بالاخره د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته دا دی افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ د نړۍ او سیمې د مطرح هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه، ددې هوکړې لاسلیکېدو د عامو افغانانو په زړونو کې د هوسا او ښه ژوند نوي امیدونه راټوکولي او دا هیله یې را ژوندۍ کړې چې له اوږدې څلوېښت کلنې جګړې وروسته به افغانان په سوله کې ژوند وکړي.
د هېواد اکثریت سیاسیونو ددې هوکړې تود هرکلی کړی او ورته خوشحاله دي، په نړیواله کچه هم د نړۍ د ګڼو هیوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې د هوکړې د لاسلیک او په سوله ایزه توګه د افغانستان د اوسني ناورین د حل پریکړه ستایلې او له افغانانو یې غوښتي چې له دې فرصت څخه ښه ګته واخلي.
خو بل اړخ ته د افغان دولت ډېر کم شمېر چارواکي او ځینې هغه د ګوتو په شمار سیاسیون چې په هیواد کې د جګړې له لارې سیاسي شهرت او موقف ته رسېدلي او د جګړې په ګرم ډګر کې د ډول ډول قاچاق او تیلو د سوداګرۍ له کبله د سترو مالي شتمنیو خاوندان دي او په جګړه کې یې ګټې نغښتې دي اوس هم د سولې مخالفت کوي او عامو خلکو ته دا ذهنیت ورکوي چې ګواکي له طالبانو سره سوله زموږ په ګټه نه ده.
عام ولس ته ولې سوله مهمه ده؟
زموږ ګران هېواد د پیړیو په پوړیو کې ډېرې لوړې ژورې لیدلې دي او دا ټولې پوړۍ یې له خورا ګڼو ستونزو سره ګاللې دي، تېر ۴۰ کاله له ناخوالو ډک تاریخ دا ښيي چې د جګړې او تاوتریخوالي یواځینۍ قرباني عام ولس او بېچاره خلک دي چې جګړې ور څخه د کورنۍ غړي، د ژوند اسانتیاوې، ذهني ارامتیا او خوښي اخیستې ده.
د نړۍ د لویو قدرتونو تر منځ دغې پردۍ جګړې یواځې عام افغانان د غم په ټغر کینولي دي، د سیاسي سوداګرو او چارواکو له کورنیو پرته بلې هرې افغانې کورنۍ خپل د فامیل غړي له لاسه ورکړي او دا څو نسله یې په جګړه او د باروتو په لوګیو کې له تعلیم او تحصیل لرې او له هوسا ژوند سره نا آشنا را لوی شوي دي.
په دې خونړۍ جګړه کې هره ورځ شاوخوا دوه سوه تنه عام او غریب افغانان وژل شوي یا معلول شوي دي، خو برعکس د هیڅ یو سیاسي مشر یا رهبر د زوی، لور او کورنۍ د کوم غړي پوزه هم نه ده وینې شوې. د کونډو، یتیمانو او معلولینو کچه دومره زیاته ده چې هېڅ کورني او نړیوال ارګان ته یې کره شمېره نه ده معلومه.
د جګړې دوام، په دولت کې اداري فساد او عام ولس ته د چارواکو نه پاملرنې په سلګونه همدا کونډې، یتیمان او معلولین اړ کړي دي چې د فقر، بېکارۍ او ناچارۍ له وجې د سړکونو په سر له خلکو خیرات وغواړي.
چارواکي او سیاسي سوداګر په زرهي موټرو کې ګرځي، آرام او آسوده ژوند لري او د اکثرو یې کورنۍ له هیواده بهر اوسیږي، بچیان یې په معتبرو ښوونځیو او پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي، د عام ولس له حال او درده نه دي خبر او له خپل لاګژري ژوند څخه خوند اخلي، دوی له جګړې نه یواځې دا چې هېڅ زیان نه دی لیدلی بلکه ورته په ګټه تمامه شوې او له کبله یې غوره موقف، شتمني او پر خلکو نفوذ ترلاسه کړی دی.
د سولې د هوکړې په اړه نړیوال او کورني غبرګونونه
په نړیواله کچه افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړې په هکله نظرونه مثبت او هیله بښونکي دي، ناټو سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې د دایمي سولې پر لور لومړنی ګام بللی، همدا راز یې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د جګړې ختمولو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي.
د ګڼو هیوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې هوکړه او دا ورځ د افغانستان او ټولو هغو افغانانو لپاره چې له اوږدې مودې راهيسې له جګړو او ناخوالو ځورېږي يو مهم پرمختګ او تاریخي ورځ بللې ده، او هیله یې څرګنده کړې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې ژر تر ژره پيل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی او پر افغانانو یې غږ کړی چې له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلي او د خپل راتلونکي لپاره دې کار وکړي، هغه همدا راز ویلي که طالبان او افغان حکومت خپلې کړې ژمنې وساتي په افغانستان کې به د جګړې پای او د امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي، هغه زیاته کړې ده چې امریکا به پر طالبانو نظر ساتي او ګوري به چې دا ډله پر خپلو ژمنو څومره درېږي. همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یاد هیواد د پارلمان غړو ته د معلوماتو ورکولو په یوه جلسه کې ویلي چې هغوی پر ایران او نورو هیوادونو نظر لري چې د افغانستان سوله ګډوډه نه کړي.
په کور د ننه هم ډېری سیاستوالو؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال دوستم، د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله او ګڼ شمېر نورو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره یو مهم ګام بللی، او د هغې د لاسلیک ورځ یې یوه تاریخي ورځ یاده کړې ده، ښاغلي کرزي هیله ښودلې ده چې له دې هوکړې سره به افغانان په خپله د سولې د بهیر واک په خپلو لاسونو کې واخلي، هغه پر ټولو افغانانو غږ کړی چې باید یو موټی شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر لور لاړ شي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د څو کاله جګړې وروسته د سولې لپاره یو فرصت پیدا شوی او اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ښه ګټه واخلي.
د هوکړې د حقوقي اړخ څېړنه:
که چېرې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې متن په دقت وکتل شي له حقوقي اړخه یو قوي سند دی چې ډېر ژور او لوی موضوعات پکې ځای پر ځای شوي دي، د هوکړې په متن کې دا موضوع واضیح شوې چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان اسلامي امارت د دولت په توګه په رسمیت نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، د نړیوالو حقوقو د اصولو سره سم دا ډول پېژندنه دا ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو طالبان د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ د خوځښت په توګه په ضمني ډول په رسمیت پېژندلي دي.
د هوکړې په متن کې په ښکاره توګه لیکل شوي دي چې دا هوکړه به د نوي اسلامي حکومت تر رامنځته کیدو پورې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې لازم الاجراء وي.
د نړیوالو معاهداتو د حقوقو پر بنسټ معمولاً تړونونه او هوکړې یواځې د دولتونو او نړیوالو سازمانونو تر منځ لاسلیک کیږي، له دې پرته یواځینۍ استثناء داده چې یو دولت یا سازمان په ځانګړو مواردو کې له آزادي غوښتونکو خوځښتونو (Liberation Movements) سره هم کولی شي تړون یا معاهده لاسلیک کړي.
بله مسأله چې خلک یې په اړه پوښتنه لري، ددې هوکړې د اجراء یا پلي کیدو ضمانت دی. د هوکړې د پلي کیدو او عملي کیدو د څرنګوالي په اړه ځینې اندیښنې شته او ویل کیږي چې څه تضمین موجود دی چې د کاغذ پر مخ دا لیکل شوي تعهدات عملي شي؟ له یوې خوا د ولسمشر اشرف غني ضد او نقیص خبرې او د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه د هغه څرګندونې دا اندیښنې ډېروي، خو له بلې خوا د طالبانو د مشر مطبوعاتي اعلامیه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو قاطعیت دا اندیښنې له منځه وړي او دا هیلې نورې هم پیاوړې کوي چې د هوکړې دواړه خواوې د سولې راوستلو ته ژمن دي.
په نړیوالو حقوقو کې د معاهداتو او هوکړو د اجراء ضمانت دومره قوي نه دی لکه په داخلي حقوقو کې د هغو، خو دا په دې معنا نه ده چې په نړیوالو حقوقو کې د اجراء ضمانت نشته او یوه لاسلیک شوې هوکړه/تړون/معاهده هر کله چې وغوښتل شي لغو/نقض کیدای شي، یا هر اړخ کولی شي په آسانۍ خپل تعهدات تر پښو لاندې کړي او عمل پرې ونه کړي. د نړیوالو معاهداتو او تړونونو د اجراء یا پلي کیدو تر ټولو قوي ضمانت د معاهدې د طرفینو ګټې دي چې هر اړخ هڅه کوي د معاهدې په موادو عمل وکړي تر څو مقابل لوری هم خپل تعهدات عملي کړي او له دې لیارې خپلې ګټې تر لاسه کړي.
د سولې د هوکړې د متن په کتلو سره لیدل کیږي چې دواړه اړخونه د سولې په راوستلو کې خپلې ګټې لري، له یوې خوا د امریکا ګټې چې له یوې اوږدې، د لوړ لګښت لرونکې او ناکامې جګړې څخه په خورا غوره توګه ځان خلاصوي او په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته یو سوله ایز نظام پر ځای پرېږدي، د اقتصادي ګټو تر څنګ په سیاسي ډول د امریکا د متحده ایالاتو اعتبار په نړۍ کې نور هم زیاتیږي او د نړۍ هیوادونو ته دا ښیي چې امریکا د شوروي په شان افغانستان په یو پيچیلي او ناسم وضعیت کې نه دی پرېښی، بل دا چې ددې جګړې په سوله ایزه ختم او د امریکا د متحده ایالتونو د قواوو وتل او کور ته ستنېدل د یاد هېواد د خلکو په روحیاتو هم مثبته اغیزه اچوي او له خپل دولت څخه یې ملاتړ زیاتیږي، دا ټولې کړنې امریکا نوره هم قوي کوي.
له بلې خوا طالبان هم له اوږدې جګړې او د هرې ورځې له غمیزو خلاصیږي او یو سوله ایز ژوند پیلوي، نړیوالو ته خپل ځان د یو قوت په توګه په رسمیت ور پېژني او یو ځل بیا خپل هویت د جګړې او نظامي ډګر پر ځای په سیاسي ډګر کې را ژوندی کوي، د هغې هیلې لپاره یې چې نږدې شل کاله وسله واله جګړه کړې بالاخره ددې هوکړې په پلي کیدو سره خپلې موخې ته رسیږي او خارجي قوتونه له افغانستان څخه وځي، طالبان او د هغوی نظامي جنګیالي د جګړې او سنګر پر ځای عادي ژوند ژواک ته راګرځي او د خپلو کورنیو تر څنګ له ډار او وېرې پرته په خوشحالۍ ژوند کولی شي، زندانیان یې له بند خونو آزادېږي او له مودو وروسته خپل ولس، کلي او کورنۍ ته ورځي.
دا او دې ته ورته ډېرې نورې داسې متقابلې ګټې شته چې دواړه لوري (طالبان او د امریکا متحده ایالاتو حکومت) د هوکړې پلي کولو ته ملزم کوي، همدا راز د هوکړې په متن کې ځینې داسې موارد شته چې هغه خپله دواړه اړخونه اړ باسي چې معاهده پلي او عملي کړي، چې یو له هغې مواردو د امریکا د متحده ایالاتو التزام دې ته چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه به غواړي څو یاده هوکړه په رسمیت و پیژني او تأیید یې کړي.
اوس څه کول په کار دي؟
لکه څرنګه چې تر دې وړاندې د ډکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال هم د سولې یو ښه فرصت را منځته شوی و، خو له بده مرغه د وخت د سیاسیونو د ځانځانۍ او ځان غوښتنې له کبله مو هغه چانس له لاسه ورکړ او په پایله کې یې د جګړې یو نوي پړاو ته داخل او له یو لوی ناورین سره مخامخ شوو.
اوس چې یو ځل بیا د سولې دا ښه موقع موږ ته په لاس راغلې اړینه ده چې ټول ولسونه سره یو شي او د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د یو آسوده او سوکاله ژوند بنسټ کیږدي. د هر هغه چا پر وړاندې ودریږي کوم چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د سولې مخالفت کوي او پر وړاندې یې ځنډ او خنډ را منځته کوي.