

امريکايانو په دې شلو کالونو کې د افغان اولس د تابع کولو او د خپل طبيعت مطابق په هغوی د حکومت کولو د پاره د خپلو ټولو امکاناتو ( ملي ، بين المللی ،سياسي ، اقتصادي ، تسليحاتي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، مېډډيايي ، هوايي ، زميني او ... ) نه چې په لاس کې يې لرل استفاده وکړه ، هر څومره زور يې چې وو ، وئې کارولو ، خو د افغان ازادۍ-خپلواکۍ غوښتونکي اولس په تصميم او پرېکړه کې يې چې د وطن ازادول او اشغالګرو شړل دي يو انچ تغير را نه ووست ، بلکې د وخت په تېرېدو د اولس دريځ نور هم پراخه ، منظم او غښتلئ شو ، چې بالاخره ددې با شهامته اولس مبارزې او مقاومت امريکائي اشغالګر دې ته مجبور کړل چې د دوحې تړون لاسليک کړي . خپل اشغال ته خاتمه ورکړي او د خپلو عسکرو د بشپړه وتلو نيټه تعين کړي .

د دوحې تړون چې د اوږدو مذاکراتو ، چنو وهلو ، ژورو بحثونو ، زياتو فکتونو، فکتورونو او دشلو کالو ژونديو واقعيتونو په بنا او نظر کې نيولو سره لاسليک شو د افغانستان د مصبتباره معضلې د حل د پاره يو ښه فرصت او پلاتفورم دئ ، چې ددې فرصت له لاسه ورکول نه امريکايان غواړي او نه طالبان ، بلکې د دواړو لوريو د پاره دهغی نه مراعاتول او يا ترې سرغړونه به د افغان تراژيدي ابعاد او حجم‌ نور هم زيات او د پخوانه درانه ناورين سبب شي او امريکايان به هم ترې مصؤن پاته نه شي . له همدې کبله به د امريکا نويې اداره هم ددې خطرناکه ريسک دپاره قدم وانخلي او د امريکا د پاره د يوه زيان اوره او ملاتوونکي جنګ دوام ته به زړه ښه نه کړي .

لکه مخکې مو چې وويل امريکا په افغانستان کې دا مصيبت باره وضعيت او ناورين د خپلو فاحشو غلطيانو ( نظامي تجاوز -اشغال او د منفورو ، مجرمو عناصرو په قدرت کې چوخ کول) په کولو راوستلئ دئ ، يوازې ددې دوو غلطيو نه په پرهيز او نه تکرار سره يعنی د خپلو عسکرو مکمل ايستل او د افغانستان د استفراقي او عاق شويو عناصرو دحمايت کولو نه منصرف کېدل او لاس اخستل معقوله او سالمه تګلاره ده چې د حالت د خرابېدو په ځای د سموالي په لور تللئ شي .

امريکايان به حتمي افغانستان ترک کوي او ډ افغان تراژيدي يو فصل به د وطن د ازادۍ -خپلواکۍ په حاصلولو تړل کيږي ، خو د راتلونکي سياسي واکدارۍ ، سولې ، ثبات او ډ اشغال د بقاياوو نه د هېواد تصفيه کولو او د سالمې ادارې د جوړولو ستونزه به لاينحله افغان اولس ته په ميراث پريږدي ، چې که د امريکايانو د وتلو نه مخکې په دې برخه کې ډ وطن د هوښيارو ، بادرده ، با احساسه ، ملي ارزښتونو او ګټو ته وفاډاره اشخاصو ، ډلو او سازمانونو له لوري اضطراري ، عاجل او عملي اقدامات ونه شي ، د ناوړه عواقبو د پېښېدو خطر شته دئ .
ددې خطر او داخلي مسلحانه برخوردونو د مخنيوي د پاره همدا د دوحې تړون عملي کول بايد جدي ونيول شي . امريکايان په خپلو کابلي يارانو بايد فشار راوړي ، چې نور د لجاجت او مزاحمت نه لاس واخلي او د دوحې د مذاکراتو د وزن او مؤثريت د زياتولو د پاره د جنګي لاپو او خڼډونو جوړولو په ځای صادقانه اقدام وکړي ، د سياسي حل د پاره ګام واخلي او د قدرت د دوام خوبونه پرېږدي .
همدا شان امريکا د دوحې د توافقاتو مطابق خپلې ژمنې ( د طالب پاته بنديانو خوشي کول ، د تور ليست نه د طالبانو د نومونو ليرې کول ، په خپل ټاکلي وخت د خپلو نظامي قواوو ايستل )بايد عملي کړي ، تر څو ئې هم بين المللی حيثيت د اعتبار وړ وګرزي او هم طالبانو تشويق شي او اعتماد يې په سوله ايز حل نور هم زيات شي .
د دوحې د تړون په دې ماده ( همه شموله اسلامي واکمني منځته راوستل ) باندې جدي ، عاقلانه او واقعبينانه کار وشي او د عملي کولو لارې چارې ئې ولټول شي . تر څو د داسې يوې ادارې او نظام اساس کيښودل شي ، چې د ملک استقلال ، ارضي تماميت ، د اولسي اقتدار خونديتوب ، د انسان حقونه ( نر او ښځې ) ، د بيان ازادي ، د مکافاتو او مجازاتو اصل او ټولنيز عدالت پياده کول په کې عملاا او بارز انعکاس پيدا کړي .د قدرت چلولو معيار سياسي تقوا او ملي ارزښتونو ته وفا او تعهد وګرزي .

دتړون بل اړخ طالبان هم خپلو ژمنو ( د افغانستان د خاورې نه د نورو ملکونو په داخلي امورو کې د اشخاصو ، ډلو او سازمانونو د مزاحمت او مداخلې د کار اخستلو جدي مخنيوی ، د اور کموالي د پاره کار کول او د هغو اشخاصو ،ډلو ، سازمانونو سره چې په جنګي جنايت ، وطنخرڅولو ، غلا ، غصب او ملي خيانت کې برخه نه لري د وطن د سولې ،ثبات ، ترقۍ او رفاه د پاره ګډ کار کول او ديوه پراخه ټولشموله نظام جوړول دي ) ته د عمل جامه ور واغوندي او په قاطع اقداماتو او معقولو اجرااتو سره د جنګطلبانو او اشرارو شوم پلانونه او شيطاني دسيسې خنثا کړي . ترڅو نور افغانستان د دوی د ناولی وجود او شرارت نه د همېش د پاره خلاص کړي .
د دوحې د تړون کامل عملي کول به د افغانستان اصلي مشکل چې د استبدادي حاکميتونو (خارجي ، داخلي ، مختلط) موجوديت دئ د ختمولو او ديوه عادلانه اولسي نظام د جوړولو د پاره اولينی او اساسي قدم وي ، ترڅوسياسي قدرت د جنګي جنايتکاره باڼډونو او ملي خايينانو د انحصار ،قبضې او غصب نه خلاص او خپل اصلي مالک ته چې اولس دئ انتقال پيدا کړي او نور د زور ، تزوير ،کودتا او توطيو له لارې د سياسي قدرت لاسته راوستلو ضد انساني ، ضد ديني ، ضد ملي او ضد مدني دود چې د اشرارو او فساديانو له لورې يې صورت نيولو د يوه ټولشموله اولسي -ملي -اسلامي نظام په برقرارولو سره د ابد د پاره ورک شي .

والسلام