دادی کلونه کیږي،چې اورو : پر کونړ باندې د کرښې له ها خوا راکټونه اوریږي، د افغانستان ،په اصطلاح اسلامي جمهوریت یې بیا د رسنیو له لارې غندي او یا د محب په څیر چارواکي، د ځوانۍ څو احساساتي خبرې هوا ته خوشې کړي. دا په داسې حال کې ،چې ا.ا.ج. «ملي اردو»،«ملي پولیس» او «ملي امنیت»لري؛ د ځان ساتنې له پاره یې د پنځوسو هیوادونو پوځونه هم په خپل سر ودرولي دي؛ د یواځني نړیوال ځواک سره یې امنیتي تړون هم لاسلیک کړي دی؛د پاکستان سفارت په کابل کې  او د افغانستان سفارت په اسلام آباد کې او زیات شمیر قونسلګري ګانې فعالې دي...طالبان هم د خپل جنګیالیتوب ټټر داسې ډبوي،چې امریکا یې په ګونډو کړې ده...اما د کونړ د ساتلو څوک نشته.

 عام ولس له غوسې وخوټیږي،وروسته بیا بیرته ساړه شي.څو مشرانو او ملایانو ته یې ،چې «پیریان» پیسې او امتیازات ورکړي او هغوۍ یې ،چې نه مني-سرونه یې ورته پریک کړي،نو بیا ټول شیان له هیره ووځي،چوپتیا شي.

دا مسُله ګنې د کرښې ها غاړه پښتنو پورې هیڅ اړه نه نیسي.غږ یې نه خیږي.همدغه کانه پر هغوۍ تردې پخوا شوې ده.د پښتونخوا  سیاسي او مذهبي ګوندونه د خپل ټول انسجام سره سره ،د ملي سرنوشت له پاره د ستراتیژیکي طرحې د نشتون سره مخامخ دي،د هسې مکار پنجابي حریف په مقابل کې،چې نړیوال ملاتړ یې هم په چل وهنر تر لاسه کړي،هر یو یې ځانته ځانته ډنګوي،نو ځکه په کې  آې.اس.آې. رخنه کولی شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ،چې په لرو او برو  پښتنو  کې یې د نجات هیلې وزیږولې،هم ګنې د هماغه  عدم تشدد په کرونیک رنځ اخته دی او د پښتنو د ژغورنې  له پاره د خدایي خدمتګارۍ پر نامراده کړنلارې باندې پلونه ږدي.که کوم یو یې د ارمان لوڼي په څیر د آزادي ترانې سر کړي،آې،اس.آې. یې سمدلاسه لدې دنیا تیروي او یا د علي وزیرپه څیرکوم یو یې په جریت د پښتون د حقوقو غږ پورته کړي،کورني کورني تباه کیږي او یا د سید عالم مسعود په څیر کوم عالم د پنجاب له خوا د اباسین د اوبو غصب په هکله وغږیږي،غږ یې ورته په مرۍ کې په بند  بندوي.که څه هم ،عدم تشدد  په انساني او سیاسي لحاظ ، د مبارزې خورا لوړه ارزښتناکه او آغیزمنه کړنلاره ده،اما د باتور افغان ملت له پاره ،چې اساساً په جنګ -جګړو کې تر نورو ممتاز دی،عدم تشدد د سیاسي تکتیک په ډول نه ،بلکې د باور او عقیدې په ډول لکه خدایي خدمتګارانو،چې درلود او د مبارزې یواځنۍ لارې په توګه غوره کول؛هغه هم د انګریز- پنجابي  مکیاولستي سیاست په مقابل کې ،اصلاً د کامیابي امکانات نه لري.د ډیورنډ پرسر د آغزن سیم غزولو یا پر کونړ او برمل باندې د توغندیو په مسُله کې  څرګند  دریځ خو څه کوې،خالې خوله هم نه خلاصوي.که پآکستاني چارواکو سره د یو شمیر تش په نامه پښتنو «مسلمانانو» هملاسي نه وي ،هغوۍ به په افغانستان کې د لاس وهنې امکانات هم و نه لرلی.

د رارسیدلي خبرونو له مخې څه موده دمخه،د کونړونو یو شمیر قومي مشران ،د کرښې ها غاړه یوې غونډې ته بلل شوي ؤ،هلته ورته د اوسیدلو د ځای،د پاکستان شناخت کارتونو او نورو امتیازاتو ژمنې هم شوې دي.

ددې ټولو شاته د پاکستان ستراتیژي څه ده؟  پاکستان مستقلې ځانګړې موخې لري او که دا ټول په سیمه کې د انګلیس- امریکا د ستراتیژي یوه برخه ده؟...

د مسئلې د روښانه کیدو له پاره لږ شاته ګورو: وینو،چې په نولسمه پیړۍ کې بریتانیا د «سترې لوبې» په بهیر کې د خپل وړاندې تګ سیاست(forward policy) پر بنسټ،ګام په ګام د افغان په خاوره کې راوړاندې شوی،د پنجاب سره په هم لاسي یې، ارزښتناکې افغانې خاورې ،په سل ـ زر نیرنګ سره،په زور و زیاتي ، یو دبل پسې نیولي دي. هغه وخت د برتانوي هند ستراتیژي دا وه،چې د خپل واک لمن د هندوکش ترلمنې پورې وغوځوي او  د غرونو په طبیعي موانعو سره د تزاري روسیې د پراختیا مخه ونیسي،په همدې موخه یې  دوه پلا : په ۱۸۳۹ او ۱۸۷۸م کلونو کې پر افغانستان باندې لښکرکشي وکړې.دواړه پلا یې سره ددې ،چې رسواکونکې ماتې وخوړې،اما ډیرې افغاني خاورې لاندې کړې او د ډیورنډ کرښې په غزولو یې د افغانانو ملا غوټه ماته کړه،چې له هماغه ټپه تر ننه جوړیدلی نشي او تر څو یې دا خنجر له ملا لیرې نشي،طبیعي خبره ده،چې جوړ به هم نشي.

نن د امریکا متحده ایالات د بریتانیا استعماري امپراتورۍ جانشین په توګه،ګنې هماغه پالیسي پرمخ بیایي.امریکا هم د بریتانیا او شوروي په څیر،هماغه آزموده بیا وآزمویل. خطا یې وکړه.ځانونو ته یې د سر و مال او حیثیت ډیر زیانونه ورسول او افغانستان خو یې تباه کړ.خدای دې دوۍ تباه کړي!

جو بایدن خو پدې باور دی،چې «پاکستان ورته د افغانستان په نسبت پنځوس چنده زیات ارزښت لري» او داسې معلومیږي،چې هغه پدې آند دی: افغانستان نور د یو واحد هیواد په توګه د جوړیدو نه دی.د پاکستان دا پنځوس چنده ارزښت په پنجاب(پاکستان)کې دی ؟

او که تر عربي سمندر پورې غزیدلو، هاغه اشغال شوو افغاني  خاورو کې دی؟ د هغې لارې،چې د عربي هیوادونو ټول نفت  لودیزې نړۍ ته انتقال کیږي. چین ۶۰ میلیارده ډالر د ګوادر بندر ته د لاسرسي  له پاره د پاکستان په جیب کې تخته کړل.پنجاب خو هیڅ سمندري لار نه لري.

امریکا هم د بریتانیا او شوروي په څیر،په افغانستان کې مخامخ جګړه ګټلی ونشوه،«د عامه ذهنیت جګړه خو یې کلونه مخکې بایللی وه».اوس نو د دوحې تړون سره سم ،د  روان کال د می تر میاشتې پورې باید زموږ سپیڅلې خاوره ترک کړي.

لدې سره ښایي دوۍ یو ګام شاته،خپل پخواني،اصلي سنګر - پاکستان ته په شا کیږي،له هغه ځایه ښایي د سیمې د ادارې نیت ولري. ښکاري،له دروازې ووځي،له کړکۍ راننوځي.کونړ لکه ،چې همدغه کړکۍ ده،دقیقاً د چین تانتوقي (توتکه)ته پروت .

په نننۍ جیوپولتیک کې ،چې په خپل ماهیت کې هماغه د کلاسیک استعمار د وخت د اومو توکو سیاست دی،حتمي نده،چې د زاړه ښکیلاک د زمان په څیر،هر چیرې پوځي حضور ولري،دومره کافي ده ،چې سیمه تر خپل اقتصادي ،سیاسي یا پوځي نفوذ لاندې وساتي.

په ۲۰۰۱م کال کله،چې امریکا په اصطلاح د ملګرو ملتونو د پریکړې سره سم،په افغانستان کې د طالبانو قرون اوسطایي نظام نسکور کړ، افغان اولس ،چې د ډیرو جګړو څخه : د شوروي جګړې، تنظیمي جګړو او بیا د طالبانو له اختناق څخه تر سپیږمو راغلی وُ،ځانونه یوه ګړي ژغورلي احساس کړ،په راحت یې ساه وکښله...د ظاهرشاه د وخت په څیر یې په لویولارو کې امنیت ولید...اما دا ټول د سترګو د رپ غوندې تیر شول. کټ مټ لکه د ا نګریزانو لومړۍ لښکر کښي او شاه شجاع د وخت په څیر... ژر خلک پوه شول،چې ظاهري واکمنان یې  اساساً هماغه د شمالي ټلوالې یو پلا آزمویلي جنګ سالاران دي او وطن اشغال دی، دا ځل یې تر نورو پلاوو بدتر،د غلامۍ کړۍ ټینګې په غاړو کې لویدلي دي .

ولس د خپل آزادي غوښتونکي افغاني روح سره له ناچاریه ،د طالبانو شاته ودریدل. بل آزادي غوښتونکی غورځنګ نه وُ. هاغه سپیڅلی،په آزدۍ مین افغان روح د طالبانو د مقاومت په وجود کې ننوت.په طالبانو کې نوی روح وغوړید.

امریکایي پوځیان،چې په لومړیو وختونوکې آزادانه په ښارونو او بازارونو کې ګرځیدل،د حیرانونکي ګواښونو سره مخامخ شول،د ګرځیدو او آن د ژوند ساحه پرې ورځ په ورځ تنګه شوه،څه موده وروسته د خپلو پوستو څخه بهر نشول وتلي.کال په کال په پوستو او پوځي قرارګاوو کې هم پرې ژوند تنګ شو،په خپلو قرارګاوو کې د نفوذي عناصرو له خوا وژل کیدل.امریکایانو په خپله اقرار وکړ: «موږ یواځې د طالبانو سره په جګړه بوخت نه یو. موږ د کرزي اردو سره هم په جنګ کې یو.» د ویتنام په جګړه کې یا د عراق په جګړه کې داسې شی وجود نه درلود.دا نو د بشر په تاریخ کې بیسارې پیښه ده او د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې ورسره مخامخ کیږي.د افغانستان اردو سره ددې،چې د دوۍ یو اجیر لښکر دی،اما که د رهبرۍ محدوده کړۍ او واک یې له سره لیرې کړې،یو وطنپاله اردو پاتې کیږي،خکه نور فرد فرد یې هیوادپال دی.  

امریکایانو په افغانستان کې په ۲۰۱۱م کال کې  ۷۱۵ پوځي اډې لرلې.ورو ورو یې لیرې پرتې پوستې  راټولې کړې او په سترو اډو کې یې ځای په ځای کړې.د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ،د افغانستان په خاوره کې یې ډیرې پوستې او پوځي تاسیسات جوړ کړي وُ. کله ،چې سترو اډو ته په راټولیدو شول،نو سرحدي استحکامات او تاسیسات یې پاکستان ته تسلیم کړل او پاکستانیانو په کې خپلې پوستې ځای پر ځای کړې.د افغاني متفکر غږ د ارګ له سوري راپورته نه شو،یو ـ نیم په اصطلاح آزادو رسنیو،چې د غم نارې سورې ووهلې ،چا پرې غوږ و نه ګروه. طالبانو پورې خو داسې «وړې مسُلې» اړه نه نیسې ،هغوۍ د ټول اسلامي نړۍ په غم کې مړه دي. یو یو، ځایي ولسي مقاومتونه وشول،نه يې چا ملا وتړله او نه هم چا ارزښت ورکړ،هیڅ ځای یې و نه نیو.د پښتنو متل سره سم:خالي لاسه ته مې دښمن یې.په خالي لاس خو ښامار نه وژل کیږي.

سره ددې ،چې پاکستاني مشرانو وار وار په خپله اعتراف کړي: چا چې د افغانستان د نیولو قصد کړي ،له تاریخ څخه یې هیڅ ندې زده کړي...اما د افغانستان په دننه کې یې د خپل   ژور نفوذ ستراتیژي  تعقیب کړې،په کابل کې یې د خپل د خوښې حکومت له پاره ،آن تر ارګه ننوتي او « آې.اس.آې. د اشرف غنې په دفتر کې دوه کود شوي تیلفونونه نصب کړي،چې افغاني مشر یو په یو د پآکستاني پوځي مشرانو سره خبرې کولی وشي».(اس ریاست ،ستیوکول)..د هند په مقابل کې ، په افغانستان کې د پاکستان د خوښې حکومت ،چې د خپلو خاورو، د پښتنو د حقوقو ادعا هم ونه لري او د افغانستان روانې اوبه ،د پاکستان له پاره دوه غوره ستراتیژیکي ارزښتونه دي،که د کوکنارو ، معدنیاتو او د کونړ لرګيو د تور بازار څو کوچنیو میلیاردونو ګټې په حساب و کتاب کې را نه وړو.

هغه څه،چې پر افغانانو باندې تیریږي،ډیرۍ یې د نړیوالو او آن د افغانانو د عامه ذهنیتونو څخه پناه دي.عامه ذهنیتونه خو رسمي رسنۍ جوړوي،هغه «آزادې  رسنۍ» ،چې آن په رښتیاوو یې هم د خلکو باور نه راځي.

  څه باید وکړو؟ د بلا څخه په تیښته ځان ژغورلی شو؟

د بلا څخه په تیښته څوک ځان نشې ژغورلی.څومره چې ځغلې هغومره درپسې درځي.بلا باید مخامخ وشړل شي.دا د نجات یواځنۍ لار ده.اما دا کار څوک وکړي؟ حکومت؟

حکومت د بهرنیانوجیره خور دی.هغه د امریکا په اشارو څرخیږي،خود ارادیت نه لري. د پاکستان دولت په سیمه کې د انګلیس میراث خور- د امریکا اجراییوي ارګان دی،هر څه،چې کوي یا یې د امریکا له پاره کوي یا یې د امریکا په رضایت کوي.

پر کونړ باندې د پرله پسې توغندیو ګوزارونه،واقعیت ته په نژدې احتمال ،څو موخې لرلی شي:

- پاکستان په افغانستان کې د ګډوډیو ، د امریکایي پوځونو موجودیت او د هغوۍ له امکاناتو څخه په استفاده،غواړي ځایي خلک کډوالي ته اړباسي،سیمه له سکنې خالي کړي او کرار کرار د خپل واک ساحه د کنړ ترسینده راورسوي او پدې توګه ځان د اوبو مالک کړي.دقیقاً همدغه ډول کار یې تردې دمخه، د اباسین په غاړه کړی دی.د اباسین دواړه غاړې د پښتنو کلي وو.لومړی یې پنجابیان په هغو کلو ورګډ کړل ،پښتانه یې په تنګ کړل،بیا یې دا کلي په اداري لحاظ پنجاب پورې وتړل .پدې ډول یې ځان په اباسین کې شریک کړ او اوس یې د ټولو اوبو مخه پنجاب ته کړې او پښتونخوا وچ ډاګ پاتې دی.

د همدغې کامیابې تجربې له مخې ،د اوبو تږۍ پآکستان غواړي په افغانستان کې د اوسنیو ګډوډیو څخه په استفاده،ورو ورو ځان  کونړته(«لکه خونه بې میړونه») ،د سیند غاړې  پورې راورسوي او د اوبو په مالکیت کې ځان شریک کړي.په ۱۹۹۰ م کلونو کې آې.اس.آې آن په اسد آباد کې ،په هغه لویه کلا کې ،چې اوس یې امریکایان د پوځي اډې په توکه پکاروي،کشمیري جنګیالي د هند ضد جګړې ته روزل.هغه وخت د پنجابیانو سره یواځې د «مجاهدینو» اسلامي پیوستون ملګری وُ،تر اسدآباده راغلي وُ،اوس،چې د اسلامي اخویت سربیره ،د تروریزم ضد اتحاد هم ورسره دی،د کونړ په سیند کې به خامخا خپل تور مخونه وینځي !

- پر کونړ باندې د پاکستاني توغندیو ګوازونو هدف ښایي دا وي،چې د ډیورند کرښې په سر دآغزن سیم غزولو له پاره داسې زمینه برابره کړي،څنګه،چې ددوۍ په خوښه وي.د سیم د غزولو لګښت خو هسې«از جیب خلیفه» دی.پدې معامله کې که پر پنجابیانو باندې د امریکایي ډالرو باران اوري،د پښتونخوا د ګوندونو په مشرانو خوهم څه څاڅي! ځکه یې غږ نه پورته کیږي.

د ا.ا.ج. د ملي امنیت پخواني مشر نبیل له قوله: د ډیوند کرښې په اوږدو کې د آغزن تار په سر، افغاني چارواکو د پاکستانیانو سره پټه معامله کړې ده،ځکه نو د پاکستاني توغندیو په مقابل کې نه څه ویلی شي او نه هم څه کولی شي؛

- د طالبانو سره د دوحې  مذاکراتو په بهیر کې ،امریکایانو سره ددې ،چې د خپلو پوځونو په ویستلو موافقه وکړه،اما په افغانستان کې یې په خپل استخباراتي موجودیت ټینګار کاوه.لدې داسې بریښي،چې امریکایان په مي کې د خپلو پوځونو د ویستلو سره دلته باید استخباراتي پټځایونه او تاسیسات ولري.طالبان به لدې خبر وي یا نه ،داسې مسایل یې ډیر د علاقې وړ هم نه دي،مقصد،چې په نامه امریکایان ووځي او د دوۍ امارت اوسي.

د کونړ غرني سیمه ،هغه هم د چین په تانتوقي کې ،د استخباراتي پټنځایونو له پاره خورا مساعده ده.د امریکا اصلي دردکی د چین سره دی،چې په خپلو سوچه اقتصادي فعالیتونو سره یې د امریکا د ګټو ساحه ورځ په ورځ محدوده کړې ده. پاکستاني پوځ د حرفوي اجورتي ادارې په څیر،د دغو تاسیساتو او پټنځایونو د جوړولو اجوره کله پریږدي،چې د بل چا لاس ته لاړه شي.

پر کونړ باندې د پاکستان توغندیو ویشتنه په همدې موخه کیږي،چې ځایي خلک اجباري کډوالي ته اړباسي،هلته،چې استخباراتي پټنځایونه وي،هلته نژدې باید خلک نه وي،که نه رازونه افشا کیږي...دا د پنجابیانو د نورو پرمختګونو ادامه ده.

د افغاني جګړې په اوږدو کې،د پښتنو په خاوره ، د پنجابیانو دوه غوره لاسته راوړنې په سترګو کیږي:

- پاکستان د افغانستان د څلورو لسیزو جګړو څخه په استفاده،چې پخپله هم په کې فعال ګډون کونکی وُ او دوامداره یې د جګړې اور ته پکی وهلی،د پښتنخوا هغو سیمو ته د خپل واک لمنې ورسولې،چې د خپل جوړښت له وخته یې د حاکمیت په ساحه کې نه وې؛

- پاکستان د ترهګري په ضد د نړیوال اتحاد سره د همکاري په نامه،د ډیورند کرښې په سر‎،چې پښتون-افغان ولس څخه یې هیڅکله ،هیڅ ډول مشروعیت نه درلود،د آغزن سیم غزولو پروژه تقریباً بریالۍ سرته ورسوله.

پاکستان په همدې وړاندې تګونو بس نه وایي... چاره څه ده؟ ولس څه کولای شي؟  څه باید وکړي؟ ...

 د ارګ رئیس او د ارګ چارواکو څخه د پاکستان د ورانکاریو د مخنیوي طمع وکړي؟ هغوۍ نژدې ټول :څوک جسمي او څوک رواني مریضان دي او ځینې یې دواړه.له دوۍ څخه د وطن د ساتنې طمع داسې معنی لري لکه څوک،چې د مړي څخه د لیک رارسیدو په امید کښیني.

طالبانو ته سترګې په لار اوسو،چې داد ته مو راورسیږي؟ طالبان د همغو مدرسو روزل شوي خلک دي،چې ددې باور تریاک یې ورته ترزیق کړي،چې د اسلامي امت ترمنځ پولې نشته!..دا باور طالبانو د عقیدې په توګه منلې دی ،اما پاکستانیان ترې د سیاست په توګه استفاده کوي.په  داسې نیشه یانو د وطن د سرحداتو ساتنه، ټوکې او مستي ده !

بې لاسو ـ بې پښو افغان ولس ته په اوسنی وخت کې پکار دا ده،چې هر یو وطنپال یې ،په شخصي ابتکار لاس په کار شي،هر څوک،چې هر څه کولای شي،د پاکستان،ایران ...د لاسوهنو مخنیوی وکړي،بل چا ته په طمع کښینني ،هر هیوادپال افسر،سرتیری،څارګر،عالم،سیاستوال...د هیواد دننه ،د هیواد د باندې،د کرښې دیخوا،ها خوا ټول باید په خپل نوښت فعال اوسي. بې پروایي خودکشي ده.

افغانان د بهرنیو لاسوهنو په مقابل کې،د هیوادساتنې ستر پوتنسیال لري.یواځې دومره ،چې خپل ځواک یو د بل په ضد مصرف نه کړي،لکه  د  سړې جګړې په دور کې ،چې د هیواد ټولو سیاسي جریانونو د خپلو مرامي اهدافو تعقیبولو پر ځای، خپله ټوله انرژي یو بل په ضد ،یو د بل کمزوري کولو او آن له منځه وړلو له پاره لګوله. همدغه تباه کونکې تیروتنه تر ننه پورې جریان لري.دولت طالبان بمباري کوي.طالبان تنکي سرتیري وژني.شمالي ټلواله ددې پرځای،چې خپلې سیمې ودانې کړي،د پښتنو د کورونو خرابي غواړي.پښتانه ددې پر ځاې ،چې په مینې سره خپلې ژبې ته کار وکړي،د نورو ګریوانو ته لاس اچوي...

که چیرې هیواد ټول دفاعي پوتنسیال په یو واحد لوري : د بهرنیو مداخله ګرو په مقابل کې سوق شي،بیا نو نه پاکستان لاسوهنه کولای شي او نه هم ایران...

د افغانانو لاس پر پاکستانیانو ډیر بر دی،پدې شرط،چې د پورته کولو هوډ یې وکړي.په جنګیالیتوب کې پرې ممتاز دي.ټوله پښتونخوا د یو «ګلخان»قشر او یو کوچنی ممتاز قشر پرته، نور ټول سوچه پښتانه ،د افغانستان سره ګډ برخلیک لري.د هند په څیر پیاوړی دولت د افغانستان د دښمن دښمن دی.آن اوبه هم د افغانانو مالکیت دی او له بره کښته بهیږي.

افغانانو ته د ایران او پاکستان تر ولسونو نور نژدې خلک نشته،اما د پاکستان او ایران تر دولتونو بل غټ دښمن نه لري،آن د امریکایي ښامار خولې ته هم ،پاکستاني سیاسي مداریانو وړاندې کړي دي.

کله،چې د هیواد دننه دښمنۍ او رقابتونه د هر هیوادپال افغان په شخصي نوښت،په سالمې او مثبتې سیالیو واوړي،ملي پخلاینې ته لار هواروي،ګډه ملي انرژي رامنځته کوي او یو موټی ملي ځواک  د باندینیو مداخلو لارې بندولی شي ،سوله او امنیت تامینولی شي.ددې له پاره یواځې سالم عقل ،تدبیر او سپیڅلي، ویښ ضمیر پکار دی.