مقالې


نړۍ لړزونکی شعار

دا هغه شعار دی چې څو کاله مخکې وزیرستان ژڼکیو ورکړی او دا شعار د پښتنو په ټولو سیمو کې د لسګونو میلیونونو خلکو له خوا په پراخو غونډو کې بدرګه کړل شو . دا شعار د افغانستان ، سیمې او نړۍ د پاره ډیر اهمیت لري ددې شعار په عملي کیدو سره په سیمه کې تروریزم ، کلونیالیزم او پنجاپی پاشیزم ختمیږي او یوه اباده سیمه را منځته کیږي. دا شعار په لسګونو میلیونه خلک ورکوي خو د کابل ارګ ورباندې غوږونه کاڼه کړي او د هغه د تکرار جرات نلري. یا په بله مانا د هغه د اوریدلو او ویلو څخه ډاریږي. که حق

22.01.2020 احمدجان تڼی

د افغانستان د معاصر تاریخ یو څو مهمې تاریخي پېښې

د 1352 هجري شمسي کال د چنګاښ یا سرطان 26 چې 1973 کال د جولای له میاشتې سره سمون خوري داعلیحضرت محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي دولت پای او د شهید سردار محمد داود خان پواسطه د جمهوریت اعلان. نورمحمد ترکي د 1357 هجري لمریز کال د ثور 7 د ثور انقلاب 27 اپریل 1978 تر8 د دسپتمبر 1979 کال پورې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت جمهور رییس وو. نوموړی د 1979 کال د اکتوبر په 8 د حفیظ الله له خوا د 62 کلونو په عمر ووژل شو. حفیظ الله امین له 8 د سپتمبر 1979 تر 27 دسمبر 1979 پوره سل ورځې د افغانستان

22.01.2020 شاهین افغان

خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!

نه پوهېږم ولې؟ خو سره له دې چې د باچاخان

21.01.2020 وحيدالله مصلح

د داووس ښار او د نړۍ اقتصادي مشرانو غونډې

د داووس « Davos » ښار د سویس هېواد د ګروبوندان ایالت د پرتیګو\ دوو په برخه کې د لاندواسر سیندپه غاړه او د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی . د داووس ښار د سمندر له سطحې 1560 متره جګه سطحه کې واقع دی چې د اروپا د وچې له بحر نه تر ټولو لوړ او د ښې هوا لرونکی ښار دی. نفوس یې په 2009 کال کې 11248 تنو ته رسېده. مساحت یې 283.99 کیلومتره دی. تر 1971 زېږدیز کال پورې د داووس ښار یواځې د سکي لوبو له امله مشهور وو خو په همدې کال کې « کلاوس شواب " Klaus Schwab " » یو آلما

21.01.2020 غلام حضرت صالحزوی

انسان د ځمکې مخلوق نه دی

انسان د ځمکې مخلوق نه دی (د امریکایي ساینسپوه نظریه) ژباړه او لنډیز: محمد سرور نیاومن د انسان د پیدایښت په اړه ګڼې نظریې شتون لري، چې له دې جملې څخه درې یې د یادونې وړ دي. لومړی د اسلام له نظره او دویم تر ټولو مشهور او عام شوې ساینسي نظریه د داروین د انسان د تکامل نظریه (evolution) ده. د تکامل نظریې د رد له پاره یوازې دوه درې پوښتنې بسنه کوي: ۱- که انسان د شادیانو له نسله وي او د شادیانو د تکامل څخه انسان رامنځته شوی وي، نو دا اوسني شادیان ولې انسانان شوي نه دي؟ باید د شادیا

21.01.2020 محمد سرور نیاومن

د عنعنوي جرګو څرنګوالی

افغانستان د جرګو اوږده مخینه لري چې د هېواد د بیلا بیلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو په هوارولو کې یې مهم نقش لرلي که لومړي د جرګې معنی ته راشو، نو جرګه یوه لرغونې کلمه ده چې معنی یې روغې جوړې او سلا مشوري لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل، ناسته او یوځای کېدل دي. په ترکې ژبه کې هم دا کلیمه په همدې تلفظ او معنی سره استعمالیږي او بعضې څیړونکې د جرګې لغت ریښې له ترکې ژبې سره تړی خو په افغانستان کې جرګه د افغانانو هغه عنعنوي غونډ ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې، سیاس

20.01.2020 عبدالرحمن احمدزی

په ايران کې ناوړه پېښو ته زمونږ غبرګون

په روانه مياشت کې نړئ په ايران کې د دوو سترو غميزو شاهده وه. دواړو ناورينونو، نه يوازې ايران له ننګونو سره مخ کړ بلکه په سيمه کې يې هم د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه. لمړئ ستونځه هغه وخت رامنځته شوه چې د امريکا لخوا د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګري ووژل شول چې امریکا او ايران يې په سيمه کي د يو لوی بحران په درشل کې ودرول. قاسم سليماني مهم عسکري اواستخباراتي شخصیت وه. نوموړی په افغانستان، عراق، سوريه، يمن، لبنان او د سيمي په نورو هېوادونو کي د ايران د تګلارو نوښتګر

19.01.2020 عبدالوحید “وحيد”

فدرال محکمې د کډوالو په اړه د استرالیا د حکومت یوه تګلاره ناقانونه اعلان کړه

د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له

18.01.2020 خوشحال صافی

استرالیا د انګلستان سره نوي سوداګریز تړون کې د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی

استرالیا د انګلستان سره په نوي سوداګریز تړون کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو پرته د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی.

18.01.2020 خوشحال صافی

مدنيت يا تمدن (civilisation)

تمدن (civilisation)د لاتيني کليمې (civis) څخه چې د ښاري ( دښار اوسيدونکی) يا ديوې ټولنې دغړي (تابعيت ) مانا لري اخستل شوئ دئ . تمدن (civilisation) - ديوې ټولنې د افرادو د ژوند ظريف، ښايسته ، د ژوند داسانتياوو لرونکی او مرفه شکل ته ويل کيږي ، چې د علمي او تخنيکي برياوو او کارولو له کبله ئې دژوند کولو بهتره مادي او ټولنيز شرايط برابر او ممکن کړي دي او د سياست او اقتصاد په وسيله عملي شوي دي . په عمومي توګه د تمدن علامی او نښانې : ۱- د دولت جوړول ۲- دټولنيز تشکيلاتو درجه ب

18.01.2020 د،ب،هيښ

ښځه؛ د دريمې کرښې اړتيا!

په هرات کې د حجاب په اړه د مولوي مجيب الرحمن انصاري عامه پوهاوي پيغامونو د حجاب او ښځې په اړه ارزښتي بحثونه رامنځته کړي دي، حجاب او نقاب په جزياتو کې د اسلامي علماو تر منځ د اختلاف موردونه دي، او په دې اړه د ثقه علماو بحثونو او څېړنو ته رجوع په کار ده. هغه بحث چې په دې منځ کې ډېر جدي او د تمدني مدونو په تقابل کې مهم دى، هغه په کورنۍ او ټولنه کې د ښځې ارزښتي موقعيت دى.له بده مرغه زمونږ د وطن

18.01.2020 وحيدالله مصلح

ولسمشره ته په ځواب راکولو مجبور يې

که جنرال خوشحال سادات اوس د ډګر جنرالۍ پر رتبه د دفاع وزارت وزير هم وټاکل شي اهمیت به يې دیوه عادي مامور هومره ځکه هم نه وي چې هغه کسانو چې غوښتل يواځې دکورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيالۍ يې وغورځوي خپلو اهدافوته ورسېدل او پره يې توس شوه. د نړۍ پرمخ ددوهم ځواکمن فکر خاوند او د نړۍ پرمخ له اخرې خوا دتر ټولو بدبخت دوهم هېواد ولسشره! ښه دقيق غوږ شه يايې واوره او يايې و

17.01.2020 رفيع الله روشن

په ژبه کي دنیولوجي (Neologe)اړخ

ژبه برسېره چي دعلومو مور ده؛دیوه ملت،دیوې ټولني؛دیوه کام؛دیوې پرګنې اوهېواد دکلتور،دود،رواج، راکړه ورکړه اوپخپلوکي اړکي اود ورځني اړتیاوو لپاره یوه بې ساري وسیله ده.په ژبه کي دیوه کام اوټولني ټوله وګړي که لوی دی که وړوکی؛که خوار دی که بډا؛که ښځه ده که نر؛لوستی دی که نالوستی،خو که هرڅوک دی،چي په دغه کام اوپرګنې پوري تړلی وي او په دغي ژبي ګړیږي او په ګړدودئې خبري کوي حق لري،چي په دغي ژبي باندي څه ووایي. کله چي د اړتیاپربنسټ نیوي ګړي منځ ته راځي دغه دوګړوحق چي پورته بیان سو برسیره دګړي پرښکلا او

16.01.2020 محمدسرور وکیلي

بنو احتجاج، د تاريخ دويمه اقتدا!

د بنو او پښتنو تړاو د تاريخ يوې بلې زرينې پېښې ته رسېږي، دا تړاو د پښتنو د ازادۍ او حقونو تاريخي تړاو دی او دا اړيکه د هغه مهاله راروانه ده چې کله کانګرېس او ګاندي د خدايي خدمتګارانو او خان عبدالغفارخان سره ځواني ونه کړه او له انګليس سره يې د هند او پاکستان پر داسې وېش سلا وکړه چې خدايي خدمتګاران په کې ګوښې پاتې شول. وروسته چې بيا باچاخان خپل مشهور کتاب "زما ژوند او جدوجهد" وليکه نو په وروستي مخ يې ول

16.01.2020 وحيدالله مصلح

له سریلانکا څخه بهر هیوادونو ته د کډوالو په مهاجرت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

تیر کال سریلانکا کې ۱۷۵ ناقانونه کډوال نیول شوي د رپوټونو له مخې په تیر ۲۰۱۹ کال کې له سریلانکا څخه استرالیا او نیوزیلینډ ته د غیرقانوني کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وه. دا سره له دې چې تیر کال کې د سریلانکا سمندري او هوایي ځواکونو د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتي قومندانۍ په همکارۍ د سریلانکا په سواحلو کې د دغه ډول کړنو د مخنیوي په خاطر د کشف او څارنې عملیات هم پیاوړي کړي وه. د سریلانکا سمندري ځواک وايي، په اوسط ډول د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنیڅ هر کال ۶۴ سریلا

11.01.2020 خوشحال صافی

منطقوي جنګونه؛ پيېلی که نا پيېلی افغانستان؟

نن سبا دا بحث ډېر تود دی، چې افغانستان په منطقوي شخړو کې طرف شي که نه؟ کله چې مونږ په منطقوي شخړو کې د افغانستان د ورګډېدو او يا بې پلوۍ خبره کوو نو د دې بحث لپاره بايد څو پوښتنې مخې ته کېښودل شي، د دې پوښتنو ځوابول بيا د طرفۍ او بې طرفۍ لپاره وکټورونه جوړوي. يو شمېر اساسي پوښتنې ښايي په لاندې ډول مطرح شي:   پيېلتوب او افغان غميزې!

10.01.2020 وحيدالله مصلح

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه - دویمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک دویمه - برخه انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ. غواړم، پدغه لیکنه کې، د خپلو لومړنۍ او منځنۍ زده کړو په هکله، تاسې قدرمنو لوستونکو ت

10.01.2020 عبدالله - وردک

د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ته یو څو وړاندیزونه

دا به یو نیک کار وي ، چې افغانستان هم د پخوا په شان مسلکي او تجربه لرونکي منسوبین او دیپلوماتان ولري. هیله ده چې د نویو منسوبینود استخدام په وخت کې تر ټولو مخکې تحصیلي رشتې ، مسلک او په هغو حوزو کې چې دوی کار کوي ، د هغوي کاري سابقه ، تجربه ، هېواد ته وفاداري په نظر کې ونیول شي. له بلې خوا د ګران هېواد د ټولو ولایتونو او هر قوم پورې مربوط متخصصین په دغه مهم اوحیاتي وزارت کې په دندو وګمارل شي . د باندینیو چارو وزارت ټول منسوبین باید په پښتو او دري ژبو مسلط وي ، هغوی چې په پښتو ژبه

09.01.2020 حضرت سهاک

چونګښه شاهزاده

دیر پخوا کله چې ډیر آرمانونه پوره کېدل. پادشاه له شاهزادګۍ سره ژوند کاوو. شاهزادګۍ ډېره ښکلې او له مینې ډکه وه، نو ځکه پادشاه د هغې هر خواهش پوره کولو. شاهزادګۍ خپل پلار ته وویل زه د خپلو پخوانیو د لوبو له وسایلو څخه ستړې شوې یمه. زه یو نوی شی غواړم چې لوبې پرې وکړم. پلار یې ورته وویل د دې لپاره چې ته ماته ډېر ارزښت لرې نو زه به خپل با ارزښت ترین د لوبې شی چې ماته مې بابا په ماشومتوب کې راکړی وو، تاته درکړم. پادشاه د خپل د طلا صیف خلاص کړ او د طلا توپګی یې را واخیست. شاهزادګۍ ته یې وویل دا د

09.01.2020 مينا سيد

د ځناورو واکمني او یرغـل خان

«تاریــخ نــاول [افسانه، داستان، حکایت] دی چی  واقــعاّ پیـښ شــوی و؛ نــاول تاریــخ دی چې ښــایــي پـــیـښ شــــــوی بــــــه وي.»(  د دوه فــرانسوي  وروڼو ایدموند او جولــز ګونکورت لیکنه: مفکورې او احساسونه،۱۸۶۶). دواړه وروڼه تکړه لیکوالان، کره کتونکي او د نولسمې پیـړۍ په پاریس کې د ټولنیز او ادبي ژوند وتلي څیرې وې Edmond and Jules de  Goncourt, Ideas and Feelings, 1866  یوې برتانوي افسانه لیکونکې، ډرامه لیکونکې او شاعرې دوریس لیسینګ (۱۹۱

08.01.2020 ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more