مقالې


افغانان او د درویزې کلتور

افغانان او د درویزې کلتور ولي الله ملکزی زموږ د ولسي خلکو غوڅ اکثریت که هرځای اوسیږي، سپوره خوري که توره، کله چې دسترخوان ته لغتۍ وهلي کښیني نو په دوو ټکو به شخوند وهي: موږ تورزن یو ملیمه پالي. ولی د ورستیو څلورو لسیزو جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو وښوده چې توره مو چورلټه د لرګي وخته. یو میلمه ته د پناه ورکولو پخاطر مو له وطنه د میردل ژرنده جوړه کړه او د بل میلمه په وژلو مو د میلمه پالنې پوزه پریکړه. مګر هیڅکه مو پدی اعتراف ستونی وچ نکړ چې موږ یو ټوکخور، د پردیو درویزې ته ناست ا

17.12.2019 ولي الله ملکزی

پردي افراطي دودونه او خپل معيوب مديريت‎

دولتي اداري باید د محکوم مظلوم او مجبور ولس پر وړاندې همدردانه، خو د زورواکو مفسدينو او غاصبينو په وړاندې قاطعانه دريزونه خپل کړي. مګر دلته خبره معکوسه ده. څوک مصلحتونه، څوک جګړه، څوک د هيواد وران ويجاړ حالت، څوک د پرديو له شرمه ډکه لاسوهنې او څوک هم زمونږ په ټولنيز وجود باندي لګيدلې ويروسي زخمونه بانه کوى او د اداراتو متزلزل او متذبذب دريزونو ته د مشروعیت لارې چارې لټوي. همدا لامل ده چې په ملي کچه د اداري فساد، غصب زورواکي جنګ سالاري او رواني جګړې په وړاندي زمونږ مبارزه د مصلحتونو ښکار

17.12.2019 عبدالوحيد وحيد

يو ستر سياسي بدلون ته نن اړتيا ده

د دې ملي او ستر سياسي بدلون په مناسبت چې زموږ په ګران هېواد کې به د ټولټاکنو له اعلانېدو وروسته را منځ ته کېږي بيا هم خپل او د خپلو قهرمانو افغانانو د بـې نهايته صميمانه کوښښونو او امنيتي مرستو د وړاندې کولو پر بنسټ چې د افغانستان د ملت په پياوړتيا بنا او دې ستر تاريخي ملي کار ته اقدام وکړ او د افغانستان د راتلونکي ټاکنيز جمهوريت د تاداو تېږه به يوځل بيا ږدي، چې د هېواد ټولو نجيبو او زيار اېستونکو خلکو او په تېره بيا د دې خاورې فدا کار او ځوان ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو ته

16.12.2019 اېمل افغان

د مهاجرت د نړیوالی ورځې په مناسبت

مهاجر، دمهاجرت قوانین،د مهاجرمنل اود مهاجرت ستونزې (دلیندۍ ۲۷مه- د ډسمبر ۱۸مه د مهاجرت نړیواله ورځ) *** مهاجر(Migrant)هغه څوک دی چې د یوه عامل له مخې له خپل اصلي ټاټوبي څخه بل ځای ته؛ یا په دایمی یا موقتی ډول، یابه د هیوا دننه له یوې سیمې بلې یا به بیخی له هیواد بهر تللی او بیځایه شوی وي. دغه عامل کیدای شي، جنګونه ، وچکالي، سیاسی فشار او نور وي، نوځکه دمهاجرت (Migration)بیلابیل ډولونه شته، لکه اقتصادی، سیاسی، داخلی او بهرته مهاجر او داسې نور. نړیوالو ددغې ستونزې او ټولنیزې ښ

16.12.2019 پوهاند محمد بشیردودیال

جرمنی پرمختللي هوايي ټکسيان ازمايي

ژباړه: عزت الله ذکي د «اودي» په نوم يوې جرمنۍ کمپنۍ هوايي ټکسيان جوړ کړي، چې ددغه هيواد اينګولشات ښار کې به ترازموينې لاندې ونيول شي. د الوتونکو ټکسيانو دغه پروژه «Pop-Up» نوميږي او د آيربس کمپنۍ په مرسته تطبيقيږي، کوم چې په نړیواله کچه د الوتکو جوړولو يوه لويه کمپنۍ ده. د جرمني ټرانسپورټ وزير «أندرياس شوير» وايي، په ټرانسپورټي برخه کې نويو بدلونونو د هوايي ټکسيانو د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده. دغه الوتونکي ټکسيان ۱۸ ب

13.12.2019 عزت الله ذکي

د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال مو یاداښت قوه زيانمنوي

ژباړه: عزت الله ذکي سويس کې يوې نوي طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو په یاداښت قوه زيات منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي. د سویس یو طبي انسټیټوت د خپلې نوي څېړنې په اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یاهم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یاداښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي. د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کار

13.12.2019 عزت الله ذکي

د نړۍ ۱۰ ستر مسجدونه!

ژباړه: عزت الله ذکي ------------------- ۱: آلحرام مسجد – آلحرام مسجد د نړۍ تر ټولو لوی او ستر مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو نيم ميليون کسان عبادت کولای سي. د نړۍ دغه ستر او لوی مسجد د سعودي عربستان مکه ښار کي په ۳۵۶ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او يوه برخه کي يې بيت الله شريف هم واقع ده، چي هرکال په ميليونو حاجيان هم ورځي. ۲: نبوي مسجد – نبوي مسجد په نړيواله کچه دويم تر ټولو لوی مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو ميليون کسان عبادت کولای سي. نبوي مسجد د فخر المو

13.12.2019 عزت الله ذکي

په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې د افغانانو په شمول د ګڼو کډوالو ناڅرګنده برخلیک

د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې د سناتورې جاکي لامبي تر مشرۍ لاندې د کډوالو د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقالیدلی شو، خو اوس د دې

13.12.2019 خوشحال صافی

اسټراليايي توقيف مرکزونو کې بندو کډوالو لپاره توره ورځ

اسټراليا کې د کډوالو پلویانو او د حکومت مخالفو ځینو ګوندونو له هغه وروسته تيره ورځ د کډوالو لپاره يوه توره ورځ وبلله، کله چې حکومت د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخ

13.12.2019 خوشحال صافی

کاڼه غوږونه او د عفريت اوازونه!

ځيني خلک د رهبر او سياستمدار په تفکيک او ماهيت نه پوهيږي، نو په سياست به يې څه پوه سي؟ دلته هغه خلک سياست کوي، چي سياست نه پيژني، نو سياسيون به څنګه وپيژني؟ په دې وطن کي خياطان او موچيان د سياست غوږونه او مهرې دي، دلته د بطلان ژبي چليږي، هر څوک د حق چيغي وهي، پيريان د عفريت ځوابونه درکوي. غوږونه کاڼه دي، ژبي د سقوط په طلسم مبتلا دي. نن د وطن زمريان ويده دي، نن د هيواد غاور شهيد دی، اوس د نجات راوي خفه دی، تش ميدان دی، اوس د حق پاسبان خاموش دی. هر څوک د قدرت په نيلي سپور دی، نه پوه

12.12.2019 عبدالحلیم حلمیار

زما منهج!

ما پر تقدير ايمان راوړی، نه پر تدبير، زه ژوند يوه داسي الهي عطا ګڼم، چي شکر يې هيڅ وخت نه سم ادا کولای. ژوند د لوړو ژورو د فتحي انجام دی، ما ته ژوند د پېچومو او کږلېچونو اختتام دی، زه ژوند پېژنم، خو ژوند ما هيڅکله نه پېژني. زه د ژوند په راز پوهېږم، خو ژوند زما په راز نه پوهيږي، زما د ژوند منهج معلوم دی، خو د ژوند د زمان ستن تغير کوي او د نامعلومه منزل په لور درومي. ماته وخت سرنوشت ټاکي، زه وخت ته سرنوشت نه سم ټاکلای، زه د ژوند تابع سوم، دا ځکه چي ژوند زما متابعت نه کاوه.

12.12.2019 عبدالحلیم حلمیار

موقت حکومت، ملي اړتيا پردۍ اجندا که د ځان څوربول؟

ولس له ډير وخت څخه راپدېخوا د هغې نيکمرغه ورځې ليدو ته د انتظار شېبې حسابوي چې زمونږ په هیواد کې سياسي واک ته د رسيدلو لاره يوازې ولس ته د مراجعې پر بنسټ وي، خو متآسفانه چې زمونږ د ډيرى سياستوالو فکري استقامتونه د واک ترلاسه کولو د حرص له امله لاهم د پوخوالي هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د ولسي ارمانونو پوره کولو ته تيار شى. ځينې سياستوال د خپل فطرت له مخې په سياست کې د بريا ترلاسه کولو په موخه په توطیو او دسيسو جوړولو باور لري. دغه ډول خلک ظاهراً د پاکو، سپيڅليو، او غولونکو شعارونو او دري

11.12.2019 عبدالوحيد وحيد

زاره چاودې کړیکې

 لنډه کیسه دا دی کال پوره شو چې زمونږ د کلیوالو پر روح و روان د وېرې او ترهې خپسه ناسته ده. دغې بلا د ټولو له سترګو خوب او سکون لوټلی دی. ان تر دې چې د تیارې په خورېدو سره ټول په خپلو جونګړ و ننوځي. د کلاوو ورونو ته کولپونه او اړمونه اچوي، او تر سهاره له کورونونه وځي.... اوس خود

10.12.2019 خوشال مزاروال

حکمتیار صاحب، زموږ څه تمه وه! او تا څه وکړل؟

کله چې له حکومت سره ستاسې د پلاویو خبرې روانې

10.12.2019 هلال سمسور

راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري

درنو لوستونکو! موږ بايد د خپل هېواد د آبادولو او د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسو، چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال او محيط را پيدا کړي، چې ټول و طنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لار کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې په ننني حالت کې وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه و شول، چې هغه عوامل او خنډونه ورو ورو

10.12.2019 اېمل افغان

دریمه برخه - د وطن شریک کور

شریک کور! دریمه برخه - د وطن شریک کور! عبدالله وردک انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي. د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې ‌وړاندې شوی دی. پدغه ل

08.12.2019 عبدالله وردک

د ميني مقتبس!

زه د ميني او محبت د عصر مقتبس يم، د ميني عيني راوي يم. مينه مي کړې ده، مينه مي ورکړې ده او مينه مي ليدلې ده. د انسان بدن، لکه ويني ته چي اړتيا لري، همدا ډول ميني ته هم اړتيا لري، خو نننۍ مينه د پرونۍ ميني سره توپير لري. مجازي نړۍ تر ډېره حقيقي مينه هم مجازي کړه، زما په آند د نن مينه طوفان کوي، شاعره ده، ژبه لري، د زړه محراق ته لاره مومي او داسي اوښکي بهوي، چي په مخ کي لاري په تصور کي دريابونه او پر مځکه لپي ډکوي. سم د انسان خاموشه سوځېدل او بې لمبې سکروټه کېدل دي، دا مينه جا

08.12.2019 عبدالحلیم حلمیار

زموږ وطن!

په دې وطن کي قاتل جنتي او مقتول دوزخي دی. دلته د خلکو وژونکی مجاهد او خلکو ته نجات ور کونکی ظالم دی. زموږ په وطن کي حق مغلوب او باطل غالب دی. دلته يو انسان د بل انسان په نقصان کي ثواب مومي. په دې خاوره کي بې انصافۍ ته انصاف او انصاف ته بې انصافي وايي. دلته عارض او معروض دواړه د حق چيغي وهي. زموږ په ټاټوبي کي شپه د ورځي څخه او ورځ د شپې څخه شکايت لري. دلته تور پر سپين او سپين پر تور ځان نه ورکوي. دلته پوه نوکر او ناپوه بادار دی. په دې وطن کي ملا غل او غل ملا دی. دلته ټول ژوندي غازي

08.12.2019 عبدالحلیم حلمیار

نیوزیلنډ ته ښايي د استرالیا د سمندري مهاجرت خونو یو شمیر کډوال یوړل شي

د یوې معاملې له مخې چې ښايي د استرالیا د حکومت او خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ترمنځ ترسره شي، احتمال شته چې د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو ۱۵۰ کډوال هر کال نیوزیلینډ ته انتقال او هلته میشت کړل شي. د روان کال په فبروري میاشت کې، د آسټرالیا پارلمان د حکومت خلاف د ناروغه کډوالو د طبي لېږد قانون پاس کړ او پکې خپلواکو ډاکټرانو دا صلاحیت ورکړو چې په سمندري توقیف ځایونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د طبي دلایلو لپاره آسټرالیا ته د سفر کولو اجازه ورکړي. اوس د سکاټ موريسن حکومت غوا

07.12.2019 خوشحال صافی

د استرالیا د مهاجرت ویزو په هکله اندیښنې

کډوالو د استرالیا د مهاجرت نوو ویزو د شرایطو په اړه اندیښنه ښودلې د استرالیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د استرالیا د حکومت لخوا اعلان شوې د مهاجرت نوې ویزې غیرعادلانه دي ځکه دغه ویزې ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي. د استرالیا حکومت د تېرې نوومبر میاشت په شپاړسمه خپل هیواد ته د مهارت لرونکو کډوالو د جذبولو په خاطر د سیمه ایز مهاجرت په نوم پنځه نوې ویزې اعلان کړې چې له مخې په دغه هیواد کې د دې ویزو ترلاسه کوونکي کولای شي د یو لړ شرایطو په پوره ک

07.12.2019 خوشحال صافی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more