مقالې
د سوېلي آسیا د کډوالو د قاچاقي سفرونو لپاره نوی منزل
په وروستیو څو کلونو کې سلګونو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې په سفر کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچولی. په ځانګړي ډول دغه قاچاقي سفرونه په ډیره کې د (ری یونین) ټاپو په لور ترسره شوي، کومه چې د سریلانکا جنوب ته څلور زره کیلومتره لېرې پرته یوه ټاپو ده چې د فرانسې هیواد پورې تعلق لري. مخکې له دې تر ډيره د یادو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره استرالیا هیواد د غوره منزل په تو
د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنې واکمنۍ ته یوه لنډه کتنه
اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له 1933 – 1973 کلونو پورې د افغانستان پاچا او ټولواک وو. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پای په یوه سیاسي او اقتصادی بحران سره وو چې ټولې دولتې اداري او بیت المال لوټ او چور شوی وو، حتی د کابل ښاریانو کورونه او دارایی هم چور شوې وي. د نادرخان د واکمنۍ موده هم ډېره لنډه وو په څلورو کلونو کې د دولت ځینې تاسیسات دوباره احیا شول اما د بودیجې د نشتوالي له کبله ټول دوباره ونه رغول شول. باید یادونه وکړو چې د غازي امان الله خان دوره هم د اصلاحاتو او بیا جورولو لپاره لنډه وه ا
جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې د لاسلیک یوه اونۍ لا نه ده تېره شوې، چې بېرته د تاوتریخوالي او جګړې د پیلېدو خبرونه د نړۍ د رسنیو سرټکي شول، د طالبانو تر حملو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګېت پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې دوی د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په هغو طالبانو هوایي برید کړی کوم چې عملاً د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د برید په حال کې وو، هغه همدا راز ویلي چې دا یو دفاعي برید و، او دا د دوی مسؤولیت دی چې د اړتيا پر وخت د افغان
د ستونزو په ګرداب کې نښتی هيواد وژغورئ!
په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوئ دی. په دغو حساسو شيبو کې د تلپاتي سولې په موخه د بين الافغاني خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ايښودل، احساساتي خبرې کول، شکونه انديښنې پيدا کول او خنډونه جوړول که د هر لوري له خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږي. د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوري بايد ومني چې اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ دی او دغه غږ ته بايد د ديني مسئوليت او ملي مجبوريت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښيي. له افغانستا
دوه دریځونه
د افغان د ملي او مرکزي حکومت دریځ د عبدالله د ملي ضد ډلې، اسلام اباد او ماسکو ګډ دریځ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اورکم تړونلیک، د بندیانو د خوشې کېدا او په ټوله کې د جګړې د بندښت او هېوادنۍ سوله په اړه، موږ په کور دننه د دوه متضادو دریځونو سره مخامخ یوو. یو دريځ د اورکم پرخای په دایمي اوربند، د جګړې په بندښت، تلپاتې سولې او د هېواد په ملي او سراسري ګټو ولاړ دی او بل دریځ د هېواد نږدې او لېرې ګټې او سوله ګواښی، جګړې ته لمن وهی او د ټاکلو کړیو د ګټو پر محور ورڅرخي! پکار
د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - پنځمه - برخه
د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک پنځمه - برخه انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې تر آخره پورې، په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، زما د امریکې د تحصیلي بورس په هکله، ٔچې
که چېرې سوله راغله
که رښتيا سوله راغله زه بل ځای نه، يواځې د خپل پلار او نيکه کلي ته ځم. هغه کلی چې نږدې اوه کاله کيږي، د ناترسه خلکو د لاسه ما بيا ندی ليدلی. لومړی د سولې د ارمانجن خپل شهيد پلار او دواړو ميندو (مورګانو) قبرونو ته ځم. هغوی ته ښه زړه سپکوم او ورته وايم چې ستاسو بيلتون نور نشم زغملی. پلار ته مې د سولې د راتګ مبارکي هم ورکوم او ورته وايم چې ستا هغه ارمان چې د کلونو کلونو راهيسې دې ورته انتظار کولو پوره شو. زما د هغې مور قبر ته د خپلې بې وسۍ کيسه کوم چې د وخت د جبر له امله يې ما
بین الافغاني مذاکرات
تېرې څلور لسيزې کېږي چې افغانستان د جنګ په لمبو کې سوځي د روسانو د ماتې نه وروسته مجاهدینو په افغانستان کې د خپلمینځي جګړو په نتیجه کې ولس باندې هغه غوبل جوړ کړ او قتلونه یې وکړل چې تاریخ يې په لیکلو باندې شرمېږي. بیا پر دوی باندې الله پاک طالبان را نازل کړل چې دا جنګي مجرمین، قاتلین، غله، شر او فساد يې ټول له ملک څخه محوه کړل او ولس یې ددوی له شر څخه خلاص کړل. بیا په افغانستان باندې د امریکې او متحدینو حمله وه چې د طالبانو نظام یې له مینځه یووړ او پر ځای یې داسې یو نظام را منځ ته کړ چې ل
د غرض لاسونه
دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ او چرته چې یوالی او ورورګلوي وي هلته بریا او نیکمرغۍ خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کورنۍ نه راوخله بیا تر کلي کور،ولسونو،هیواد او د بشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠ کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا زیان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي هیوادونو دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړي او دنور انسانانو حقوق غصب اودهغوی هستي او
افغانانو!لويه فتح مو مبارک شه ويې ساتئ!
نصر من الله وفتح قريب د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې دا بری چې : دحق برياليتوب په باطل باندې دايمان برياليتوب په بې ايمانۍ باندې دازادۍ برياليتوب په غلامۍ باندې د خپلواکۍ برياليتوب په اشغال باندې د سولې برياليتوب په جنګ باندې د عقل برياليتوب په جهالت باندې د تدبير او تفاهم برياليتوب په زور باندې د اولس برياليتوب په استبداد باندې د مينې برياليتوب په جفا باندې او د انسانيت برياليتوب په حيوانيت باندې دي ، ټول په خپلواکۍ مين افغان اولس ، د هغوی
د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې حقوقي اړخونه
بالاخره د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته دا دی افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ د نړۍ او سیمې د مطرح هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه، ددې هوکړې لاسلیکېدو د عامو افغانانو په زړونو کې د هوسا او ښه ژوند نوي امیدونه راټوکولي او دا هیله یې را ژوندۍ کړې چې له اوږدې څلوېښت کلنې جګړې وروسته به افغانان په سوله کې ژوند وکړي. د هېواد اکثریت سیاسیونو ددې هوکړې تود هرکلی کړی او ورته خوشحاله دي، په نړیواله کچه هم د نړۍ د ګڼ
امريکايان سې ډول وهي زور به لري
دا هغه ګوډه ماته ليکنه او له څلوېښت کلنې جګړې سره يوه برابره خبره ده چې زه له ډېر مجبوريت او د خپل ملت له بې ځايه وژنو، غولونو، بې عزته، بې فرهنګه کولو، اقتصادي، سياسي او د نورو بهرنيو ستونزو په لومه کې د هېوادوالو د ګيرولو له کبله دې ته اړ شوم چې د زړه له کومې په ليکلو لاس پورې او هغه څه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې دوی ته په رښتينې توګه د منلو وړ او دا ترې په ډاګه شي چې چاه په دې ملک کې خدمت، چاه خيانت، چاه غصب کړی او څوک په دې کوښښ کې دي چې دغه ملت يو ځل بيا په ړانده خره سپور او بې ځايه
د سولې تړون که امریکا ته برائت ورکول
که څه هم چې سوله الهي امر دی او جګړه حل لاره نه ده، خو کوم تړون چې طالبانو د اسلامي امارت په نوم له امریکایي خونخوار امپریالېزم سره لاسلیک کړ، نه یوازې دا چې د سولې ضمانت نه شي کولای، بلکې امریکا ته یې د ټولو هغو جنایتونو برائت یا خلاصون ورکړ چې دوی په افغانستان کې د کابو شلو کلونو راهیسې سرته رسولي دي۔ که په دې سوله کې د افغان ولس ګټه وای او د امریکا ماتې یې زبادولی، امریکا به هېڅ وخت داسې تړون نه وای لاسلیک کړی۔ امریکا په لنډ تېر وخت کې تر ټولو ستره ماتې په ویتنام کې وخوړه، خو تر ه
د مانوس ټاپو په کډوالو ځايي خلکو بیا برید کړی
د مانوس ټاپو یو شمیر کډوال یو ځل بیا د سیمه ایزو خلکو په برید کې ټپیان شوي. د رپوټونو په حواله د مانوس ټاپو څخه د پاپوا نیوګینیا پلازمینې پورت موریسبي ته انتقال شوي کډوال او پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په (بوروکو) سیمه کې په خپلو استوګنځیو کې د سیمه ایزو قهرجنو وګړو تر برید لاندې راغلي چې په دغه برید کې یو شمیر کډوال سطحي او ځینې نور ژور ټپیان شوي دي. په یاده سیمه کې د
د افغانستان د ملی سولی د تړون د بری لپاره د څو لازمه ټکیو یادونه
سلامونه او د نوی ورځی په هیلهبیګا د طالبانو او امریکا په مینځ کی د سولی لپاره یو تړون امضاء سو. که څه هم امریکائی وزیر یو امپراتورشانه دریځ درلود خو هغه په ګران افغانستان باندی حمله یوه غچمنه حمله و بلله او دا اوسنی تړون ئی د اوسنی رښتیا یا رئالیستیک حالاتو په رڼاکی د امپراتوریو د هدیری نه (افغانستان) د بیرته کیدو سبب و ګاڼه. دا په ریښتیا کی د هغه د امریکا د ناکامی اقرار وؤ. په دی کی مهم او لازم ټکی چه د یادولو وړ دی دادی، چه هغه افغانانو ته هم وریاده کړه چه د سولی په راتلونکی پړاو کی د
له مانوس ټاپو تښتیدلی روهنګیايی پناه غوښتونکی
روهنګیايی پناه غوښتونکی جاوید ایلوم یوازینې کس دی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له مهاجرت توقیف خونې په تیښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی. جاوید تر دې دمه پټ وه او د تیښتې دا نه باوریدونکی کیسه یې چاته مالومه نه وه. جاوید د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د تیښتې کیسه یې د نه منلو ښکاري او ډیری خلک ورته هک حیران پاتې کیږي. نوموړی اوس ۲۷ کاله عمر لري او د ټورنټو پو
مینه، شعر، ښځه او سیاست
« هغه څه چې زما لپاره ارزښ لري شعر دی، او شعر پخپله زه و ته یو...» نزار قباني(۱۹۲۳ – ۱۹۹۸) د سوريې نامتو سیاستوال و ډیپلومات او د معاصرې عربي نړۍ یو تر ټولو ستر مینهلیکونکی او ډېر لوستل سوی شاعر دی. «مینه او ښځه د هغه د شعرونو موضوعیت ده او د هغه مینهلیکنې د ښځې د ښکلاپیژندنې و روانپيژندنې د ذهني ظرافت و نرمیو د ټولو اړخونو غبرگونونه او د یوه شرقي نارینه لرلید په ښه توگه رانغاړي او څرگندوي. د هغه د شعر دوهمه موضوع سیاست دی. قباني په خپلو ټولو دوه ځلوېښت دفترونو کې له څرگندو تصویرونو او
زموږ ملي ویاړونه او نیمګړي قضاوتونه
د خپل ولس پر شجاعت، شهامت او همدارنګه له دين، هيواد، خپلواکي او ازادي سره په ليونۍ مينه او د همدغو ارزښتونو د دفاع په لاره کې پر ايثار او سرښندنې غيرمتزلزل او غيرمتذبذب باور لرو. زمونږ په هیواد باندې د شوروي له بربنډ يرغل څخه څلور لسیزې تیرې شوې، خو لاهم د دغه تيري له امله د افغانانو په ذهنونو کې پاخه نقوش پاتې دي، ځکه چې پر افغانستان باندې د سره پوځ یرغل دومره ستر ناورین و چې افغانستان، سیمه او نړۍ يې ولړزوله. يو ماښام و چې زمونږ د خپلواکي، سرلوړي او ازادي ژوند د قطبي خرس شوروي يرغل تورو
د کافر ژغورل، خو د مسلمان وژل
د طالبانو د نظامي سربولن غږېز پیغام چې د سنګر طالبانو ته د ملي اردو او پولیسو د وژلو امر ورکوي، خو د امریکایانو سره د سولې د تړون په ساتلو او په امریکایي سرتېرو د برید نه کولو ټینګار کوي، نه یوازې د طالب اصلي څېره بربنډوي، بلکې همداسې زبادوي چې طالب له مذهبي اړخه څومره ذلیل، سپک، لوېدلی او له اسلامي عقېدې څخه لرې دی۔ دا دي طالب سړېخورو د اورکم پر دویمه ورځ په عزني کې دوه هغه پولیس وژلي دي چې له ښار څخه خپل کلي ته روان ول۔ طالبان د شرعي اصولو پر بنسټ مجبور دي چې له امریکایانو
افغانستان د یرغلګرو هدیره
افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخ په اوږدو کې ډېری وخت د یرغلګرو د بریدونو لاندې راغلی دی، خو د دې هیواد موقعیت په داسي ډول دی چې وګړو یې همیشه د غلیم په وړاندی په ډې رښه توګه دفاع کړي ده او د ماتې سره یې مخ کړی دی، کله چې هم یرغلګرو ځواکونو د خپلو ناروا موخو لپاره ددېخاورې او خلکو په استعمار او استثمار لاس پوریکړي دی، ولسونو هم سره لاس یو کړي اوتر وروستۍ سلګۍ پوري جګړي ته دوام ورکړي دی. لکه څرنګه چې الله ج انسانان خپلواک پیداکړي دی د همدي لپاره له هرڅه وړاندي ازادۍ ته ارزښت ورکوي نه یواځې ا