د روان عیسوي کال د مارچ په ۱۱ مه (د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۹ مه)، د ملګرو ملتو امنیت شورا د رایو په اتفاق پریکړه وکړه چې ملګري ملتونه «د افغانستان اسلامي امارت » په رسمیت نه پېژني او امنیت شورا د «اسلامي امارت» د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي!
دې پرېکړې د طالبانو هغه خیال پلو چې افغانستان کې يي د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په تړاو واهه، په پوره نهیلۍ او مایوسۍ بدل کړ.
طالبانو د امارت د واکمنۍ لپاره، دوه لسیزې افغانان د جنګ په بټۍ کې نني کړل. د افغانانو د کړاو او د نړیوالو مرستو په پیسو یې جوړشوي ښوونځي، مدرسې، جوماتونه، روغتونونه، سړکونه، د اوبو بیالې، نهرونه، باغونه او لنډه دا چې له یوه سره ټولګټې بنسټونه په بمونو والوځول. افغان مشران، مخور، سپینږیري، انجینران، ډاکټران، ښوونکي، استادان، پوهان، بزګران، کارګران، کسبګر، سرتیري، ساتونکي، ښځې او ماشومان یي په انتحاري بمونو غلبیل کړل او د تاریخ او بشریت په کچه یي افغانانو سره هغه څه وکړل لکه مقدوني سکندر، د هون اتیلا، مغل چنګیز، تورک ګوډ تیمور او عربي ښکیلاکګرو چې تېر تاریخ کې د نورو هېوادو او ولسونو سره ترسره کړې دي. طالبانو افغانان اړویستل چې خپل خوږ هېواد پریږدي او د نړۍ هر ګوټ ته کډه وکړي. نن په نړۍ کې داسې هېواد نشته چې هلته دې افغان کډوال نه وي!
طالبانو د خپل خلف جهادي مافیا په ادامه، نه یوازې افغان هېواد وران او ویجاړ کړ، بلکې القاعده او نورو ترهګرو سره يي په انډیوالۍ او ملګرتیا نړۍ کې د هغه حیثیت پر خمکه وویشت او په همدې لامل هر بهرنی، افغانستان ته د ترهګرو د ځالې په سترګه ګوري او هر افغان ورته ترهګر ښکاري. طالبانو هغه جهادي مافیا ته چې په ۹۰ کلونو کې يي له هېواده ځغلولې وه، د ناسم او اسلام اباد ته د خپل مزدور سیاست په لامل د بیا راټوکېدو او واکمنېدو لار هواره کړه او دواړو ډلو په ګډه خو په بېلا بېلو لارو په تېرو درې لسیزو کې د افغانانو هډوکي وشپېلول او تر اوسه لا دغه غمیزه او ناورین ادامه لري!
همدارنګه طالبانو ګاونډیو هېوادو او نړیوالو ترهګرو ته د هېواد دروازې پرانیستې پرېښودې چې افغانستان ته راننوځي او د ملک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او د جګړې اور بل وساتي.
اوس پوښتنه دا ده، ایا طالبان کولای شي د خپلو دومره جنایتونو سره، د منځنۍ پېړیو خپله د پیریانو او دیوانو واکمني «اسلامي امارت» پرافغانانو وتپي؟
ملګرو ملتو او نړیوالې ټولنې که څه هم ډېره ناوخته پرېکړه وکړه، خو پرځای یي طالبي امارت ته د «نه » ځواب ورکړ.
اوس طالبان د امنیت شورا له یادې پرېکړې په نهیلۍ او مایوسۍ، خپله تازه اعلامیه کې وايي، چې «افغان طالبانو ته له بهره تپل شوی نظام د منلو نه دی»
که څه هم طالبانو نه ده څرګنده کړې چې دوی کوم نظام ته له بهره تپل شوی نظام وايي، خو که نیت يي د ۱۳۹۸ کال تر ټاکنو وروسته د ولسمشر غني په مشرۍ اسلامي جمهوري نظام وي چې د افغانانو په رایه او سرښندنه رامنځته شوی؛ ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان یي په رسمیت پېژني او که طالبان ریښتیا افغانستان ته د راتلو او افغانانو ته د چوپړ لیواله وي، یوازې د دغه نظام سره د خبرو او اوربند له لارې، داسې څه تر لاسه کولای شي.
طالبانو په دغه اعلامیه کې چې د مارچ په ۱۳ مه، خپره شوې، دا هم ویلي« د افغانستان په کورنیو چاروکې به هیڅ هیواد لاسوهنه نه کوي یا نور جهتونه او ځواکونه دې زموږ په هېواد کې د ناکامو او ناشونو تجربو د تکرار هڅه نه کوي،BBC »
د افغانستان په کورنیو چارو کې د هیڅ هېواد لاسوهنه چې طالبان ورته اعلامیه کې ګوته نیسي، که له نومونو اخیستو څخه يي د یوې شېبې لپاره تېر شو، تر ټولو لومړی د پاکستان هېواد دی چې لاسوهنه څه، بلکې ښکاره او په ډاګه پوځي تیری کوي. خو طالبان يي ځکه نوم په خوله نه اخلي چې په نیابت يي جګړه مخته وړي. د نورو جهتونو او ځواکونو خبره هم چې طالبان يي اعلامیه کې په اب و تاب کوي، له وضاحت پرته، هیڅ عملي ارزښت نه لري او یوازې د افغانانو د تېرییستلو په موخه ترسره کیږي.
بلخوا طالبانو نورې هغه ژمنې چې بویه امریکا سره يي د سولې په تړونلیک کې کړي، تر اوسه یوه ژمنه هم نه ده پلې کړې.
طالبانو په تړونلیک کې د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه کړې، خو عمل کې تیار نه دي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.« طالبان یک مکتب دخترانه را در ولایت تخار هدف ماین قرار دادند.
نسیمه، مدیر لیسۀ خواجه‌غار در ولایت تخار به سلام‌ وطندار می‌گوید، طالبان عصر امروز یک ماین چسپکی را در یکی از صنف‌های این لیسه منفجر کرده‌اند.
به گفتۀ خانم نسیمه، هنگام انفجار این ماین چسپکی کسی در داخل ساختمان لیسه نبوده و در این انفجار تنها یک صنف درسی تخریب شده است. به گفتۀ او، پیش از این طالبان برای شاگردان و استادان این لیسۀ دخترانه هشدار داده بودند که به مکتب نروند. خلیل اسیر، سخنگوی قومندانی امنیهٔ پولیس تخار نیز این رویداد را تایید می‌کند.»
همدارنګه ولسمشر غني د ښه نیت په موخه ۱۵۰۰ تنه طالبان سر له اوسه او ۳۵۰۰ تنه، طالبانو سره د مذاکراتو په منځ کې د خوشې کولو لارښوونه کړې، خو طالبان پخپلسرغواړي چې تر مذاکراتو مخکې ټول ۵۰۰۰ تنه په یو ځل ورخوشې شي. دلته هم د طالبانو له سرتمبګۍ څرګندیږي چې خوشې شوي طالبان به بیا د جګړې ډګر ته استوي او غواړي د تاوتریخوالي د کمښت پرځای، جګړه لا توده کړي.
بلخوا ویل کیږي، د افغان حکومت شپږکسیز پلاوی چې دوحې ته د خبرو لپاره تللی وو، طالبانو سره يي لېدل ونه شول او بیرته کابل ته راستون شوی دی. دغه پلاوي له طالبانو پرته، یو شمېر قطري او امریکايي چارواکو سره لېده ــ کاته کړي دي.
اوس ټولو ته څرګنده ده، په کور دننه او بهر د دښمن او د هغوی د کورني ګوډاګیانو هڅه دا ده چې اشرف غني له واکمني لیري شي. په همدې لامل طالبان د اسلام اباد په ملاتړ له بهره د اسلامي امارت ډنډوره غږوي او عبدالله عبدالله د ماسکو او قم په مرسته د موازي حکومت بولاله تکراروي.
خو ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا، د عبدالله عبدالله په سرخیلۍ د موازي حکومت توطیه شنډه کړه او د موقت او سرپرست حکومتونو پر تابوت يي وروستي میخونه ټک وهل او د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړې د طالبانو وحشي« اسلامي امارت» د تاریخ کندې ته ورګوزار کړ!
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر غني په مشرۍ له دغو توطیو اوس بریالي راوتی او افغانان به ژر د جګړې پرځای د سولې او د ملوک الطوافۍ پرځای د مرکزي ملي حکومت خاوندان وي.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴ مه