دا هغه ګوډه ماته ليکنه او له څلوېښت کلنې جګړې سره يوه برابره خبره ده چې زه له ډېر مجبوريت او د خپل ملت له بې ځايه وژنو، غولونو، بې عزته، بې فرهنګه کولو، اقتصادي، سياسي او د نورو بهرنيو ستونزو په لومه کې د هېوادوالو د ګيرولو له کبله دې ته اړ شوم چې د زړه له کومې په ليکلو لاس پورې او هغه څه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې دوی ته په رښتينې توګه د منلو وړ او دا ترې په ډاګه شي چې چاه په دې ملک کې خدمت، چاه خيانت، چاه غصب کړی او څوک په دې کوښښ کې دي چې دغه ملت يو ځل بيا په ړانده خره سپور او بې ځايه ډول ورته و وهي او ګډ يې کړي چې د دې کار په کولو دغه سياستوال خپلې ګټې خوندي کړي.
دا د ملت په ګټه داسې ترخې ويناوې دي چې افغانان ورته تږي ناست، په لوستلو سره خپله د کلونو تنده د پټو خيانتو، د افغانستان په ګټه د امنيتي تړونو او نورو مسائلو په لاسليکولو او برالا کولو سره ماتوي او د لمر په څېر روښانه ده چې په افغانستان کې هره سياسي ډله هغه که د هرګوند او هر تنظيم او يا طالب او داعش ده چې واک ته رسېدلې خپل ځان، قوم او يارانو ته کار کړی ملت ته چاه کومه پاملرنه نه ده کړې او نه يې په دې خاوره او خلکو زړه خوږ کړی چې دومره څوک و وايي دا ملت هم د نورو ملتو په څېر د دې حق لري چې کار ورته وشي او کار ته ملا وتړي، ترڅو دوی هم د يوې مړۍ حلالې روزي څښتنان اود ښه ژوند او ښې زده کړې خاوندان شي.
ولې دا ټول وروسته پاتې کارونه او پاتې قومونه ټول د ناوړه سياستونو او سياستوالو په لومه کې راګير خلک دي چې هېڅکله دوی نه غواړي پرته له ځان څخه بل څوک په دې خاوره کې حاکم وي.
د يوې غوره قومي او ملي فريضې په بنا او په افغانستان کې د ناوړه سياستونو د موضوع د زيات حياتي ارزښت د نه اهميت ورکولو په اړه چې سمه لاره پلې او په دې وجه په دغه خاوره کې نور د دې ملت سرنوشت معلوم او سياستونه روښانه او سياستوال له غولوونکو شعارو لاس په سر، هېواد او هېوادوالو ته وفادار او د خپلو کړو ويناو په بنا دوي ورته د عمل يوه جامه واغوندي بيا به افغان ملت په دې خبره قناعت وکړي چې په افغانستان کې همدغه مشران د سولې پلويان دي او نه غواړي نور په دې خاوره کې ناوړه سياستونه د همدې خلکو له لاسه د عمل يوه تور او په وينو سره جامه واغوندي.
زما د ښی او چپ لاس په پېژندلو سره له کوم وخت راهيسې چې موږ ځوانان په افغانستان کې ژوند، کار، زده کړې او دندې مخ په وړاندې وړو همدغه ناوړه سياستونه دي چې په افغان ملت حاکم دي، کله په ښي لاس مخ په وړاندې وړل کېږي او کله په چپ لاس معنی او حققيت يې دا دی چې له څلوېښت کلو څخه راپه دې خوا داسې يوه پاکه او ستره څېره ماه په دې خاوره کې ونه ليده چې هغه خلکو او خاورې ته کار کړی وی، ولې په دې لست کې به ډېرې کمې څېرې تر سترګو شوې دي چې هغه به چاه کار ته نه وي پرېښې چې هغوی کار وکړي دا هغه لوبې دي چې تر نن پورې په ملت پلې کېږي او د خلاصون لار يې په سياستونو کې ترې ورکه کړې ده.
نن چې د دې احساس يوځل بيا کېږي بهرنيان په ځانګړې توګه امريکايان به د افغانستان له خاورې وزي او څلور پنځه زره بنديان د طالبانو به هم خوشې کېږي، جمهوريت به په امارات بدلېږي چې دغه امارات په تېره دوره کې هم پرته له بادار (پاکستان او سعودي عربستان) څخه په هغه وخت کې بل هېڅ هېواد په رسميت نه وه پېژندلی دا زما په نظر ډېرې وړې موضوعګانې دي چې يو ځل بيا را برسېره کېږي، ځکه زندان د جنايتکار ځای دی که چېرته افغان حکومت او ترڅنګ يې پاک او سپېڅلي طالبان سره لاس يو کړي او د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي نو ډېر څه به يې رامنځ ته کړي وي چې هم به ورسره سوله راشي او هم به د بهرنيانو لاسونه له دې خاورې څخه پرې شوي وي او که داسې ويناوې د طالبانو له پاکو خولو څخه را وزي او وايي چې موږ له افغان حکومت سره له سره خبرو ته نه کينو دا به زما په نظر يوه سمه خبره نه وي ځکه په دې هېواد او بيا حکومت کې ډېرې پاکې او پوه څېرې شته چې د افغان ملت او خاورې ورسره ډېره زياته مينه ده چې د دې وينا په تکرارولو سره طالبان خپل ارزښت او اهميت خپله له لاسه ورکوي.
پاتې شوه د ډول او ترڅنګ يې د سورني د وهلو موضوع امريکايان او د دوی ترڅنګ تور پنجاب ترڅو چې د افغانستان نوم د نړۍ په نقشه کې وي البته زما په ځانګړي نظر پاکستان به زموږ خپل نه شي که له قرآن سره هم زموږ کور ته راشي بيا به هم د دوی په زړه کې د افغانستان د حکومت د ړنګولو فکر ورسره وي او نه غواړي چې دغه هېواد دې پياوړې اردو ولري، پياوړی سياست، اقتصاد او ښه فرهنګ دې ولري.
بهتره به دا وي چې امريکايان خپل ډول نور په غاړه کې واچوي له دې خاورې لاړ شي ځکه دلته نور بازنګري (ګډاګانې) څوک نه کوي او د طالب لپاره به هم دا بهانه نوره نه وي که هغوی په رښتيا د هېواد ابادول غواړي نو ټول ملت د دوی د پښو خاورې دی او که د تور پنجاب په اشاره يوځل بيا دوی د افغان حکومت د ړنګولو خوب او خيال په ذهن کې ويني دا به زما په نظر يوه ډېره غټه تېر وتنه او لوی جرم د تاريخ په اوږدو کې د طالب لپاره ثابت شي لکه څنګه چې د افغانستان يو پياوړی رئيس جمهور ښاغلی ډاکټر نجيب الله احمدزی د تور پنجاب په مشورې سره و وژلو او د هغه د مرګ مسؤليت يې په غاړه واخيستو خو په حقيقت کې هغه د پاکستان يو نر مېړه وه.
له دې کبله چې متاسفانه په نننۍ نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې په دې شلو وروستيو کلو کې د سياستوالو په سترګو او ذهن کې حق او عدالت ډېر لږ ليدل کېږي، طبعاً د دې ملت مشروعو حقوقو ته هم د تاريخ په درشل کې چاه خاص نظر ونه کړ او په دې صورت کې د امريکا او طالبانو له موافقې سره د يوځای کېدو په مسئله کې له هغوی سره موافقه وشوه او افغان حکومت همداسې تش په ډاګ پاتې دی چې په نتيجه کې امريکايان هم غواړي د خپل ځان لپاره د وتلو يوه د وړو پزه نن کېدي او دا و وايي چې که طالبان په خپلو هوکړو ونه درېږي موږ تيار يو چې يو ځل بيا په افغانستان يرغل وکړو، داسې به نه وي د امريکايانو مزل هم ښه پايله نه درلوده او نه غوښتل چې دايمي سوله دې راشي، طالبانو، داعش او ترڅنګ يې ديني او جهادي رهبرانو هم دا څلوېښت کاله ملت بې ځايه و وژلو چې ملت نن هېڅکله دوی ته د عفوی بخښښ نه کوي چې دوی دې وبخښل شي.
تر نن ورځې پورې د افغانستان خلکو د امريکا او پاکستان امنيتي، اقتصادي، فرهنګي او سياسي جګړې ته کتل اوس په کارده چې د افغان حکومت اقداماتو په ځانګړې توګه په ځای اقداماتو ته و ګوري هسې نه چې د ښاغلي ډاکټر نجيب الله د حکومت د سقوط پېښه يو ځل بيا تکرار شي چې د هماغه وخت سياسي څېرې اوس هم په دې حکومت کې د امريکايانو او پاکستان تر مستقيمې لارښوونې لاندې فعاليت کوي چې په دې کار سره تيار جوړ حکومت له لاسه ور نه کړو، په کارده چې په قومي او ملي سياسي تشکيلاتو افغان حکومت لاس پورې کړي، سيمه ييزې او ولايتي شوراګانې جوړې کړي، شورا ګانې په خپلو منځو کې اړيکې ټينګې کړي، قومي جرګې وکړي.
د امريکاحکومت، جمع طالبان، پاکستان او د سيمې هېوادو ته په کارده چې له افغان حکومت سره د سولې د راوستو په برخه کې پوره مرسته وکړي، پرې نږدي چې په افغان حکومت پسې په بدو ويلو او عملي ورانکاريو لاس پورې کړي او په دې سلسله کې ځينې خفه شوي او شړل شوي او غير ملي کسان د هېواد له سرحدو څخه بېرته له افغان حکومت سره يو ځای کړي ترڅو وکولای شي يوه بده نتيجه ترې واخيستل شي.
د افغان حکومت د نننۍ اوضاع دا کرغېړن جنجال چې ملت ورسره لاس او ګرېوان دی او خرابوالی نن ټول افغانستان ته رسېږي ملت نور نه غواړي له دې کبله د هغو بدو عواقبو تکرار يوځل بيا و ويني لکه څنګه چې دا څلوېښت کاله پر موږ بد نظامونه حاکم وه، ملت ورسره و وژل، مشرانو خپل اهداف ترلاسه او ملي جنايتونه او خيانتونه يې وکړل.
د ننني حالات د مهار کولو لپاره دننه په افغان حکومت کې ملي او نړېوالو څېرو، لويو قومونو، اسلامي ملکو، د سيمې هېوادو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو موسسې ته په کارده چې په دې کار لاس پورې کړي او نور پرې نږدي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل پاتې شي بس ده، دې جګړې څلوېښت کاله افغانان بې ځايه وسوزول، روسانو دلته بې ځايه ډولونه ووهل، داخلي خلقيانو، پرچميانو، کمونستانو، رهبرانو، طالبانو، داعشيانو او افغان ملتيانو په کې خپلې د جګړې مستې ګډاګانې وکړې نور جګړه بس ده، ملت ډوډۍ غواړي، موږ مسلمانان او بيا انسانان او افغانان يو، دلته کافران نه شته، دلته نور جهاد ختم شوی دی، دا به يوه ډېره غټه تېروتنه وي چې څوک نور چاودنې کوي او د جهاد په بهانه خپل ښوونځي، جوماتونه او پلونه ورانوي، موږ ډوډۍ او زده کړې ته اړتيا لرو، موږ نور د قطر ګرمې خرما نه خورو، موږ د پنجاب ورستې کېلې او امونه نه غواړو، موږ د کلدارو په سر خپل کور او ښوونځي نه سوزو، موږ ابادۍ او ټاکنو او د قلم له لارې سياست کولو ته اړتيا لرو.
د افغان ملت د هغه ښه او غوره حسن د نيت په درلودو سره چې په قطر يا دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې د راوستو په اړه لاسليک شو، ملت يې د هر کلي اظهار کوي، خو د پاکستان د حکومت پټې دښمنۍ به د ژوند تر اخري سلګۍ پورې روانې وي، د هغوی ناوړه سياستونه به وينو چې پوره پنځوس کاله کېږي افغان حکومت پسې يې سوي لرګي را اخيستي کله مو يو خوا زغلوي او کله بل خوا چې په نتيجه کې افغانستان را باندې وران کړی او خپل ملک يې اباد کړئ.
سره له دې چې د افغانستان حکومت او ملت تل د سولې غوښتونکی دی او تل يې خپل بېرغونه پورته کړي چې جګړه بس ده، ولې بيا هم د کورنيو مشرانو په مرسته د پاکستان جګړه روانه ده مګر چاه دغه جګړه په حسن نيت سره فيصله نه کړه اما د امريکا، پاکستان او د سيمې حکومتو د يوې زرې د پلان په عملي کولو چې په هغه کې د افغانستان جبري داخلول هم شامل دي يو وارې بيا د دواړو مملکتو په منځ کې د هر ډول بهبود امکان ويجاړ کړي دي.
مګر افسوس چې د افغانستان د هر يوه حکومت کوښښونه کوم مثبت ځای ته د تاريخ په اوږدو کې ونه رسېدل، بلکې اخري نتيجه دا را و وتله چې امريکايان دې له افغانستان څخه و وځي او افغانان دې خپله موضوع په خپله حل او فصل کړي کشکې دغه سوچ او فکر موږ څلوېښت کاله وړاندې کړی وی چې دومره افغانان خو به بې ځايه د دې خلکو له لاسه نه وژل کېدل چې اوس يې اولادونه د يوې مړۍ ډوډۍ په ارمان د رهبر، طالب، خلقي، پرچمي، داعش، افغان ملت او نورو ګوندونو له لاسه ناست دي.
امريکايانو، پاکستان او طالبانو په دې اقدام سره ثابته کړه چې دوی له افغان حکومت سره په هېڅ صورت کې خبرو ته نه کېني که طالبان، خپل ځان ته وګوري لومړی به د دوی لپاره دا بهتره وي چې له دې جګړې دوی له خپل دولت سره هم خبرو ته کېني او ټينګه اراده پيدا کړي، دا ثابته کړي چې ملت سولې ته تږی ناست دی هسې نه چې دغه پټه لوبه د افغانستان د ملت د هيلو او ميلان په خلاف د دغه ملت ملي او حقوقي موجوديت خدای (ج) مه کړه د تل لپاره له منځه لاړ شي او د خلکو د خوښۍ په خلاف د امريکا، پاکستان او طالبان يو بېلېدونکی جز وګرځي
له بلې خوا هغه نظامي اقتصادي مرستې چې له افغانستان سره شوي دي يا اوس کېږي، د هغو له کبله د اسيا په دې برخه کې د قوتونو انډول بالکل ګډوډ شوی او د افغانستان لپاره هم په اوس وخت کې او هم په راتلونکي کې ډېر سخت خطرونه پيدا کولای شي، لکه چې همدې نظامي ځواک او ملاتړ پاکستان ته د دې خبرې موقع ورکړې ده چې د زيات زور او ظلم له لارې د افغانستان د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی د محوه کولو او ورکولو لپاره پاخه پاخه ګامونه يوځل بيا اخلي.
ما به د افغانستان د يوه فرد او ملت د خدمتګار په توګه خپله ملي او وجداني دنده نه وي په ځای کړې که چېرې زه هغه حقايق او خطرونه چې د پورته بيانونو له مخې ورسره افغانستان په راتلونکي وخت کې مخامخ کېدونکی دی لا دمخه د افغانستان د ملت د سمو نمايندګانو غوږو ته ونه رسوم، له دې پورته بيانو سره بهتره ده چې د ملت د محترمو وکيلانو په خدمت کې په پوره وضاحت سره دا خبره څرګنده کړم چې په دې مهمه او تاريخي موقع کې د افغانستان د حکومت او ملت په مخکې د پرېکړې کولو لپاره دوه غټې خبرې پرتې دي چې سياستوال په پوره دقت سره ترې کار واخلي او پرې نږدي چې افغانستان يوځل بيا د جګړې ډګر وګرځي.
په نننيو بدو سياسي حالاتو کې د افغانستان حکومت او ملت ته په کارده چې د هغو بدو آوازو د نظم غږ ته چې د هغو ګډو وينو درلودونکو وروڼو د ښکاره حقوقو په حمايت پورې تړلي دي لبيک و وايي او د دوي د مشروع او مسلم حق حمايه کړي ترڅو د افغان ملت لپاره د تورې تيارې يو روښانه څراغ وګرځي.
په افغانستان کې د سياستونو او ځواکونو د موازنې ساتل د تسليحاتي مرستې په اثر چې له امريکا څخه تر لاسه کېږي بالکل نن ويجاړه شوې ده ايا د افغانستان حکومت د خپل ملي شرافت د بقا او ساتنې په لحاظ د هېواد د دفاعي پياوړتيا لپاره بايد اقدام وکړي او دا ثابته کړي کوم تصميمات چې د لويې جرګې ښاغلي وکيلان يې په دې ننني تاريخي بهير کې لري هغه د دې ملت په راتلونکي حالت او سرنوشت کې لوی او مهم تاثير ثابت کړي افغان ملت نور له خپل قادر او متعال خدای (ج) څخه مننه کوي چې د ملت د نمايندګانو تصميمونه که هرڅوک خپل ځان د دې خاورې اصلي مالک بولي که افغان حکومت دی، طالب دی او که داعش او يا نور شته ګوندونه دي په کارده د افغان ملت لپاره د خير او سعادت، شرافت او ناموس تامين او محافظه تل تر تله وساتي بل هغه نظامي او اقتصادي مرسته چې د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د ځينو لويو ممالکو له خوا وشوه او کېږي د قوتونو موازنه يې د افغانستان د سياست په دې برخه کې بېخي خرابه کړې او ډېر لوی خطر يې اوس د سبا ورځې لپاره پېښ کړی، همدغه نظامي ځواک د افغان حکومت مخالفينو ته موقع ورکړې چې له ظلم او زور نه دوی کار نه اخلي او د افغانانو په حقوقو پښې ږدي له ډېرو توضيحاتو زه د قوم د خدمتګار په توګه دا خپله ملي او وجداني دنده ګڼم چې هغه حقايق او خطرات چې افغانستان ته سبا ورځ پېښېدونکي دي څرکند کړم او په ډېر وضاحت په دې مهمې تاريخي موقع کې دوه ډېر روښانه ټکي د پرېکړې لپاره لويې جرګې ته وړاندې کړم يو دا چې ايا د افغانستان حکومت د خلکو د مظلوميت غږ ته د خپلو وروڼو د مسلم حق په اړه لبيک و وايي او د دوی مشروع حقوق وساتي او که نه؟
بل دا چې د افغان حکومت له مخالفينو سره د وسلو ډېر کومکونه شوي دي او کېږي په همدې وجه په دې سيمه کې د ځواکونو موازنه بېخي خرابه ده او دې پوښتنې ته ضرورت شته چې ايا د افغانستان حکومت د خپل ملي شرافت د ساتنې او بقا لپاره د مملکت د دفاعي پياوړتيا په غرض څه اقدام وکړي او که نه؟ تل دې وي افغانستان ژوندی دې وي زموږ ملت.