په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد ځینې مافیايي جهادي څېرې چې ځانونه پخپلسر ملي او سیاسي څېرې شمېري، اسلام اباد ته په سیالۍ سفرونه کوي. دا څېرې هلته د ډېرو ورځو په پاتېدو او د پنجابي زیاتو جیګپوړو چارواکو سره په لېدو کتو کې یو بل سره په سیالۍ کېوځي او که چیرې يي دا لېدنې د رسنیو تر پوښ وراخوا او د تړلو دروازو شاته شوې وي بیا خو يي د ځان لپاره د پوره ویاړ او د خپل شخصیت ځانګړنه ګڼي. اسلام اباد چې دوی ته« مدینه فاضله» ښکاري، هلته څو شپې دوی دومره په وجد راولي، لکه حاجیان چې له حج وروسته خپله ځان جنتي بولي او په دې اړه خپلوانو او دوستانو ته په کلونو کلونو او بیا بیا د حج افساني وریادوي او خوند ترې اخلي.
همدارنګه د دې څېرو، اسلام اباد ته په سیالۍ د سفر تلوسه دا وي چې هلته د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ویجاړونکو تګلارو او پلانونو سره ځانونه Updates کړي او په دې اړه نوې دندې پر غاړه واخلي!
د دې لړۍ پیل عبدالله عبدالله وکړ او بیا ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور، کریم خلیلي او وروسته احمدولي مسعود اسلام اباد ته لاړل او هلته يي د (تعمید غسل) تر سره کړ!
د ۲۰۲۰ کال په سیپټمبر کې، عبدالله عبدالله د درې ورځو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ. په دې سفر کې چې ویل کیږي له نوموړي څخه د هېواد د لومړي شخص په کچه هرکلی وشو، که څه هم ظاهر کې د خوښۍ خبر ښکاري، خو که هلته د دواړو لورو څرګندونې، د سفر مهال (د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې وخت) او پایلې يي وارزول شي؛ له دې سفره د افغانستان پرځای، اسلام اباد ډېره ګټه اوچته کړه. عبدالله عبدالله هلته په خپلو خبرو کې وویل، دواړه هېوادونه «افغانستان او پاکستان» په یو شان د ترهګرو قرباني دي او اسلام اباد د سولې په برخه کې افغانستان سره مرسته کړې. داسې څرګندونې د حقیت سره سمون نه لري، له ریښې ناسمې دي او د افغانستان په اړه د اسلام اباد ویجاړونکي سیاست تبریه کوي. ترهګر او په هغو کې طالبان په افغانستان کې د اسلام اباد د ملیتاریستي ګټو د خوندیتوب وسیله ده. پاکستان د ترهګرۍ قرباني نه دی، بلکې د ترهګرۍ په پالنه کې بډای او غښتلی شو. د ترهګرۍ قرباني (افغانستان) او د ترهګرۍ صادرونکی (پاکستان) یو شان ګڼل، هغه غټه تېروتنه او یا پاکستان ته عمدي خدمت دي چې کفاره يي افغانان ګالي.
د عبدالله عبدالله له سفره اسلام اباد هغه مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې ګټه پورته کړه او د همداسې موخې لپاره يي عبدالله بللی وو. اسلام اباد کې د عبدالله عبدالله تود هرکلی او د هغه د سفر په تړاو غوړې خبرې هم د دې لپاره وي چې عمومي اسامبله کې اسلام اباد پرې خپله شډله رنګه ښه وځلوي.
د جرمني د دویچلې د خبر له مخې«د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عموي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د افغانستان د بیا پخلاینې پروسې به تر پایله ملاتړ وکړي. همداشان عمران خان د یکشنبې په ورځ د یوې امریکایي ورځپاڼې له پاره په خپله یوه سرمقاله کې لیکلي ول چې په بیړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به هوښیاري نه وي.»
د پاکستاني چارواکو دا خبرې، یو موسمي رنګ لري او د افغانستان په اړه د اسلام اباد دریځ چې څنګه وو، همغسې دی او ادامه لري!
د ګلبدین حکمتیار له سفره هم اسلام اباد زیاته ګټه واخیسته. حکمتیار د دې سفر پرمهال وویل چې افغانستان کې «اوسنی لاسپوڅی حکومت باید ختم شي او پر ځای یې نوی خپلواکه حکومت رامنځته شی»
ګلبدین هلته دا هم وویل چې افغان حکومت سولې ته ژمن نه دی او د جګړې پر دوام ټينګار کوي!
دا هغه خبرې دي چې د سیاست په موجود چاپیریال کې يي اسلام اباد، مخامخ کابل ته نه شي کولی.
حکمتیار چې تراوسه یې د کورنۍ ګڼ غړي پاکستاني تابعیتونه او هلته غیر منقوله اموال او جایدادونه لري «په هکله یې داسې انګیرل کیږي چې نوموړی د پاکستان له پراخ سیاسي ملاتړ څخه برخمن دی او له همدې امله پاکستان هڅه کوي نوموړی د افغانستان په راتلونکي سیاست کې د یو مهم لوبغاړي په توګه ولوبوي. نن ټکی اسیا»
د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي هم چې افغان حکومت کې رسمې دنده نه لري، د روان کال په مرغومي میاشت کې اسلام اباد ته په درې ورځني رسمي سفر تللی وو. ویل شوي چې نوموړي پاکستاني چارواکو سره د سولې بهیر، اقتصادي او سیاسی اړیکو، د ویزې ورکړې او په ځینو نورو مسایلو خبرې کړي، چې د ده د دندو برخه نه جوړوي. دا هم ویل شوی چې نوموړي د پاکستان لوی درستیز قمر باجوه سره دوه په دوه په داسې حال کې لېدلي، چې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر يي په غونډه کې ګډون نه درلود. ده هم له اسلام اباده مننه کړې چې همیشه يي د افغانستان خیر غوښتی او ویلي يي دي چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم وو، مهم دی او مهم به پاتې شي!
اسلام اباد ته د جهادي څېرو د سفرونو لړۍ خورا اوږده او هر سفر يي افغانستان ته په نوي کړاو تمام شوی. په دې لړ کې د احمد ولي مسعود سفر هم چې د ځان Updates کولو د سفرونو وروستی هغه دی، افغانستان ته د نوي سر درد سره ملګری دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ویل کیږي « اسلام اباد ته د احمد ولي مسعود سفر افغانستان کې دامن عمل مخ په وړاندى بوتلو کې د پاکستان د کردار هوډ څرګندوي. پاکستان غواړي د خپلې دغه تګلارى په هکله افغان اولس او قيادت باور کې وساتي او د احمد ولي مسعود د پاکستان سفر هم د دغه هڅو برخه ده. ډېوه راديو»
اسلام اباد څخه د احمد ولي مسعود تر راګرځېدو وروسته چې سفر يی د فبرورۍ په دوهمه نیمايي کې تر سره شوی وو، د هغه ورور احمد ضیا مسعود تېره اوونۍ د کابل او کاپیسا یو شمېر خلکو سره په لېدنه کې روان امنیتي او سیاسي وضعیت له زغم بیرون ګڼلې او وايي چې خلکو سره يي د لنډمهاله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. ضیا مسعود ويلي « د کاپيسا او کابل يو شمېر اوسېدونکي ده سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې مجاهدين او مقاومت کوونکي (مقاومت ګران) بيا سره راټول او هېواد له اوسني بد وضعيت بهر کړي، روهي بریښناپاڼه»
داسې ښکاري چې احمد ولي به له اسلام اباد څخه تر لاسه کړې نوې دندې د خپل ورور ضیا مسعود سره شریکې کړې وي!
اسلام اباد افغان دولت سره د «دولت په دولت» له اړیکو تل څنګځن تېریږي. یادې جهادي څېرې د دې لپاره وخت په وخت خپل حضور ته غواړي چې طالبانو سره په دوحا کې يي د خبرو په مهال پر افغان دولت د فشار پتوګه وکاروي. بلخوا اسلام اباد غواړي چې د دې څېرو په وسیله نړۍ ته وښۍ چې طالبانو سره خبرو کې افغان دولت په کور دننه بشپړ واک نه لري او دا خبرې باید د دې څېرو د غوښتنو مطابق چې هغه هم (پاکستانۍ موقت حکومت سناریو) ده، ترسره شي. بلخوا دغه جهادي څېرې هم غواړي اسلام اباد ته په سفرونو د ISI او پوځیانو په وړاندې چې یو بل سره زړې اړیکې لري، ځانونه Updates کړي او د نویو دندو لپاره اړینې لارښوونې ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی