نصر من الله وفتح قريب
د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې دا بری چې :

دحق برياليتوب په باطل باندې
دايمان برياليتوب په بې ايمانۍ باندې
دازادۍ برياليتوب په غلامۍ باندې
د خپلواکۍ برياليتوب په اشغال باندې
د سولې برياليتوب په جنګ باندې
د عقل برياليتوب په جهالت باندې
د تدبير او تفاهم برياليتوب په زور باندې
د اولس برياليتوب په استبداد باندې
د مينې برياليتوب په جفا باندې
او د انسانيت برياليتوب په حيوانيت باندې دي ،
ټول په خپلواکۍ مين افغان اولس ، د هغوی اصيلو قهرمانو او مبارزو زامنو طالبانو کرامو ، د افغانستان د خپلواکۍ د جبهې مدبرو او معززو مشرانو او دنړۍ ټولو ازادۍ غوښتونکو اولسونو ته د مبارک وي .

الله پاک دې دهغو بې شميره شهيدانو ارواح ارامه او په جنت و نازوي ، چې د خپلو وينو او ژوند په قېمت يې دا کاميابي د افغان اولس نصيب کړه .

که د افغانستان تېر تاريخ ته وګورو زموږ اولس د بهرنيو يرغلګرو او اشغالګرو سره د مبارزې او مقاومت او په هغوی د کاميابيو او فتحو ډېر داسې افتخارات او سوابق لري ،چې ددې خاورې بهرني دښمنانو ته يې د خپلواکۍ په عقيده او انګېزه لرلو سره ماتې ورکړې دي او دهغوی د ناولی حضور او وجود نه يې دا خاوره پاکه کړې ده .
د چنګيزي بربريت سره مقابله ، دصفوي وحشت له منځه وړل ، د انګريزي استعمار ختمول ، د شوروي اتحاد د نظامي او کلتوري يرغل او سوسيال امپرياليزم د تسلط پای ته رسول او د داخلي تنظيمي شر او فساد رېښې ايستل يې يو څو مثالونه دي چې افغانانو د انساني ټولنې د يو ارزښتناکه اصل(خپلواکۍ )د حصول بقا او دفاع د پاره په څومره شور او شعور مبارزه کړې ده او په دې لاره کې يې څومره سرښندنې او قربانيانې ورکړې دي او فی الحاله يې د نړۍ د ستر نظامي -تخنيکي -اقتصادي او شيطاني قدرت امريکا او مؤتليفينو د ظالمانه او وحشيانه اشغال نه د خپل وطن او اولس په خلاصولو ددې خاورې د اوسيدونکو د ځلانده تاريخ او د ازادۍ او خپلواکۍ سره د ذاتي او طبيعي ميني د لرلو يو بل ثبوت او سند د جهان په تاريخ کې ثبت کړ او عملاا يې وښودله چې زور او فشار به مؤقتاا وحشت جوړ کړي ، د انسانانو د وينو سيلابونه به جاري کړي ، اولسونو به د تنظيم شوي ترور او هدفي وژنو په اور کې وسوځوي ، د قومي ،ژبني ، مذهبي او سمتي فتنو جوړولو ته به اقدام وکړي او ځاني او مادي خسارات به پرې تحميل کړي ،لاکن د خپلواکۍ او خود اراديت جذبه ، احساس او عقيده يې نه شي له منځه وړلئ او اخر به په شرمناکه توګه خپله ماتې مني او د اولسونو د حق موقف ته به چې د خپلواکۍ لرل دي تسلمیږي .

تېرو ترخو تجربو ته په کتلو ددې وخت او فرصت دئ ، چې د کبر او غرور په ځای د تولېرانس او زغملو غېږې يو بل ته خلاصې شي . د نفرت ، کينې ، تعصب او حسد ويروسونه چې د اشغال ، اوږدې جګړې او دوامداره استبداد محصول او د اشرارو او خايينو عناصرو له لوري يې د انتشار کوښښ شوئ په اسلامي ارشاداتو او افغاني کلتور محو او په
ځای يې د زړونو د وصلت ، مينې ورکولو ، همکارۍ او وطن او اولس ته د خدمت کولو اصل رواج کړو .
جهان او بشر ته عملاا وښيو چې افغانان نه يوازې د خپلواکۍ د اخستلو جرائت ، همت او ظرفيت لري ، بلکې د هغې د ساتلو او پاللو وړتيا هم لري .

د افغانستان د تاريخ په دې حساسه پړاو کې ددې لويې فتحې چې د خپلواکۍ حاصلول دي د تدوام ، ساتلو او پالنې لوی مسؤليت د افغانانو په اوږو دئ ، چې په پوره دقت ، صداقت او اخلاص يې بايد ادا کړي او نور دا لويه کاميابي چې د لکهاوو افغانانو د وينو او ځان قربانولو په قېمت حاصله شوې ده د شخصي ،ګروپي ، سازماني او ګوندي غرضونو او مفاداتو قرباني نه کړي .

ژوندی د وي افغانستان
تل د وي ازادي ،خپلواکي ، سوله او عدالت