ګرانو خوېندو او وروڼو سلام! زه د خپل هېواد د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو او لاس ته راوړنو په موده کې تل د يوه داسې هدف د ليکلو په لټه کې يم چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د شنو طوطيانو او تور کارغانو په څلوېښت کلنې جګړې رڼا واچوم چې دغه جګړه تور کارغانو د چاه لپاره او له کومې خوا پېل کړې چې پای ته نه رسېږي او په نتيجه کې ورسره هېوادوال بې ځايه و وژل شول، تور سرې کونډې شوې، افغانستان يې د تور پنجاب په لار ښوونې د اور کندې ته اچولی چې زړه يې نور هم نه يښېږي چې د دې جګړې لمن را ټوله شي.
څرنګه چې دغه تور کارغان د ګرم او تور پنجاب اصلي غلامان او د هغوي په لار ښوونې سره يې د اسلام تر نامه لاندې په وران کاره جګړې په افغانستان کې لاس پورې کړی او په سلګونو او زرګونو هېوادوال يې د تاريخ په اوږدو کې په دې خاوره کې بې ځايه و وژل خو په حقيقت کې اسلام د سولې دين دی، اسلام کې وژنه نه شته، اسلام د پرمختګ دين دی، په اسلام کې عدالت دی، په اسلام کې بايد د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې لپاره يو مثبت او رښتينی چاپېريال را منځ ته شي. ټول وطنوال دې د هېواد د ودانۍ او سر لوړۍ په لاره کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې و کړي ترڅو د دې کار په کولو د شنو طوطيانو چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس دي د پنجاب له تور کارغانو سره چې د هغه هېواد پوځيان دي جګړه وګټي او خپل هېواد ترې خلاص کړي ترڅو د دې کار په کولو سره سوله او امنيت زموږ په خاوره کې هم لکه د نورو هېوادونو په څېر راشي.
وختونه او سياستونه تېرشول او کوښښونه وشول چې هغه ناوړه عوامل اوخنډونه چې تور کارغانو په دې خاوره کې د افغان ملت لپاره پيدا کړي ورو ورو له منځه يوسو چې د تجربو له مخې په بېلابېلو شکلونودغو هدفونو ته د رسېدو مخنيوی يې هم تل کړی او په تېره بيا په مملکت کې يو داسې باوري امنيت چې مثبت اقتصادي او ټولنيز تحول ته په سالم ډول لاره هواره کړي، ځوان کهول ته د مصؤنيت احساس ورکړي او ناوړه او ارتجاعي ودې مخنيوی همدغه شنه طوطيان د يوه ښه رهبر تر لارښوونې لاندې له دې وروسته وکړي ترڅو د دې کار په کولو سره موږ يوه لوړه بريا تر لاسه کړو.
له دغو پړاونو تر تېرېدو له دې وروسته بل هېڅ دليل پاتې نه دی چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره دې زموږ په هېواد کې نوې پاڼه وانه وړي او ما د خپل وطن د راتلونکې نيکمرغۍ لپاره د يوې رښتينې او معقولې ديموکراسۍ له جوړېدو نه پرته چې بنياد يې د افغانستان د خلکو اکثريت ته په خدمت ولاړ دی بله لاره نه ده ليدلې او نه يې لرو چې په دې اړه يوځل بيا ښاغلي جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د خپلې لوړې په مراسمو کې و ويل چې کار کول په کار دي او ملت بايد له دې شته بحران څخه نور خلاص شي او زه به له هېڅ چا سره معامله ونه کړم ځکه چې په تېره دوره کې زه ډېر وزورېدم او نن زما په غاړه کې يو ډېر غټ مسؤليت پروت دی چې ځان ترې په بريالۍ توګه خلاص کړم.
د هېوادوالو په نظر د دغسې يوې ټولنيزې وضعې اصلي بنسټ د خلکو د حقوقو پوره تامين او د ملي حاکميت په اصل باندې کامل اعتراف کول دي چې نه بايد دغه دوه لوی ټکي په پټ يا څرګند ډول زيانمن شي چې زيات مسؤليت يې نن هم همدې رئيس جمهور او بيا د هېواد شنو طوطيانو ته کېږي چې دغه د پنجاب تور کارغان په پوره مېړانې او زړورتيا سره پسې واخلي او د تورخم له کرغېړنې کرښې څخه د انګليس او امريکا غلام حکومت (پاکستان) باندې ښه په نره و سپاري.
دغه پاکه هيله ده چې زه يې د هېواد په دې ناڅرګند سياست کې اړ کړی يم چې د خپل ځان او خپلو ملګرو وروستي وړانديزونه د نړېوالو غوږو ته و رسوم او د افغانستان د ملت د خير او نيکمرغۍ لپاره يې د پلي کېدو هيله وکړم، خو دا چې له دې پاکې هيلې سره ولې مملکت دې بې سره، بې سامانه او بې کنتروله نړيوالې لوبې ته د وتو په حال کې دی او زموږ هغه په نفس کمزوري مشران ولي له اصلي موخې نه و اوښتل او په يوه غلطه لاره لاړل اوږده کيسه لري چې په دې لنډ وخت کې نه شي بيانيدای او په کومه بله مناسبه ليکنه او وخت کې به پرې ګران وطنوال خبرکړم.
په هر صورت نتيجه دا چې هغه پخواني اميدونه او ښې هيلې په يوه داسې اړولې ديموکراسۍ بدلې شوې دي چې له لومړي سره يې بنسټ په شخصي عقدو او شخصي او طبقاتي ښېګڼو په تقلب او دسيسو په دروغو او ريا کارۍ او د خلکو په غولولو باندې ولاړ دی. خو د دروغو دغو ټولو سياستونو او تبليغاتو په همدې څلوېښت کلونو کې د اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيز حالت د مطلقې ګډوډۍ او د مملکت د اداري اجتماعي او سياسي حالت د مخ په ښکته تګ هغه ترخه حقايق به زه هم د افغانستان د ملت او بهرنۍ نړۍ له سترګو څخه پټ نه کړم.
لنډه دا چې ديموکراسي يعنې د خلکو حکومت په يوې خپلسرۍ او انارشيزم او د طالباني رژيم په يوه مطلق العنانه رژيم بدل شو اودغه ټول قدرتونه د يو بل غاړې ته او د خلکو غاړې ته ور ولوېدل او تفرقه ورځ په ورځ اچول کېږي چې په نتيجه کې حکمراني ورسره کېږي دغو حيلو په ټول مملکت کې اور بل کړی چې په دې وسيله د دې ککړې او خړې پړې او له بدبختيو او فقر او هلاکت نه ډکې فضاء په سيوري کې ناوړه مادي او ممکن سياسي هدفونه د چارواکو له خوا ترسره شي.
د هېواد په هر ګوټ او غاړو څنډو کې چې وطن پرستان دي دغه زړه دردونکی حالت دوي په ډېرې خواشينۍ او غمژنۍ ګوري او د خپل وطن د حال څارنه کوي. په تېره بيا اردو دغه درد تر ټولو زيات محسوسوي او په دې هيله چې نن يا سبا به دغه فاسد وران او ويجاړ سياستونه د ملت په دغه بدبخت حالت باندې پوه شي او د خپل ځان سمولو کوښښ به وکړي، ډېر صبر او حوصله نن ملت دې ورانکاره ډلو او سياستوالو ته وکړه، خو نتيجې ثابته کړه چې دا هيلې بېخي بې ځايه دي او د دولـت رژيم او دستګاه د طالبانو، رهبرانو، داعش، خلقيانو، پرچميانو ، افغان ملتيانو او نورو ګوندونو په نسبت دومره فاسده شوې چې د سمېدو آسره يې پاتې نه ده. نو ځکه ټولو وطن پرستانو په تېره بيا اردو بايد ملا وتړي چې نور دغو فاسدو اشخاصو او نظامونو ته وخت ور نه کړي او لرې يې کړي او وطن له دې بدبختۍ نه خلاص کړي.
نوی راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات ولري چې تفصيل يې په دې لنډ وخت کې امکان نه لري او په راتلونکي نږدې وخت کې به پرهغه هم خبرې وشي. د افغانستان بهرنی سياست بايد د بېطرفۍ، په عسکري ډلو ټپلو کې د برخې نه اخيستو او په خپله د افغانستان د خلکو په آزادو پرېکړو ولاړ وي. د افغانستان نړېوال سياست بايد د شنو طوطيانو او تور کارغانو په وړاندې يو سياست وي او زموږ د ولس د مادي او معنوي ژوندانه لپاره د هېواد د ملي هيلو په بنياد درول شوی وي او وکولای شي دغه شته بحران ته همدغه شنه طوطيان په خپلې وړتيا سره چې نوم يې ملي اردو او ملي پوليس دي ځواب و وايي.
زموږ د ملي کوښښ او هيلو نه په ډاګه څرګندېږي چې د دغو هيلو ترسره کېدل ترټولو زيات د نړۍ سولې ته اړتيا لري. هېڅ يو هېواد بې د نړۍ له سولې نه په خپلو هيلو بريالی کېدای نه شي. څرنګه چې موږ ځان له هرچا نه زيات د خپل هېواد د ترقۍ په لاره کې کوښښ ته اړ بولو نو ترهر چا زيات د نړۍ سوله او سلامتيا هم غواړو.
نو همدا وجه ده چې د افغانستان د سياست لومړۍ ستنه د سولې غوښتنه او د نړۍ له ټولو ولسونو او ملتونو سره دوستي کول دي. په دې هيله کې له موږ سره د هېڅ يوه لوی، واړه لرې يا نږدې هېواد يا ولس هېڅ ډول توپير نه شته دغه خپلواکه اراده د افغانستان د ولس له آرزو ګانو څخه الهام اخلي. هغه عنصر چې د افغانستان د رواياتي بې طرفه سياست ته امتياز ورکوي د هغه څرګند صراحت او صميميت دی چې د افغانستان د ملي ارادې د خپلواکۍ نماينده ګي کوي.
په دې اساس له دوستو دولتونو سره په ځانګړې توګه له امريکا سره د افغانستان د دوستی د روابطو خپله مضبوطه سټه ټينګه وساتل شي او د هغو په زياته پراختيا کې به د ديپلوماسي شخصي روابطو او بين المللي همکارۍ له لارې کوښښ وشي او زموږ هيله داده چې له هغه نه مثبتې او عملي نتيجې واخيستل شي.
دانظام د ملګرو ملتو د منشور اساسات چې مقصديې د بشري نړۍ نيکمرغي او آرامي ده ملحوظ او محترم ګڼو
له پاکستان سره زموږ د روابطو په باب چې يوازينی هېواد دی د پښتونستان د قضيې په سر ورسره يو سياسي اختلاف لرو او تر اوسه پورې د هغه په حل نه يو بريالي شوي د پښتونستان د قضيې د حل د لارې د پيدا کولو لپاره به زموږ دايمي کوښښ که خدای کول دوام وکړي.
په پای کې يوځل بيا په دغه ستر ملي بري خپلو ګرانو وطنوالو ته مبارکي وايم اوله ټولو وطن پرستانو په تېره بيا د افغانستان د فداکاره اردو نه چې له هېڅ ډول خالصانه سعی اوخپل وس او کوښښ نه يې ځان نه دی سپمولی د زړه له اخلاصه مننه کوم او خپل امتنان وړاندې کوم چې ملت له تاسو څخه ډېر زيات خوشحاله دی.
څنګه چې زموږکوښښ اخرنه لري نو د هېواد له ټول ولس او په تېره بيا د ځلمي کهول د همکارۍ دوام زموږ د ټولو د زړه د تل غوښتنې دي او د هغو د حاصلولو پوره هيله لرم.
ژوندی دې وي افغانستان تل دې وي سوله.