په داسې حال کې چې دهندوستان په خوا کې دافغانستان دسرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې،او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي ،تر څو په آينده کې ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغې موضوع په سر دنظر اختلاف نه وي ، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه.
(١) دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه دپارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده .
(٢) دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې ،او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوادهندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي .
(٣) د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والاحضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي . له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي چې دی په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې دباشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي .دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والاحضرت دې دبر مل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزيرستان او د داورپه هکله له خپلې ادعانه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت دچاغي په باب له خپلې ادعانه اوړي .
(٤) دسرحدي سيمي ليکه به دافغان او برتانوي گډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي . ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده،په داسې حل کې چې د دغې سرحدي سيمې دگانډيوکليو دموجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي .
(٥) دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي .
دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړې نه چې دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي . دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن اودهغې پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کې دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي .
(٦) ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلې چې جزياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي .د دې دپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي .
(٧) دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندې به اعتراض ونه کړي ،او دوی به په خپله دغه په هکله ښه مرسته ورسره وکړي .برسېره پردې د دې دپاره چې دوالاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي .هنري ماتمر ډيورنډدهندوستان دحکومت دباندنيو چارو وزير
امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير
کابل دنومبر 1893.12
پښتو کوونکی :::: پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ