شيرين عمر چې تېریږي دريغئ دريغئ
د اوبو په څېر بهيږي دريغئ دريغئ
دا ياران لکه ګلونه د بهار دي
د خزان په څېر رژيږي دريغئ دريغئ

ژوند يو سفر دئ چې د مور د بطن نه په زېږېدو شروع او د مرګ په پوله ختميږي .
وصال او جدائي ددې سفر ملګري دي . د انسان د اولې ورځې پيدايښت چې د مور د بطن نه جدا شو او د مور په غېږ کې پريووت ددې سفر اول قدم او د بېلتون او وصل د معاملې لومړۍ تجربه وه چې صورت يې ونيولو او دعمر تر پايه دا سلسله جاري پاته شوه ،چې د وخت په تېرېدو سره انسان د همدې دوو پديدو (بېلتون او وصال ) سره لاس او ګریوان وي .
د ماشومتوب او ځوانۍ په دوره کې د وصال کچه تر بېلتون لوړه وي او هره ورځ انسان د نويو اشخاصو،شيانو ، فکرونو ، چاپېريال او پديدو سره اشنا او په تماس کې کيږي ، خو د ژوند د ګراف د صعودي مسير اعظمي نقطې ته د رسېدو او
د نزولې مسير په اختيارولو سره د ژوند په تله کې بيا د بېلتون پله درنيږي . هر څومره چې انسان زړيږي د معاشرت دايره يې تنګيږي او د بيلتون يې پراخيږي .
په ماشومتوب او ځوانۍ کې شور وي ، شوق وي ، قوت وي ، ديدنونه او تماس وي ، خو څومره چې عمر په زياتېدو شي قوت په کمېدو شي او د شور -شوق ګرمې او تېزې لمبې په سړېدو او کرارېدو شي . د خپلوانو ، يارانو او همزولو نشتوالی يا کمی شي او ورځ په ورځ انسان د یوازیتوب او انزوا لوري ته تقرب پيدا کوي .
د ژوند د سفر عجب داستان دئ ،په شروع کې چې د ماشومتوب مرحله ده ، دنيا ته نوی راغلئ ماشوم د مور ،پلار ، کورنۍ د نورو غړيو ، خپلوانو او دوستانو د توجه په محراق کې قرار لري . روزنه او پالنه يې وي ، په مينه ،ناز او دلاساينې ورسره رويه کيږي او هېڅکله يې يوازېتوب ته نه پرېږدي . خو همدغه ماشوم په لوييدو او ځوانېدو سره د وصال د لوی نعمت د قېمت او خوند سره په غفلت کې کرار کرار د په ځان بسياتوب لوري ته تمايل پيدا کوي او د نويو وصالونو په ميسریدو يې دپخوانيو سره تماس په کمېدو او د هغوی د بېلتون سره مخامخ شي .
ماشومتوب ، نويې ځواني او ځواني د بلوغ تر مرحلې د هېلو ، خيالونو ، اډياوو ، نقشو ، پلانونو او دهغوی د پياده کولو هڅې دي .خو بوډا توب بيا د بيلتون په سيند کې د ناهيلۍ ، بې ميلۍ ، کمزورۍ او بې پلانۍ هغه څپه ده چې د وصال ساحل ته د رسېدو چانس نه لري او يوازې په يادونو او خاطرو کې ورکه شي .
ژوند يوه تړلې دايره ده چې په زېږېدو او د دنيا سره د وصل د نقطې نه شروع او بېرته همغه نقطې ته په رسېدو تګميله او په ابدي بېلتون ختمه شي . د دواړو مرحلو مشابهت د نورو توجه او مرستې ته احتیاج دئ ، خو توپير ئې بيا په دې کې دئ چې په ماشومتوب کې دې احتیاج ته د معاشرې وصالي او رضايي رويه وي او په زړښت کې بېلتوني او جبري .

يا ربه د ټولو خاتمه په خير کړې .