مقالې
راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري
درنو لوستونکو! موږ بايد د خپل هېواد د آبادولو او د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسو، چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال او محيط را پيدا کړي، چې ټول و طنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لار کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې په ننني حالت کې وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه و شول، چې هغه عوامل او خنډونه ورو ورو
دریمه برخه - د وطن شریک کور
شریک کور! دریمه برخه - د وطن شریک کور! عبدالله وردک انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي. د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې وړاندې شوی دی. پدغه ل
د ميني مقتبس!
زه د ميني او محبت د عصر مقتبس يم، د ميني عيني راوي يم. مينه مي کړې ده، مينه مي ورکړې ده او مينه مي ليدلې ده. د انسان بدن، لکه ويني ته چي اړتيا لري، همدا ډول ميني ته هم اړتيا لري، خو نننۍ مينه د پرونۍ ميني سره توپير لري. مجازي نړۍ تر ډېره حقيقي مينه هم مجازي کړه، زما په آند د نن مينه طوفان کوي، شاعره ده، ژبه لري، د زړه محراق ته لاره مومي او داسي اوښکي بهوي، چي په مخ کي لاري په تصور کي دريابونه او پر مځکه لپي ډکوي. سم د انسان خاموشه سوځېدل او بې لمبې سکروټه کېدل دي، دا مينه جا
زموږ وطن!
په دې وطن کي قاتل جنتي او مقتول دوزخي دی. دلته د خلکو وژونکی مجاهد او خلکو ته نجات ور کونکی ظالم دی. زموږ په وطن کي حق مغلوب او باطل غالب دی. دلته يو انسان د بل انسان په نقصان کي ثواب مومي. په دې خاوره کي بې انصافۍ ته انصاف او انصاف ته بې انصافي وايي. دلته عارض او معروض دواړه د حق چيغي وهي. زموږ په ټاټوبي کي شپه د ورځي څخه او ورځ د شپې څخه شکايت لري. دلته تور پر سپين او سپين پر تور ځان نه ورکوي. دلته پوه نوکر او ناپوه بادار دی. په دې وطن کي ملا غل او غل ملا دی. دلته ټول ژوندي غازي
نیوزیلنډ ته ښايي د استرالیا د سمندري مهاجرت خونو یو شمیر کډوال یوړل شي
د یوې معاملې له مخې چې ښايي د استرالیا د حکومت او خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ترمنځ ترسره شي، احتمال شته چې د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو ۱۵۰ کډوال هر کال نیوزیلینډ ته انتقال او هلته میشت کړل شي. د روان کال په فبروري میاشت کې، د آسټرالیا پارلمان د حکومت خلاف د ناروغه کډوالو د طبي لېږد قانون پاس کړ او پکې خپلواکو ډاکټرانو دا صلاحیت ورکړو چې په سمندري توقیف ځایونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د طبي دلایلو لپاره آسټرالیا ته د سفر کولو اجازه ورکړي. اوس د سکاټ موريسن حکومت غوا
د استرالیا د مهاجرت ویزو په هکله اندیښنې
کډوالو د استرالیا د مهاجرت نوو ویزو د شرایطو په اړه اندیښنه ښودلې د استرالیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د استرالیا د حکومت لخوا اعلان شوې د مهاجرت نوې ویزې غیرعادلانه دي ځکه دغه ویزې ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي. د استرالیا حکومت د تېرې نوومبر میاشت په شپاړسمه خپل هیواد ته د مهارت لرونکو کډوالو د جذبولو په خاطر د سیمه ایز مهاجرت په نوم پنځه نوې ویزې اعلان کړې چې له مخې په دغه هیواد کې د دې ویزو ترلاسه کوونکي کولای شي د یو لړ شرایطو په پوره ک
کاکا مې ( ډاکټر ناکامورا) چاه و واژه؟
راځئ افغان مشرانو، سياستوالو، روڼ اندو، ليکوالو او ژورناليستانو په دې خبره خو حيرانتيا او خپل ځانونه د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ملامت وګڼو، چې يو جاپانی ډاکټر له بل هېواد څخه زموږ يوه نامنه افغانستان او بيا په هغه کې مشرقي ته چې څلور ولايتونه ور پورې تړلي او کاکا (ناکا مورا) په ننګرهار ولايت چې په شمار دويشت ولسوالۍ لري او دی د لوی ننګرهار د ګلو په هار ولايت کې د خلکو لپاره په داسې سختو شرايطو کې چې دغه ولايت د داعش، طالب او نورو ترورستي ډلو په اصطلاح د مچيو ځاله ده او دی په کې د
ناکامورا د اتلولۍ نوم
ناکامورا د اتلولۍ نوم ناکامورا د ودانۍ یو نوم شو د ننګرهار د سمسورۍ یو نوم شو د اسکېرلي، ځورېدلي بزګر د نیکمرغۍ او خوشالۍ یو نوم شو د ننګرهارو د بې پوښتنې خلکو د پاملرنې، سورلوړۍ یو نوم شو د وږو تږو په خالي دسترخوان غلو دانو او د ډوډۍ یو نوم شو د شاړو دښتو او مېرو لپاره ناکامورا د اوبخورۍ یو نوم شو د دښتې زړه چې پرچا نه سوځېده همغه زړه اوس د نرمۍ یو نوم شو په جل وهلو او اغزن ډاګو کې د زراعت او مالدارۍ یو نوم
ارواښاد ډاکتر ناکامورا چا او ولې ووژه؟
په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې او د داسې ډلې لخوا چې د اسلام او قرآن د ګټلو نارې وهي، د ناکامورا وژل نه یوازې د افغان مظلوم ولس د وژلو او د دې غمځپلي او نېستمن هېواد د پرمختګ د ځپلو په مانا دی، بلکې د ټول بشریت د وژلو او بشري پرمختګ ته د سپکاوي مانا ورکوي۔ د االله اکبر د نارو په بدرګه سره د یوه بې ګنا انسان وژل چې ځان یې د اسلامي ټولنې په جوپړ کې سپینږیری کړی وي، تر دې لوی جرم او جنایت د نړۍ پرمخ نشته۔ له بده مرغه چې د ابوجهل لښکریانو د جهاد په نوم او د تکبیر په نارو سره ډاکتر ناکامورا په حق ورس
د وښو رېبلو ماشین ـ لنډه کیسه
د وښو رېبلو ماشین یوه انګلیسي لنډه کیسه پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست مېرمن جونز مېړه نه درلود ، خو دوه ځامن یې لرل.هغوي ستر او غښتلي وول،خو تنبل.هره سه شنبه به ښوونځي ته نه تلل.تل به یې مور ورته ویل : نن له غرمې وروسته د چمن واښه ورېبئ.د هلکانو سره له دې چې دا کار نه خوښېده ،خو تل به یې دا کار ترسره کاوه. یوه ورځ یو چا یوه مجله له دوي څخه یوتن ته ورکړه ،او هغه هم په دې مجله کې د وښو د رېبلو د ماشین یو انځور ولید،د ماشین پر سر پر یوځای یوه مېرمنه ناسته وه.هلک مجله خپل و
زبان دری
کم نیستند مواردی که از تلویحات مغرضانه، بالاخره به توهین و چاپ کتاب مبدل شده اند. بخش عمده ی چنین مواردی، صرف افغان ستیزی های وقیحانه شده است. از همان اوان ایجاد حکومت موقت، فشار مضاعف خارجی، مسوولان را به ناگزیری هایی می کشاند که بسیاری هم با ضعف های خودشان برای بیگانه گان فرصت ساخته اند. جدل همیشه گی پس از هرج و مرج طولانی
درانی احمد شاہ داوسنی افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل(۲ )
پروفیسور عبدالخالق ۔ رشید دجواھرلال
دراني احمد شاہ داوسني افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل
پروفیسور عبدالخالق ۔ رشید
پړه هم مونږه او مړه هم مونږه!
زمونږ ډيرى سياستوال په ځانګړې توګه حاکمه ډله د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د کويت، قطر، دوبئ او بحرين د اميرانو په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه د خپل ذوق سره سم لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان تورې سترګئ ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې او ميک اپ د کومې شهزادګئ غونډې کوي، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د لو
هر دم از این باغ
اگر زمان را اشتباه نکرده
افغان ملت ته د بيدارۍ پيغام
تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي او تېرې شوي، اوس هم ورسره افغانان لاس ګرېوان دي او د ازمېښتونو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول، ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه يې کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده، خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې ورسره زموږ هېواد د نورو هېوادونو په پرتله يوه پېړۍ وروسته پاتې شو، چې زه يې ټوله پړه لومړی په
د نړۍ ۵ بډايه کتابتونونه!
۱:- برتانوي کتابتون – د برتانيا ملي کتابتون دی، چي په لومړي ځل يې په ۱۷۵۳م کال کي بنسټ ايښودل سوی دی. دغه کتابتون د برتانيا په مرکزي لندن او ليډز ښارونو کي موقعيت لري او رغنيزي چاري يې په ۱۴۱ ميليونه يورو باندي بشپړي سوي دي. په برتانوي کتابتون کي له ۱۵۰ ميليونو څخه بيا تر ۲۰۰ ميليونو پوري کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، ډاټابېسونه، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي. ياد کتابتون د لوستونکو لپاره نږدې ۱۴ ميليونه کتابونه لري، چي په کلني ډول تر ۷۵ مي
افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ څه پیغام درلود
له دولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدي ملي علمي ادارو ته اړتیا لیدل کیږي. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقي مرکزونه کوای شي چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړي. د دې امکان هم شته چې پدې کار سره له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کادرونه هیله پیدا کړي چې په ملي نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړو ادارو بنسټونه کیږدي. خو دا هلته کیدای شي چې زموږ په ښارونو کې له دیوالونو او لوحو څخه د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شي چې ځوانان مو له ابت
ښوونځی ـ لنډه کیسه
یوه انګلیسي کیسه پښتو کوونکی: یوسف هېواددوست مري یوه انګلیسي نجلۍ وه خو په روم کې یې ژوند کاوه .هغه شپږ کلنه وه.تېر کال مور یې ورته وویل : (( مري ، ته اوس نو شپږکلنه یې او دا یې وخت دی چې ښوونځي ته لاړه شې .ستا خامخا هغه ښوونځی خوښیږي ځکه یو ښایسته ښوونځی دی .)) مري پوښتنه وکړه : ((هلته یو انګلیسي ښوونځی دی ؟ )) مور یې ځواب ورکړ : (( هو ، همداسې ده )). مري ښوونځي ته لاړه او درسونه یې ډېر خوښ شول .مور به یې تل هر سهار تر ښوونځي رسوله او له غرمې وروسته به یې کور ته
د پاکستان دیو جاسوس افسر اعترافونه
دیر ځله سیاسی شنونکی یا هم ژورنالستان لیکوالان د یوی غمزی عوامل څیړی کوم چی د منطق له مخی یوڅه مستند هم وی چا ته د منلو وړ وی اوچا ته بیا اعتبار نلري رد وی . ولی کله چی د یو هیواد د استخباراتو غړی خپلی پټی موخی او شوم پلانونه د یوي معیني موضوع په اړوند له هغه ابتدا څخه بیانوی بیا نو د شک او شبهی څخه وځی او تنها یو با اعتباره ماخذ باندی بدلیدلی شی .د افغانستان دجهاد داستان کتاب کی چی د احمد رضوان تارړ لخوا لیکل شوي او یوسفزي پواسطه په پشتو ژباړلی دی د هغه مسوول شخص څرګندونو له مخی