په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف، څنډې ته شوې نظار شورا صحنې ته راوسته او د افغانستان سیاسي واک یې ورکړ. دوی کابل یو ځل بیا چور کړ او نظام یې له غلو او ډاکوانو ډک کړ. په عین حال کې یې اربکیان، ملیشې او غیر مسئوول وسله وال هم وساتل، تقویه یې کړل او په ستراتیژیکو ځایو کې یې ځای پر ځای کړل. ځمکې او جایدادونه او تجارتونه یې هم چور کړل. رسنۍ او مدني تولنه یې هم ګروګان کړه او داسې بریالی سیاست یې وکړ چې په یوه وخت کې یې د روس، امریکا + غرب، ایران، هند او منځنۍ اسیا ټولو سره ښې اړیکې ټینګې کړې.
مارشال تر مسعود هوښیار وو او له امریکا سره سلا شو چې یوسمبولیک پښتون مشر وزغمي چې د امریکا او ناټو له خوا وژل شوي پښتانه ورسره نیم پر شا کړي.
اوس چې د سولې یو فرصت دی، د نظار شورا درې مهم مشران په درې سنګرونو کې جنګیږي او هر سنګر ته یو یو نفر موظف شوی دی.
امرالله صالح لومړی د سی آی ای او بیا د شورای نظار روزل شوی جاسوس دی او پخپله وینا یې اطلاعات را می نوشد. د صالح دکتورین واضح دي: پښتانه دې خلع سلاح وي، نظامي قوتونه دې یې مات شي، د خلقیانو او حزب اسلامي نظامي قوتونه منحل شوي دي، د طالب نظامي قوت دې هم منحل شي، د حکومت نظامي قدرت دې په یوه لاس کې (نظار شورا سره) وي. په دې صورت کې به حکومت د نورو قومونو په شان پښتنو ته هم خدمات عرضه کوي. د ده د ملي امنیت په مشرۍ کې په زرګونو پښتنو مشرانو ترور د همدې دکتورینو یوه برخه وه. د شینډنډ د عزیز آباد پیښه یې یو مثال دی. اوس په کابل کې د ځنیځیري وژنو کار هم د ده دی چې ویل کیږي اوږد لست یې په جیب کې پروت دی. صالح دومره قانون ګریزه شخص دی چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه تر تقرر وروسته یې تر اوسه تر زرو کسانو زیات جنایتکاران خوشې کړي دي چې پکې داسې ورانکاري هم وو چې د محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.
یونس قانوني په بون کې د امریکا د ب ۵۲ په زور په فاتحانه انداز کې له نړیوالې ټولنې خپلې داړه مارې ډلې ته د واک مشروعیت واخیست. بیا یې د امریکايي ترورستانو سره یو ځای د پښتنو د نیولو او تعذیب لپاره شخصي زندانونه جوړ کړل اوس بیا د مظلومو تاجکانو په منځ کې د سولې په وړاندې د میلیوني مقاومت انګیزه تولیدوي!!!. پدې کار کې ورسره د مسعود وروړنه او زوی هم ملګري دي.
ډاکتر عبدالله چې له امریکایانو سره یې د پښتنو د کورونو د غیرقانوني تلاشیو، د نارینه و د نیولو او د سپیو په وسیله د ښځو او ماشومانو د داړلو تړون لاسلیک کړی و، د سولې د شورا د مشر په رول کې دی.
دوی درې واړه هماغه یوه اجندا پر مخ وړي: سوله وځنډوي، که نه ځنډیږي بیا هم نظار شورا ته غوړه او غوښنه برخه تضمین شي.
دوی د ډاکتر صاحب اشرف غني له احساساتو هم د ځان په ګټه سوء استفاده کوي. سوله دوی نه مني او مسؤولیت پر هغه اچوي.
زموږ نظر دا دی چې که روغه کیږي، عدالت دې تأمین شي، تیر په هیر خو که څوک سوله چلنجوي، باید ملت یې پر خلاف متحد شي.