د افغان د ملي او مرکزي حکومت دریځ
د عبدالله د ملي ضد ډلې، اسلام اباد او ماسکو ګډ دریځ
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اورکم تړونلیک، د بندیانو د خوشې کېدا او په ټوله کې د جګړې د بندښت او هېوادنۍ سوله په اړه، موږ په کور دننه د دوه متضادو دریځونو سره مخامخ یوو. یو دريځ د اورکم پرخای په دایمي اوربند، د جګړې په بندښت، تلپاتې سولې او د هېواد په ملي او سراسري ګټو ولاړ دی او بل دریځ د هېواد نږدې او لېرې ګټې او سوله ګواښی، جګړې ته لمن وهی او د ټاکلو کړیو د ګټو پر محور ورڅرخي!
پکار خو دا وو چې امریکا، طالبانو سره په اوږدو او څو پیریزو خبرو کې افغان حکومت شریک کړی وای او په تړونلیک کې یې د امریکا د ګټو سره یوځای د افغانانو ګټې چې مرکزي حکومت یې استازولي کوي، په پام کې نېولی او تسجیل کړی وای، خو د یادې نیمګړتیا او اغماض سره سره، داسې څرګندیږي چې طالبي ترهګر او د دوی بهرني او کورني ملاتړي د دغه نیمګړي او ناقص الوجود تړونلیک مواد هم نه مني او تر لاسلیک وروسته یې سملاسي د هغو پر ضد اقدامات تر لاس لاندې ونېول.
په تړونلیک کې د اورکم او تاوتریخوالی د کمښت په اړه یادونه کیږي، خو عمل کې د افغانانو او افغان حکومت په وړاندې توده جګړه روانه ده. د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، په روز ګان کې د طالبي ترهګرو په برید کې د پولیسو یو مرکز سقوط کړی او شپږ پولیس شهیدان شوی. امریکا غږ هم وایي«د یادونې وړده چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو د سولې تر هوکړې او تاوتریخوالي مودې تر پایته رسېدو وروسته طالبانو په ځینو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی». تېره ورځ هم د کندهار چارواکو ویلي ول چې طالبانو د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې بریدونه کړي. همدارنګه له کندز څخه راپورونه وايي چې هلته هم تېره شپه د طالبانو په بریدونو کې ۱۶ د ملي اردو او څلور سیمه ییز پولیس شهیدان شوي. «دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان ځواکونو وړمه ورځ ۱۸ ولایتونو او له تېرې ورځې راهیسې په ۱۵ ولایتونو کې بریدونه کړي دي، تاند». بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم د دې پخلی کوي چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۴ بریدونه ترسره شوي دي.
دغه نیمګړي تړونلیک، طالبي ترهګرو ته دا پلمه هم لاس کې ورکړه چې په بېشرمۍ سره وایي، موږ(طالبي ترهګر) تر تړونلیک وروسته امریکايي موخې نه په نښه کوو او تړونلیک سره سم، یوازې افغاني ګټې او موخې تر اور او برید لاندې نیسو.
امریکایانو سره چې تر پرون پورې د دوی په وینا ښکېلاکګر او کافر وو او په وړاندې یي جهاد واجب او فرض وو، روغه جوړه او بشپړ اوربند؛ خو افغانانو سره چې له پېړیو مسلمان، همریښه او هېوادوال دي جهاد او جګړه او د امریکایانو په غوښتنه، هغه هم په لفظ کې اورکم او لږ تاوتریخوالي!
که څه هم افغانان د تاوتریخوالي د کمښت مخالف نه دي او هغه باید دایمي اوربند او سولې ته لار هواره کړي، خو دا هرڅه باید په عمل کې وي. د تېرو څو ورځو پایلو وښوده چې طالبي ترهګر یوازې افغانان او د هېواد ګټې په نښه کوي، نه اورکم شته او نه هم د تاوتریخوالی کمښت!
تر تړونلیک وروسته طالبي ترهګر د ۵۰۰۰ زره بندیانو د خوشېکېدو بولاله هم په خپلسر او یوازې ځان غږوي. ویل کیږي دغو بندیانو کې زیات شمېر یي پنجابي پوځیان او د ISI اجوري قاتلان دي. افغان حکومت باید د دغو بندیانو په خوشې کېدا کې چې تر اوسه کوم احتیاط کړي، لا بشپړ پام وکړي او په بېغورۍ د طالبي ترهګرو لیکې پیاوړي نه کړي!
د هېواد امنیت شورا او پخپله ولسمشر غني په دې اړه څرګند او ملي دریځ لري. دوی له طالبانو پوښتنه کوي چې څه وخت پاکستان پریږدۍ، هېواد ته راستنیږی او په کور دننه افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون په ګډون په ټولو ستونرو خبرې کوۍ. بلخوا که څه هم امریکان، د طالبي بندیانو خوشېکېدا د دایمي اوربند او سولې لپاره د زمینې برابرولو پتوګه راپېژني، خو دې منځ کې د عبدلله او د هغه د ډلې دریځ چې غواړي بندیان، د پنجاب د خوشالۍ لپاره په یو وار خوشي شي، د حیرانتیا او غندنې وړ دی. د عبدالله د ټیم ویاند فریدون خوځون یک تلویزیون ته ویلي دغه زندانیان باید بې له ځنډه او په خپل ټاکلي وخت چې هوکړه پرې شوې، ازاد شي. د رویټر خبري اژانس هم د خوځون له خولې لیکلي«موږ باور لرو چې له اوږدو خبرو وروسته همدغه کړې مسوده کې ټولې موضوعګانې چې د دواړو خواوو له لوري منل شوي، نو د سولې په همدې هوکړه کې شیان باید بې له ځنډه عملي شي»
نوموړی تړونلیک چې عبدالله او ډله یي په اړه غږیږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی او په هغه کې د افغان حکومت لاسلیک نشته چې په پلي کولو کې یي کومه اخلاقي او حتمي ذمه واري ولري. افغان حکومت د تړونلیک هغه برخه چې هلته د دایمي اوربند، د جګړې د بندښت او تلپاتې سولې سره مرسته کوي او په هغو کې اساني رامنځته کوی، په خوښۍ مني او پلیتوب يي خپله ملي دنده بولي.
عبدالله او ډله يی دلته غواړي د نوموړي تړونلیک منځپانګه د خپلې ډلې د ملي ضد ګټو په پار تحریف کړی. دوی غواړي د بندیانو په خوشېکېدا، امریکایانو ته وښۍ چې د افغان حکومت پرځای دوی چمتو دي چې دا بندیان بې له ځنډه خوشې کړي او په تړونلیک کې (هغه هم په تحریف سره، ځکه تړونلیک کې د بندیانو په خوشېکېدا، په افغان حکومت کوم شرط اواجبار نه دی طرحه شوی) طالبانو سره د امریکایانو ژمنه دوی پلې کړي.، خو بدل کې به یي امریکایان په راتلونکي حکومت کې عبدالله او ډلې ته غوړه ونډه ورکوي. بلخوا په داسې غوړو خبرو غواړي په راتلونکې کې د طالبانو مهرباني هم ځانته جلب کړی، ځکه په تېرمهال کې د عبدالله د ډلې او طالبانو ترمنځ هډ مات شوی او دا ډله د طالبانو له غچ څخه چې حتمي هم دی، سخت په ډار کې ده. اسلام اباد چې د طالبي ترهګرو هر بري ته سترګې په لار دی هم، د عبدالله په داسې خبرو خوښیږي.
دې ورځو کې چې طالبي ترهګر د اورکم پرځای هر اړخیز او ټولشمول اور ته لاس اچوي، ماسکو هم طالبانو ته شاباسي ورکوي او په شا یي ټپوي.
د تاریخ بیزو لوبه ده چې پخوانۍ ملي ضد ډلې او بهرني ملاتړې يي بیا په یوه ټلواله کې د افغان ملی مرکزي حکومت او نظام په وړاندې دریځ نیسي او د جګړې اور ته لمن وهي. په دې ټلواله کې، عبدالله عبدالله او ډله یي د اسلام اباد، ماسکو او تهران په ملاتړ لوبیږي او ملي ضد دریځ نیسی!
د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی